(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونولي

[02.May.2023 - 07:24]

پښتونولي

پښتونولي د جرګو یو ولسي سیستم ( نظام ) دی چې ډیموکراتیک ( جمهوري ) خوی لري، جرګه کېدای شي چې د کورنۍ ، کلي منطقې، قبیلې او قام په سویه مینځ ته راشي، د ټول قام په سویه سره جرګې ته لویه جرګه هم وائي ، خو دا جرګې تلپاتې (دایمي) نه دي، موقتي ( عرضي ) غېر مرکزي او خپلواکه بڼه لريپه هره جرګه کې په خپله سویه سره لکه د سټیټ ( دولت ، ریاست ) په شان مقننه ، عد لیه او اجرائیه قوه راغونډه شوې وي. لد ی کبله خپلو پریکړو ته بې له بهرنۍ مرستې څخه دعمل جامې اغوستلې شي د پریکړو د پلي (عملي) کولو توان د جرګې د ګډون کوونکو د نفوذ د ساحی پورې اړه لری که چيری د جرګې د ګډون کوونکو د نفوذ ساحه کوچنۍ وي او خپله پرېکړه پلي کولی نه شي، نو بیا په جرګه کې نور داسې کسان زېاتېږي چې د نفوذ ساحه ئې د پرېکړو د عملي کولو له پاره بسیا وکړي. د پښتنو جرګې د هر چا له خوا راغوښتل کېدلې شي او ډیر وخت د کمزوري له خوا او کله کله د پېښو د ضرورت له کبله بې له دې چې څوک ئې راوغواړي مینځ ته راځي او خلک د جرګې لپاره پخپله راټولېږي. د جرګې د ګډون کوونکو څرنګوالې او شمیر د پېښې او لانجې د څرنګوالي پورې اړه لري. جرګه ټولنیزې ، سیاسي او حقوقي پرېکړې کولې شي، په جرګه کې هېڅکله رايې نه اخستل کېږي په هغه موضوع باندې چې جرګه ورته رابلل شوې وي،  تر هغو خبرې او بحث کېږي چې یوې موافقې ته د ټولو په خوښه و رسېږي او بیا پرې د دوعا لاس پورته شي . کله نا کله جرګه په لانجه کې د برخه والو څخه واک اخلي او بیا د هر اړخ سره بېلې بېلې خبرې کوي، دا خبرې تر هغې دوام لري چې ټولو خواو ته قناعت ورکړ شي او روغې ته راضي شي. د جرګې راغوښتلو او جرګې جوړېدو سربیره جرګه لېږل کېږي هم، پښتانه د جرګې ډیر مخ او خاطر کوي او د ډیر څه نه ورته تېریږي. پښتونولۍ د پښتنو لیکوالانو سربېره د نړۍ د یو شمېر لیکوالانو پام هم ځانته را اړولی د ی او د خپلې څېړنې موضوع ئې ګرزولې ده. له دې کبله یو شمیر اروپايي پوهان خبرو ته پرېږدو او بیا پرې لنډه تبصره کوو. ماکس کلیم بورګ (Max Klimburg) اطریشي پوهان د پښتونولۍ د لاندی د پښتنو یو عنعنوي یا حقوقي سیستم باندی پوهېږي چې تر ټولو ستره قضا ( عدالت ) ئې جرګه ده او لیکې چې « جرګه » د ازادو ډیموکراتیکو کړو وړو سره سم نه مشر لري او نه د غونډې په وخت کې هر تن له پاره ټاکلي ځایونه وي سړی په ناپېلي ځای کې د هم غاړو کسانو په ډله کې ناست وي او هر څوک هر کله که وغواړي کولې شي چې پاڅېږي خبرې وکړي او لاړ شي. د جرګې د پرېکړو له پاره د رایو ډیر والی شرط نه دی ، هېڅ کله رايې نه اخیستل کېږي بلکه د مخالفو کسانو شتوالی ارزښت لري، د جرګې د پرېکړو عملي کونه د جرګې د ګډون کوونکو مهمه ټولنیزه دنده ده » (Max Klimburg, 1968) همدغسې ویلي کروزی (Willy Krause, 1972) او ځینی نور بهرنی لیکوالان پښتونولي یو حقوقي دود ګڼي. د پورتنیو لیکوالانو دا نظریه چې پښتونولي د پښتنو یوازې حقوقي دود یا سیستم دی مونږ ته بشپړه نه برېښي ځکه جرګه چې د پښتونولۍ تر ټولو ستر مقام دی یوازې حقوقي پرېکړې نه کوي بلکه ټولنیزې او سیاسي پرېکړې هم کوي. د دې خبرې ښه بیلګه دا ده چې پخپله احمد شاه با با په ( ۱۷۴۷ ع )کال کې جرګې باچا کړ له دې کبله پښتونولي یوازې یو حقوقي سیستم نه شي ګڼل کېدلې بلکې ټولنیز او سیا سي سیستم هم دی د کلیم بورک (Klimburg) دا خبره سمه ده چې د پښتنو جرګه ډیموکراتیک ( جمهوري ) خوی لري او هر څوک په کې په ازادانه توګه خبرې کولې شي او خپله نظریه څرګندولې شي خو دا چې وائي چې جرګه مشر نه لري په دی هکله پکار ده چې ووایو چې جرګه مشران لري خو دغه مشران د ووټونو ( رایو ) په واسطه ټاکل شوي نه دي بلکې عنعنوي منل شوي کسان دي د بېلګې په توګه په یوه جرګه کې چې یو قومي مشر ناست وي نو سړی ویلې شي چې دغه جرګه د هغه د مشرۍ لاندې وشوه. ځینې نور پوهان وائي چې د جرګې سیستم چې ډیموکراتیک سیستم دی په پخوانیو قبیلوي ټولنو کې غېرې طبقاتي موجود وو خو کله چې طبقاتي ټولنې او سټیټ مینځ ته راغی نو دا سیستم هم ختم شو. په دی نښتون کې انګلس (Engels) دا یروکیزن (Irokesen) د سینکاس (Senekas)قبیلې ته ګوته نیسئ دغه قبیله د حیواناتو د نومونو په بنسټ په اتو خېلونو ویشل شوې وه چې هر خېل یوه جرګه لرله چې بالغو نرانو او ښځو په کې د رایو مساوي حق لرلو، دغې جرګې د سولې او جګړې مشران ټاکلې او لېرې کولې شوو. که ځیر شو نو وبه وینو چې د سینکاس (Senekas) د قبیلې جرګه چې د طبقاتي ټولنې په مینځ ته راتګ سره له مینځه لاړه د پښتنو د جرګې دموجوده بڼی سره توپیر لري او هغه دا دی چې سینیکاس (Senekas) قبیلې په جرګو کې د پښتنو د جرګو پر خلاف رايې اخیستل کیدلې او دایمي مرکز ي بڼه ئې لرله او کټ مټ سټیټ (State) ته ورته وې . کله چې په طبقاتي ټولنه کې په جګه سویه سټیټ مینځ ته راغی نو دغه جرګې ئې هم له مینځه یوړې ځکه چې په جګه او غوره سویه تنظیم په ټیټه سویه سره د هماغه شان تنظیم ځای نیسي او له مینځه ئې وړي.خو د پښتنو جرګې د سټیټ یا هیواد په برخلاف غیرې مرکزي خپلواکي او موقتي بڼه لري او یو بشپړ ولسي ډیموکراتیک ( جمهوري ) سیستم دی چې د پښتني ټولنې ټولې ربړې حلولې شي. او له دې کبله ئې سټیټ ځای نه شي نیولې بلکې برخلاف لویه جرګه چې د قام د ارادې ښکارندویه ده سټیټ جوړولې شي . هیڅکله سټیټ او یا پارلیمنټ چې د سټیټ یوه برخه ده او یوه دایمي جرګه ده د لوی جرګې ځای نیولې نه شي. پښتونولې د پښتنو قامي یا ولسي نظام دی چې د یوه کول څخه بل کول ته لېږل کېږي د پښتونولۍ د زده کړی ځایونه کورنۍ ، حجرې یا دېري او پښتني ټولنه ده. د پښتونولۍ زده کړه د ځېږېدو راهسې په کورنۍ کې پېل کېږي او ټول عمر دوام لري . مشران او سپین ږېرې چې د پښتونولۍ په زده کړه کې تر ټولو جګ پړاو ته رسېدلي وي. د پښتونولې ساتندويه دی. پښتانه د پښتونولۍ سره کلک تړون لري ،خپلې د ژوند چارې د جرګو له لارې سموي، پښتونولۍ ځان ژغورونکی خوي لري او د بهر نه په ځان کې ګوتې وهنه نه مني. ددې خبرې علت د پښتونولۍ په بشپړوالي ( مکمل توب ) کې پروت دي چې د پښتنو د ژوند ټولې ربړې او چارې پخپله سمبالولې شي او دبهر مرستې ته اړتیا نه لري. د پښتونوالۍ فلسفي بنسټ : پښتونولۍ پوخ فلسفي بنسټ لري چې په دې لاندې لړونو ولاړ دي. ۱ ) پښتو : په پښتني ټولنه کې د پښتو ویلو یا لیکلو چې د ژبې پورې اړه لري او د پښتو کولو تر مینځ توپیر کېږي چې د پښتونولۍ پورې اړه لري او د یو شمیر صفتونو ټولګه ده لکه: پت، ښېګړه ، توره ، وفا، ورورولي، ننګ، میلمه پالنه، میړانه ، غیرت ، انصاف ، پنا ورکول، دروغ نا روغ پوښتنه او په ښه بده کې ګډون ، د ژوند په چارو کې د مشرانو او دوستانو سره سلا مشوره او داسې نور. دا صفتونه هر پښتون که موړ وي که غریب بایده دې چې وئې لري د پښتنو بابا خوشحال خان خټک هم همدا خبره تائیدوي چې وائې

درست پښتـون د کندهاره تر اټـکه 

سره ېو د ننګ پـه کار پـټ او اشکار

( دخوشحال خان ارمغان، بې کاله

پښتو د پښتنو ګډه ښکلا چې د پښتو یوه برخه ده د هر پښتون ښایست دی او هیڅ پښتون په دې ښایست کې له بل نه کم نه دي.د پښتونولۍ ډیموکراتیک ( جمهوري ) خوی یا خاصیت په پښتو کې یانې په دې صفتونو کې پروت دي، چې ټول پښتانه په کې مساوي دي. ۲ ) دودونه یا نرخونه : دودونه یا نرخونه یو ډول اولسي قانون دی چې د وخت په اوږد و کې د جرګو د پرېکړو په نتیجه کې مینځ ته راغلي وي . کله چې د یوې جرګې پرېکړه د بلې جرګې له خوا ومنل شئ او یا مختلفې جرګې په یوه لانجه کې په ناپیلې توګه یو شان ته پرېکړه وکړي نو د وخت په تیریدلو سره دود ( دستور) نرخ ګرځي. د پښتنو د دودونو شمیر ډیر زیات دی چې ټول ئې ځانته کتاب جوړوي. مونږ ئې دلته یوازې یو شمیر مهم راپه ګوته کوو. سوله او روغه : سوله د څه مودې له پاره د دواړو خواو تر مینځ د جګړې بندیز ته وائې چې د جرګې له خوا لګول کېږي او ټاکلې ناغه ( جریمه ) پرې ایښودل کېږي چې کوم اړخ ئې مات کړي د هغه څخه اخیستل کیږي . روغه بیا دایمي جوړې او پخلاینې ته وائې ، ټولې پخوانۍ لانجې حل او ورورولي بیرته مینځ ته راشي. ننواتې : کله چې سړی ځان پړ( ملامت ) ګڼي نو مقابل اړخ ته ننواتې ورځي او بښنه غواړي. د ننواتې منل د پښتنو یو غوره صفت دی او د مړي له بدو هم تیریږي . په ننواتې کې زیات پښتانه د ځان سره پسونه هم بیايي او بیا ئې هلته حلالوي او یا د ځان سره قران شریف او ښځې بیا ئې ځکه چې پښتانه د ښځو پړوني ته په درنه سترګه ګوري او خامخا ئې بښنه مني. برمته : که څوک په یوه کلي کې په چا پور لري او نه ئې ورکوي نو د پور خاوند د پوروړي د کلي کسان او یا مال نیسي تر هغو ئې نه ورکوي چې د ده پورئې نه وي ورکړی ډیرې برمتي بیا د جرګو او مرکو له لارې فیصله کیږي. تړه اوتړون : کله چې یو بهرنې دښمن په یو ځاي یرغل کوي نو دلته ټول ولس راټولیږي پخپل مینځ کې یو تړون او پریکړه کوي او په ګډه د یرغل مخه نیسي. چغه : کله چې یوه کلي کې په چا دښمن داړه وکړي نو د کلي ټول خلک د وسلو سره راوزي او د باندیني خطر مخه نیسي. اشر ( پګړه) : کله چې د یوه تن له وسه د لنډ وخت دروند کار لکه غوبل یا کوهی کندل پوره نه وي نو د کلي خلک د مرستي لپاره راغواړي هغوی ورسره مرسته کوي او دی به ئې میلمه پالنه کوي. ټوله ( ښېنه ، ښندنه) : که چا ته د کوم مصیبت له کبله تاوان ورسیږي نو دکلي خلک او خپلوان ئې ورته پیسې راټولوي چې خپل کار پرې بیرته روان کړي. تیګه : حدبندي او بنسټ ایښودلو ته وائې جرګه دواړو خوا ته خپل حد معلوموي چې ترې نه به اوړي او دتیګې په ماتولو ناغه ( جریمه ) لګوي. ۳ ) پیغور او بد ل : د پیغور په واسطه د پښتنو پښتو ( صفتونه ) په پوښتنه کې اچول کیږي او پښتانه د بدل اخیستلو ته ملا تړي. بدل ډیر ډولونه ( قسمونه )لري کله کله د روغې په حالت کې د مړي په بدل کې ښځي ورکول کیږي چې « سوره » ورته وائې او خپلوي مینځ ته راځي او یا د قاتل له پرې ( ډلي ) له خوا یو تن ورته په ګوته کیږي چې ده ستاسو کس وژلی دی او « کشنده » ورکول کیږي چې همدا وژلی شي او بدل به ئې نه اخیستل کيږيکشنده » بیا پټ ګرځي او یا چیرته بل وطن ته تښتي او هلته خپل سرپه امن کې کوي.

____________

ژبساپوهنه: لېکوال ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوری

دکتاب د لوستلو لپاره لاندې تړوني ته ټک ورکړئ

http://kabirstori.com/files/books/Zabsapohana.doc

-
بېرته شاته