Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دسید عبدالله نادر
[15.Aug.2023 - 08:40]سید عبیدالله نادر
پیښاورکال ۱۳۷۷
وطنه ځار دي شم
ځکه برباد یې، چې غمــخوار نه لرې
وطنه ځــــار دي شـم هوښیار نه لري
په خـوب پراته دي دغفلت، ستا بچیان
در نه لوګی شــــم ،چـې بیدار نه لرې
وچ چمــنونه او باغــــونه دي ســـــــتا
خپل سمسورتیا ته دي مالـــیار نه لرې
ټول په غمـــــو کې د غلیم شو شریک
چې ستـــا په غم کې وي بیمار نه لرې
ستا بربادۍ ته دي مـــــلاتړ بـــیدردان
خپل آبــــادۍ ته، یو معـــــمار نه لرې
__________________________
سید عبید الله نادر
څلوریځي
د عمرونو سټړی
له رنځونو او دردونو یمه، ستړی
د کلونو او عمرونو یمـــه، ستړی
د نیستۍ د سـختو لارو، لاروی یم
له منزل د عـدمونویـمه، ســــتړی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ځان ښودنه
څوک په لافو ځان ښودنه ، کړی سیالي
له ځان نه جوړ کړي، یو اتل د خـــیالي
د چا پرواز د مشرب دومره وي عاالي
چې خپـــله ډکه پیمــانه ویني ، خــــالي
»»»»»»»»»»»»»»
د معرفت نظر
د زړه په ســــترګو، قدرتونه د سبحان ووینه
په روښــــــانه زړه ، حکمتونه دجهان ووینه
چې لویي او د غرور، له غلامۍ نه شې آزاد
د معرفت په نظر، یو ځلي خــپل ځان ووینه
»»»»»»»»»»»»»»
د عاجزۍ درک
د دردمنو می په حــــال شـول ، قلم زړونه
چې احسـاس یی کړل ، زما د زړه دردونه
کاتبــــــان می د کرام ټول ، په ژړا ، کړل
چې له اوښکو نه می جوړ کړل ،دریابونه
»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه ثنا
د هر درز سره د زړه می ستـــا ثنا ده
ستــا په یاد کې می بایللی دا دنیــــا ده
یو نفس داستــــــا له یاده ، غافل نه یم
هر نفس کې ستا وصال می ، تمنا ده
«««««««««««««««
خوږمن زړه احوال
چا چي وهلی ستا په رخســـــــــار باندی خال
کاشکی یی پوښتلای ، زما د زړه وای احوال
چي د دردمنو په زړونو به څـــــــه تیریږي
چي می ورکړي وای د خوږمن زړه احوال
««««««««««««««««
له خاورو پیدا
تر څو به ځـــــــان بولو ، یو بل څــخه جلا
په معنــی کې چي پیدا یو ، له یو اجـــــــزا
فرق به زمونږ په مینځ کې څه وي غافلانو
چي د سپیرو خــاورو عالـــم شي ، ټول پیدا
««««««««««««««
غنیمت وخت
چي په لاس کې مو درغلی دي ، فرصت
ویي شمیرئ ، دغـــــــــــه دم کې غنیمت
هر لمحـــــــي کې زمانه کړي خبرتیـــــا
چي زمان در نه تیریږی ، په غفــــــــلت
»»»»»»»»»»»»»»
انسانی احساس
چي احساس د انسانی لری ، په سر
طرفدار وي ، د حــقوقو د بشـــــــر
په دنیا کې ، د مردانو داصــفت دی
چي يي تل وي ، په عالم باندی نظر
»»»»»»»»»»»»»»
د وخت غوښتنې