Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[28.Dec.2023 - 15:49]
تا په رڼـــــــا پسې, تورتم ته ريباري وكړله
حالاتو مونږ سره دې څرنګه يـــــاري وكړله
څه د رڼا ستوري لرل مونږ د ګوتو په شمار
د هغه ستورو په لوېدلو دې خواري وكړله
د تورې شرنګ مې راپرېوځي تر بنګړو رسېږي
تا د شـــــملو، تــــا مې د تورو دلالي وكړله
زمونږ تندي دي راپولۍ كړه, د جنت په تمه
اخر دې سور دوزخ ته مونږ باندې زارۍ وكړله
ما درنه يو غوښته تا بـــــل نقش راونيو حاله
زما د طبيعت خلاف دې خپله كولالي وكړله
لا دې په يوه لاس كې تسپې بل كې پيالې وركړلې
په خپل تخليق دې څه بېخونده ګلكاري وكړله
زاهد هم ونيوه نغمه د سُر له تــــــاله سره
په هر دريځ دې جـــــــادوګره فنكاري وكړله
د کــــوټوال عقل به پخپله له خپل كوره وځي
د كوپړۍ كور باندې يې ستا فكر مستي وكړله
(استاد عرفان الله کوټوال)