Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتونخوا
[07.Nov.2024 - 12:14]د احمدشاه بابا پښتونخوا
ستـا د عشق له ویـنـو ډک شـو ځیګـرونـه
سـتـا پـه لاره کـې زلـمـي بـیـلـي سـرونـه
تـا تــه راشـــم زړګــی زمـا فـــــارغ شـي
بـې لــه تـــا مې انـدېـښنې د زړه مـارونـه
د ډيلـي تــخـت هیرومـه چـې رایـاد کـړم
زمـا د ښکلې #پښتونخوا د غرو سرونـه
که هر څـو مې د دنیا ملکـونه ډیـر شـي
زما بـه هېر نه شي دا ستا ښکلـي باغونــه
د رقیب د ژونـد متاع به تار په تار کړي
چې په تورو #پـښـتـــانـــه کـا ګـوذارونـه
د فرید (۱ ) او د اشرف (۲) درو به بیا شي
چـې زه وکـاندم پــه هـر لـوري تخـتـونـه
که تـمــامه دنیا یـو خوا تـه بـل خوا ئې
زما خوښ دی سـتا خـالي تـش ډګـرونـه
احمدشـاه بـه دغه ستـا قدر هـېر نه کا
که ونیسي د تمام جـــهـان مـــلــکـونـه