(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قامي ایجنډا

[26.Aug.2023 - 09:02]

 مکالمه, قامي ايجنډا

لیک: روزي خان ايثار

سوال، د پښتنو محکوميت ډېر اوږد نه شو؟

ځواب، ستونزه دا نه چي بحېث قام مو په محکوميت کښې ډېر وخت وشو، بنيادي ستونزه دا ده چي تر اوسه په دې خبر نه شو چي موږ محکوم يو 

زموږ قامي محکوميت ځکه دوني وغزېدلو چي په پښتنو کښې د قيادت فقدان دی، دا په خپله انا او زات کښې شکېل او تر اجتعماعي ګټو، زاتي ګټو ته ارځښت ورکونکې انسانان د قيادت په معيار نه دي پوره

سوال، د مورنۍ ژبي ارځښت څه دی؟

ځواب، ژبه د تفکر، سوچ او خيال کر ونده ده، چي تر څو دي خپله ژبه نه وي زده تر هغو په هغه کر ونده کښې د خيال زڼی نه کرل کېږي 

چي تر څو ته په خپله ژبه کښې، سوچ نه شې کولای، خوب نه شې کولای، درد نه شې پکښې احساس کولای او نزاکت نه شې پکښې احساس کولای تر هغو تر ژبه ويلای نه شې او چي ته خپله ژبه ويلای نه شې نو ستا ژبه به څنګه ترقي وکړي، موږ د يو استعمار تر تسلط لاندي يو، هغه هر هغه څه ختم کول غواړي په کمو اقدارو چي زموږ له خپلي خاوري او تشخص سره تعلق جوړيږي 

د نړۍ سيال او پر مخ تللي قامونه په خپله ژبه نه شرميږي په خپلو تعليمي ادارو کښي يې وايي خو بد بخته غلام او محکومه پښتنو په اکثره تعليمي ادارو کښې ليکلي وي چي دلته پښتو ويل پابندي ده

سوال، پښتون قام له څه بې برخي دی؟

ځواب، د يو قام په حېث پښتون قام اوس يو محکوم قام دی، چي په محکوم حېثيت له هر څه بې برخي دی، خو تر ټولو لويه ستونزه دا ده چي دغه قام له يو اجتماعي قيادت ځخه هم محروم دی 

لکه څنګه چي دا لازم دی چي کم کار به څه وخت کول وي، هم دوني دا هم لازمي ده چي کم کار به نه کول وي، د پيروکارانو په مرض اخته انسانان د قامونو د قيادت لائق نه وي، د تصور کمي هم پر انساني شخصيت لوی اثر کوي، کرېډټ غوښتنه په ټول انساني نفسياتو کښې يو عنصر دی خو قيادت بايد له دې مرض ځخه ماورا وي

قيادت بايد پو شي چي د هغه هره خبره د هغه زاتي نه وي، قيادت بايد هغه سي خبره يا عمل ونه کړي چي بيا يې زور تر قامي پشتيو خيژي، ځکه خو قيادت کول ګران هنر او عمل دی که څوک د ځان د لوړتيا يا مشهورتیا په خاطر داسي عمل يا خبره کوي چي د هغه در عمل تر قامي مقدمه خېژي نو داسي عمل بايد ونه شي

کار کنان د قيادت په رهنمايي کي تر دې درجې را رسېدلي دي، هغوي ته پته ده چي دا د وحدت او اتفاق خبري اوس هسې يو ساتېرای دی، ولي چي په انفرادي کچه خو هر رهبر د خپلو کارکنانو مخته له هغه بله کالي يستلی دي، په تنهايي کي خو هر رهبر خپل کارکن ته اول د هغه رهبر اخترام، چاپلوسي، بيا د هغه د فکر او لاري، بيا د هغه د ګوند او له دې ورسته بيا قام او بيا هغه خلګ چي په قامي ناتار کښې ورسره روان دي 

رهبرانو سياسي کارکنان د خپل ځان موريدان جوړ کړي دي ځکه خو اتفاق هم نه رازي او قامي مرام ته هم رسايي نه کېږي

سوال، د د تخريب عمل ولي په انساني خمير کښې زيات دی؟

ځواب، زموږ په وجود کي د خدای د خدایي يوه وړه زره ده خو د شيطان پوره وجود دی نو ځکه مو پر دې لور زيات زور دی

سوال، اجتماعي خودي څنګه پيدا کېدای شي؟

ځواب، په موږ کښې شاهد انفرادي خودي شته خو سماجي او قامي خودي ختم شوې ده، دا اوس د يو سياسي نظريې، ګوند، تنظيم او رهبر کار دی چي د خپل قام په وګړو کښې د ځان پيروکاران نه بلکه اجتعماعي قامي خودۍ احساس پيدا کي

سوال، مزهبي استعماريت څه مقصد ؟

ځواب، د مزهب تر پڅول لاندي د قامونو تېر لرغونی شناخت ختم کول او هغه په نوي مادي او غير مادي رنګ کښې رنګول

د مسلمانۍ مقصد د سعدي يا عربيانو رنګه ځان يا قام يا قامي ثقافت جوړول نه دی، زه په خپل وطن کښې، د هندوکش د غرو د وادي سنده په تهزيب کښې د افغان د ثقافت تر پڅول لاندي مسلمان شوی يم، څوک دي زما په ژبه، ثقافت او تاريخ کار نه لري

سوال، زموږ ژبي ولي پر مخ تګ و نه کړ؟

ځواب، زموږ ژبي به هم ترقي کړې وای که زموږ ژبي رياست لرلای، په دې خطه کښې چي کمو ژبو پر مختګ کړی دی د هغو شاته څه عوامل ؤ، فارسي ځکه ترقي وکړله چي هغه د مغلو د دربار ژبه پاتي شوه، انګريزي د نوابادياتو ژبه شوه، په عربي کښې خو قران راغلی، په اردو کښې خو نوکري ايوارډونه او رياستي خاکه جوړه شوه، نو زموږ په ژبه کښې خو موږ تر اوسه فقت پريادونه کوو نو څنګه پر مخ تګ وکي

سوال، آيا موږ غلامان يو؟

ځواب، که موږ آزاد شوی نه وای نن به موږ آزاد وای، که زموږ پر وطن ليکه نوای کش شوې نن به زموږ خپل وطن وای، دغه سوال به اوس دوني پېچلی نه وای که زموږ پر مغزو کار نه وای شوي،

که د دوي کرښه موږ نه وای منلې نن به دا کرښه بل ځای وای،

د وطن تقسيم موږ د انګرېز په زور شوی دی 

د فکر، احساس او تهزيب تقسيم مو څوک نه شي کولای

سوال، امن ښه دی که خپلواکي ؟

ځواب، که زه د دې سوال جواب لږ په داسي انداز در کړم چي امن يو وقتي بدلون دی، زموږ ستونزه خپل مرام ته تلل دي

که څوک دا فکر کوي چي سطعي بدلون به موږ بيرته خپل مرام ته ورسوي نو شاهد تر دې کمه بله خطرناکه خبره نسته، چي سماجي بدلون څوني زر کيږي هغه هغو مره لنډ مهاله وي او هغو مره سرسري وي، ستونزه دا ده چي موږ دلته پر برسيرن شکل باندي غور کوو زموږ قامي فکري ولګي چي په کمو زهرو کښې خړوبي دي هغه ته لا شاهد تر اوسه پوري څوک فکر هم نه کوي، د وحدت د فلسفې دغه حال دی چي پښتانه قام پاله سياسي خلګ چيرته هم خبري کوي نو ديو بل قام پاله تنظيم بدنامي به خامخا پکښې کوي

زموږ په قامي ناتار کښې ځينو خلګو ته بايد د خپلو خبرو رد عمل ملاو شي او ځينو ته بايد دخپلي خاموشۍ سزا ملاو شي

سوال، پاپو لزم کم نقصان لري؟

سوال، په اوسني وخت کښې په اکثره هېوادونو کښې سياست د پاپولزم پر ميدان کيږي، که څه هم هر عمل يې د عوام د جزباتو مطابق وي خو بنيادي نقصان يې دا دی چي په دې کي اولس ته د خپل لېډر خامياني په نظر نه رازي، په ټولنه نړۍ کښې اوس د قيادت رجعان بدل شو، کم څوک چي اوس په اسانه طريقه سره عامو خلکو ته پريب ور ښکاره کوي هغه لېډر دی

په دنيا کښې د پر مخ تګ عمل ته د تېر عمل نفي نه ويل کيږي، په موږ کښې دغه ستونزه شته چي د نوښت پلويان د تېر عمل نفي کوي او د تېر عمل د تسلسل برخه وال د نوښت مخالفت کوي، لکه څنګه چي په نېچرل ساينس کښې د يو وجود تر دریافت کولو پوري خپله طريقه ده چي 

اول وار خوليه ، بيا نيوکلس، بيا کروموسومز، بيا ډېنې، بيا اليل، بيا جين او بيا پر هغه موجود کوډونه دریافت شول 

هم دغسې موږ په سياست کښې بايد پر مختګ کړی وای خو دلته بد بختانه کم قوت چي مخ کښې قام ته دښمن ور ښودلو اوس د هغه قوت سره يو بل هم ژغي هم شته لېکن اوس د هغو تر منځ دوني په شدت سره مخالفت روان دی چي په پر مخ تګ کښې يو دبل پښې را کاږي

موږ هغه قام چي خپل هيڅ نه لرو خو بيا مو هم په خپله منځ کښې د نفرت ښه منظمه نظريه منځ ته را وړله، موږ هغه قام يو چي په عالمي دنيا کښې د نړيوال پوهانو د خيالاتو او نظرياتو هم ګيراکان يو، موږ خپله هيڅ هم نه کړلو تخليق هغه ځکه چي زموږ تعليمي نصاب زموږ فکري زاويه داسي بدله کړې ده چي دلته به اول پرې دۍ ژبه زده کوې بيا علم

که څه هم ټوله نړۍ استعماري ده او زموږ په کښې هيڅ خواخوږی نشته خو موږ اوس هم بايد پر دې يقين ولرو چي زموږ د قام مقدر زموږ د اولس په لاس کښې دی او موږ به په خپل اولسي شعوري پاڅون خپل بايللی واک اخلو خو د دې له پاره به قامي وحدت شرط وي

هغه قام چي پر خپله جغرافيه بې اختیاره دی، هغه څنګه دوني په خپل منځ کښې نفرت سره لرلای شي، د غازي امان په انقلاب پيوست شوی املون شوی رياست تر ثور انقلاب پوري لږ څه جوړ ؤ خو له هغه ورسته د ساړه جنګ صفو بېخي پر ملا غوټ مات کړ،چي هډونه يې امريکي سامراج، پاکستاني فوځ او پښتنو ملايانو د عربو په فتوای بهار را ويستلو، د دې دومره درنې او توري لاري مسافران بايد سره پيوست شي 

موږ خو نه نړۍ ته توپک ورکړی،نه بارود،نه بم ،نه مو صلیبي جګړې کړي دي، نه د نړۍ ديو قام پر جغرافيه تسلط کړی،نه اول نړيوال جنګ او نه دويم نړيوال جنګ موږ کړی بيا ولي هغه څه چي د يورپ پيدا کرده وه هغه دلته وشو؟ مزهبي انتها پسندي ولي زموږ خاوري ته را وړل شوه؟ کلاشنکوف ولي زموږ په وطن کښې تر ټولو زيات استعمال شو؟ تر هګري دچا تخليق وه؟ خودکش حملې د چا پيداوار دی؟ 

نه خو موږ د حسېن او يزيد په شان جنګ سره کړی ؤ نه مو په دې نامه جنګ کولو بيا دا جهاد دچا جهاد وي ؟

موږ په خپلو هغو کوڅو،کليو او علاقو کښې څنګه په پرې دي توپک ځله ؤ ويشتل چيري چي موږ له پېړيو ګډ سره اوسېدلو؟ موږ په هغه ټولنه کښې څنګه د يو بل دښمنان شو چيري چي د مشرق په کور د مغرب کور خوندي وي او د شمال په کلي به د جنوب کلی خوندي وي؟ دا دوني توهین امیزه رويه او دوني نفرت چا را وړ؟ هغه مسجد چي زموږ د ټول قام او کلي د نر او ښځې په چنده جوړ شوی دی هغه څنګه بيرته زموږ د ټولني يا کلي يو انسان په بم الوزوي ؟ دا ټول شيان زموږ نه دي، پر موږ يې دا ټول شيان تپلي دي، د دې مخ نوای په قامي شعور،وحدت او ناتار کېدای شي خو موږ دا يو شی هم نه لرو ولي چي د قامي نظريې او تګ لارې خلګ نه سره يو کيږي نو نور پښتانه به څنګه قامي ايجنډې له راشي

-
بېرته شاته