(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

اې د زړه سلطانه

[15.Jul.2024 - 09:44]

ای دزړه سلطانه ته دزړه سلطان دچا يې ؟

ستا رنځوران ډير دي وايه ته درمان دچايې؟

 

ډير دې ميخاني لره درځي دشونډو جام ته

وايه ته خا صه سا قي دچا مغان د چا يې ؟

 

ډير درته خراب زړونه کباب په تمنا دي

ياره شراب خوره ته ميلمه په خوان دچا يې ؟

زه درپسې درسته شپه پټ ژاړم لکه پرخه

ته سبا خندان لکه گل واز ګريوان دچايې؟

خلک درته خان او خانان وايې چاپلوسي کا

وازمايه خپل حکم چې له صدقه خان دچا يې؟

هر څوک دې په ځار او په قربان او په جان بولي

جان خو بې شک جان يې ولې وايه جان د چا يې ؟

( علی خان)

https://www.youtube.com/watch?v=M7MsnkrKp6E

 

 

علي خان باباد پښتو ژبې مشهور شاعر تیر شوی او دپښتونخوا داشنغر اوسیدونکی و. دی په پښتوژبه کې یو دیوان لری چې ۲۰۰۰ بیتونه لري . دپښتو ډیرو شاعرانو دده ستاینه کړې ده .ده د۱۷۴۱زیږیدیز او ۱۷۷۱ زیږدیز کلونو تر مینځ ژوند کاوه .

Ali Khan Baba


بېرته شاته