اېران له هلمند
[30.May.2023 - 04:47]بسم الله الرحمن الرحیم
ایران له هلمنده څه غواړي؟
نظرمحمد مطمئن ; لیکوال او شناند
کله چې ډاکټر غني له کابل څخه ووت، امریکا/ناټو پوځیان زموږ له پاکې خاورې ووتل؛ له ایران سره اندیښنه وه چې د افغانستان سني مذهبه نوی نظام به د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو سره نږدې او پیچلي اړیکې ټینګې او د ایران ضد ځینې کړنۍ به په ګاونډي هیواد کې د دوی خاورې ته ګواښ وي.
داچې د افغانستان اوسني اسلامي نظام مشرانو ډیر ځله څرګنده کړي او په عمل کې یې هم ښودلي چې د افغانستان له خاوري به ګاونډیو هیوادو او نړۍ ته ګواښ نه وي، بیا هم ایراني چارواکو د خپلو سیاستونو او د دوی له عینکو ژمنو په سترګه ورته کتلي او انديښنې يې درلودلي.
تیر ځل د ملا محمد عمر مجاهد په رهبري چې د طالبانو اسلامي تحریک له کندهاره را پېل شو، د کندهار، هلمند او هرات پخواني وسلوال په لوی اکثریت د ایران لورته واوښتل او تر هغې ورځې چې امریکا پر افغانستان برید کاوه، د ایران له خاورې همدغو تښتيدلو اورپکو د وخت اسلامي امارت ځواکونو ته ستونزې جوړولي؛ د احمدشاه مسعود په مشري له شمال ټلوالي سره د طالب ضد جګړه کې د ایران نظامي او مالي مرستي له هیچا هم پټې نه وي.
زما ښه یاد دي، له ۹/۱۱ وروسته امریکا پر افغانستان حمله کړي وه، د شمال ډیری ولایتونه د شمال ټلوالي لاسته ورغلي وو، د ایران له زابل او زاهدان څخه د هلمند او کندهار تښتیدلي وسلوال بیاځل د هلمند مارجې سیمې ته راورسیدل، د طالبانو لخوا یې اویا تنه جنګیال ور ووژل شول، په هغه جګړه کې د حامد کرزي د حکومت پر مهال د کندهار امنیه قومندان خان محمد او د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن خان (وروسته په ولسي جرګه کې وکیل) او د هلمند د استخباراتو رئیس امیر داد محمد خان (وروسته په ولسي جرګه کې وکیل) هم ګډون درلود.
کله چې داځل طالبان واک ته ورسيدل، ایراني چارواکو افغانستان ته سفرونه پېل کړل، دارنګه د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو هم ایران ته ګڼ سفرونه وکړل، د ایران ځیني مذهبي او په سېمه کې د شخړو اړوند انديښنې کمي شوي، مګر ایران لا هم غوښتل چې د تیرو څلورو لسیزو په ډول د افغانستان کورنیو مسایلو کې دخیل او دلته دوی ته وفاداره مذهبی، قومي او سیاسي څیري په واک کې وي تر څو د ایران ګټې په افغانستان کې دننه د حرص تر حده ورته وساتي. ډیره روښانه ده چې دغه هیله اوس نه شي پوره کیدای، یوازي د ایران نه؛ بلکې د ټولو هیوادونو نیابتي لوبغاړو د امارت له بریا سره پاک شول او افغانستان کې یو لاس، قوي مرکزي حکومت رامنځ ته شو.
سعودي عربستان چې ځان د اسلامي نړۍ سالار ګڼي، نه یې تیر ځل د طالبانو اړوند، نه هم پر افغانستان د امریکا/ناټو د یرغل پرمهال او نه هم اوسمهال د نوي اسلامي نظام سره تودې او نږدې اړیکې ساتلي. که څه هم د سعودي حکومت په تړاو هم د تېر امارت پرمهال او هم اوس د امارت مسؤلینو کې ورته د پام وړ درنښت لېدل کیږي.
د چین په منځګړیتوب له یوې لسیزې وروسته د سعودي عربستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ ترینګلي اړیکې بیرته د رغیدو په حال کي دي، د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ مخامخ ناسته وشوه، ډیپلوماټیک اړیکې یې بیرته په رغیدو او د ایران لخوا سعودي عربستان ته سفیر هم دا نن اعلان شو.
د سعودي عربستان، ایران او ترکیې ترمنځ د اسلامي نړۍ د مشرۍ پر سر سیالۍ روانه ده، د افغانستان اسلامي امارت د سعودي او ایران له نظره قطر او ترکیې سره نږدې اړیکې پالي، قطر هم له سعودي عربستان سره د ګاونډیتوب تاریخي ستونزې لري. ۲۰۱۷ ز کال کې د سعودي عربستان او قطر ترمنځ د ترینګلو اړیکو ښه مثال دی، مګر د هغه بحران له حلېدو سره اوس د سعودي او قطر اړیکې هم مخ په ښه کېدو دي.
که غور وکړو، د چین په منځګړیتوب د ایران او سعودي ترمنځ د اړیکو رغولو وروسته د افغانستان اړوند د ایران تګلاره کې یو ډول بدلون ښکاري؛ تر ډیره بریده د یادو هیوادو له نږدې کیدو وروسته د ایراني چارواکو څرګندونې د افغانستان اړوند پاروونکي دي.
د ایران د سیستان او بلوچستان سني مذهب مسلمان وروڼه د ایران له جوړښت تر نن ورځي له خپلو مذهبي، سیاسي، ذراعتي او اقتصادي حقونو بې برخې ساتل شوي، ایران ته په کار وه هغه لګښتونه چې په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې د مذهبي برتري لپاره کوي، د سیستان او بلوچستان د رغوني لپاره یې باید هغه لګښتونه اخلاقا کړي وای.
اوس چې د ایران ګاونډ کې قوي اسلامي نظام قایم شوی، د سیستان او بلوچستان مسلمان ولس سترګې ورباندي خوږي شوې، ایران غواړي چې د سیستان او بلوچستان د اوسیدونکو خواخوږي او ملګرتیا ترلاسه کړي، بل لور ته د یادو ولایتو سني مذهب ایرانیان د افغانستان په اوسنیو مسؤلینو بې باوره کړي، داسي چې په هلمند سیند کې اوبه زیاتي خو طالب چارواکي ستاسي (بلوچستان او سیستان) د خلکو حق نه درکوي.
درېیم داچې په ایران کې کورنۍ شخړې، د ایران حکومت ضد لاریونو زور اخیستی، ایران غواړي چې د ایراني ولس پام بل لور ته واړوي، غواړي د ځان لپاره یو غیر عملي دښمن پيدا کړي، لکه د هند او پاکستان مسئله. که ایران ته دغه ډول تبلیغات ګټمن ښکاري، ایا پام یې دی چې ورته حساسیتونه د افغانستان لورته هم پاروي؛ او دي لور ته هم په لوی لاس ورته تبلیغاتو ته زمینه برابروي.
څلورم؛ ممکن ایران به له ځینو ډلو/هیوادو او سېمه کې استخباراتي کړیو سره د افغانستان اړوند ځینې معاملو ته زړه ښه کړی وي، داچې د افغانستان اسلامي امارت باندي فشار راوړل شي او د سیمې او نړیوالو ځینې غوښتنې پرې ومنل شي؛ د امریکا/ناټو د پوځیانو تر وتلو وروسته د هغوی ډیری ملاتړي وسلوال بیاځل هم ایران ته واوښتل، هلته میشت دي، ایران به ممکن د همدې وسلوالو لخوا د افغانستان په خاوره کې غلچکې بریدونه پر اوسني نظام د فشار، د خپلو ګټو او سیاستونو په ګټه بولي.
زه” لیکوال” چې کوم رسمي مسؤلیت نه لرم، د یو افغان لیکوال او شناند په توګه فکر کوم چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکې لویه تیروتنه کوي چې د خپل ګاونډ افغانستان سره د دوستۍ پر ځای د بيځایه تورونو او شخړو تګلاره مخکي نیسي.
هیڅکله مې نه یاديږي چې د هلمند خلکو دي د خپلو ذراعتي ځمکو د اوبو له کمبود څخه دومره شکایت کړی وي کوم چې اوسمهال یې لري، د نادعلي او مارجې بزګران د اوبو له کموالي شکایت لري، د ګرمسیر، لکی او صفار خلک خو داسي فکر هم نه کوي چې کله به یې ذراعتي ځمکي ۵۰ سلنه اوبه ولري.
که ایران کې د افغانستان د تیر نظام وسلوال، د اوسني نظام مخالفین شتون لري، ایران دي هم له پامه نه باسي چې د افغانستان اوسنی نظام مجبوره کړي چې په ورته د فشار برخو باندي فکر وکړي، او دا هم جوته ده چې د سختي په ورځ په تاریخي لحاظ د ایران د سیستان او بلوچستان وګړو د افغانانو ملګرتیا کړي. دارنګه د امریکایې اشغال په مقابل کې له دوو لسیزو مقاومت وروسته په افغانستان کې د طالبانو په مشري د اسلامي نظام تاسیس په ډیری اسلامي هیوادونو کې امارت ته د پام وړ نرم ځواک ورکړی دی.
زه باوري یم چې د ایراني چارواکو د هلمند د اوبو اړوند څرګندونې د سیستان او بلوچستان د خلکو او د افغان ولس ترمنځ د بې باورۍ، بي اعتمادي او نفرت اچولو په موخه کیږي.
تمه ده چې ایراني چارواکي د تیرو ۴۰ کلنو تیروتنو څخه زده کړه وکړي، د دښمني، پارونکو څرګندونو پر ځای له افغانستان سره ښې اړیکې، اقتصادي راکړه ورکړه او ټول مسایل د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.