اخ لطیف لالا
[18.Mar.2023 - 14:58]آخ لطیف لالا
لیک: زلمی هېوادمل
د تیرې جنوری په میاشت کې د سیمی په سطح نومیالی سیاسی، اجتماعی شخصیت، په پارلمان کې د خلکو استازی، پیاوړی قانون دان، له خپل فرهنګ سره علاقمند او تل خوشحال او مهربان لطیف لالا دا دنیا پریښوده او نورانی څیره یې تر خاورو لاندې شوه، خپل دوستان او آشنایان یې د غم په ټغر کښینول. الله تعالی دې تل د خپل رحمت په غیږ کې خوندي لري.
ما تر ۱۳۷۰ /۱۹۹۱م کال پورې لطیف لالا نه پیژاند او نه مې لیدلی و.
غالباً د همدی کال د جوزا میاشت وه زما مهربان، سرمحقق محمد اکبر معتمد شینواری د اکادمی د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ټولنې د ادبی تاریخ او متن څیړنې د څانګی مدیر او زه دواړه په یوه خونه کې سره کښیناستو. یوه ورځ سهار، په پوهنځی کې زما د اول صنف هم صنفی او د لیلې د څلورو کالو هم اتاقی ملګری مجاور احمد مومند راغی او معتمد لالا سره یې بنډار شروع شو. د خبرو او بحث په ترڅ کې مجاور احمد مومند وویل: لطیف اپریدی او شمس بونیری کابل ته راغلي دي، زه پر یوه لیک بوخت وم او دا موقع پیدا نه شوه چې و پوښتم دوی چیری اوسی؟
په کابل کې د دوی دواړو د لیدو تلوسه را سره زیاتیده، له ځان سره مې وویل چې له خپل دوست، عبدالرشید وزیري په مرسته به یې د لیدو هڅه وکړم. ما لا دا خپله غوښتنه له عبدالرشید وزیری سره نه وه شریکه کړې چې یوه ورځ سهار زه او معتمد لالا په خپل دفتر کې ناست وو او هر یو خپل کار کاوه. پدې کې د ژبو او ادبیاتو مرکز خانه سامان، کاظم زموږ دفتر ته را ننووت او ما ته یې وویل: برای شما تلفون است. د مرکز د رئیس دوکتور مصطفی نژدې دفتر ته ورغلم چې د تلفون ګوشی مې واخیسته او بلې مې ووې. د اکادمیسین سلیمان لایق، امنیتی مسوول عزت ږغ را باندې وکړ او وې ویل: لایق صاحب د قبایلو وزارت ته راغلی دی- دا وخت استاد لایق په حزبی چارو کې د دوکتور نجیب الله معاون ؤ- ما ته یې وویل: چې نن هغه دوه ښکینی میلمانه هم راځی او لایق صاحب ما ته وویل چې هیوادمل هم را وغواړه. تر هغی چې زه د ژبو او ادبیاتو له مرکزه د قبایلو وزارت ته رسیدم میلمانه راغلی وو او له لایق صاحب سره ناست وو.
زه د عزت دفتر ته ورغلم ما ته یې وویل ورځه ننوزه، ځکه لایق صاحب وویل کله چې هیوادمل دفتر ته راغی مجلس ته یې را پریږده. مخکی تر دی چې د لایق صاحب دفتر ته ننوزم له عزت څخه مې پوښتنه وکړه دا میلمانه لطیف اپریدی او شمس بونیری دي؟ عزت، ځواب راکړ: هو! ددې دوو نومونو په اوریدو سره مې له ځانه سره وویل ما پر آسمان غوښتل خدای پر زمکه راکړل.
سملاسی دفتر ته ننوتم له درې واړو سره مې ستړی مشی وکړه لایق صاحب را ته وویل: اپریدی صاحب او بونیری صاحب پیژنی؟ ما ورته وویل: همدا اوس مې ولیدل. بیا لایق صاحب له دواړو سره زما پیژندنه وکړه.
په دې مجلس کې، پر څه موضوع د استاد لایق او شمس بونیری څه بحث راغی چې زما په پوهه یې دا ځای نه ؤ. ځکه دا یو تعارفی ملاقات ؤ، نه وو پکار چې پر عصبیتونو منجر شي.
پدې بحث کې لطیف لالا هیڅ برخه وانخیسته او غلی ناست و. یو ځل نیم چې به ما تر سترګو لاندې ورکتل بعضاً به مُسکی شو. غالباً به د دواړو تر منځ بحث ته؟
ما ته پدې مجلس کې دا زمینه مساعده شوه چې په اوله پلا لطیف لالا وګورم. د رخصتیدو په وخت کې مې له شمس بونیری د دوی د اوسیدو د ځای آدرس واخیست.
بله ورځ می استاد روهی ته د لطیف لالا او شمس بونیری د راتګ وویل او دا می هم زیاته کړه چې د کور آدرس می ترې اخیستی دی، پکار دی چې موږ یې کور ته ورشو.
استاد روهی زما له رایی سره موافق شو او راته یې کړل چې د خوشحال فرهنګی ټولنی له ځینو ملګرو سره به ورشو. حافظ صاحب، استاد رشید، بریالی باجوړی او ټکور دوی به خبر کړو که تلل یو ځای به سره ورشو او که چا وخت نه درلود، نو هر څو تنه چې برابر شوو وربه شو.
یوه ورځ مو سره وټاکله، روهی صاحب او موږ څو تنه د خوشحال فرهنګی ټولنې څو ملګري د لطیف لالا او شمس بونیري لیدو ته، په وزیر اکبر خان مینه کې د دوی کورته ورغلو.
پر فرهنګ، سیاست او نورو اجتماعی مسایلو ډیرې خوږې خبرې وشوې او دا خبرې دومره اوږدې شوې چې د شپې د ډوډۍ وخت شو او کوربنو ورته ډوډۍ راوړه موږ هم له دوی سره ډوډۍ وخوړه او د خوشحالی په داسې فضا کې مو له دوی سره مجلس ختم شو چې موږ ته یې له دوی سره د اوږدو کلونو د شناخت او آشنایی احساس را باخښه. د مجلس په خوږ لښت او محبت بخښنه کې د لطیف لالا خوش طبعۍ، خوشحاله او خندانه برخورد خپل ځانګړی اثر درلود.
بله ورځ استاد عبدالخالق رشید د خوشحال د فرهنګی ټولنې مرستیال د ټولنې له ادرسه په خپل کور کې لطیف لالا او بونیری ته میملمستیا جوړه کړه، د خوشحال فرهنګی ټولنې ځینې ملګرې هم میلمستیا ته رابلل شوي وو.
د استاد رشید د کور په ناسته کې د افغانستان د هغه وخت پر صورت حال د خبرو ترڅنګ د خوشحال فرهنګی ټولنې په باب هم لطیف لالا او ملګری یې پوښتنې وکړې.
د خوشحال فرهنګی ټولنې مشر کاندید اکادمیسین محمد صدیق روهی ورته وویل:
دا ټولنه د افغانستان یوه آزاده او تر څنګ یې ملی ټولنه ده. زموږ د دری ژبې ډیری لیکوال، شاعران او مترجمین، لکه رهنورد زریاب، واصف باختري، غلام سخی غیرت او نور له موږ سره شامل دي.
دا ټولنه یوه عالی شوری، اجرائیه هیئت، د ځوانانو څانګه او نشراتی ارګان - د شمشاد شپږ میاشتنۍ مجله- هم لري چې ځوان استاد بریالی باجوړی یې چلوونکی دی. ټولنه دوه معاونان لری چې یو یې نصرالله حافظ او بل یې د کابل پوهنتون ځوان استاد عبدالخالق رشید دی. که څه هم د ټولنې له تاسیسه ډیر وخت نه دی تیر شوی خو په دې لنډه موده کې یې ډیرې فرهنګی غونډې جوړې کړې او ډیر کتابونه یې چاپ کړی دي.
اوس موږ غواړو چې د عجب خان اپریدی د زوی نیک محمد خان اپریدی - چې زموږ د ټولنې غړی دی - په مرسته د عجب خان اپریدی - چې زموږ په شمالی ښار مزار شریف کې اوسیده او هلته مړ او ښخ دی - سیمینار جوړ کړو او د سیمینار د مقالو مجموعه یې هم چاپ کړو. تاسې (لطیف لالا) ته بلنه درکوو چې پدې سیمینار کې له موږ سره برخه واخلئ او سیمینار ته مقاله هم راته ولیکئ.
لطیف لالا او شمس بونیری څو میاشتې په کابل کې پاتې شوو په ډیرو علمی او فرهنګی غونډو کې يې برخه واخیسته چې چا به لیده دده د مهربانه شخصیت اغیز ضرور پر کیده.
یوه ورځ د قبایلو وزارت د خپل فرهنګی ریاست په باغ کې د دوې په ویاړ یوه ناسته او میلمستیا هم جوړه کړی وه. له کابل پوهنتون، د علومو اکادمی، د لیکوالو ټولنې ځینې فرهنګیان او په کابل کې د پښتونخوا د اوسیدونکیو ځینی فرهنګی ځوانان یې هم ورته غوښتی وو. د قبایلو وزارت مشر معین، مفتاح الدین صافی هم پکې برخه اخیستی وه.
بل کال ۱۳۷۱ / ۱۹۹۲ خبره داسې شوه چې د دوکتور نجیب الله حکومت سقوط شو او پر هیواد د تنظیمی جنګونو او بی قانونیو یوه داسې څپه خپره شوه چې د هیواد پریښودل یې عام کړل. زه هم پیښور ته لاړم او زموږ استاد پروفیسور رسول امین د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنه کې په کار وګمارلم.
زموږ استاد پروفیسور امین او لطیف لالا دواړه د عالی تحصیلاتو په دوره کې په پیښور کې سره هم دوره او دوستان وو. لطیف لالا خپل روابط له پروفیسور امین سره پالل. د استاد امین یو دوست راته وویل: نن چې لطیف لالا د پروفیسور امین دفتر ته راغی، په خبرو کې له کابله د نویو خلکو د راوتو په سلسله کې ستا نوم هم یاد شو. لطیف لالا وویل: دا (هیوادمل) اوس چیری دی؟
استاد امین: همدلته دی دا اوس به یې را وغواړم.
لطیف لالا: کله چې وتلم، پوښتنې ته یې ورځم.
همداسې شوه هغه ورځ زه غالباً له کاروان یا میرزا محمد کونړي سره د وفا اخبار په دفتر کې ناست وم چې د لطیف لالا آواز مې تر غوږ شو چې چاته یې ویل په کومه خونه کې دی؟ پدې کې لطیف لالا را ننووت او په خندا یې را باندې ږغ وکړ: "ته یې هم پسې را واخیستې" بیا مو روغبړ سره وکړ، څو دقیقی راسره ناست ؤ. ډیره مهربانی یې وکړه او وې ویل: که څه شی ته ضرورت لرې، ما ته ووایه ما مننه ترې وکړه او سره رخصت شوو.
تر دې ورځی وروسته بیا تر هغې چې می پیښور پریښود، تل به مو سره لیدل. خو پدغو لیدنو کې ځینې یې داسې دي چې ځانګړې یادونه یې باید وشي.
د تیرې میلادی پیړۍ په نویمو کلونو کې زموږ د ناوړه قبایلی دښمنیو پر بنسټ، په دغو شخړو کې د لطیف لالا د کورنی یو غړی خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ. له استاد امین سره د بډه بیرې شاوخوا کې یې کلی ته ورغلو، فاتحه مو ورته وکړه، ښایسته ډیر وخت ورسره کښیناستو.
دې ناوړې پیښې د لطیف لالا پر روحیې خپل اغیز ښندلې ؤ. په رښتیا هم پر لطیف لالا غوندې یو روښانفکر درنه تمامیده چې د شلمی پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې دده خپل خلک له کسات اخیستو او د خپلو خلکو په وینو توییدو خوندونه اخلي.
د شلمې پیړۍ د وروستۍ لسیزې په وروستیو کلونو کې یوه ورځ مازیګر لطیف لالا د آزاد افغانستان د لیکوال ټولنې ته تشریف راووړ، سره کښیناستو.
د پوښتنې په ډول یې را ته وویل: د مخفی صاحب نظمونه زما ډیر خوښیږي، خو ما یې څو محدود نظمونه لیدلی، د نظمونو کتاب یې چیرې نشته چې څوک پرې کار وکړي او دده له فکر و نظر خلک خبر شی؟
ما ورته وویل: د فضل محمود مخفی صاحب د نظمونو کتاب ما ته نه دی معلوم، خو دده متفرق چاپ شوی شعرونه ما هغه وخت را ټول کړل چې څو کاله دمخه په کابل کې د مخفی سیمینار جوړ شوی ؤ. پر دې شعرونو او مخفی ما څه کارونه وکړل. یو کتابګوټی مې ځنې جوړ کړ، له ښه اتفاقه کله چې زه پیښور ته راتلم ددې کتابګی پاڼې مې هم له ځان سره راوړې. د چاپ لپاره می یې اوس د یونیورسټي بک ایجنسی له دوستانو سره خبرې کړې دي او کتاب مې زما یو دوست سید محی الدین هاشمی ته سپارلی دی چې کتابت یې وکړي.
لطیف لالا چې زما خبرې واوریدې ډیر خوشحاله شو راته یې وویل: کاش پخوا مې درنه پوښتنه کړې وای. ما چې د مخفی له کلام سره دده علاقه ولیدله نو مې ترې غوښتنه وکړه چې که ممکنه وي پر دې اثر یو یادښت ولیکی. لطیف لالا زما غوښتنه ومنله او دایې را ته وویل چې کتاب به را رسوې! د کتاب چې کتابت او تصحیح پای ته ورسیدل نو می لالا ته ورساوه.
د لطیف لالا مصروفیاتو ته په پاملرنه ما تر یوې میاشتې ترې پوښتنه ونه کړه، یوه میاشت وورسته مې پر تلفون د یادښت په باب ترې وپوښتل، په ځواب کې یې را ته وویل: سبا مازیګر راشه.
ما هاشمی صاحب ته هم خبر ورکړ چې سبا مازیګر د لطیف لالا کور ته ځو، چې که یې پر کتاب څه لیکلې وي هغه به درسره واخلی او کتابت به یې وکړې.
پاچا صاحب مهربانی وکړه پر خپل وخت راغی، دواړه د لطیف لالا کور ته ورغلو دا وخت نو دده کور د خیبر بازار شاو خوا سیمو کې ؤ چې ورغلو د لالا طبعیت ډیر خراب ؤ، را ته یې وویل پرون چې مې له تا سره پر تلفون خبره وشوه ، تر اوسه کتاب او هغه خپل یادښت لټوم خو نه یې مومم، موږ دې کورته نوی کډه کړی زه فکر کوم چې د کډی په وخت چیری کښته پورته شوې دی؟ ما ورته وویل: فکر مه خرابوه اصل یې له ما سره شته، بیا به یې کتابت کړو، پروا نه لري.
لطیف لالا را ته کړل: خوشحاله دی کړم چې اصل دی ساتلی دی. پاچا صاحب چې یې کتابت کړی دی، دده معاوضه باید وشی. پاچا صاحب هم ورته وویل: زه معاوضه نه غواړم د پاچا صاحب د انکار سره سره لطیف لالا څه پیسې د کتابت د معاوضی په توګه پاچا صاحب ته ورکړې او دایې هم ورته وویل تا خو خپل کار کړی ؤ. نو معاوضه یې ضرور باید واخلې.
زموږ استاد پروفیسور امین له لطیف لالا سره خلاص ګپ درلود. د ۱۹۹۸ م کال ژمی ؤ، یوه روځ لطیف لالا د امین صاحب لیدو ته راغلی ؤ. د بنډار او خبرو په ترڅ کې استاد امین ورته وویل: بچو لطیفه، پخوا به دې په ژمی کې سوکړک او لاوڼ را لیږل سږ کال لکه چې سوګت شوی یې هغه دې هم را ونه لیږل؟
لطیف لالا ورته وویل: لږ وار وکه، سوکړک او لاوڼ خو به وي وریتې به درباندې وخورم. ته به يې، هیوادمل، پښتونیار، ظاهر بابری او نور چې ته څوک راولې په لنډو ورځو کې به سره کښینو.
دوې، درې شپې وروسته د لطیف لالا پر کور میلمانه شوو، ښه غټه ډله لطیف لالا هم را بللې وه، موږ څو کسان له امین صاحب سره تللي وو، دا وخت نو د لالا کور د پیښور ډیفنس کالونی شاوخوا کې ؤ. لویه میلمستیا یې ترتیب کړې وه، بحثونه ټول د افغانستان پر موضوع څرخیده.
د تنظیمونو له پیدایښته بیا د طالبانو تر ظهوره، پر زبر ځواکونو او هم یې پر سیمه ییزو انډیوالانو: پاکستان، عربو په تیره تمویلوونکیو شیخانو ډیر د مزې تحلیلی بحثونه وشول.
په ۱۹۹۹م کال زه اروپا ته تلونکی شوم، د نورو هیوادونو د ویزې د اخیستو لپاره باید له ما سره د پاکستان د اقامت یو کلنه ویزه واې. دا موضوع مې له لطیف لالا سره شریکه کړه په ډیره مهربانی یې را ته وویل: دا کار زه درته کوم، خو اسلام آباد ته به تلل غواړی سبا سهار زه درپسې درځم دا کار به وکړو.
سبا سهار آب دره روډ، د افغانستان د مطالعاتو دفتر ته راغی، زه یې له ځانه سره واخیستم، اسلام آباد ته ولاړو، د پاکستان له داخله وزارته یې د یو کلن اقامت ویزه را ته واخیسته او بیرته پیښور ته روان شوو، د غرمی ډوډۍ مو په حسن آبدال کې وخوړه.
په هغو شرایطو کې له ما سره د لطیف لالا دا وړ مرسته، زه یوازې او یوازې دده په هغه زړه سواند او مهربان شخصیت کې لټولای شم چې له هر افغان سره یې مرسته خپله وظیفه بلله.
د ۲۰۰۲ م کال د جنوری په اواخرو کې زه بیرته پیښور ته راغلم. دا وخت نو حالاتو ډیر تغییر کړی و او په افغانستان کې نوي تغییر راغلی وو. د لطیف لالا دوست او زما استاد پروفیسور امین د افغانستان په مؤقته اداره کې د معارف وزیر مقرر شوی ؤ، زه لا کابل ته نه وم تللی چې استاد امین د لوی اختر د وروځو د تیرولو لپاره له کابله پیښور ته راغی، ما هم کابو درې کاله وروسته ولید. د اختر په ورځو کې د استاد امین لیدو او اختر مبارکی ته د خلکو راتګ، ما ته هم دا زمینه برابره کړه چې لطیف لالا او نور دوستان وګورم. لطیف لالا په هغه ورځ له امین صاحب سره ډیرې ټوکې وکړې، خو په عام ډول د افغانستان نویو تحولاتو او آینده ته امیداور ښکاریده.
د ۲۰۰۲ کال په دسمبر کې چا (غالباً حاجی صاحب دین محمد چې هغه وخت د ننګرهار والی ؤ) د افغانستان د هغه وخت د انتقالی دولت رئیس حامد کرزی ته ویلی وو چې خان عبدالولی خان ناروغ دی، ډیرې خبرې هم نه کوي. د تلفون امکان محدود دی بهتره به وي چې څوک یې پوښتنې ته ولیږل شی.
د انتقالی اسلامی دولت رئیس حامد کرزی زه وغوښتلم او راته یې وویل چې ولی خان ناروغ دی ته به یې پوښتنی ته لاړ شی.
زه چې کله د پیښور سفر ته آماده شوم کرزی صاحب ته ورغلم، ده را ته وویل چې د ولی خان له پوښتنی سربیره نور چا سره ګورې؟ ما ورته وویل: که خان لالا پیښور کې ؤ، هغه سره ګورم، خو که په سوات کې ؤ نو سوات ته نشم تلای، بل اکوړي ته ځم، ځکه ایمل خټک راته پر تلفون وویل چې بابا بیمار دی، صحت یې ښه نه دی. هلته ځم چې مشر خټک صاحب (اجمل خټک) وګورم او د کابل د وخت دوستان دیرینه، افراسیاب خټک او لطیف لالا هم انشأ الله ضرور ګورم. خدای پامانی می ترې وکړه، دروازې ته لا نه وم رسیدلی چې کرزی صاحب ږغ کړ: ته ګوره، دا لطیف لالا دریشی اغوندي؟
ما ورته وویل: هو، بار اسو سیشن ته د تګ په ورځ به یې دریشی اغوسته.
ده (کرزي) راته کړل: ما سره یوه ښه نکټایی سته، دا به زما له خوا لطیف لالا ته ورکړې. کله چې هغه مهال پیښور ته لاړم په اوله ورځ ولی باغ ته ورغلم په داسی حال کې چې خدای بخښلی بی بی نسیم ولی خان هم وه، د ولی خان بابا پوښتنه مې وکړه، د کرزی صاحب سلامونه می ور ورسول.
د یادونی وړ دي چی د شلمې پیړۍ په وروستی لسیزه کې زه څو ځله ولی باغ ته تللی وم، یو ځل ولی خان بابا خپل لیکلی کتابونه (باچا خان او خدایی خدمتګاری) هم راکړل.
د ولی خان تر پوښتنی وروسته می د خان لالا پوښتنه وکړه، هغه په پيښور کې نه ؤ. همدا ډول د افراسیاب خټک کورته ورغلم هغه اسلام آباد ته کوچیدلی ؤ.
په هماغه ورځ اکوړی ته ورغلم، مشر خټک صاحب په خپله حوجره کې ناست ؤ، زما په لیدو ډیر خوشحاله شو. ما ته یې وویل: ستا لیکلی کتاب (ننګیالی د زمانی) وروسته لاس ته راغی و می لوست، غوښتل مې چې د مبارکباد خط درته ولیکم، ډیر می خوښ شو.
بله ورځ می د لطیف لالا پوښتنه وکړه. د پیښور ګورنر هاوس شاوخاو سیمو کې یې کورته ورغلم. سره ومولیدل. د افغانستان د انتقالی اسلامی دولت د رئیس لیږلې تحفه مې وروسپارله، بنډار مو سره وکړ تری رخصت شوم.
له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۴ پورې کلونو کې، د افغانستان د جمهور رئیس له خوا او هم په ځینو غونډو کې د ګډون لپاره مې ده ته کابل ته د راتګ بلنه ورکړه څو ځله می پر تلفون خبرې هم ورسره وشوې. ده به راته ویل چې یوازې او یا په ډلو کې درتګ خوند نه راکوی د طبعې سړی نشم پیدا کولای چې ورسره راشم. بالاخره په یادو کلونو کې یو ځل خان لالا (محمد افضل خان) کابل ته راتلونکی ؤ، لطیف لالا سره می پر تلفون خبره وشوه او دا می ورته وویل چې خان لالا را روان دی تاسې هم ورسره ملګری شئ او کابل ته تشریف راوړئ. زه به خان لالا ته هم زنګ ووهم چې خپل پروګرام له تاسی سره یو ځای جوړ کړي.
دواړو مشرانو همداسی وکړل خان لالا او لطیف لالا دواړه راغلل هوایی میدان ته یې مخې ته ورغلم، څو شپې یې په کابل کې وکړې له جمهور رئیس حامد کرزي او نورو سره یې ولیدل.
له دغې لیدنې وروسته بیا ما دی و نه لید، خط و کتابت او پر تلفون به کله نا کله خبرې کیدې تر دې چې یې د خواشینوونکی مړینی خبر په رسنیو کې خپور شو. الله تعالی دی جنتونه ورکا، کلونه بویه چې زموږ جامعه لطیف لالا غوندې ممتاز شخصیت پیدا کړي.
ګوتې دې وچی شه خونکاره
زما په خیالی لالی دې باړ و چلاونه