(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تارېخ پرېکړه

[26.Sep.2024 - 14:17]

دتاريخ پريكړه  او د گيله من  اسطوره 

لیک : سليم شاه

كارل ماركس  په يوه ځاى كې مشهوره مقوله لري وايي : ”تاريخ هغه څه مطرح كوي  چې دحل كولو وس يې لري.“ 

دتاريخ او ټولني يو گډ بيان دادى  چې ټولنه يو تجريدي مفهوم دى ،  اوتاريخ هغه ټولنه ده  چې دتجسم  او  حركت په حال كې ده،كله  چې موږدټولني دتكامل قوانين بيانوو ددغه تحرك پټ قوانين دقوانينو په صورت  اوقواعدو باندې پوهيږو . دهرج ومرج په سطح كې عجيب تصادفات ،تكرارونه  دافرادو ژوند ليكونه ،دنسلونو لړ ، دټولنو ارواپوهنيز ورته والي ، دلوبغاړو  اوقهرمانانو نقش دزمان په اوږدو كي ليدل كيږي . ټولنه  قانونمنده نه ده  بلكي دافرادو د ازادې ارادې  له مخې جوړيږي ، اټكل يې نه شي كيداى هلته تكرار نشته . هغه دهراكليت خبره ده  چې دوه واري  په يو وخت كي  له ويالي نه شو تيريدلي . يو نامنتظره خلاقيت دى . موږ په يوه تورتم واټ كي پرمخ ځو اونه پوهيږو  چې له پانډ ه لوييږواوكه له گلبڼه به تېر شوكه څوك دټولني تكامل دطبعيت دتكامل په لړ  پسې  ونه پيژني  اويو وار دانسانې نوعي تاريخ  اودنورو انواعو له تاريخ نه جلا كړي نو په همدي  لالهاندي او نه پوهيدا كي به پاتي وي . ټولنه كې جوړوونكي انسان دخبرتيا وارادي  اوهدف خاوند دى . دگياه اوځناورو سره  كيفي توپير لري .  

هغه څه  چې په دې لړ كې ډېر اهميت لري هغه دانسان  خبرتيا اومعرفت دى . دځان پيژندنه  د حق اوباطل توپير خپلواكي ، انفراديت او  جامعيت ، او همدارنگه نور مسايل

پښتنه ټولنه دلوي احمد شاه دراني له امپراتوري دشړيدو نه وروسته له بحران سره مخامخ شوه ، په تېره هغه مهال  چې  مركزي حاكميتونه يو په بل پسې له منځه ولاړل ، خو  ان له پخوا په پښتنه ټولنه كې ان دمغلي واكمني په دوران كي د مقاومت  اور بل وو ، د څيړونكو او پوهانو په نظر  په بر افغانستان كې حاكميتونه او مركزيتونه ايجاد شول امپراتوري  جوړي شوي او دختيځ په لور  وغځېدي . خو په واقعيت كي په لره پښتني ټولنه كې ستر قيامونه اوپاڅونونه ايجاد شول  چې په خپل وخت او له هغه مهال  نه پس يې  په پښتنه ټولنه ژور اغيزپريښود . دبيلگي په توگه د بايزيد روښان  تصوفي  اوعرفاني حركت   او بيا دلوي خوشال  مبارزي ، دخدايي خدمتگارو  پاچا خان مبارزي  او فقير ايېپي ميرزا عليخان  مبارزي ديادونې وړ دي . بايزيد روښان هغه اسطوره يې شخصيت وو  چې نه يوازې داستبداد په وړاندي سپر و بلكې دپښتني هويت او معرفت او تماميت دژبي اوفرهنگ سالار هم وو  چې نن هر څه دهغه اودهغه دكارنامو پيدا وار دي .  

په شلمه پيړۍ  كي دهند دنيمي وچي خپلواكي اودانگليس داستعمار په شا تگ او وتل   دپښتون اولس اودخدايي خدمتگارو  دمبارزو محصول اوستره ونډه وهخو داستعماري پاكستان په جوړيدو سره  بيا هم پښتانه هماغه ډول ويشلي او تيت پرك پاتي شول ، څه په مستقيمه توگه  دپاكستاني حاكميت لاندې راغلل، بله برخه يې په اوه گونو ايجنسيو وويشل شوه او بله برخه يې دفاټا په نامه قبايلي ازادې برخې پاتي شوې  دا كار ددې سبب شو  چې پښتانه يو واحد مركزيت ونه لريځكه خو شاعر دا اواز راپورته كوي   چې وايي: ” چې څو راغونډ په يو مركز يې نه كړم . “ په افغانستان كې هم  يعني بره خوا كې هم  معمول پښتني ميشتي سيمي يا ختيز  اوجنوبي اولويديز ې سيمي  له هر ډول پرمختگ نه ليري پاتې شوي .

دگيله من مهم شعارونه : لرو بر ، دپنجاب حاكميت ، دپنجاب پوځ ،  او دپښتنو دوسايلو اختيار ، پښتنه ټولنه اومستعمره اودنوي استعمار په پنجو كې .

پاچا خان په خپل مشهور اثر كي زما ژوند اوجدو جهد كې ډيره مهمه خبره لري  ،هغه دا چې وايي  كله  چې مغلي اكبر لښكرو څو واري له پښتنو ماته ومينده  نو بيا يي پاليسي بدله كړه  ،په دې مانا  چې مشرانو ته يې سوغاتونه او ماجبونه حواله كړه  اودويم دا چې پښتانه ټول مسلمانان دي نو داسلام په نامه دځينو پيرانو او  ملايانو گمارل وو  چې  د دوې ازادي بخښونكي حركات يې  ننگول . هغه دترمذي او اخون دوريزه بيلگه يادوي چې دروښانيانو په وړاندې يې ناوره دسيسي  اوتورونه ولگول  . دا سياست  دانگريزانو په وخت كي هم عملي وو  اوپه پايله كې پاكستان خو دا سياست  خپله اصلي تگ لاره وگڼله

دپښتون ژغورني غورځنگ  ظهور  تصادفي پيښه نه ده . په واقعيت كي دزاړه استعمار په كالبد كي دنوي استعمار اواسلامي فاشيزم په وړاندې يو حركت دي  چې له خود بخودي حالت نه اگاهانه  حالت ته پر مخ ځي . دې حركت دلومړي وار له پاره دپښتني مليت پالني اصلي نصب العين او اهداف را منځ ته كړل . لروبر دا سې كليمه اومفهوم دي  چې كه له يوې خوا دپښتون ټوټه شوي اولس دبيا كوشيرولو  پيغام لري  نو له بلي خوا د ا ستعماري نظام  هغه استعماري نظام  چې داسلام دچپني لاند ې پټ دى  خو هتلر اوموسيليني  ورته سلام كوي  په وړاندې هم سخت گوزار ديگيله من وزير شهادت يو اساطيري شهادت دې . په دې مانا  چې يو اواز يې را پورته كړ . دا اواز استعمار ته د زغم وړ نه وو ، خو پيغام يې دومره قوي او پياوړي وو  چې دځمكي په كره كې داسې ځاي اوسيمه  چې هلته پښتون نسل اوسيده  ټول په حركت راوستل نه يوازې ويده پښتانه يې متوجه كړل  بلكې ددونيا پام يې هم دې ته راواړاوه

په تېرو كلونو كي په افغانستان يا بروطن كې دپښتونستان  او لوي افغانستان مسايل يوازې دشعارونو په سطحه كې پاتي شول خو نن ورځ گيله من وزير ورته  په خپلو وينو رنگ وركړ . منظور پښتون په ټول پښتون باندي منظور كړه  چې دا دپښتون حق دي. ځيني كسان په منظور پښتون كيداى شي نيوكي وكړي خو خبره لا ژوره ده . هغه دا چې دمنظور پښتين اودپې ټي ام هدف جنگ اووسله واله مبارزه نه ده يا په اوس مهال كي نه ده  بلكي هدف يې دمعرفت اوځان پيژندني او  دخپلواكي دمړه روح د رواژوندي كولو څخه دې  چې دا كار په بري سره پر مخ ځي . ډيره مشهوره مقوله ده   چې وايي : كله  چې مفكوره په يو اولس كي نفوذ وكړيپه يو مادي قدرت بدليږي . اوس ورو ورو د منظور  نظر په مادي قدرت  بدل شوي اوبدليږي . خو له بلي خوا پاكستاني كلونياليزم  دسخت بحران سره مخامخ دې .   دا بحرانونه  چې په لنډو كليماتو يې ووايم ؛

-دپاكستان  اقتصادي بحران  چې اوس څوك يوه روپي پور هم نه وركوي .

-په ازادو پښتني سيمو كي داپريشننو سره مخالفت اودهغه ننگول  چې  اوس له ناكامي سره مخ شو 

--دعمران خان او دپوځ ترمنځ مخالفت  چې دټكر تر سرحده نږدي دي

-دپوځ او عدالت ترمنځ مخالفت 

خو له دې ټولو سره دوه نوري مسالي هم شته اوهغه داچې چين دخپل اقتصادي مرستي نه  چې له پاكستان سره يې كوله په شاه شوي ديپاكستان ترمخه هم له چينه مرسته اخيسته اوهم يې له امريكي نه . خو اوس دواړو پرې خپل باور له لاسه وركړي دي  اود ډبل گيم  استراتيژي له خنډ سره مخامخ ده . ورته وايي  چې يا دا وكړه يا دا . اوشنگ دي مالوم كړه

خو په توله كې دپاكستان اصلي دوښمني  دپښتون اوبلوڅ اولس سره دهداستبلشمنت فشار به اخير  ددې سب كيږي  چې دواړه اولسونه به سره يو كيږي   اوفاتحه به اخلي

نو نن دى كه سبا دى دا مال دزرغون شاه دى

 

- لیک : سليم شاه
بېرته شاته