Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د نفاق لمبې
راځئ چې رنځ ته مو دوا جوړه کړو د محبت لويه دنيا جوړه کړو ترڅو به سوځو په لمبو د نفاق د ورورولۍ يوه غوغا جوړه کړو د خپل تياره ضمير او زړه په کوڅو د معرفت په نور، رڼا جوړه کړو چې د کلنو پرهارو کړي علاج دردمنو زړونو ته کيميا جوړه کړو که زړه جونګړه په جفا شوه ورانه عزم وهمت باندې يې بيا جوړه کړو سمبال چې نه وي د سينګار په هنر د وطن ناوې به په چا جوړه کړو.
Said Abidullah Nadir![](images/back.gif)