(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

بېلتون

[15.Jul.2024 - 06:22]

 

ستا پۀ بیلتون دومره غمجن یمه چې حد نهٔ لری

پۀ ماشوم زړۀ داسې خوږمن یمه چې حد نهٔ لری 

 

که ئې پۀ مینه کښې پۀ دار شمه پروه مې نـــشته 

پۀ پشتون قام دومره مئین یمه چې حـد نهٔ لری

 

د پـــــــښتانو پۀ قتلِ عام خاموش مَلک او مُـــــلا 

له تاسو دومره ګـــــیلامن یمه چې حـــد نهٔ لری

 

د باچاه خان امر ماتیږي ګــــــــني رب ګـــــــواه دې 

نور دومره تنګ له تور دوښمن یمه چې حد نهٔ لری

 

پۀ کـــــــــرغیړنو او ازغـــــنو کرښو بیله یــــــــــاره 

دومره دې تـــــــږې د دیدن یمه چې حد نهٔ لری 

 

کلـــه مهاجر شمه او کله ترهـګر یا غـدار 

دومره ذلیل پۀ خپل وَطـن یمه چې حد نهٔ لری

 

د پښتانو عزت لوټ کیږي اؤ زۀ چُپ خولۀ ناست یم 

زۀ (ګیلامان) دومره ډارن یمه چې حـد نهٔ لری  

 

حضرت نعیم ګیله من  وزیر(ګیلامان پشتین) 

#RIPGelamanWazir
#GelamanWazir
#ShaheedGelamanWazir

#PTM

 


بېرته شاته