Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
قطر خاوره دعربو
[20.Dec.2023 - 14:46]وبمناسبة اليوم الوطني لدولة قطر، أتقدم بالشكر والعرفان لصاحب السمو أمير دولة قطر، والأمير الوالد، وشعب قطر. {فیروز خان افریدی}
قطر خاوره د عربو
......
خو ما داسې احساس کړې
لکه دا زما وطن وي
لکه دا زما مسکن وي
لکه دا زما چمن وي
قطر خاوره د عربو
ځکه ما باندې ډېر ګران دے
دا می روح دا می جانان دے
پکې عمر مې تېر کړے
پکې ژوند مې اړولے
ښه په امن او سکون کې
مطمئین وم په ژوندون کې
قطر خاوره د عربو
ځکه ما باندې ډېر ګران دے
دا می روح دا می جانان دے
ما عزت پکې ګټلے
ما شهرت پکې موندلے
ما پیسې پکې ګټلي
ما بچي پکې روزلي
قطر خاوره د عربو
ځکه ما باندې ډېر ګران دے
دا می روح دا مې جانان دے
په دې خاوره زه محفوظ یم
په دې خاوره کې عزت دې
په دې خاوره کې حیا ده
په دې خاوره کې غیرت دې
قطر خاوره د عربو
ځکه ما باندې ډېر ګران دے
دا می روح دا می جانان دے
په دې خاوره بختوره
ما څلویښت کاله تېر کړي
احترام هر چا راکړے
حق مې چا نه دې خوړلے
کله کله داسې وایم
چې زه ومرمه هم دلته
په دې خاوره کې ماخخ کړئ
قطر خاوره د عربو
ځکه ما باندې ډېر ګران دے
دا می روح دا می جانان دے
زه به ولی دعا نکړم
تر ابده دې قایم وي
تر ابدہ دی سالم وي
باچاهان یې مسیحا دي
د غریب د رنځ دوا دي
د ھر کور تورو تیارو ته
مشالونه د رڼا دي
زنده باد دې دغه کور وي
زنده باد دې دا بادشاه وي
تر ابد دې وي قایمه
تر ابده دې هم دا وي
قطر خاوره د عربو
ځکه ما باندې ډېر ګران دے
دا می روح دا می جانان دے
قطر أرض العرب
......
لكنني شعرت بهذه الطريقة
مثل هذا هو بلدي
وكأنه حلمي
كأنها حديقتي
وبمناسبة اليوم الوطني لدولة قطر، أتقدم بالشكر والعرفان لصاحب السمو أمير دولة قطر، والأمير الوالد، وشعب قطر.
قطر أرض العرب
لأنه عزيز علي
هذه روحي وهذه معرفتي
قضيت حياتي هناك
قضيت حياتي هناك
جيد في السلام
لقد كنت راضيا في الحياة
قطر أرض العرب
لأنه عزيز علي
{ فیروز خان افریدی}