(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

[15.Jul.2024 - 09:46]

د خوشال بابا کلیات

مخ - ۷۷۴

.

په کاته کاته مې سترګې په خاته شي

چې خبر دې د راتلو راباندې وشي

.

ته خو اوس له ما نه لاړې، مرور شوې

دا زما یاري دې هم ګوندې په زړه شي

.

ګوره تا راباندې کومې کوډې وکړې

که په پښو درځنې درومم، زړه مې نه شي

.

چې ديدن د مين وکړمه تازه شم

لکه کښت چې په باران سره اوبه شي

.

د ښه یار بېلتون د ستوني پرې کول دي

په يرغ به ستونی چېرې پرې کاوه شي

.

په ارمان د هغه وخت یم، درېغه درېغه

که د زنې سيب یې بیا زما په خوله شي

.

د خپل يار د جداییه هسې کار دی

لکه سا چې له وجوده په واته شي

.

بخته هومره مدد بیا راسره وکړه

چې په غېږ کښې مې بیا تللی یار ویده شي

.

د خوشال سلام په واړه ښو یارانو

ګوندې بیا مې په لیدو سره زړه ښه شي

.

.

خاته = جګېدنه، پورته کېدنه

درځنې = درڅخه، در نه

کښت = فصل

یرغ = خوښه، مصلحت، پړین

درېغه، درېغه = ارمان ارمان، افسوس افسوس، هاې هاې

سیب = مڼه

واته = وتنه، دباندې وتنه، دباندې تلنه

ګوندې = ښایي، کېدای شي، شاید

(غوړچان: ممتاز خان)

15.07.2024  ; Monday


بېرته شاته