(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تشدد که عدم تشدد

[15.Jul.2024 - 06:33]

 

 متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
     (تشد د  که عدم تشد د؟)
د بشر او بیا د پښتنو/افغانانو په پیښلیک(تاریخ) کې له قابیل او هابیل راواخلئ تر اوسه
ظالم-مظلوم،قاتل-مقتول،زورور -بیزوره، قوی-ضعیف،؛بادار-غلام؛غنی-فقیر؛ جاګیردار-بزګر؛ خان-مزدور...ښکیلاک او زبیښاکګر - مستعمرو او ځپل سوي؛ موجود وو ؛او دي
دآدم له اولادې پیل نه تر اوسنۍ ټکنالوژۍ، ستورمزلو ،نوښتونو ...تر مصنوعي ذکاوت (     اې.آی ) او د دنیا پر یوه کلي بدلیدلو سره سره دپورتنیو تضادونو په پلي کیدو کې د تاوتریخوالي اوجګړو(تشد د -)او د هغه (عدم یا د تاوتریخوالي نشتوالی )، سوله او تفاهم سره ګډ ژوند کول ؛
په ځانګړې ډول یو څو هیوادونو:۱-سهیلي افریقا ؛
برتانوي ۲-هندوستان؛۳-بلوچستان ، پښتونخوا "چې هغه وخت صوبه ء سرحد(                           ان.ډبلیو .اف.پي. ) ویل کیده او په ۱۹۹۷م.کې دخیبر پښتونخوا "کښې؛؛؛ او۴- دامریکې متهده ایالاتو کې! ،
د عدم تشد د پالیسئ خوځښتونه رامینځته شول؛ ځینو کې کامیاب او بریا ته ورسیدل : ۱-جنوبي افریقا کې د نلسن مڼډیلا د نژادی تبعیض پر ضد چې لږکیو سپینپوستو د اکثریت تورپوستانو حقونه خوړل او اپارټایډ له لارې ې تشد د کاوه؛ خو مڼډیلا له عدم هغه کارواخیست او تر مرګه ولسمشر شو او دنوبل جایزه یی ویوړه!
۲-ګاندهي چې په انګلستان کې له لوړو تحصيلاتو وروسته د حقوقو مدافع وکیل تخصص لپاره جنوبي افریقا ته تللی و د مڼډیلا له سیاسته اومبارزې متاثره شوهند ته په بیرته ستنیدو ې ،چې هغه وخت ېې دلوېې برطانیی تر زبیښاک لاندې و، عیناََ د عدم تشد د مبارزه په یو لُنګ اغوستلو سره پیل او خلک ې د انګلیس څیزونو له اخیستلو منع کړل تر څو ې دهندوستان آزادي په ۱۹۴۷ دآګست په ۱۵.تر لاسه کړه؛؛
۳- د ګاندهی سره هممهاله ، دا نګریزانوهند  په شمال ختیځ کې ، دافغانستان له خاورې په مکر او چلونو جلا شویو خاورو (صوبه ءسرحد =اوسنۍ خیبر پښتونخوا) او سهیلي پښتونخوا او بلوچستان کې؛ فخر افغان عبدل غفارخان ،او خان عبدالصمد خان د عدم تشد دمبارزې پیل کړې مګر د انګریزانو او بیا په همدا۱۹۴۷ د اګست چودها=څوارلسم کې د پوکیستیڼ په نوم له بی قامه جناه او چهودریانو په غیر انسانی او غیر اسلامي تشد دونو سره په ملیونونو پښتانه شهیدان سوي؛ بندیان او بیکوره سوي او دا لړۍ لا هم دوام لري...
۴-یو لڼډ غوندې ضد اپارتیډ=نژادي تبعيض غورځنګ د مارټین لوټر کینګ له خوا هو د امریکې متحده!ایالتونو کې د سپین پوټکو د راسیزم پر ضد راپورته سوی و ؛ خو د هغه په وژلو تمام سو او لا هم دوام لری.
 
له دې نه چې لیکنه اوږده نه سي او دلوستونکو وخت ضایع نه شي؛ پوهیږم چې ډیري لوستونکي به تر ما په دې حقایقو ښه پوهیږي ؛ بیا هم تکرار احسن می وګڼهء؛
 
 او اصله خبره دې ورځو کې د ملي شهید ګیله من وزیر/افغان (حضرت نعیم غیرت) په ډیره ناځوانمردانه غلچکي تشد د سره ګویا په اسلام! ابات کې ووژل شو چې دټول لر وبر افغان وطن ، او په ټوله نړۍ کې افغانان خصوصاََ د پشتون ژغورنې غورځنګ یا تحریک وروڼو،خویندو او ټولو با احساسه پښتنو کرکه او نفرت ې راوپاروه ؛ اوس د ډیرو ځوانانو په فکر کې د غچ اخیستلو څپی جوش وهي!! حتی که فکر مو وي د مشر هم وویل چې نور دا جابر؛ ظالم  سره نه کیږي او په ۱۱ د اکتوبر ې دټولو پښتنو لویه غوڼډه یا جرګه وبلله!چې راتلونکې کړنلاره برملا کړو!، خو په عین زمان کې مشران وايي مونږ به لس کاله د قام په ویښتابۍ بیدارۍ اوملي شعور او وطندوستۍ تیروو بیا به که خیر وي په تورلینګی پنجابي کرنیل،مرنیل،جرنیل او لاسپوڅو ګوډاګیانو ې د لوی افغان وطن مېوې او د ځمکې سر اولاندې شتمنیو وړل،خوړل او ګټه وټه ترې پورته کول حرام وي...
زما په نظر،د عدم تشد د فکر، پالیسۍ ، سوله ایز  مزاحمتی لاریونونه او د خلګو ذهنونه روښانول ډیر ځغلنده او ژور تاثير لرلای شي ،نظر و وسلو ته لاس وروړل او په داسې حال کې چې ریاست تر پوزې په ډول ډول جهازونو، ټینک او توپونو او...بمونو چې زیاتره یی د افغان-روس جهاد او بیا د عربانو له اربونو او انګلو امریکونیانو له ډالرو مالرو بچت کړي او اوس بیا د ابلیسی پلانونو له مخې ضرب استحکام! غصب! په مردار نوم د پښتنو/افغان سیمې ترتشد د لاندې نیسي خو:حق آخر خپل صاحب مومي .
دا خړه ځمکه شين آسمان زما دی
صوات،باجه وړ، وزیرستان زما دی!!!
ان الله مع الصابرین۰
و ان الله لا یحب الظالمین۰۰
- ساپی
بېرته شاته