Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
تر وروستني معراجه
[25.Jan.2024 - 09:31]تر وروستني معراجه
ستا په ځیګر باندې به شنې شي
د کره شاتو او پېو چینې
د ګریوان ورونه به دې ، دواړه وزر پرانیزي
په رپ رپونوکي به راوړي
د بیدیا د سپینو پرخو، حریرې پلوشې
څولمبیدلي شیبې ، د جنتونو وږمې
غیږ به دې راوړي د عدن او د فردوس د بڼه، د عاطفې ګلونه
رنګین ، مهین خیالونه
قدم، قدم به د یو چا، ستا د لمني پیل شي
یو څوک به راشي ستا په شونډو به ،
د ټولو کائیناتو د ښکلا په تول موسکا خپره کړي
یو څوک به راشي ستا خوبونو کي به ،
چمن ، چمن ښکالو د ساه ویښه کړي
یو څوک به راشي ستا په مېنه کي به ،
د سُراو تال د مځکې ، خوږه ژړا خپره کړي
یو څوک به راشي ستا په خونه کي به ،
د پاس سپوږمۍ او ټولو ستورو په لاس یوه رڼا بله کړي
*
ستا په ځګر باندې به شنې شي
د کره شاتو او پیو چینې
د بوډۍ ټال کي به دي و زنګوي د اسمانو پریښتې
په ښکلو ښکلو ټاپوګانو کي به،
د نیلوفرد لپو تړمې اوبه،
لکه پیالې د زعفراني چایو، د لمر د ګامه واخلي ،
د محسوساتو ښکلې حس به د یو پامه واخلي
ته به شمار کړي په سیندونو کي د شور نغمې
ته به را ټولې په لمن کي کړي د غرونو وږمې
ته به احساس کړي د غاټول او د ریدې ارادې
ته به د سیورو ځنګل، د خیال د بامه واخلې
ته به ښکلا د احترامه واخلې
*
ستا په ځیګر باندې به شنې شي
د کره شاتو او پیو چینې
ږغ به دي راوړي د بنګال او د ډهلې د ښاره،
د جادوګرو څو سندرو څپې
نرم لفظونه به دي شونډې ښکل کړي
بیا به دعا، دعا شي،
خواږه، خواږه لکه نبات لکه شکرې به شي
لکه وریښم داسي پاسته، لکه د زاڼو کتارونه به شي
اووم اسمان ته به رسا ولاړشي
ستا په رګونو کي به ،
لکه د ګوړي شربت، خوږه اروا خپره شي
د هرې ساه سره به دې په نګهتي غیږه کي
د یوه چا د تنکۍ شونډونه ، خوږي خوږي مچکې واخلې
ستا د وجود په هر یو حد او هرامکان کي به،
د سپیڅلتوب تر وروستني مقامه،
د کره توب تر وروستني معراجه
د هسک تر څوکو یوه نوې میينه وټوکیږي
ټول کائینات به دې وغیږته راشي
قدم به کښیږدي ستا د زړه پر مراندو،
ته به د ښکلو نګهتونو، پسرلیو مصاحبه شي
ته به څه وړاندي تر اشرف المخلوقات، ته به صاحبه شي
ستا د قدم لاندې به جوړې شي جنت ته کوڅې
ته به آغلې ، ته افضله ، محترمه به شي
ته به حوا، ته هاجره، ته به مریمه شي
پروين فیض زاده ملال، ۱۹/۵/۲۰۲۱