(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

جنت

[15.Jul.2024 - 09:17]

 

جنـت

ـــــــ

د يو ملا نه مې تپوس وکړلو

ما وې ملاصاحب جنت به څه وي ؟

هغه په ګېډه لاس وهه ويل يې

تازه مېوې او د شودو رودونه 

 

خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وء

ما وې چې ته به پکې څه ووايې ؟

د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو

ويل يې ښايسته حورې او شنه خالونه

 

شيخ د تسبو امېل په لاس ولاړ وء

په خپله ږيره کې يې لاس وهلو 

ده پرې را ودانګل؛ نه داسې نه ده 

ښکلي غلمان او جنتي سرونه 

 

يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو

ما ويل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟

خپله شمله يې سموله، ويل يې 

د سرو او سپينو عنبري کورونه 

 

خوا کې يو ستړى سيلېدو ولاړ وء

ما وې مزدوره ته جنت پېژنې؟ 

د خپل تندي خوله يې وچه کړله 

ويل يې مړه ګېډه، خواږه خوبونه 

 

يو لېونى غوندې په لار تېرېدو 

ما ويل، يه! فلسفي ته څه وايې ؟

خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې 

بس د انسان د خوشحالو خوبونه

 

ما دې خپل زړه ته سر ور ښکته کړلو

ده په اوترو سترګو بره کتل 

دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې 

ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه 

 

ويل يې اى د لامکان خاونده!

په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى

ګنې ددغې لېونتوب په نامه 

که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى

 

اجمل خټک Ajmal Khattak


بېرته شاته