(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ولې تباه دی

[23.Mar.2023 - 07:17]

پښتون ولې تباه دې ؟

لیک: مولانا خانزېب

BachaKhanWeek2023

( پښتون رساله اپرېل 1939د باچا خان بابا خپل ليک )

شلمه جنوری د باچاخان بابا د مړيني ورځ.

 

خوږو پښتنو وروڼو ! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدې شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې هغوي ته زما د تقرير اورېدو موقع پۀ لاس ورغلې نۀ وي، يا ئې تقريرونه اورېدلې وي خو ښۀ پۀ مطلب ئې پوه شوي نۀ وي او يا پوهه شوي هم وي خو د اخوا دې خوا خبرو پۀ اورېدوسره ئې پۀ زړۀ کښې څۀ شکونه پېدا شوي وي نو نن زۀ د خپل اخبارپښتونپۀ ذريعه يو ځل بېا پۀ صافو صافو لفظونو کښې دَ خپل جاري کړي تحريک خدائي خدمتګارۍ د نصب العېن پۀ حقله ېو څو خبرې کول غواړم او پۀ دې خبرو تاسو پوهول غواړم، چې دا تحريک دَ څۀ غرض دپاره شروع شوے دې؟ فائده بۀ ئې څۀ وي؟ او خېر بۀ ئې چاته وي؟

 

خدائې پاک هر قام له خپله ځمکه ورکړې او هرڅوک پکښې پخپله خوښه ژوند کوي نو مونږ چې څۀ وخت د قدرت دې عامې قاعدې ته وکتل نو ومو ليدل، چې پۀ موجوده دنيا کښې څومره قامونه اوسي، نو د هر ېو قام ځان لۀ ېو ملک پۀ قبضه کښې دے، هر يو قام دَ خپل ملک مالک دے، دَ هر يو ملک پۀ حاصلات او امدنۍ دَ هغې خپل قام بال بچ اباد او خوشحال وي نو بېا چې مو خپل ملک ته وکتل او پښتون قام ته مو نظر وکړو نو حېران پاتې شو چې اخر څۀ وجه کېدې شي، چې د شلمې صدۍ پۀ دې ترقۍ موندلې دنيا کښې پښتون قام لا هغسې بې علمه او جاهل دې، بې کسبه او بې هنره دې، بې وسه او بې کسه دې، خوار او ذليل دې، بربنډ او اوږے دې، ولې مونږ قام نۀ يو يا مونږ لۀ خدائے ملک نۀ دې راکړې ؟ ، مونږ خو وينو چې زمونږ ملک پۀ دنيا کښې دَ ځمکې يو ډېره اباده او بهترينه ټکړه ده، تاسو پۀ خپله ورته نظر وکړئ، زمونږ ملک يوجنت نۀ دې؟ دَ دنيا کوم نعمتونه دي چې هغه پۀ دې ملک کښې نۀ پېدا کېږي، کوم څيزونه دي، چې هغه دلته نشته، نو سره د دې ټولو خبرو بيا پښتون تباه او برباد دې، ذليل اوخوار دې، بچي ئې بربنډ او وږي دي، اخر دا ولې؟ نو وروڼو! خبره دا ده چې بېشکه ملک خو مو شته، ولې اختيار مو پکښې نشته، قام خو يو، خو غلامان يو، نعمتونه خو هر څۀ زمونږ پۀ ملک کښې پېدا کېږي خو فائده ئې بل يو قام ته رسي، ملک زمونږ دې خو، مزې پرې نور کوي.

 

دغه وجه ده، چې دَ دنيا نور قامونه ترقي کوي او پښتون ورځ پۀ ورځ د تباهۍ غار ته پرېوځي، دغه سبب دې، چې پښتون وږے بربنډ او جاهل دې، نو لنډه نتيجه دا وخته، چې تر څو دَ دې خپل ملک اختيار دَ پښتون پۀ لاس رانۀ شي نو ترهغه وخته پښتون ترقي کولے نۀ شي، تر څو چې پښتون ازاد شوې نۀ وي، نو دَ دۀ حال ښۀ کېدے نۀ شي، تر څو چې پښتون دَ غلامۍ طوق لۀ غاړې نه ويستے نۀ دے، پښتون دَ دنيا دَ نورو قومونو دَ سيالۍ لائق کېدے نۀ شي نو اوس پۀ دې خبره غور کول پکار دې، چې اخر دا ملک دَ پښتون د لاس نه ولې تلے دې او پښتون پۀ څۀ خبره دَ نورو قومونو نه کمزورے دې، ولې دَ پښتون دوه لاسه دي، دَ نورو څلور دي؟د پښتون يو سر دې، دَ نورو دوه دي؟ نا! پښتون پۀ هېڅ خبره دَ چا نه کم نۀ دے، بلکې پښتون دَ هر چا نه بهادر دې، ډېر زړور دې،اخلاص مند او مهمان نواز دې، خو سره دَ دې صفتونو بيا ولې غلام دې؟

 

نو وروڼو! تاسو ځان پوهه کړئ، دَ دې نور هېڅ وجه نۀ ده، صرف دا ېوه وجه ده، چې دَ پښتون کور وران دې، دَ پښتون اواز يو نۀ دې، پۀ دۀ کښې پرې جنبې دي، پۀ دۀ کښې بدنيتۍ او تربګنۍ دي، پۀ دۀ کښې بغض کينې او خود غرضۍ دي، کۀ دوه پېسې ذاتي فائده مومي نو نۀ پۀ قام څۀ کار لري، نۀ ئې اسلام پکار وي، نۀ دَ ملک دَ فائدې څۀ خيال ساتي، هر څۀ دې پۀ سيند لاهو شي، خو دَ دۀ دَ پېسې فائده دې وشي، بېا هم عام پښتانۀ دومره ګرم نۀ دي، نۀ غريب خلق دومره قصوروار دي، کۀ څۀ خرابي ده او نقصانونه دي نو پۀ خاصو خاصو خلقو کښې دي، يعنې پوهه او تعليميافته خلق زيات دَ خودغرضۍ نه کار اخلي، بلکې زۀ خو همېشه پۀ تقريرونو کښې وائم چې غريب پښتون خو دَ ګډو يو ډېر ښۀ کنډک دې، ولې افسوس دے چې شپون نۀ لري، دا ګډې خو هر چاته راغونډېږي، پۀ دې طمعه چې دا به زمونږ شپون وي او مونږ به دَ شرمخانو نه بچ کوي ولې چاته چې راغونډې شي هم هغه دَ بډې نه چاړۀ راوباسي، دَ دوي مرۍ پرېکړي.

 

لنډه دا چې څۀ وخت مونږ دَ پښتنو پۀ دې خراب حال نظر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدو چې تر څو دَ پښتنو نه دَ دې خرابو خصلتونو دَ ويستلو کوشش ونۀ کړے شي، دا خودغرضۍ بې اتفاقۍ، پرې جنبې او تربګنۍ دَ دۀ نه ورکې نۀ کړې شي نو دې هر ګز ترقي کولې نۀ شي .

 

مولانا خانزېب

………….

په باچاخان ليکل شوې ډرامه...

 

ېوه قيسه بشپړ ننداره کول تمثيل کول ډرامه وي ،په نړۍ وال ادب کښې ډرامه ېو مستحکم رواېت دې ، دغه نندارې زرګونو کالو پخوا په يونان د لرغوني خراسان د خوشالی په غونډو او  هند ،مصر کښې به وړاندې کېدې‌په يونان کښې به بشپړ د (Theaters)  د لارې وړاندې کول شوې ،څو پېړۍ وړاندې د شېکسپئر او د پرانس ،راسین ، د فنون لطيفه دغه خيال ته جدت ورکړو چې په شلمه پېړۍ کښې د ټینکالوژۍ په الوت سره د ېو سائنسي آرټ په توګه خپله کړې شوه دغه ډرامه د ستېج نه تر ټيلي ويژن پورې لاړه او تر نن ژوندې ده .

فنون لطيفه په تاريخي توګه د ېو فکر او نظرئې دعام کولو ډېره اغېزناکه وسیله وي ځکه انساني عاطفه دغه خوځښت ډېر مؤثر قبلوي.

په پښتنو کښې هم د ډرامې رواېت د نور څه سره سل کاله وړاندې د خدائي خذمتګارو په هڅو روان شو ، په پښتنه ټولنه کښې هغه وخت ډرامه د وخت پاسي ېوه ننداره نه بلکې د ارادي مقصديت په لور بوتلل شوه ، باچا خان بابا د خپل اولس د شعور سويه جګولو لپاره د وخت هر ممکنه وسيله کاروله هم دغه هڅه د ډرامې د لارې هم کول شوه  ،عبد الاکبر خان اکبر ، عبد الخالق خليق ، امير نواز جلېا ، قاضي رحيم الله ،وغېره د ادبي تاريخ سره د ډرامې ړومبنی ليکوالان وو په ۱۹۲۷ کښې د اتمانزو په سکول کښې د عبد الاکبر خان اکبر له خؤا ليکل شوې د پښتو ړومبې ډرامه،  درې ېتيمان ، وړاندې شوې وه  ، د باچاخان د پام له کبله د ډرامې رواېت افغانستان ته هم لاړو.

د بده مرغه اوس وخت کښې ضرورت ددې وو چې د پښتنو په اتلانو ، د ازادۍ په غازيانو ، قامي مبارزینو  ، په تاريخ کښې شوې قامي پېښو ،ته د فلمونو سره د ډرامې رواېت ډېر وړاندې بوتلل شوې وې چې هر پښتون د خپل تاريخ نه د ډرامې په هنر هم خبر کړې شوې وې خو د اتيايمې لسيزې ېوه بدبختي خو نه ده د پښتون کلتور په نامه د پښتو فلم او ډرامه رسوا کړې شوه د پنجاپ دلال سرماېه دارو د روپو په لالچ کښې د پنجاپ نه روستې پېغلې په بربنډو ګډاګانو د پښتو د هنري کلتور جنازه ويستلې.

ګل محمد بېتاب لوړه هڅه کړې چې په ستر باچاخان بابا ئې ړومبې  پښتو ډرامه په کتابي بنړه اوليکله چې په پښتون کښې هم چاپ شوی ، هغه شخصيت چې پکار ده چې اوس په درځنونو فلمونو او ډرامې پې جوړې وې دا عملي هڅه اوس هم د ستائلو ده ، عزيز خان بونیری راته دغه ډرامه ډالی کړه مننه ئې کوم بابک صېب هڅه کوي چې د پېښور ټيلي ويژن د ډرامو د پروډيوسرانو په مرسته دا ډرامه ډېره په ښه انداز د نندارې په توګه خوندي کړې شي.

 

په اتمانزو کښې د پښتو د ړومبې ډرامې په اړه عبدالخالق خليق ليکي:

 

پدې ډرامه کښې حکومتي نظام باندې داسې تنقيد شوې وو چې د هر سړي پۀ زړۀ کښې د انګرېزي حکومت نه نفرت پېدا شو. دغه ورځ باندې سر صاحبزاده عبدالقيوم خان عمرزو کښې د خان بهادر سعدالله خان سره د خان صاحب مولوي سعيد الدين جوډيشل کمشنر مېلمه وو. د ډرامې صفت ئې واورېدو نو مازيګر اتمانزو له درې واړه راغلل او د دې ډرامې ليدو خواهش ئې وکړو. باچا خان فوراً د سکول هلکان را جمع کړل او دغه ډرامه ئې ورته بيا سټېج کړه. سر عبدالقيوم او مولوي سعيد الدين ډېر متاثر شول. بېا سر عبدالقيوم خان د نظمونو اورېدو خواهش وکړو. باچا خان هغه نظمونه را وګوښتل او چا ورته واورول. سر عبدالقيوم خان ګهبراو غوندې شو. وې باچا خانه ! تاسو ډېر زړۀ ور خلک ئې ؟  تاسو وېرېږئ نۀ چې د داسې خيالاتو اظهار کوئ؟ باچا خان وخندل، وې زمونږ زړۀ نه د انګرېز وېره وتلې ده، صرف د ېو خدائې وېره پاتې ده.

مولانا خانزېب 23.03.2023

Pakhoon Wale Taba dai

By: Maulana Khanzeb , Bajawar-Pashoonkhwa

-
بېرته شاته