(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پردې وطن کې

[15.Jul.2024 - 09:05]

په پردي وطن کښې​ د خپل کولتور  نه  د پردي کېدو ویره

په پردي وطن کې د خپلې ژبې او کولتور څخه پردي کیدنه، لکه په خپل وطن کې د ښکیلاکي مناسباتو له امله نه رامینځ ته کیږي. 

دلته لومړی ډله ایزاخلاقي زه (وجدان)، چې د پښتنو دغټې کورنۍ لاسته راوړنه (محصول) دی د ځانګړي اخلاقي زه (وجدان)، چې د لودیځ د کوچنۍ کورنۍ لاسته راوړنه (محصول) دی په مقابله کې راځي او  ورو  ورو یوګړی اخلاقي زه (وجدان) په ډله ایز اخلاقي زه (وجدان) غالیبېږي او په دې توګه د خپل کولتور او  ژبې څخه د پردي کیدلو لړۍ پیل کیږي.

هغه کسان چې د پیژند(هویت) د کړکیچ سره مخامخ دي او شلخی ذهن لري,  ژر یوګړی (انفرادي) اخلاقي زه (وجدان) پیدا کوي او د خپل کولتور او ژبې نه د پردي کیدلو په لور روان شي. 

که څه هم په ډله ایز اخلاقي زه (وجدان) د یوګړي اخلاقي زه (وجدان) غلبه څه اسان کار نه دی، خو بیا هم دا په دې پورې اړه لري، چې سړی ځانته او که د کورنۍ د غړو سره پردي هیواد ته کډوال شوی دی، په کوم حالت کې دی او کوم شرایط ورته په پردي هیواد کې د خپلې ژبې او کولتور د ژغورنې له پاره شته دی (6)

د خپل کولتور، ژبې او دین د ساتلو، پاللو او ودې په پار (خاطر) باید سړي چارند (فعال) پاتې شي ، خو دا د کډوال د احساس او شعور پورې اړه لري، چې خپل هیواد، ولس، کولتور، مذهب، دین او ژبې ته څومره ارزښت ورکوي؟. چارند او فعال پاتې کیږي او که نه؟  

که چیرې چارند (فعال) پاتې کیدل غواړي نو د خپلو هیوادوالو او‍‍‍خپلوانو سره راشه درشه، تګ راتګ , په غونډو، سیمینارونو، کولتوري ماښامیو،اخترونو، غم او ښادۍ کې برخه اخستل او ګډون کول او په بهرنیو هېوادونوکښې​​ د پښتنو/افغانانو له خوا په جوړو شوو بیلابیلو کولتوري ټولنو, سیاسي خوځښتونو  او ډلو ټپلو کې غړیتوب تر لاسه کول, ترڅو په پردي وطن کې هم د خپل وطن د ابادۍ او سوکالۍ لپاره لاس په کار شي چې له یوې خوا به په پردیسۍ کې خپل راتلونکی نسل له پردي توبه وژغوري او بلې خوا به ئې د خپل هیواد سره اړیکې ساتلې پاتې شي.

(نصیر ستوری)

(6) ژبساپوهنه 

- له کولتوره پردي کېدنه
بېرته شاته