Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
خدمتګار
[25.Jan.2024 - 09:34]چې د وطن لپاره ډېرغټ تکلېفونه باسي
د ازادۍ لپاره جیل کښې زحمتونه باسي
زما سلام دی په هغوۍ چې سخت په ځان تیروي
د قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي
د قام عزت غواړي
دا لیډران د پښتون
فداکاران د پښتون
خدمتګاران د پښتون
دخدای لپاره ورونو ټول شئ، ځانځاني مه کوئ
زړونه مو یو کړئ، سره یو شئ ناداني مه کوئ
وکړئ پوښتنه د بندېانو ناځوانۍ مه کوئ
که غیرتمن پښتون وي
په زړه دردمن پښتون وي
په قام مین پښتون وي
وروستنی نسل به ددوۍ څنګه احسان هیروي
چې قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي
(ملي شاعر ملنګ جان)
#ReleaseManzoorPashteen #ReleasePTMActivists