(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل ته مه وایه ړنک

[25.Jul.2023 - 09:56]

کابل ته مه وایه چي ړنګ شې

لیک: عصمت الله زهیر

یقینا يو دلچسپ او په تول پوره یونلیک دی چي لیکوال د قلم په بشپړه امانتګري او د لفظ د حرمت دیانتداري او تقدس په نظر کښي لرلی دی۔۔۔

په لنډو، لنډو جملو کښي يې سیند په کوزه کښي بندولو هنر پرته د نقد نشترونه، نه په بې رحمانه ډول چلولي دي نه يې د بې ځایه نیوکو لپاره کړي دي البته د اصلاح لپاره يې هڅه حتما کړې ده۔۔۔

 

دا هم يو حقیقت دی چي يو ښه او لوستی يونلیک کښونکی خپل داخل په بشپړه توګه د خارج سره د هماهنګولو هر ممکن هڅه کوي او ډاکټر سیماب په دې هڅه کښي کامیاب ښکاري، د داخل او د خارج دا امتزاج زړه وړونکې فضا سکښتې ده۔۔۔

 

دا یونلیک دومره په هنر او ادبي سلیقه لیکل سوی دی چي د یونلیک ځني برخي د یونلیک د برخوالو لپاره ډېري دردونکي هم يادګاري کېدلی سي او د ماضي يو ځورونکی کرب هم۔۔۔

ډاکټر سیماب خپل دا يونلیک څه په داسي هنري ډول اوډلی دی چي بې اختیاره د لوستونکو تر خوله به داسي ووزيد لیک سره يې څومره ښه انصاف کړی دی

 

سیماب ځای پر ځای په خپل دې يونلیک کښي داسي وړې، وړې جملې کارولي دي چي حساس خلګ له دننه څو کرته نښتېځي د مثال په توګه:

سلام بابا نن پخپله د کوږک په غرو کښي له پښتون قام څخه د يوې لوحې حق هم نه دی پيدا کړی چي يې کلی او یا د کلي لار ورباندي وپېژندل سي

يا دا۔۔۔۔

اول ځل چي مي کندهار لیدلی وو داسي راته ښکاره کېدی لکه زما په وجود کښي چي يو نوی بدلون را روان وي يو نوی شی را زرغونیږي نوې ساه راکول کیږي، ښايي دا احساس د هغه وجودي تړون له وجي وي کوم چي د کندهار او پښين تر منځ وو

 

د دې يونلیک دا کمال بیخي حیران کړم لیکه يو ناول چي لولم، نه پوهیږم فکشن د یونلیک سره ګنډل به د لیکوال شعوري هڅه وي او که۔۔۔۔!

د سیماب د قلم کمال دی او که د سالمي حافظې زور دی چي د ماضي درد، کرب او تېر وختونه يې د حسرت په تار پېودلي او کاغذ ته سپارلي دي خو هر څه چي دي په روح خولې لګوي او لوستونګي تر ګوته نیولي د زخمیستان په سفر باسي:

 

پر دې چوک باندي عصمت الله زهیر پر انیس ږغ وکړی کوټ بابا ته دریږو، ډېر خلګ ځانونه د پيرانو او ملنګانو شاکره بولي خو د زهیر رنګه شاکره مي ونه لیدی۔۔۔

پر کوټ بابا باندي يوه سپين سرې ښځه مجاوره وه چي پر ځان يې يو رنګه جلال هم طاري کړی وو۔۔۔

کوم وخت چي موږ له مزار څخه بیرته راوتلو زهیر او تابان د دې ملنګي قلنګ ورکړی، ښایي چي کم به و ځکه يې په جلال کښي وویل:

راوګرځی کنې بابا ته وایم چي بیرته مو پر څلورو راولي

 

په دې یونلیک کښي سیماب خپل جمالیاتي حس هم په لوی زړه اظهار کړی دی:

پراخه سیمه، سپينه واوره په دې واوره کښي تور سړک داسي ښکاره کېدی لکه تور مار او یا لکه د پېغلي پر سپين مخ د زلفو ټال

 

ډاکټر سیماب په دې يونلیک کښي تاریخ، ادب، جغرافیا او مینه داسي سره ګنډلي دي چي د قلم د زور بیان او د مطالعې پراختیا هم يې مشاهدې ته سړی حیران پاته سي۔۔۔

موږ دانش د ادبیاتو له مرکز څخه په موټر کښي سپاره کړو، موټر د ارګ و خوا ته روان سو، ارګ هم دلته نزدې(نژدې) و په يو څو دقیقو کښي د ارګ په وره ورننوتلو، زهیرباچا لکه څنګه چي مي مخکښي درته وویل چي زموږ ښه ملګری او ښه ګاٸیډ ( لارښود) هم وو راته وویل دا هغه ځای دی چي ډاکټر نجیب الله يې راځړولی وو، دې ته اریانا چوک ویل کېدی چي اوس يې د صدارتي محل برخه ګرځولې ده

 

زه چي د دې یونلیکه ځينو یارانو څومره بدګمانه کړی وم خو خبره برعکس ده۔۔۔

زه پر خپله پرېکړه هیڅ پښېمانه نه یم چي ډاکټر سیماب ته مي په اوچ زور د دې یونلیک لیکلو دنده ور تر غاړه کړه او سیماب په ډېره ایمانداري او د قلم په امانتګري سره پخپله دې دنده کښي هیڅ خیانت نه دی کړی او څه چي يې څه رنګ احساس کړي دي هم هغه ډول يې اظهار کړي دي.

 

وخت ناوخته سوی و ځکه يې سمدستي ډوډۍ را وغوښتله فکر مي کاوه چي د صدارتي محل ډوډۍ د څومره اعلی او د لوړي درجې خوراکونه به وي، دا زموږ د لیکوالانو د درېیمي درجې په خوراک اموخته میدې به يې وزغمي که نه۔۔۔۔

په زربرخ کښي پوښلي لوښي چي مو مخ ته کښېښول سو نو خبره راته یقیني سوه چي دا به د لوړي درجې خوراکونه وي خو زربرخ چي مي ورڅخه لیري کړی په هغه کښي ډېر ساده خوراک پروت وو ګوبی، مټر او پټاټې وې، حیران سوم چي دا بیا څنګه صدارتي محل دی

 

د دې یونلیک زیاتي خاطرې زما لپاره ډېري دردونکي، ډېري ځورونکي دي هم مي د تېرو وختونو په ړنګ سوو قبرونو کښي تڼاکي پښې او شلېدلی ګریوان ګرځوي.

په دې ساعت کښي عبدالهادي هادي چي د افغانستان د ټيلي کمیونیکشن مشر دی او د زهیر پخوانی ملګری و راغلی، هادي صاحب د زهیر د هغه وخت يار دی په کوم وخت کښي چي ده و زهیر يو ځای په کابل کښي سبق سره وایه همصنفیان وو۔۔۔

عبدالهادي هادي د پښتو ژبي يو ښه شاعر چي کتاب يېستا په باور مي باور وسوپه نامه چاپ دی او يوه رساله يې څه وخت د مخهورېښمپه نامه ایستله

 

کابل که کوم پښتون لیدلی دی او که نه خو د هر پښتون په زړه کښي ځای او مینه لري، د کابل د واکمنۍ لپاره ورور د ورور سترګي کښلي او که زوی پلار په زولنو کښي بندي ساتلی دی خو کابل تل کابل پاته سوی دی.

کابل د خپلو لوڼو عظمت او وقار دناهید شهیدپشان ولیدو چي سر ښندني يې اوس هم د مکرویانو په کړکیو کښي د کابل د تل پاتي شاهدي ورکوي.

 

د چمن وزیري په میدان کښي به پخوا د ازادۍ ورځ لمانځل کېده، د ازادۍ په ورځ به دلته د پوځيانو پرېډ کېدی د طالبانو په وخت کښي د دا میدان د پانسۍ ګاټ په توګه په کار راوستل کېدی،جرم کونکي به دلته سرعام پانسۍ( اعدام) کېدل۔۔۔

له دې څخه ورتېر سو يوې غټي غونډۍ ته ودرېدو چي دتپه مرنجانپه نامه یادېدله، دې تپې ډېر لوړ او لوی تاریخ ته پخپله پراخه سینه کښي ځای ورکړی دی۔۔۔

دلته د نادرشاه او ظاهر شاه دواړو قبرونه وو، پر دې قبرو باندي لویه ګومبته د جوړېدو په حال کښي وه، کار ورباندي شروع وو۔۔

د دوی په څنګ کښي پر هم دې لوړه غونډۍ باندي د ثور انقلاب ادیره وه، د ثور د انقلاب په شپو کښي چي به هر انقلابي مړ کړل سو ( شهید کړل سو) وو هغه يې ودې ادیرې ته راوړی۔۔

او هم دلته يې ښخاوی په هم دې وجه د انقلاب ادیره ویل کېده۔۔۔

دا ډېره غټه ادیره وه، د دې ادیرې پر قبرونو لیکل سوي لوحې ماتي کړل سوي وې او بیا په زیاته هغه لوحې چي په پښتو ژبه لیکل سوي وې، تر دې حده چي ځيني قبرونه له نږدې څخه په راکټ ویشتل سوي وو“.

 

کابل ته ورسې او شهدای صالحین کښي حاضري و نه لګوې مطلق ناممکن کار دی، کابل د سکون او رنګونو ښار دی روحانیت پکښي لازم دی او شهدای صالحین د روحانیت مرکز دی:

 

له دې زیارت سره و ښي اړخ ته تقریبا د شلو دیرشو قدمو پر فاصله باندي د پښتوادب ځلاند ستوری عبدالحی حبیبي پخپله اخري ارامګاه کښي پروت دی۔۔۔

د عصمت الله زهیر په رهنمایي د علامه صاحب قبر ته ورغلو د هغه علامه صاحب قبر ته په کوم چي به پښتو ادب تل تر تله فخر کوي موږ تش دعا ورته کولای سوه، د زړه خواله نه، چي ورته وه مو کړله۔۔۔

د علامه حبیبي سره چي په دې ادیره کښي کوم نوموړي خلګ پټ دي په هغوی کښي استاد قاسم افغان، یعقوب قاسمي، اصف خان،استاد رحیم بخش، احمد اخوندي، احمد ظاهر، او نور چي د افغانستان د موسیقي ډېر لوی نومونه دي۔۔۔

ویل کیږي چي احمدظاهر خو هغه څوک وو چي جنازه يې پېغلو انجونو پر اوږو باندي راوړې وه

 

د دې يونلیک دې خاطرې بیخي زړه راپکښي غوڅ کړی او تر سترګو اوښکي بهېدل خو موږ ته اوس عادي کار ګرځېدلی دی۔۔۔

څومره لیدلي خلګ څومره کلونه وسو چي بیا لیدلي نه دي، ځواني او کابل چي دا هرڅه د سترګو په رپ کښي تېر سو او۔۔۔۔

اوس دي يادونه افسانې ښکاري

سیماب هغه مهال زما درد او حسرت ښه درک کړي وو او اوس مي چي دا خاطره دلته ولوستله نو ځان د درد يو مجسم تصویر راته ښکاره سو:

د ماځيګر و خوا ته بیرته د کابل ښار جاده میوند ته راغلو چیري چي د میوند څلی دی چي په شور بازار مشهوره سیمه ده۔۔۔

دلته هغه ماجت دی په کوم کښي چي ځيني خلګو د سجدې لګولو ارمان درلود، په هم دې بازار کښي زموږ ملګري عصمت الله زهیر شل کاله د مخه د ژوند ورځي او شپې تېرولې په کومه کوټه کښي چي يې استوګنه وه، هم تر اوسه موجوده وه۔۔۔

له دې بازار او ښار سره د زهیر ډېري خاطرې تړلي دي، د ده له سترګو او خبرو څخه له ورایه ښکاره کېده چي داسي خاطرې دي چي ماته له دې ځایه څخه د تلو اجازت نه راکوي۔۔۔۔

غواړي چي ژوند هم دلته کرار ونیسي او د تېرېدو نوم وانخلي که زه دا ووایم چي ارمان يې دا وو چي د وخت پایه دي د شا و خوا ته وګرځي او شل کاله شا ته دي ولاړه سي او ما له دي بیرته هغه وختونه راولي په کوم کښي چي ما د خپل ژوند خوږې شپې تېري کړي دي۔۔۔۔

خو وخت دومره ظالم دی چي يوار تېر سي بیا يې راتګ د مړي رنګه دی بیا د ژوندیو دنیا ته نسي راتلای

-
بېرته شاته