Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اسرافیله
[12.Jan.2024 - 16:06]اسرافيله ورشه ووايه الله ته
دا ګيله مې د يو قام راوړې تاته
هغه قام چې هره ورځ په وينو سور دى
هغه قام چې تمامي ژوند يې ناسور دى
د افغان په کاله بلې سرې لمبې دي
ژړاګانې دي ويرونه جنازې دي
دوى له خپله ژونده ستړي دي ستومان دي
د قيامت د يوې ورځې په ارمان دي
هره ورځ زغملى نشي قيامتونه
رانړيږي پکې دنګ دنګ قامتونه
دا وطن خو بس د مړو هديره ده
ټوله ځمکه د انسان په وينو سره ده
نه زمونږ تقدير بدل شو په دعاوو
نه مو شته دښمن نابود شو په ښېراوو
چې خداى مونږ يو په څه ګناه نيولي
که نيتونه عملونه مو ناولي
په نړۍ کې داسې بل بدبخته قام شته
ددې خلکو غوندې نورو کې اسلام شته؟
لويه خدايه دا اسمان دې رانسکور کړه
مونږه منلې ستا رضا مونږه په ګور کړه
پاکه ربه دا احسان راباندې وکړه
يا د کاڼو ښه باران راباندې وکړه
دا چې هرې خوا اندام اندام پراته يو
داسې ښه يو چې نابود شو بيخې نه يو
د شپيلۍ او اسرافيل کيسه اوږده شوه
د افغان خونه نړېږي او سپېره شوه
زما قام به ټول په خاورو باندې موړ شي
د دښمن ټټر به ښه راباندې سوړ شي
شاعر: