تکل څه ته وایي
[21.Sep.2023 - 20:25]تکل څۀ ته وائي؟
لیک: سيد فريد الله شاه حساس
پښتو ادب کښې چې کوم صنف ته مونږ تکل وايو دې ته په اردو ژبه کښې انشائيه او په انګرېزۍ ژبه کښې اېسے (Essay)، پرسنل اېسے (Personal Essay) يا لائټ اېسے (Light Essay) وئيلے کېږي.
په پښتو ژبه کښې تکل يو داسې خوب دے چې هر چا ئې په خپله خوښه بېل بېل تعبير کړے دے، دا د شامېلاتو هغه خاوره ده چې څوک تپوس پوښتنې واله ئې نيشته، د چا چې کله او کوم ځاے خوښه شوه بس په خپله خوښه ئې روانه کړي، د تکل سره دا الميه صرف په پښتو ژبه کښې نۀ ده، بلکې د انګرېزۍ ژبې اېسے (Essay) او د اردو ژبې انشائيې سره هم دغه لوبې په شروع کښې شوې دي، خو د ډېر شواخون او ستړو نه پس په دغه دواړو ژبو کښې تکل اوس ځان ته يو نوم او مقام جوړ کړے دے، خو د بدقسمتۍ نه په پښتو ژبه کښې تکل اوس هم بې والي او بې وارثه دے، دا د سوال هغه تيکه ده چې هر څوک ئې په خپله خوښه او خپله طريقه اور ته نيسي او خوندونه ترې اخلي.
حقيقت دا دے چې د ګوتو په شمېر د څو کسانو نه علاوه، زمونږ ډېرو ښو ښو اديبانو، دانشورانو، ليکونکو او نقد کوونکو ته هم د تکل باره کښې صحيح او پوره معلومات نيشته، د تکل باره کښې د هغوي پېژندګلو هم دومره کمه، ناقصه او سطحي ده څومره چې د هغه شپږو نابيناؤ کسانو د هاتهي باره کښې وه، دغه شپږ نابينا چې کله د هاتهي ليدو ته تلي وو، نو شپږو واړو د هاتهي په يو يو اندام لاسونه وهل او د هاتهي باره کښې به ئې د خپلې خپلې رائې څرګندونه کوله، ړومبني نابينا چې د هاتهي په لوے او اوږد بدن لاس راښکلو نو په چغه ئې ووئيل د ترور ځويه دا خو ما ته د يو غټ دېوال غوندې ښکاري، دوېم نابينا چې د هاتهي په بهرني غاښونو ئې لاس وهلو نو هغه وئيل نه د ماما ځويه غلط شوې ما ته خو دا د نيزې غوندې تېرۀ ښکاري، درېم ړوند چې د هاتهي په خړتم ئې لاس وهلو وئيل ئې واه د کم عقل بچو دا هاتهي خو ما ته بالکل د يو غټ مار غوندې معلومېږي، څلورم د هغه نه خبره واخسته او د هاتهي په پښه ئې لاس وهلو نو وئيل ئې تاسو درې واړه په غلطه ئې ما ته خو دا هاتهي د غټې ونې غوندې ښکاري، پينځم نابينا چې د هاتهي په غوږ لاس وهلو وې وئيل ما ته خو دا هاتهي د يو غټ ببوزي غوندې ښکاري او شپږم نابينا چې د هاتهي په لکۍ ئې ګوتې وهلې هغه چغه کړه وئيل نه منم تاسو کښې د يو هم نۀ منم، دا هاتهي په حقيقت کښې د يوې رسۍ غوندې دے.ـ
بالکل دغه حال د پښتو د تکل هم دے څوک ئې د يو خصوصيت يا جز نه خبر دي، هغوي وائي تکل دا دے د هغوي دا شوملې که ډېرې هم تروې دي هغوي وائي نه دا خوږې دي، بل ټولي ځان له آلو په شلتالو پېوند کړے دے او هغوي د تکل د بل جز يا خصوصيت نه خبر دي او هغوي وائي نه، تکل دا دے، بعضې په کښې ځانله تشې شوملې شاربي او د دغه تشو شوملو نه د تکل کچ راوښکلو ناکامه کوششونه کوي، دوي د کوم اديب، دانشور، يا پوهان نه د تکل په حقله څو خبرې او معلومات اورېدلي دي نو بس دوي هم د دغه معلوماتو په بنياد ځانله د تکل يوه پېمانه جوړه کړې ده، او دوي په دغه پېمانه خپل تکل ليکي او په خپل دغه سوچ مضبوط او محکم ولاړ دي، د تکل باره کښې د دغه جزوي، معمولي او سطحي معلوماتو وجه ده چې پښتو کښې د تکل شمېره د نيشت برابر ده، پوره د تکل باره کښې ډېر کم ليکونکي او تکونکي صحيح معلومات لري، د تکل په نوم ډېر څۀ ليکلي شوي دي خو هغه د تکل د هېئت، فني اصولو، نزاکتونو او خصوصياتو نه ډېر لرې څيزونه معلومېږي، هم دد غه بې غورۍ، کم علمۍ او عدم دلچسپۍ په وجه تکل نه په پښتو ادب کښې د خوارو هغه بيزه جوړه شوې ده چې ګوډه هم ده او ړنده هم ده، يا د مرغابو نر ترې جوړ شوے دے چې نۀ بانګ وائي او نۀ اګۍ اچوي، دا نۀ چا ته تين ښکاري او نۀ تېره خو چې بس څوک اوزګار وي او څۀ کار ئې نۀ وي نو وائي راشه څو کرښې تورې کړه، څۀ کوز کړه څۀ پاس کړه، او ځان ترې خلاص کړه، د تکل نوم ورله ورکړه او د خېره تکل تيار شو، خو حقيقت کښې داسې نۀ ده تله د چا لحاظ نۀ کوي چې کله دا قسمه تکل نقد کوونکي د معيار او اصولو په تله وتلي نو هغه بيا د تکل نه ډېر لرې يو څيز وي هسې ئې په پښو اغږلي وي او په دېوال ئې ورتپلي وي.
مشرانو ډېر پخوا وئيلي وو چې اوړۀ که تمام دي پېمانه خو ئې شته، دغه پېمانه، اصول او ترتيب د ژوند د هر کار د پاره ضروري او اهم دي، چرته چې دا نۀ وي هلته بيا خوند د ژوند او د کار نۀ وي، دا هم دغه پېمانه ده چې اوړۀ په موټي کښې، غوړي په ګوتو کښې، توتان په لپه کښې او انګور دانه دانه راخستې شي، دا هم دغه ترتيب او اصول دے چې مرغابۍ هم په هوا کښې والوځي نو د قطار نه نۀ بهر کېږي، د مرغابو دغه قطار نه چې کومه مرغابۍ بهر شي نو هغه ورکه شي، بې نومه، بې نشانه شي، بالکل دغسې پېمانه، اصول او ترتيب د تکل د ليکلو هم دے، تکل که څوک ليکي نو پکار ده چې د دغه ضابطو او اصولو مطابق ئې وليکي کوم چې د نړۍ پوهانو، دانشورانو او د ادب استاذانو د دې د پاره جوړې کړې او ټاکلي دي.
د تکل د پاره چې کوم خصوصيات زيات اهم او ضروري دي په هغې کښې د ټولو نه وړومبے شرط دا دے چې تکل به صرف هغه ليک ته وئيلے شي په کوم کښې چې ليکوال يا تکونکي د خپل ذاتي ژوند د يو اړخ ننداره ډېره په فنکارانه او هنرمند انداز کښې پېش کړې وي، تکونکے به دغه ذاتي تجربو کښې خپل لوستونکي هم داسې انداز کښې ځان سره شاملوي چې هغه ته هم ځان د دغه ماحول او واقعاتو يوه حصه ښکاره شي، په اسانو ټکو کښې مونږ دا خبره داسې کولے شو چې په تکل کښې به د تکونکي ذات مخ په مخه ښکاره او واضح وي يا که دغسې نۀ وي نو چې لوستونکے په تکل کښې د هغه د ذات سيورے ځاے په ځاے محسوس کړي، دا ليک به مختصر وي، خود کلامي به وي پکښې، تازګۍ او شګفتګۍ سره سره به نيمګړتيا هم پکښې وي ، تکل به په يوه موضوع وي او دغه موضوع به د تکل مرکز وي، تکونکے به د خپل ليک محور او مرکز هم دغه موضوع ساتي، خو په خپل ليک کښې به د دغه مرکز نه ګرېز هم کوي، مطلب دا چې تکونکے به د موضوع باره کښې خبره کوي بيا به ورو ورو د ليک دوران کښې ډېر په کمال سره د دغه موضوع يا مرکز نه لرې ځي او بيا به ډېر په هنر سره واپس خپل مرکز يا موضوع ته راځي، مرکز او د مرکز نه دا ګرېز به ټول تکل کښې جاري او روان وي، د تکل د پاره بل شرط دا دے چې د تکونکي د ليک انداز به غېر رسمي او فطري وي، د هغه په ليک کښې به څۀ مصنوعيت او بناوټ نۀ وي، او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې دپورته ذکر شوي اجزاؤ به خپلو کښې يو داخلي وحدت، تړون او ترتيب هم موجود وي، چې کله دا ټول څيزونه د يو تکونکي په هنر او کمال په خپل خپل ځاے صحيح استعمال شي نو بيا ترې تکل جوړ شي، ګني نو که په دې ټولو اجزاؤ کښې چرته د يو جز کمے هم وي نو مونږ بيا دغه ليک ته تکل نۀ شو وئيلے.
اوس دا خبره واضحه ده که ژوند د هوسۍ په ښکر ګډا ده نو تکل هم د فن په باريکو او ګرانو لارو داسې مزل دے چې په دې کښې که د تکونکي لږ هم قدم بې لارې شي نو ليک به ئې يا مضمون شي، يا به د مقالې رنګ واخلي او يا به د افسانې خدوخال ته برابر شي او د تکل د چوکاټ نه به بالکل بهر شي.
هم دغه وجه ده چې پوهان وائي چې د يو ښۀ تکل د ټولو نه لويه پېژندګلو دا ده چې د هغې د لوستلو نه پس د لوستونکي په سوچ او فکر باندې يو خوشګوار سرور او تازګي غوندې خوره شي او بله دا چې هغه د دغه تکل سره تړلو څيزونو او نقطو باندې په خپل انداز کښې هم سوچ او فکر شروع کړي.
د دې پورته شوې ټول بحث نه دا خبره څرګندېږي چې تکل ليکل څۀ دومره اسان نۀ دي چې ګنې د حلوا نوړۍ ده، خلې ته ئې واچوه او بې شخونده ئې تېره کړه او دومره ګران هم نۀ دي چې ګنې د اوسپنې نينې دي او غاښونه پرې ماتېږي، بس يو هنر دے، چې مينه غواړي، پوهه غواړي، جذبه غواړي ډېر زيات مشق غواړي، او کله چې مينه وي، پوهه وي او مشق وي نو تکل پسې تکل بيا دومره تکل نۀ غواړي.