Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
باچا
[12.Jan.2024 - 16:09]باچا
بادشاهي د جهان څه کړې
ځان له ولې زیاتوې غم
د انصاف تلل مشکل دي
څه به زیات کړې څه به کم
داسې تخت به څه کړې
چې پرې شپه او ورځې ژاړې
خپل غمونه دې لا لږ دي
د جهان غمونه غواړې
د ټټوانو په ګله کې
غټ ټټو مخکې روان وي
لوى باچا د ځناورو
د هماو لوى حیوان وي
دا دنیا د سپي لکۍ ده
نه نېغېږي نۀ سمېږي
په وجود توره پیشو ده
چې يې وینځې لا تورېږي
بادشاهي هله جوړېږي
چې نیم لګي شي نیم مړه کړي
چې یو کس د بل په غوښو
د خپل کور کوتري ماړه کړي
د دې ژونده څۀ مطلب شو
چې یا مرې یا به بل وژنې
دا مېوه ګلاب د څۀ شو
باغ ساتې او بلبل وژنې
ربه ما له که دې راکړه
بادشاهي د کل جهان
زه به يې وغورځوم له کوره
لکه سوټې په ډېران
دا یو دوه ګړۍ ژوندون زه
په جګړو نه شم تېرولى
د دې ظلم په کټوۍ دې
ربه بل کېږده برغولى
ما له راکړه څو ګلونه
یو نیازبین شانتې جانان
یو وړوکى غوندې باغ
او په خوا يې سیند روان
چي يې زۀ په غاړه ناست یم
په یخ سيوري د خرولې
په مزه مزه لیکمه
د مزې مزې غزلې
کله سوال منت جانان ته
کله بد او رد ملا ته
د ساغر ساقي صفت کوم
د ټیپرو ډک لالا ته
کله کله تا نه ربه
د وړو په شان ګيلې
کله تود ژوندى امید
کله سوى اسویلى
کله ټنګ کله ټکور
کله جام کله دلبر
یو جهان کې د رنګ ډوب
د جهانه بې خبر
بادشاهي هغو له ورکه
چې زغملى يې شي زور
چې په لاس لکه قصاب وي
په خصلت لکه منګور
چې خپل ځان ته شي کولى
قرباني د ورور د وینې
هم هضمولى هم خوړى شي
د غریب د وینو سپينې
تاج وړلى هغه سر شي
چي وژل لکه وبا کړي
لکه پړانګ داړل څیرل کړي
وېرول لکه بلا کړي
تخت هم نه پايي بې زوره
بې د تورې د جلاده
باچاهان چې څومره ډېر وي
دومره وي دنیا برباده
لوى باچا وي لویه ژوره
دى په وینو زوو پايي
باچاهي لکه د اور
په ورتو په سوو پايي
ربه! فضل په مونږ وکړه
مونږ ساته له دې افته
چرته غټ خر ته په شا کړه
دا د سرو لعلونو کته
سفارش ورته دا وکړه
صیب زموږه د بابته