دمورنیو ژبو
[20.Feb.2023 - 16:24]ژبه د قام د پېژندو نښه ده
له ټولو پښتنو پوهانو, ښوونکو, سېاستوالو, د لیکوالانو , شاعرانو, ادېبانو, خېریالانو, ملتپاله (قامپرستو) ګوندونو, ټولنو او په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ, د عوامي نیشنل ګوند, دپښتونخوا ملي عوامي ګوند, د وطن قومي ګوند, دملي جمهوري ګوند له مشرتابه او غړو څخه په درنښت غوښتنه کوو, چې په خپلو دوترونو (دفترونو)، رسمي اوغیر رسمي غونډو، سیمینارونو, کنفرانسونو, پرلتونو, غونډو, جلسو, د ټاکنو په کمپاینونو , مرکو, رسنیزو څرګندونو (پریس ریلیزونو) لیکنو, ټولنیزې رسنۍ (انټرنېټي وېبپاڼو, فیسبوک, ټویټر, انسټاګرام او ...) اعلامیو او خبرتیاوو کښې پښتو ژبه وکاروي.
که چېرې د بلې ژبې ویلو ېا لیکلو ته خامخا اړتیا وي, نو لومړیتوب دې یوازې او یوازې پښتو ژبې ته ورکړل شي, تر څو پښتو د زده کړې, سیاست, سوداګرۍ او د روزګار ژبه شي. (نصیر ستوری) 20.02.2023
................................
سیاسي واکمن که پښتانه شي، پښتو کاندي د سرکار ژبـه
هم د ښــــوونځــي، هم د دفـتر، هم د خپل کــــار ژبه
بیا به پوهان او امیان حس کړي ضرورت د پـــــښـــتــو
پـښتو به شي, بیا د پو هـــنـې، تجارت او د روزګار ژبــــه