کاکاجي صنوبر حسین
[23.Sep.2023 - 13:53]کاکاجی صنوبر حسين مومند
ليک: احمد علی شاه مشال
٫بدنصيبی د شعور د کمۍ په وجه راځي،،
ګليليو (۱۵۶۴-۱۶۴۲)(۱)
د پښتون قام تاريخ د داسې نامتو او سپېځلو لارښودانو ، اتلانو، پياوړو مشرانو ، شاعرانو ، اديبانو، دانشورانو او صحافيانو په نومونو ځلنده دی چې نۀ يوازې خپل دور او خپله زمانه ئې متاثره کړې ده بلکې د هغوي اثرات په راتلونکو وختونو او نسلونو هم خوارۀ دي. د ميرويس نيکۀ، ملک احمد خان بابا ، شیخ ملي بابا، خان ګجو خان، پير روښان، اخون دروېزه، خوشحال خان خټک، رحمان بابا، ترنکزو حاجي صاحب، باچا خان، صاحبزاده عبدالقيوم خان، مفتی عبدالرحيم پوپلزۍ، عبدالصمد خان اڅکزی او کاکاجی صنوبر حسين مومند نه تر دې وخته د دغه سپېځلو ارواګانو د فکري رڼا پلوشې په پښتون قام او د دوي په تاريخ خورې ځلیږي.
دغه ښاغليو کښې کاکاجی صنوبر حسين مومند هم د شلمې پېړۍ هغۀ اتل دی چې په دې خاوره د پرنګيانو د استعماري قبضه په زمانه کښې يې شعور سترګې وغړولې. کاکاجی صنوبر حسين مومند وکتل چې يو اړخ ته د هغۀ قام دی چې دنيا کښې د راتلونکو انقلابونو ، حرصونو او هوسونو نه لرې خپل قبيلوي ساده او خپلواکه ژوند تېروي او بل اړخ ته يو داسې دښمن دی چې د خپلو سامراجي قوتونو په زور د اووۀ سمندرونو نه د پښتنو د جنت وطن تالان دپاره راغلي دي.
کاکاجی صنوبر حسين مومند دغه حالاتو کښې د قلمي او عملي مبارزې لاره خپله کړه او د يو روښان فکره ، مترقي او خپلواکي خوښي مشر په حېث يې ځان په قام وپېژندلو او د قام د آزادۍ دپاره يې خپله برخه حق ادا کړو. (۲)
کاکاجی د پېښور تحصيل په کګه وله نومې کلي کښې د ګلفراز خان کره د کال 1897ء د جنوري په مياشت پيدا شو. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي په مدرسه او لسم صنف ئې د پېښور ښار د يو سکول نه وکړو. د ملازمت ابتدا ئې د استادۍ نه وکړه. څۀ موده پس د برتاکال په مدرسه کښې هم استاد وو. دلته د ملازمت په دوران د ارباب دوست محمد خان په حجره کښې مېشتۀ وو او وجه ئې دا وه ، هر هغه استاد چې د خپلو فرائضو پوره کولو دپاره به د کور کلي نه تلی نشو او اهل و عيال به ورسره نۀ وو. هغه به اکثره په ذکر شو حجره کښې وسېدل. او لکه چې چرګنده ده کاکاجی نۀ وادۀ کړی وو او نۀ ئې اولاد وو او بيا کور کلی ئې هم دومره لرې وۀ چې خپل ملازمتي فرض ئې پکښې نشو ترسره کولی.
کاکاجی وادۀ نۀ وۀ کړی خو د هغو د خولې وېنا ده چې د دوي د کلي د يوې هندوې جينۍ سره مينه وه. د مينې د اور تاؤ چې تر کاکاجی ورسېدو نو د مينې تاؤ د هغوي په زړۀ کښې هم زرغون شو. ولې مذهبي بندونو د مينې دغه تکمیل ناکامه کړو.
کاکاجی په کال 1920ء د خپل سياسي ژوند په آغاز د سرکاري ملازمت نه استعفی ورکړه. په کال 1926ء کښې د ٫٫ انجمن زميداران ،، په نامه يو اصلاحي تنظيم جوړ کړو. يو کال پس ئې د عبدالرحمان ريا او عبدالعزيز خوشباش په مرسته د ٫٫ جمعيت نوجوانان سرحد ،، په نامه د يو سياسي تنظيم بنياد کيښو چې وروستو بيا د ٫٫ نوجوانان بهارت سبها ،، په نامه ياد شو.
صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې د ٫٫ نوجوانان بهارت سبها ،، د يو رهنما په حثيت کاکاجی د خپل فعال کردار په وجه خپلو همخيالو کښې ډېر محبوب وو. دغه ورځو کښې به کاکاجی تور پټکي(دستار) وهلو. د خامتا جامې به ئې پغاړه او څادر به ئې په توګه وۀ.(۳)
کاکاجی وروستو بيا د سرحد د ٫٫ نوجوانان بهارت سبها ،، صدر شو او تحريک خوړولو دپاره صوبه کښې د خپلو سرګرمو په وجه په وړومبي ځل په کال 1930ء ګرفتار شو. خو وروستو بيا د ٫٫ ګاندهي ارون پيکټ ،، له مخه د ډېره اسماعيل خان له زندانه آزاد شو. په کال 1931ء ئې د پېښور نه يوه اووۀ ورځنۍ مجله ٫٫ سيلاب ،، په پښتو ، اردو او فارسي اجرا کړه. د ٫٫ سيلاب څلور ګڼې وتلې وې چې اولس کښې د مقبوليت په وجه د کال 1931ء د دسمبر په پنځويشتمه ورځ د دوي د ګرفتارۍ حکم وشوۀ کاکاجی چې خبر شو نو د خپلو ملګرو صاحبزاده محمد اسلم، سيد امير باچا او مرتضی باچا سره روپوش شول. څۀ موده ګنداو کښې د کسۍ ميا صاحب لال صديق سره ډېره وو. وروستو بيا ٫٫ لکړو ،، کښې د ترنګزو حاجي صاحب سره ملګري شول. د حاجي صاحب د ترنګزو تر ژونده په ٫٫ لکړو ،، کښې د فېرنګيانو خلاف په جهاد کښې مصروف شول.
حاجي صاحب د ترنګزو به د خپلو فعاليتونو مشوره د کاکاجی سره کوله او د هغو رائې ته به ئې اهميت ورکولو. د تحرير ټول کار د کاکاجی په ذمه وۀ. څه وخت چې حاجي صاحب افغانستان ته تلو نو کاکاجی هم ورسره وو. د حاجي صاحب د وفات نه پس د هغو زوئی پاچاګل سره د اختلاف په وجه د غازي آباد نه سره د خپلو ملګرو وکوچېدو او سوال قلاء کښې د ملک محمد عمر خان اتمانخېل سره ډېره شو. هم دغلته په کال 1933ء يوه شپه صاحبزاده محمد اسلم د فېرنګي په سازش چا په ګولۍ کړو. صاحبزاده محمد اسلم سخت ژوبل شو. کاکاجی د علاج دپاره جلال آباد ته ورسولو خو باجود د کوششونو هم د جلال آباد په يو هسپتال کښې د کال 1934ء د جنورۍ په شپږويشتمه ورځ وفات شو. د کاکاجی او هغو د ملګرو ملک محمد عمر خان اتمانخېل سره ښۀ وخت تېرېدو. کاکاجی په مومندو کښې د د ٫٫ خان صيب ،، په نوم يادېدو.
سبهاش چندر بوس چې د قبائيلو په لار افغانستان ته تلو نو کاکاجی ته د ملاقات دپاره هم راغلی وۀ. له هغه ځايه بيا افغانستان ته د رسولو بندوبست ئې کاکاجی کړی وۀ. کاکاجی هغه حاجي محمد آمين ته ورسولو. حاجي محمد آمين هغه وخت ٫٫ هډه شريف ،، کښې وو. سهباش چندر بوس سره بهګت رام او عباد خان هم ملګري وو. حاجي محمد آمين سهباش چندر بوس کابل ته ورسولو.(۴)
د آزادۍ نه لږه موده پس کاکاجی پېښور ته راغلو د خپل ملګري صاحبزاده محمد اسلم په ياد کښې ئې د ٫٫ اسلم ،، په نامه پښتو کښې يوه میاشتنۍ مجله جاري کړه. ړومبۍ ګڼه ئې د تاريخ نه لري. خو د دويمې ګڼې د تاريخ نه معلومېږي چې وړومبۍ ګڼه به د کال 1949ء د ستمبر په مياشت وتلې وي. د میاشتنۍ ٫٫ اسلم ،، ټول ټال شپاړس ګڼې وتلې دي. وروستۍ ګڼه ئې د کال 1952ء په اکتوبر کښې وتلې ده.
کاکاجی په کال 1951ء کښې د ٫٫ اولسي ادبي جرګه ،، په نامه يو ادبي تنظيم جوړ کړو. دغه ادبي تنظيم د خپل وخت په ليکوالو کښې لويه ادبي بيداري پيدا کړه او ليکوال ئې د خپلې ژبې او ادب پرمختګ ته آماده کړۀ. د پښتو ادب په ننني پرمختګ کښې د دغه فکري مکتب لوی لاس دی. خصوصاً دغه مکتب پښتو ليکوالو ته د تنقيدي شعور په ورکړه کښې ډېر څه ورکړي دي. کاکاجی غالباً د کال 1951ء په عامو انتخاباتو کښې د خپلې حلقې نه د صوبائي اسمبلۍ د يو اميدوار په حېثيت ودرېدو خو د بده مرغه د يو لينډ لارډ ارباب نور محمد خان په مقابله کښې کامياب نه شو. انتخاباتو کښې د برخې اخستلو نه وړاندې د روس حکومت پخپله يوه دستوره کښې د شموليت بلنه ورکړې وه. خو صوبائي حکومت پرې نښودو.
کاکاجی د کال 1951ء په وروستو میاشتو کښې ګرفتار کړی شو او ډېره اسماعيل خان زندان ته ولېږلی شو. د يو عام قيدي غوندې ئې شپې ورځې اړولې. يوه ورځ يو لېوني د شا له خوا په څۀ تېزه آله د ګذار په نتيجه کښې ژوبل کړو. او چې کاکاجی مخ ور واړلو نو په مخ ئې هم څو ګذارونه پرې وکړل. د کافي ژوبل کېدلو په وخت نورو قيديانو د لېوني نه خلاص کړو. زر هسپتال ته ورسولی شو. هلته ئې ورله زخمونه وګنډل. مياشت نيمه هسپتال کښې پروت وو.
کاکاجی د کال 1957ء د په اکتوبر کښې يو ځل بيا ګرفتار کړی شو. د راولپنډۍ د هغه وخت سنټرل جيل کښې څو مياشتې د بنديتوب نه پس شاهي ء لاهور او بيا مياشت شل ورځې پس ډسټرکټ جېل لاهور کښې بندي کړی شو. هم هلته نه د کال 1959ء د فرورۍ په دولسمه ورځ ماښام آزاد کړی شو. د دغه ګرفتارۍ نه وړاندې کاکاجی د پښتو او اردو په يوه اووۀ ورځنۍ مجله ٫٫ بانګ حرم ،، کښې د پښتو برخې مدير وو. دغه مجله وروستو بيا روزنامه شوه.
کاکاجی د سالنډي مريض وو. د دغه لا علاجه مرض غوټو ډېر کمزوري کړي وو. وروستی عمر ئې ډېر د تکليف وۀ. علاج دپاره دوست محمد خان کامل مومند پخپله کور کښې د ځان سره ډېره کړي وو. آخر د کال 1963ء د جنورۍ د میاشتې په دریمه ورځ وفات شو.
افضل بنګش چې د کاکاجی نظرياتي ملګری وۀ. د کاکاجی په ياد کښې د ٫٫ صنوبر ،، په نامه اووۀ ورځنۍ مجله په اردو او پښتو ژبو جاري کړه.(۵)
کاکاجی د تصنيفاتو او ترجمو کولو په لړ کښې پښتنو او پښتو ادب ته دا بيش بها ډالۍ هم ورکړي دي.
۱) مقالات صنوبر
۲) سوانح عمري حضرت ابوذرغفاری (رض)
۳) حضرت عمر (رض) سوانح و کارنامی
۴) سفر نامه ابن بطوطه
۵) ګور غريبان
۶) فتنه الکبری
۷) رباعيات عمر خيام
۸) مضمون و انشائيه ( متفرق مضامين او. انشائيے)
۹) پشتو صرف و نحو (مقاله)
۱۰) تاريخ اسلام
۱۱) د شاه ولي اللّٰه دهلوي عمرانياتو معاشيات
۱۲) د پشتو ادبيات تاريخ(مقاله)
۱۳) شعري مجموعه (۶)
کاکاجی خپل ټول ژوند او خپله ټوله پوهه د اولس له پاره وقف کړي وۀ. هغه د اولس د بدنصيبو نه خپل نصيبونه ځار کړي وو. او د هغه بدنصيبو د ورکولو له پاره ئې خپل ځان د وطن نه ورک کړی وۀ (۱۸ کاله جلا وطن وو)، او کۀ بيا خپل کور ته راغی هم نو د خپلې بې کوره اولس په غم کښې کروکور وۀ، خو د دومره اوږد جدوجهد ، کړاؤ، زور ، زياتي، جيلونو او مصيبتونو باجود هم د هغه حوصله ځوانه وه. د خپلې نظريې په صداقت يې ايمان مضبوط وۀ او د خپل عمل د رښتينۍ په حسن مئين وۀ. د انقلابي عمل د تودو سړو نه وتی يو غښتلی انقلابي مبارز او نظريه دان وۀ. هغه يو سياسي مفکر او يو منلی سياستدان وۀ، يو بالغ نظره اديب او مشفق استاذ وۀ، يو ښه نقاد او باخبره ، باصلاحيته صحافي وۀ.(۷)
کاکاجی د حرارت او حرکت په سائنس پوهه وۀ ځکه يې ترې خپل فکر او نظر له رڼا او خپلې جذبې او عمل قوت حاصل کړی وۀ. د دغې رڼا او قوت نوم شعور دی، چې ګليليو يې کمي د بدنصيبۍ سبب ګڼې او ځکه کاکاجی د اجتماعي بدنصيبو د خاتمي له پاره د اجتماعي شعور خودنه خپله ذمه واري ګرځولې وه او په اولس کښې د سماجي شعور پيدا کولو او سماجي بدبختۍ لرې کولو له پاره ئې د سماجي سائنس وسيله او انقلابي نظرئيي وسيله استعمالوله. هغه چې د خپل سماج نه کوم شعور حاصل کړی وۀ، د هغې د عام کولو د پاره هغه نه يواځې په فکري او نظري ډګر سرګرم عمل وۀ بلکې د عمل په مېدان کښې هم سر تېر او او سر تېز وۀ. د هغۀ فکر او نظر د هغۀ د ژوند اساس وۀ او د هغه ژوند د هغۀ د فکر او نظر عکاس وۀ.
د قول او فعل او علم و عمل، وحدت د کاکاجی په شخصيت کښې يو حسن ، زړه راښکون او وقار پېدا کړی وۀ. د هغۀ ژوند د يو مجاهد مرد میدان ژوند وۀ. چې د مسلسل جدوجهد نه عبارت وۀ، هغه خپل فکر او خپل ژوند خپل اولس او خپلې خاورې ته دين کړی وۀ . خپل ضمير ، خپل اولس ، خپلې خاورې ، آزادۍ او انقلاب سره ئې واضح کومټمنټ وۀ. په دي کومټمنټ هغۀ هېڅکله چا سره سودا بازی ونکړه، هېڅکله چاته ټيټ نۀ شۀ او هېڅکله په شا نۀ شۀ، ځکه چې د هغۀ څۀ ذاتي خواهشات يا مفادات نۀ وو. د هغه جنګ د خپل ذات له پاره نۀ وو. د چا د ذات د خلاف نۀ وۀ. د يو فرد خلاف نۀ وۀ. د يو نظام خلاف وۀ. د استعماري او استحصالي قوتونو خلاف وۀ او د خپلې خاؤرې د آزادۍ او د خپل اولس د حق له پاره وۀ. (۸)
حوالي:
۱) رېښتونی انقلابي د کاکاجی صنوبر حسين مومند د شخصيت، نظرئيې، ژوند او جدوجهد يو عکس،پاڼه، ۶۱، تنقيدي کرښې، سليم راز بابا
۲) کاکاجی صنوبر حسين مومند، يوه تحقيقي او تنقيدي مطالعه، پاڼه ۷، ډاکټر سردار جمال
۳) پښتانه ليکوال، اول ټوک، هميش خلیل، صنوبر حسين کاکاجی، پاڼه،۱۰۰، ۱۰۱
۴) ایضاً ، پاڼه ۱۰۲،۱۰۳،۱۰۴
۵) ایضاً ، پاڼه ۱۰۴، ۱۰۵، ۱۰۶
۶) رباعيات عمر خيام، پښتو ترجمه: صنوبر حسین کاکاجی، تدوين او سريزه ، حنيف خليل، پاڼه ۹
۷) رېښتونی انقلابي د کاکاجی صنوبر حسين مومند د شخصيت، نظرئيې، ژوند او جدوجهد يو عکس،پاڼه ۶۲
۸) ایضاً، پاڼه۶۳،۶۴