(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حضرت باز استاد

[09.Jun.2024 - 13:57]

حضرت باز استاد 

لیک: اجمل اټک یوسپزی

 

چرګ مې حلال کړی سینه یې وخوره پتون پرېږده

دلته قدم کېده جنۍ دلته قدم کېده

دلته قدم کېده جنۍ ته د خدای دپاره

تا ته مې راوړې ده مېوه نن د بازاره

مخا مخ راپورته مه یریږه ته د پلاره

روی د خدای وګوره دواړه لاسه په تندي کېده

دلته قدم

کې به دم لاسونه یاره ستا دپاره پاس

سوال کوه له رب نه چې زه خلاص شم له خناس

هره ورځ دستا په سر زما سره کوي وسواس

قدم

سینه که ستا چمن ده نو خاته د عاشق ګران دي

ته په ځان خبر نه یې چاپېره غمازان دي

رنګ ته دې وګوره چې په څه شانته خزان دي

راشه ای محبوبې دا وطن راسره پرېږده

دلته قدم 

مړه پرې به ږدم وطن درسره واوره زما یاره

زه په بلۍ ناسته یمه ستا په انتظاره

ټوله ورځ مې تېره کړله ګوره تر سهاره

راشه حضرت بازه دا ګیلې ناندرۍ دې برېږده 

ارواښاد حضرت باز استاد د خپل وخت [ ١٣٢٠ هه ش ] مشهور سندرغاړی او ټوکمار و. په ختیځو ولایاتو کې ښه مشهور و او ډېرو خلکو به خپلو ښادیو ته ورغوښت او مجلسونه به یې کول.

هغه وخت چې اکثره د سیل [ موسیقۍ ] پروګرامونه میداني کېدل نو کله کله به جوړه جوړه سندرغاړي خلکو راغوښتل بجې به یې په غاړه کې وې او په ولاړه به یې په دېرو او حجرو کې سندرې ویلې ، د حضرت باز استاد سره به اکثر وخت خدایبخښلی منور استاد یو ځای و او دوی به د سندرو په منځ یو په بل ټپې هم ویلې او خلک به یې خندول. حضرت باز استاد د خېوې ولسوالۍ د کجړۍ د کلي و د نوموړي کلي او ځای خلک پشه یي دي خو پښتو یې هم داسې زده وي لکه مورنۍ ژبه.

او د خېوې ولسوالۍ د ننګرهار یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې په هنر او هنري اشخاصو پوره ماموره ده.

د حضرت باز استاد یوه بله ځانګړنه دا هم وه چې ښه ولسي شاعري هم کوله ، طرزونه یې هم جوړول او په ټوکو ټکالو کې یې سیال نه درلود ، ډېر خواږه خواږه سروکي حضرت باز استاد ته منسوب دي او همدارنګه یې ډېرې ټوکې تر ننه پورې د خلکو یادې دي او د حضرت باز استاد په حواله ویل کیږي.

هڅه مې وکړه چې د زېږېدو او مړینې نېټې یې پیدا کړم خو د انټرنیت په نړۍ کې بریالی نه شوم.

حضرت باز استاد په کابل کې هم د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې ډېر پروګرامونه ثبت کړي دي. خو په اخرو وختونو کې د مهاجرت او کډوالي په شپو کې محکومې پښتونخوا ته کډوال شودا نو داسې وخت و چې ډېر سپین ږیری شوی و او له هنري کارونو نه پرېوتی و. ویل کیږي چې په هغو سختو شپو کې د اسلامي حزب د تنظیم مشر ارواښاد مولوي خالص چې پخپله هم د قلم خاوند و او ښه روانه شاعري هم کوله کله چې د حضرت باز له کډوالۍ او غریبۍ خبر شو نو خپل دفتر ته یې وغوښت او یو څه مناسبه میاشتینۍ تنخواه یې ورته وټاکله ترڅو خپل وروستی زهیر ژوند پرې سم کړي. د کډوالۍ په وخت یوه بله کیسه هم د حضرت باز استاد په نوم مشهوره شوه چې 

 ښاغلی باز محمد عابد د دردونکی سفر په نوم د خپل یو راپور په خاطره کې چې ګوریګ ته د شهیدانو د کورنیو سره د مرستې په نیت روان وو داسې لیکلي : ... په لاره  يو کلی د کچړې په نوم مخې ته راغلو. د کچړې نوم ما د مشهور هنرمند او حاضر ځوابه کیسه ګوی، حضرت باز استاد له نوم سره جوخت  اورېدلی و. هغه ناوخته مهاجر شوی و. په داسې حال کې چې راشن پاس يې هم نه لرلو خو د مياشتې په سر کې چې د کچه ګړۍ خلکو په ترخونو کې بوجۍ نيولې او ډله ډله به کمانډرۍ ته د راشن لپاره تلل، دی هم تللی و او په کتار کې درېدلی و. هلته به پوليسو هر چا ته ويل چې پاس ښکاره کړه. د حضرت باز استاز نوبت چې رارسېدلی و نو پوليس ورته ویلي و چې بوډا پاس وښايه. حضرت باز ورته ویلي وو چې پاس خو نه لرم که لاندې ګورې چې درته يې وښيم

په دې خبره ورته پوليس په تنده لهجه ويلي وو چې ته خو ډېر کچه سړی يې.خو استاد ورته په ځواب کې ويلي وو چې کچه خو ځکه يم چې په وطن کې د کچړې يم، دلته په کچه ګړۍ کې اوسيږم او اوس د يوه کچه پوليس مخې ته ولاړ یم

ويل کيږي چې دا پوليس بیا د حضرت باز استاد اشنا شوی و.

په هر حال دا و لږ لنډ معلومات. هیله لرم چې ملګري هم راسره خپل معلومات راشریک او لیکنه مې پوره کړي.

اټک یوسفزی

- اجمل اټک
بېرته شاته