Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لیک
[06.Jul.2023 - 05:29]سروره! سترګې سترګې راته مۀ کيږه لۀ جامه
لبانو! څنډ به درکړمه لۀ ونې د بادامه
جانانه! عزرائيله ساه مې لنډه لنډه کيږي
ديداره! د مرۍ نه دې نيولی يمه سامه
خوبونو! ترهيدليو دا د چا سترګو کښې ولاړۍ
يادونو! سترګې پټې کړم اؤ نۀ راځې آرامه
قراره! ياره کلکه غوندې غيږه رانه تاؤ کړه
سکونه! چې بس زړۀ پۀ زړۀ کښې ضم شي انظمامه
پرهره! چې دا چا درنه د مالګې پټۍ تاؤ کړه
دردونو! خپله غيږه کښې رامات شومه اندامه
انګاره! انتظاره د لمبو پۀ سوري ناست يم
تکراره! مسلسله زړۀ مې مۀ چوه دوامه
رخساره! کله پوهه شومه کله راځلمی شوم
زلفانو! څۀ مطلب مو ؤو لۀ ميمه اؤ د لامه
ليواله! اضطرابه اشاره قدرې پکار ده
دعوته! قبلوومه دې کۀ وشوې انتظامه
بيلتونه! ډير پۀ سختو اؤ ازغنو لارو راغلم
ديدنه! مازيګر ؤو لا به نۀ راتلې ماښامه
زانګو! پۀ ټال د زلفو سړی دار ته څنګه رسي
زندۍ! پۀ هر څۀ رسمه لۀ دامه تر عدامه
بې صبره! لږ د زغم پۀ لاره تلۀ راله پکار ؤو
خبرې! معمولي خبرې ګرانه شوې تمامه
باوره! دا خو هسې زۀ پۀ ځان باندې شکي اوم
اعتباره! شولې پوخ کۀ ئې قبول کړمه پۀ خامه
خزانه! چيرته ؤچې پاڼې شونډې اؤ سندرې
خزانه! پسرلي څنګه اؤ وير څومره مدامه
بهتانه! دا تۀ څۀ وائې پۀ ګډو وډو سر ئې
تهمته! پۀ موږ ټکی شوې اؤ ګرم نۀ ؤو الزامه
وجوده! ستا پۀ غوښو باندې پايمه لګيا يم
زړګيه! چې دې نۀ خورم بيا به څۀ خورمه طعامه
يه مينې! داسې ده چې پۀ هر چا باندې دې ويشم
تقسيمه! دومره ده چې چا له خاصه چيرته عامه
ذاهده! دا پۀ سپينه لمن تور داغونه څۀ وي
تهمته! د رنجو خالونه څنګه وي نيکنامه
هوسه! د خريصو پۀ لاسونو کښې دې ورکړو
آفسوسه! پۀ ډالرو باندې خرڅ شولو اسلامه
قدرته! څوک د حق خبره نۀ کوي لۀ ويرې
کوريه! هر چا خولې ته اچولی ئې لګامه
متله! تۀ خو وايه هديرې د ؤلوږې نۀ وي
روزګاره! د ژوندو هديره څنګه وي نظامه
نصيبه! پۀ حلالو پسې څۀ حلال حلال يو
تميزه! خبر نۀ ئې خلکو ؤخوړه حرامه
دولته! ناکردې دې مرده باد کۀ زنده باد دي
اولسه! دا به بيا هم رايه غواړي لۀ عوامه
مرئييه! دا ارټ ولې پۀ پټو سترګو کيږي
غوائييه! کار د شرم دی کۀ پوهه شو غلامه
پيشوا ! دا مقتديان دې د آذان پۀ انتظار ؤو
پيشوا ! د آذادۍ نېتونه شوي ؤو امامه
پښتونه! څۀ پۀ تيرو بيرو لارو سره ولاړو
نفاقه! کۀ يؤ نشولو ورکي بېرته شاته