Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
جنګ له دې منصورر روان
[04.Sep.2024 - 11:27]
په مردان مارچ د باچا خان (رح)
راشه اے خوشحال بابا
اے خالده وګوره
پاسه علی مرتضیٰ
دا تماشه وګوره
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لری
نۀ د تورو پړق لری
نۀ د زغرو شرنګ لری
زور د دشمن نۀ وينی
داسې ليونے روان
دار او رسن نۀ وينی
دا د مستانه ؤ خان
دا د پښتنو ملنګ
څۀ بادشاهی رنګ لری
سپين مخ د ليلیٰ وينی
دشت بيابان نۀ وينی
زړۀ ئې د يو ارمانه ډک
غم او ارمان نۀ وينی
سرې د باتور سترګې ئې
مينه رنګار رنګ لری
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لری
تاج ئې د ازغو په سر
مست لکه مجنون روان
نوم د پښتنو ګټی
زوې دے د پښتون روان
نر، دا د نرانو خان
څۀ غيرت او ننګ لری
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لری
سر يې کيښود خاورو کښې
مرګ له ئې وينه ورکړله
د پښتون د سر صدقه ئې
خپله وينه سره ورکړله
وې هر څۀ مې د قام دی
والله هر څۀ چې ملنګ لری
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لری
اے د پښتنو بچو
دا ميدان مو هير نۀ شی
سپين سر ئې د وينو ډک
هغه خان مو هير نۀ شی
پروت دے دلته خاورو کښې
دا مکان مو هير نۀ شی
پسئ ننګ پرې وکړئ
خداې ګو ډير په تاسو ننګ لړی
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لری
نۀ د تورو پړق لری
نۀ د زغرو شړنګ لری