Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[10.Oct.2024 - 17:08]بیا له کومه را پیدا شو دا بهار؟
چې پر لوري یې ملک کړ یو ګلزار
د سپرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته
ولې سره لاله دي لا په کې اوڅار
نجونه موټی موټی ګل ږدي په ګرېوان کې
د ځوانانو ګلدستې دي په دستار
ساقي راشه ډکې ډکې پیالې راکړه
چې د میو په مستۍ شمه سرشار
پښتنو زلمیو بیا لاسونه سره کړه
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار
سپینې تورې یې ګلګونې کړې په وینو
په اهاړ کې شګفته شو لاله زار
ایمل خان دریا خان دواړه مرګ یې مه وی
هیڅ تقصیر دواړو ونه کړ وار په وار
د خیبر دره یې سره کړله په وینو
په کړپه یې هم روان کړ دندو کار
تر کړپې تر باجوړه سمې غرونه
په لړزه په زلزله شول په بار بار
پر هغه لوري چې کېږي پینځم کال دۍ
هره ورځ د سپینو تورو خرپهار
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
ګوره څو جنګونه وشول پر هر لوري
ولې هیڅ د یوسفزیو نشته عار
اول جنګ د لوړې شا د تاترو و
چې څلوېښت زره مغول شول تار په تار
خوېندې لوڼه یې په بند د پښتنو شوې
اس، اوښان، هاتیان ولجه کتار کتار
دویم جنګ میر حسیني په دوابه کې
چې یې وټکېده سر لکه د مار
بیا له پسیه جسونت سنګهـ، شجاعت خان و
چې اېمل کړل په خاپښ کې تار په تار
چې زما په یاد دي، لوی جنګونه دا دي
د هلکو پر هر لوري نه شته شمار
همیشه فتح و نصرت دۍ لا تر اوسه
پس له دا ده بیا تکیه پر کردګار (ج)
اورنګزېب راته یو کال وشو چې پروت دۍ
په صورت حیران پرېشان په زړه افګار
کال په کال امرایان دي چې پرېوځي
چې توپان شولې لښکرې، کوم یې شمار
خزانې د هندوستان دي، را خورې شوې
سره مهران دي، ننوځي په کوهسار
دا د هیچا په اتلس فکره نه وه
چې به دا کارونه شي په دا دیار
بله هیڅ لیدلی نه شي په دا منځ کې
یا مغول د منځه ورک یا پښتون خوار
که ګردش د اسمان دا دۍ چې لیده شي
که د خدای (ج) رضا په دا وي راغی وار
اسمان هر کله پېرې یو رنګې نه کا
ګاه په کام د ګل جار وځي ګاه د خار
په دا هسې وخت چې وخت د نام و ننګ دۍ
دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار
پښتانه چې نور څه فکر کا ناپوه دي
بې د تورې خلاصی نه شته په بل کار
تر مغولو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وی څه هوښیار
اولسونه چې سند و بله وکا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
که نفاق که اتفاق که جهل پوهه
د هر چا د خدای (ج) په لاس ده هره چار
اپریدي، مومند، شینواري ګوره څه کا
د مغولو لښکر پروت پر ننګرهار
زه تنها پکې په غم د نام و ننګ یم
یوسفزیه فراغت په کښت و کار
اوس چې هسې بې ننګي بې ناموسي کا
عاقبت به ورښکاره شي خپله چار
مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دۍ
د عزت سره چې نه وي زیست روزګار
همېشه به په جهان کې ژوندون نه وي
د خوشال خټک به پاتې شي یادګار
د درېیمې خور اول کال د عفو و
ما چې وې په برمول کې دا اشعار
(خوشال بابا)