Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزلونه
[07.Nov.2024 - 12:11]
كــونـړسـيـنـد
څومره مزه چې ساقي ستا په شونډو سرو كې شته دى
دومـره مـزه كلـه د مـيـیو پـه پــيـالـو كـې شته دى
ښكلا پـرسـت ېـم سـاقي تـش دا ستا لېدو ته درځم
د ښـكلا زور دې د مـسكا مسـتو شيـبـو كې شته دى
مـا ته د شونـډو شـربـت راكـه پـيـمانـې نه غواړم
عشـق كې ثـواب د ميـنـې تـندې مـاتوو كې شته دى
مـيـخـانـه وتـړه، راځــه د ګــودر غـــاړې تـه ځو
نـشه د ميیو خو #كـونـړ د #سـيـنـد اوبـو كې شته دى
هـلته حـجـرې د پښتنو پــه ټـنـګ ټـكور تودې دي
دقـام د مـيـنې جوش د سـتوري ترانو كې شته دى
*************************
ګناه د ازل نه ده، هسې تور دی، پرې لګېږي
خبره د حـالاتــو ده، پــدې که څوک پوهېږي
انسان خو له ازله، بدبخت نه دی پیدا شوی
بدبخته یې حالات کړي، بد قسمته شي، کړېږې
چې زړه دې وکه زړه، نو بدلولی شې حالات
حالات چې شي بدل، قسمت پخپله بېا بدلېږي
هدف که دې قسمت خپل بدلول وي، مټې نغاړه
برکت دی حرکت کښې، دا متل دلته چلېږي
ډېـوه د ذهن بـله کړه، هـدف په لـورې درومه
هدف چې ژوند کې نه وي،ژوندون مړاوی شي وچېږي
امید د هـدف ساه ده، په امید باندې ژوندی دی
امـیـد د"ستوري" شته دي،چې پښتون به ازادېږي
(کبیر ستوری)
#PSDP
*******************
تـخنېکي وده پر مخ ځي، نه تــمېږي
دا نــړۍ په ېـو رنګین کــلي بـدلېږي
کـمپـیـوټـر بـه وسیــله شي، دهـر کار
کـــار به بې له کمپیوټره، هېڅ نه کېږي
بې ریباره به شي میـــنه په دونیا کې
د مــیـېـنـو بـه، سېـده خـبـرې کېږي
انټرنټ بـه وي، دېــره د مــالــومـاتـو
دې دېره کې به، هر څه نه خلک خبرېږي
انـټرنټ بـه، هـم ازاده لــوې بــازار وي
د بــازار راج به په هرځای کې چلـېږي
د قـــــلم د ازادۍ امـکان یې مـل دی
د جــــانان کوڅې ته لاره هم لنـډېږي
قامي پولې او سیاسي پولې به یــو شي
ېو لـه بله بـه، بیا هــډو نـه بـېـلـېـږي
ستـوری، دا اوس نـړۍ والـه تـرانـه ده
چـې د ځـمـکـې تـنـابـونـه، را لنـډېـږي
(کبیر ستوری)
دلیکلو نېټه: 2006 م کال