د میراثونو
[20.Jul.2022 - 17:11]د ولسی او شفاهي میراثونو خوندي کول یې یو کمال ؤ
لیک: زلمی هېوادمل
د پښتنو د فرهنګ لپاره تیره جوزا میاشت د دریغ و درد او خواشینی میاشت له دې جهته وه چې پدې میاشت کې موږ د جنوبی پښتونخوا یو خواخوږې فرهنګی، عالم، لیکوال، ویناوال د پښتو د فرهنګی میراثونو د خوندی کولو مینه وال عاشق، پروفیسور ولی محمد خان سیال کاکړ له لاسه ورکړ او د سرانانو په هدیره کې په ابدي خوب بیده شو. د پروفیسور سیال کاکړ پر غمجنه مړینه د تاریخی افغانستان ټولو فرهنګی حوزو خپله غمرازي وښووله. زیاترو مشرانو او کشرانو – چا چې یې آثار لیدلی وو او څوک چې یې له نامه او له ده سره مخامخ آشنا وو- ټولو په رسنیو کې دده په باب څه ولیکل، خو دا لیکنې ټولې دده فرهنګی سیرت د یو اړخ پر ښوولو متمرکزې وې، کابو ټولو دی یو فوکلوریست او فوکلور ټولوونکې معرفی کړی و. اما زما په پوهه د شفاهی او ولسی میراثونو خوندي کول دده له کمالاتو، یو کمال ؤ، بویه چې موږ خپل خلک دده (سیال کاکړ) له ټولو کمالاتو خبر کاندو. ځکه فوکلور، ولسی تجربی او د شفاهی فرهنګ د توکیو له ټولولو او خپرولو سربیره ده ډیر نور مهم کارونه کړي چې یادونه یې دلې لازمه ایسي.
- پروفیسور سیال کاکړ د پیشې له پلوه معلم ؤ، ده د جنوبي پښتونخوا په کالجونو کې کلونه کلونه د فارسی ژبی او ادبیاتو تدریس کړی دی، ډیرو ځوانانو ته یې فارسي ژبه او فارسي ادبیات ښوولی دي، ده پر فارسی ژبه، لیک، لوست او خبرې کولای شوای. د ښوونی او روزنی د کالجونو مدیر هم پاتې شوې ؤ. به همدی بنا به ده له خپل نامه سره (پروفیسور) هم لیکه.
د پروفیسور له موضوع سره په رابطه، زما په پوهه دلته یوه توضیح لیکل لازمي بریښي. ځکه کله نا کله د رسنیو له لارې د غلطیو سبب کیږي. د هند په نیمه وچه کې زموږ د پښتونخوا د استادانو په شمول په کالجونو کې چې څوک تدریس کوي له خپل نامه سره پروفیسور لیکی او مقامی خلک یې هم پروفیسور بولي.
کله چې له ۱۳۵۷ /۱۹۷۸ کال را پدیخوا او حتی تر دې دمخه چې د کابل پوهنتون ځینې استادان، د ځینو جهادي مشرانو په شمول له کابله پښتونخوا ته بې ځایه شول، په دغو استادانو کې ځینې واقعاً پوهاندان وو، خو نور اکثر یې پوهنیار، پوهنمل او پوهندوی وو، مګر په پښتونخوا کې دوی هم د مقامی اصطلاحاتو په تبعیت و له خپلو نومونو سره پروفیسور لیکه خو دا پروفیسور زموږ د پوهنتونونو له پوهاند سره معادل نه دی. زموږ ځینو فرهنګیانو او په ځینو ملی او بین المللی رسنیو کې افغان کارکوونکیو دغو ناپوهاندو استادانو ته پوهاندي وبخښله او پوهاند یې وبلل. چې دا ډول بخښنې د اکاډمیکو اصولو سره مخالف کار دی.
پروفیسور ولی محمد کاکړ، د تدریس او معارف د خدمت تر څنګ زموږ د فرهنګ یو رښتینې خدمتګار ؤ او څومره چې یې وس ؤ، په ځان او مال یې د پښتنو د فرهنګ اخلاصمندانه خدمت وکړ.
څنګه چې زموږ فرهنګیانو موږ ته وښووله دده د فرهنګی شخصیت یو بُعد د خپلې ژبې د ولسي پانګو ټولول وو چې ده دا کار په مینه او خلوص وکړ او ډیرې ناخوندي ولسی پانګې یې خوندي کړې.
- پښتو او پښتانه په سهیلی پښتونخوا کې (دوه جلده) او دې ته ورته خپلو نورو آثارو کې یې د خپلی سیمې د تاریخ او جغرافیا او ورسره د ځینو وقایعو او له دغو وقایعو سره په ارتباط کې د را زیږیدلو ولسی سندرو نمونې هم پکښې را ونغښتی.
- د کسې د لمنې پښتانه لیکوال (دوه ټوکه) له بشپړتابه سره یې د پښتو منظمې لیکلې ادبی فن پارې او د دې فن پارو او لیکنو داسې لیکوال موږ ته را وښوول چې پخوا تر ده یې څو تنه مرحوم حافظ خان محمد کاکړ د کسې ګلان نومې تذکره کې ښوولی وو، خو دده د کار ښیګڼه دا وه چې د کسې د لمنې پښتانه لیکوال دواړه ټوکه تر د کسې ګلان دمخه چاپ شوي وو او د دواړو ټوکونو له موادو په پښتونخوا او افغانستان کې دمخه استفاده شوې وه.
- د پښتو جورنالیزم او ځینې نور کارونه یې موږ ته په جنوبې پښتونخوا کې د مدرنو فرهنګي او سیاسي چارو د ځینو عناصرو د پیدایښت، پایښت او پرمختیاوو څرک په لاس راکوي او په جنوپی پښتونخوا کې د حزب د پیداکیدو او سیاسي مبارزې، عصری رسنیو، مطابعو له فعالیت او د کتابو ټوله چاپه مو خبروي او په دې برخه کې موږ دده له کارونو ډیر څه زده کوو.
- پروفیسور سیال کاکړ د خپلې ژبې او فرهنګ د خطي میراثونو د ټولولو ډیر شوقی ؤ. زموږ په معلوم فرهنګی تاریخ کې ښا یي د ګوتو په شمار خلکو له پښتو خطي میراثونو سره دا وړ مینه پاللی وي.
ده په خپلو ګټلو پيسو د پښتو خطي کتابونه را نیول او له ځان سره یې ساتل. که دده دا هڅی نه وای ډیری خطي نسخې به زموږ د بی پرواییو له وجې د قبرونو خوراک شوی وای او ډیری به یې له خپلې فرهنګی حوزې دباندې وتلی وای. دده په ټولو کړیو خطي کتابونو کې داسې نسخې هم پیدا کیږي چې یوازې له ده سره وې.
لنډه دا چې پروفیسور سیال کاکړ په خپل پرباره فرهنګی ژوند کې نه یوازې د جنوبی پښتونخوا شفاهی فرهنګی زیرمی خوندي کړې، بلکه د لرغونو خطي زیرمو ترڅنګ یې د لیکنیو ادبیاتو د پیژندنی او خوندي کولو لپاره هم ډیر زیارونه وګالل.
- پروفیسور سیال کاکړ له افغانستان سره نا پایه مینه درلوده. د کالج رخصتیو کې به ضرور دی، لکه زیارت ته چې څوک ورځی یو ځل افغانستان ته راته او په کابل کې به یې ستره مشغولا له فرهنګیانو، استادانو، لیکوالو، شاعرانو سره لیده کاته وو او د کتابونو پیدا کول یې ستره مشغله وه. ټولو فرهنګی او اکادمیکو مؤسساتو سره یې راشه درشه کوله، نه یوازې له پښتنو مشرانو استادانو سره، بلکه زموږ له نورو استادانو، لکه: پوهاند دوکتور عبدالاحمد جاوید، دوکتور عبدالغفور روان فرهادی، پوهاند میرحسین شاه، دوکتور واحدی، دوکتور اسد الله شعور ، شهید حنیفی او نورو ډیرو سره یې تعلقات ساتل او حتی کورونو ته به یې لیدو ته ورته.
- زما خپله پیژندګلوي له پروفیسور سیال کاکړ سره په کابل پوهنتون کې شوې ده. د ۱۳۵۱ / ۱۹۷۲ م کال د دلو میاشت وه، د استاد میرحسین شاه د دفتر کارګر نور محمد د وږمی دفتر ته راپسې راغی او د استاد دفتر ته یې وبللم چې دفتر ته ورغلم له پوهاند میرحسین شاه سره له رفیع صاحب سربیره یو بل موقر شخصیت ناست دی. بالاپوش یې اغوستی او سور قره قل خولې یې پر سر ده. استاد میر حسین شاه راته کړل: دی سیال صاحب دی له کوټې راغلی دی، د وږمې مجلې چې څومره ګڼې تا سره په دفتر کې شته هغه را ټولې کړه او چې نشته له صدیق تحویلدار څخه یې را واخله. د وږمی مجلی د موجودو ګڼو بسته ورته برابره کړه او کوم کتابونه چې له تا سره شته هغه هم ورته برابر کړه.
له پروفیسور سیال سره پر لومړۍ پلا لیدوخواږه سره ولګیدو. له کوټې راوړيو کتابونو څخه دوه ورسره پاتی وو، یو یې زما یاد دی ( فوکلوری طب) او یوه هم بله رساله. دا دواړه کتابه یې راته ولیکل، د شناخت سلسله له دې ځایه پیل شوه.
د هماغې ورځې سبا اسدالله شعور چې په پوهنځی کې زما هم دوره ؤ، ما ته وویل نن شپه ما سیال صاحب ته ډوډۍ کړې ده، مازیګر د ولی محمد پښتون او احسان جان کتابفروشی ته راشه، رفیع صاحب او سیال صاحب هم راځی له هغوی سره به ملګری شې، رفیع صاحب زموږ کور لیدلی دی.
مازیګر په کتابفروشی کې راټول شوو او د اسدالله شعور کور ته ورغلو. له پروفیسور سیال کاکړ سره دې ناستی زموږ زړونه لا سره نژدې کړل.
تر دې ۱۳۵۱ کال وروسته د ۱۳۷۵ / ۱۹۷۸ کال تر جوزا پورې سیال کاکړ هر کال یو ځل د افغانستان ته تشریف راووړ. د ۱۳۵۳ /۱۹۷۴ کال د قوس په میاشت کې پروفیسور سیال کاکړ د بایزید روښان بین المللی سیمینار کې د ګډون لپاره د پښتو ټولنې له خوا کابل ته دعوت شوی ؤ، په لودهی هوټل کې یې ورته ځای نیولی ؤ، دا هوټل ډیر کلونه کیږی چې بند دی، د اوسني اقتصاد وزارت او ګلبهار سنټر ترمنځ یې موقعیت درلود، لودهی هوټل پښتو ټولنې او ښار دواړو ته په نزدې فاصله کې واقع ؤ.
رفیع صاحب او زه به چې له دولتی مطبعی او پښتو ټولنې را خلاص شوو نو په لودهی هوټل کې به له سیال کاکړ سره وو. په دولتی مطبعه کې موږ دواړو سیمینار ته کتابونه چاپول او دده د میلمه پالنۍ کار مو هم کاوه. دې سفر له سیال کاکړ سره زموږ دوستی پخه او لا ډیره خوږه کړه. د سیمینار د ختمیدو ورځې وې چې د رفیع صاحب والده وفات شوه او رفیع صاحب وردګو ته ولاړ. سیال صاحب او ما ته یې اجازه رانه کړه چې ورسره وردګو ته لاړ شو. د سیال صاحب وخت هم پوره ؤ چې باید کوټې ته لاړ شی. ما ته یې وویل زه به د رفیع صاحب تر راتګه او د هغوی د مور په فاتحه کې له شرکت وروسته کوټې ته ستنیږم.
ښه مې په یاد دي یوه ورځ موږ ته چا وویل چې نن رفیع صاحب له وردګو راځی. سیال کاکړ ما ته وویل زه او ته به یې مخی ته ورځو. هغو ورځو کې سختې واورې وریدلې وی او ډیر ساړه وو موږ دواړه د هغې ورځی تر ماښامه په هغو سړو کې د وردګو اډه کې ناست وو، خو رفیع صاحب رانغی موږ چې ښار ته ستانه شوي وو، رفیع صاحب ناوخته رسیدلې ؤ، لنډه دا چې سیال صاحب د رفیع صاحب د مور بی بی په فاتحه کې شرکت وکړ او بیا کوټی ته ولاړ.
-پر ۱۳۵۵ / ۱۹۷۶ کال، د پښتو چاپی آثارو د دوه سوه کلونو په مناسبت په ۱۳۵۶ /۱۹۷۷ م کال کې د جوړیدوونکی سیمینار لپاره ترتیبات نیول کیدل. دا سیمینار د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اِشراف لاندې د هیواد د ټولو فرهنګی او کلتوري مؤسساتو په مرسته جوړیده. ددې سیمینار لپاره رفیع صاحب او ما ته هم ډیر کارونه سپارل شوي وو چې ځینو یې ډیر لټون او آثارو پسې ګرځیدو ته اړتیا درلوده.
موږ دواړه د همدې لټون په سلسله کې د ۱۳۵۵ کال دلو کې کندهار ته ولاړو. په کندهار کې د څه کار ترڅنګ دواړو وپتییله چې د سیال کاکړ د کتابخانی د لیدو لپاره باید کوټی ته لاړ شو. د سپین بولدک اوسیدونکی ښاغلی شیرزی د کوټې سفر لپاره زموږ ملګرتیا ته حاضر شو، ځکه موږ پخوا له دې کوټې ته نه وو تللی دا مو لومړنی سفر و.
ښاغلې شیرزی یوه ورځ سهار موږ له کندهاره سپین بولدک ته روان کړو. غرمه مو بولدک کې وکړه بیا یې چمن ته واړولو هغه وخت چمن د خټینو کورونو یو لوی کلی ؤ. یو کوچنی بازار یې درلود، هره ورځ به یو بس له چمنه کوټی ته او له کوټې چمن ته تګ راتګ کاوه. موږ شپه د چمن په کلی کې د ښاغلی شیرزي د خپلوانو کره تیره کړه، سهار په وخت مو د کوټی بس ته ځان ورساوه، مازیګر کوټی ته ورسیدو، زموږ د رهنما ښاغلی شیرزي په مرسته د سیال صاحب کورته ورسیدو.
سیال کاکړ زموږ په لیدو هم خوشحاله او هم ډیر متعجب شو، ځکه چې کله موږ د کوټی د سفر ورته نه وو ویلی. استاد رفیع د سفر هدف او ضرورت ورته توضیح کړ.
ده زموږ د سفر د هدف د تحقق لپاره څو شپی په خپل کور کې وساتلو، د خپلی کتابخانی ټول خطی او چاپی کتابونه یې پر موږ وکتل. له ټولو مو یادښتونه واخیستل، د کوټی ښار هم هغه وخت ډیر ستر نه ؤ. له څو بازارونو جوړ ؤ. بازارونه او کتاب فروشی یې هم راباندی ولیدل د کار تر تکمیل وروسته یې یو سهار چمن ته رخصت کړو.
- د یوویشتمی پیړۍ د دویمی لسیزې تر وروستیو کلونو پورې په وارو وارو موږ په کابل او کوټه کې له سیال کاکړ سره لیدلی شپې مو ورسره کړي دي. په کابل کې له ده سره د استاد بینوا ، استاد اسدالله شعور، استاد رشاد، استاد میرحسین شاه، استاد حسن کاکړ، استاد روان فرهادی، استاد رفیع، آقا محمد کرزی ، استاد روهی او نورو ډیرو استادانو کورونو ته تللی یو او ده ته په ترتیب شویو ډیرو میلمستیاوو کې مې ګډون کړی ؤ. دغو لیدنو او کابل ته دده سفرونو زموږ دریواړو د زړه ستنی یو بل ته ډیرې سره نژدې کړې. خو کابل ته پر ۱۹۷۴ کال دده سفر او د کوټې ته پر ۱۹۷۷ کال زموږ سفر زموږ دریواړو ( سیال کاکړ، رفیع او هیوادمل) د دوستۍ په دوران کې څه خاص وو، ځکه دغو دوو سفرونو زموږ روابط له معمولي دوستۍ د ورورۍ او حتی د کورنۍ د غړیو تر حده ورسول.
له دې بیانه زما مقصد دا دی چې سیال صاحب، ښه ښوونکی، تکړه زحمتکش او زړه سوانده د فرهنګی میراثونو خوندی کوونکی، لیکوال او شاعر ؤ. ددې تر څنګ پر افغانستان مین او د افغانانو ستر دوست ؤ.
له افغانستان سره دده د مینې اټکل له دې هم کیدای شی چې ده خپل په خواریو را ټول کړی، پر خپلو پیسو رانیولي او له ځانه ورته ګران کتابونه د افغانستان حکومت ته وبخښل.
د آخرت د سفر لار دې یې له ګلونو ډکه او ځای دې یې د جنت عالی مقام وي.