(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

خبره کېږي

[21.Jun.2024 - 21:31]

 

پرهر پرهر شعور ته د تسکین خبره کېږي

د زهرو پۀ ماحول کښې د ګبین خبره کېږي

 

دوي ټوله عمر له پښې د پښتنو پۀ مرۍ ايښي

پۀ دې خبره مري چې د پشتین خبره کېږي

 

حجره د پښتنو د سړیتوب هغه مکتب دے

چې هم پکښې د دین هم د سادین خبره کېږي

 

پۀ سېر پیو کښې سېر اوبۀ یې خرڅې کړې او وائي

ماښام مانځۀ نه پس بۀ د یقین خبره کېږي

 

اول دې د طبقاتو تصور اوځي لۀ مېنځه

نو بیا کۀ د دستور او د آئین خبره کېږي

 

زما خو بۀ پرې هم دانه دانه زړۀ راټولېږي

کۀ ستا هم د سینې د لونګین خبره کېږي

 

اقباله! د غزل د ارتقاء توري ډېرېږي

پۀ نوي نوي رنګ کښې د جبین خبره کېږي

 

اقبال مومند 


بېرته شاته