(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټکونه

[15.Jul.2024 - 09:15]

 

«ټکونه»

راټولوونکی: وکاس ایسپزی

***

پښتو ژبه ډېر ښکلي "ټکونه" لري؛ کوم چې اوس نوېي نسل ته یاد نۀ دي، پکار ده چې دا ټکونه د راتلونکي نسل لپاره خوندي شي. ماته چې کوم ټکونه یاد دي او یا مې د کورنۍ غړو او یا د پېښور ګروپ د ملګرو په واسطه راټول کړي دي' نو دلته یې تاسو سره د ځوابونو شریکوم' چې روان کهول یې زده کړې او بیا ورنه په خپل ټولنیز ژوند کې استفاده وکړې!

/

سره غوښه

په ځمکه کې ښخه

ځواب: ګاځره

-

بابا دننه

ږیره یې بهر

ځواب: چلۍ/ د جوارو وګی

-

اېسته لګي، بېسته لګي

سیند ته سېتارې لګي

ځواب: ډولۍ

-

اړنګه بړنګه!

په سور کمر کې ځوړنده

ځواب: بالۍ/ والۍ

-

تر دې د کالي کوټه

پرته ده؛ توره جوټه

ځواب: شپه

-

د هډوکو کوټڼۍ

پکې ناسته شهزادګۍ

ځواب: ژبه

-

بې ستنو ستانه

پکې ناست دی شهزاده

ځواب: ګور/ قبر

-

ټول ورځ وګرځي، وګرځي

ماښام د پیسې هومره ځای ونیسي

ځوابډانګورۍ/ امسا

-

وړوکی ملاګی

په سر یې تور پټکی

ځواب: د ماچس ډبۍ تیلی

-

څلور یې پښې دي

بېشماره یې کولمې دي

ځواب: کټ

-

سر شته، مزغه پکې نشته

خیټه شته، کولمې پکې نشته

ځواب: د لوبو ګوډۍ

-

اشری بابا شړي

په بڼ کې توره غوا شړي

ځواب: ږومنځ

-

هلته لګي، دلته لګي

سر یې په کوندل کې لګي

ځواب: کوداله

-

وړوکی سوندک (صندوق)

د سرو غمیو نۀ ډک

ځواب: انار

-

کږه وږه په غر خته

اغزی یې تریخ، میوه یې خوږه

ځواب: کرکڼه

-

ښوروا یې حلاله ده

غوښه یې مرداره ده

ځواب: ګنی

-

وخوري، وڅښي

دیوال ته مخ کړې

ځواب: خانک

-

د پاڅه راغلی سور بلوڅ

اغوستې یې دي پېنځه پنځوس

ځواب: پیاز

-

زر اولې زر اولې! په زرو ښاخو غوړ اولې

یا به زر ښارونه راکړې یا به زر راسره اولې

ځواب: انګور

-

 چرګه ده، بابرګه ده

څلور یې کوناټي او یوه یې سترګه ده ـ

ځواب: کمره/ کوټه

-

په لاره ځم

د ریچو ډکه ډوډۍ خورم

ځواب: اینځر

-

پټه پټه ځي لکه د کب

کارونه کړې د لوی رب

ځواب: یؤه 

-

ونه ده، د ونې ځېله پلنه ده

دولس یې ښاخونه دي، دوه پکښې ګلونه دي

ځواب: کال, دولس مياشتې او دوه اخترونه

-

ځي ځي ځي

په بیرته نه ګوري

ځواب: اوبه

-

جنجړ تاته جنجړ ماته

جنجړ وخاته اسمان ته

ځواب: لوګی

-

مړ مار --- 

په سوړه لاړ 

ځواب: پرتوغاښ

-

نه یې پښې شته، نه لاسونه

په توکل وهي ټوپونه

ځواب: پنډوس/ بال

-

بې پښو زمرى راغللو، بې لمه ګډه يې يوړه

ړوند پرې اواز اوکړو' چې په کوم اړخ يې يوړه؟

ځواب: مار، چيندخه او لړم

-

بار اوړې سنډا نه دی، تور دی کارغه نه دی

اولوځې مارغه نه دی

ځواب: ګونګټ

-

ټوله ورځ وګرځې اوګرځې

د شپې د غنو شپول په ځان راخور کړې

ځواب: سترګې

-

ډډه بډه اونه

کافر په کې دننه

ځواب: ټوپک

-

تورہ چرګه لنګ وهي

چرګوړې ورپسې شړنګ وھي

ځواب: د مچیو سیل

-

درې پایې کوټه

پۀ يوه ستنه ولاړه!

ځواب: شؤتل

-

خړ قبر دی، سور کفن دی

او سپين بابا پکې پروت دی

ځواب ـ مم پلی

-

کږې وږې لارې

ډېرې مزيدارې

ځواب: ځلوبۍ

-

يو پليټ

دري يې چمچي 

ځواب: پکی

-

شپږ لاسونه، دوه یې خېټې؛ څه بلا ده؟

ږیره یې د ملا ده ـ

ځواب: تله/ کنډا

- وکاس اېسپزی
بېرته شاته