(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

مروره پښتو

[15.Jul.2024 - 09:20]

 

په څه ده مروره، چیرته تللې ده پښتو

دا ولې په دې ښار کې داسې غلې ده پښتو

 

هم اورو، هم یې وایو، نه یې لولو، نه یې لیکو

مونږ څه په نااشنا ډول منلې ده پښتو

 

له بل سره خو خیر، ډیرې بانې ډیر جوابونه

دا ما او تا په څه باندې کږلې ده پښتو

 

نه، نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ

زما چې پکې بند په بند تړلې ده پښتو

 

Shamsul Qamar Andish
 (اندیش شمس القمر)

 

بېرته شاته