پښتو په ېوه لیکبڼه
[23.Sep.2023 - 14:15]پښتو په یوه لیکبڼه
د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه
د ۲۰۱۱ کال د ډيسمبر په ۳۱ مه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په نوښت د خان عبدالصمدخان اڅکزي د څلویښتم تلین په اړه ، کابل کې دوه ورځني سیمینار پرانیستل شو. د دې سیمینار پای کې د شهید د خدمتونو په ویاړ پنځه فقره ییز پریکړه لیک خپور شو او تر څنګ يي د سیمینار ګډونوالو په نږدې راتلونکې کې « پښتو په یوه لیکبڼه » د یوه کنفرانس غوښتنه وکړه.
د کنفرانس له پرانیستلو مخکې اړینه ده چې « پښتو په یوه لیکبڼه » په تړاو ، د پښتنو د بېلا بېلو لیکوالو او ژبپوهانو نظرونه او وړاندیزونه د کنفرانس د پرانیستې جرګګۍ لخوا راټول شي او د کنفرانس په پریکړو کې له هغو څخه ګټه واخیستل شي.
په دې اړه غواړم د کنفرانس له جوړېدو مخکې خپل ځینې نظرونه او وړاندیزونه د ټولو د خبرتیا په موخه، د رسنیو له لارې وړاندې کړم .هغه لیکوالان او یا ژبپوهان چې غواړي په دې نظرونو او وړاندیزونو خپله اندتوګه څرګنده او نیوکه وکړي په ورین تندې له منلو سره سره ، د ځان په اړه لویه مرسته بولم . بلخوا په دې اړه که درانه لیکوال او ژبپوهان هرڅونه څېړنې او شننې وکړي او موضوع له هره اړخه ښه وشاربي، هومره د پښتوژبې په ګټه ده.
پښتو کې تر اوسه د بېلا بېلو لیکبڼو نومونه اخیستل کیږي، د بېلګې پتوګه د لاندېنیو لیکبڼو نومونه ما له بریښنايي کتابتون څخه رااخیستي: سوات لیکبڼه ، غزني لیکبڼه ، کابل لیکبڼه ، کاپيسا لیکبڼه ، خوست لیکبڼه ، کونړ لیکبڼه ، کندوز لیکبڼه ، لوګر لیکبڼه ، ننګرهار لیکبڼه ، پروان لیکبڼه او وردګ لیکبڼه
دا چې دا لیکبڼې به څونه ریښتیا هم شتون ولري دلته پرې نه غږیږو، خو دا ډول انګیرنې رسوي چې د پښتو ژبي خواخوږي غواړي پښتو په بېلا بېلو لیکبڼو ته د پای ټکی کېښودل شی او دوی دا ستونزه جدي ګڼلې او بلاخره دا چې « پښتو په یوه لیکبڼه» ولیکل شي او دود شي، د ورځې په خبره بدلیږي .
د دې لپاره چې«پښتو په یوه لیکبڼه» ولیکل او دود شی، د پښتو ابېڅې په اړه دوه وړاندیزونه یو د لنډمهال او بل د اوږدمهال لپاره اړین بولم.
لومړی به دلته د پښتو دودیزه ابېڅې (الفبا) راواخلو او په دې اړه به یو څو خبرې وکړو، وروسته به خپل دواړه وړاندیزونه دوستانه سره شریک کړم.
د پښتو دودیزه ابېڅې:
د پښتو ژبې ابېڅې(۳۶) توري لري . په دې تورو کې(۲۷) بېواک Consonant دي چې په لاندې ډول دي:
پښتو دودیزه ابېڅې لاتین یا فونیمیکه ابېڅې مثالونه
۱ــ ب b بڼ ، باران
۲ــ پ p پوهنتون ، پامیر
۳ــ ت t تور ، تالو
۴ــ ټ ṭ ټول ، ټال
۵ــ ج j جوړ ، ناجوړ
۶ــ ځ ǰ ورځ ، ځانګړی
۷ــ چ č چمن ، چمبیلی
۸ــ څ c څادر ، څرګند
۹ــ خ x خوراک ، خاوره
۱۰ــ د d دیوال ، دود
۱۱ــ ډ ḍ ډنډ ، ډوډۍ
۱۲ــ ر r رمه ، روغتون
۱۳ــ ړ ṛ ړنګ ، جوړ
۱۴ ــ ز z زر ، زړه
۱۵ ــ ژ ž ژوند ، ژوبل
۱۶ ــ ږ ẓ̌ ږلۍ ، ږمنځ
۱۷ ــ س s سل ، سرلوړی
۱۸ ــ ش š شپه ، شپیلۍ
۱۹ــ ښ ṣ̌ ښېګڼه ، ښار
۲۰ــ غ γ غالۍ ، غاټول
۲۱ ــ ک k کور ، کرهڼه
۲۲ ــ ګ g ګیله ، ګېډۍ
۲۳ ــ ل l لار، لټون
۲۴ ــ م m میړانه ، بام
۲۵ ــ ن n نن ، نړۍ
۲۶ ــ ڼ ṇ پاڼه ، کوڼ
۲۷ ــ و w ولور ، وار
۲۸ ــ هه h هلک ، مهال
۲۹ ــ ی y یرغل ، یون
په پورته( ۲۹) بېواک تورو کې اته د پښتو ځانګړي توري دي لکه (څ ، ړ ، ډ ، ټ ، ځ ، ڼ ، ږ ، ښ) هغه په لاندې دوه وییوکو کې لکه (څړډټ ، ځڼږښ) کې څرګندولای شو . څلور توري لکه ( پ ، چ ، ژ ، ګ ) د پښتو او درې ژبو شریک توري دي.
بلخوا په نوموړو ( ۲۹) بېواک تورو کې دوه توري ( ږ او ښ) د کوم ځانګړی غږیځ ارزښت پر بنسټ نه دي رامنځته شوي، بلکې یوازې د کندهار او ننګرهار د دوه جلا ویینګونو ( dialect ) د ښودلو او د لیکلې ژبې د یووالي په موخه لیکل کیږي . یانې هغه وییونو ( کلمو)کې چې د ( ږ او ښ)توري لیکل کیږي(ږ ) به ننګرهریان ګ اوکندهاریان به يي (ژ) تلفظ کوي او ( ښ ) به ننګرهاریان ( خ ) او کندهاریان به يي ( ش ) تلفظ کوي خو لیکبڼه به يي یوه وي، د بېلګې پتوګه:
زموږ به ننګرهاریان زموږ لیکي، خو ویینګ يي به يي زموګ په شان کوي او زموږ به کندهاریان هم زموږ لیکي خو ویینګ به يي زموژ کوي . همدرانګه اوښ به ننګرهاریان اوښ لیکي ، ویینګ به يي اوخ کوي او کندهاریان به يي هم اوښ لیکي او ویینګ به يي د اوش په شان کوي.
لیکلې بڼه ننګرهاری ویینګ کندهاری ویینګ
زموږ زموګ زموژ
اوښ اوخ اوش
همدارنګه پښتو(۷)خپلواک Vowel توري لري چې په دې ډول دي :
پښتو دودیزه ابېڅې لاتین یا فونیمیکه ابېڅې مثالونه
۲۸ ــ ا aa انار ، انګور
۲۹ ــ زور a شل ( فلج ) غر ، سر
۳۰ ــ زورکی ə شل ( ۲۰ ) ، ژر
۳۱ ــ و ( اوږد واو ) o کور ، سوړ
۳۲ ــ و ( لنډ واو ) u لور ، سور
۳۳ ــ ې ( اوږده ې ) e مستې ، شېدې
۳۴ ــ ي ( لنډه ي ) i موچي ، کالي
همدارنګه پښتو ژبه کې په هغو وییوکو کې چې عربي ریښه لري ( ۱۰) عربي تورې هم کاریږي خو دغو تورو ته پښتو خپل غږیز جوړښت کې ځای نه لري . دغه لس توري په دې ډول دي:
نوموړي لس توري مثالونه
۱ ــ ث میراث
۲ ــ ح حلوا
۳ ــ ذ نفوذ
۴ ــ ص فصل
۵ ــ ض مرض
۶ ــ ط طاهر
۷ ــ ظ محفوظ
۸ ــ ع عربي
۹ ــ ف فاروق
۱۰ ــ ق قهار
پښتو ژبه چې ابېڅې(الفبا) يي لکه د فارسي او سیمې د نورو ژبو په پل او پیېښو او بلخوا پښتنو کې د پښتو ژبې د خواخوږو ژبپوهانو او لوستګړو د کمښت او یا د بېغوره ملایانو په لامل له عربې ژبې څخه پورکړې، په دې ابېڅې کې نه ځاییږي.
پښتو د، ار او ریښې له مخې د هندو ــ اروپايي ژبو کورنۍ کې راځي او له سامي ژبو څخه چې عربي د هغو له ډلې څخه شمېرل کیږي، بیخچن او ژور توپير لري.
د پښتو ژبې ځایګړه د هندو اروپايي ژبومنځ کې په لاندې لښتیلیک (جدول) کې کتلای شۍ:
بلخوا پښتو ځانته جلا غږیز ( phonetic) جوړښت لري او همدا ځانګړی غږیز جوړښت لکه د نورو ژبو په شان، موږ د تورو (Graphem ) په بڼه کښلای او انځورولای شو. د تورو لړلیک څخه د ژبې ابېڅې رامنځته کیږی، چې پورته ورته اشاره وشوه.
د پښتو ابېڅې په اړه لنډمهاله وړاندیزونه
له لنډمهاله وړاندیزونو څخه موخه دا ده د پښتو په موجوده ابېڅې کې چې له عربي ژبې مو رااخیستې، هڅه وشي چې تر کېدونکي بریده « پښتو په یوه لیکبڼه» ولیکل شي . دلته هم ټاکلې ستونزې شته، نظر دا دی چې دا ستونزې لومړی ترهغه بریده چې شونې ده، راټولې او یو په یو هغو لپاره حللار ولټول شي، دلته له دغو ستونزو څخه یو څو د بېلګې پتوګه رااخلم:
د یا ګانو ستونزه:
ترهغو چې پښتو ژبه په عربي ابېڅې لیکل کیږي د یا ګانو ستونزه به ورسره د غاړې غور وي. په عربې ابېڅې د پښتو ژبې د لیکنې په مهال د ناچارې ورځې له مخې، پښتو کې باید د یاګانو لاندې ډولونه ومنو:
۱ ــ لنډه (ي،i)چې مخکې توری يي لنډ زېر لري لکه:
کالي، سړي، دوبي، موچي، غوړي او نور ( نومونه )
ځي، راځي، خوري، اغوندي، څښي اونور ( کړونه یا فعلونه )
۲ ــ اوږده ( ې e ) چې مخکې توری يي اوږد زېر لرې لکه:
ادې، مستې، شېدې او نور ( ښځینه نومونه)
پاڼې، څانګې، ونې او نور ( ښځینه ، ډېرګړي نومونه)
ځې، خورې، راځې او نور(د مخامخګړي یا مخاطب فعلونه)
۳ ــ (ی ، ۍ ، y)دا ډول یا چې که پښتو په لاتین ابېڅې ولیکو یوه بڼه لري او هغه بڼه يي (y) ده، خو اوس چې موږ پښتو په عربي ابېڅې لیکو، اړ یوو چې هغه په دوه بڼو ولیکو.
الېپ ــ نرمه (ی): چې هیڅ ټکي نه لری . له دې یا څخه مخکې توری الیپ یا واو وي او یا مخکې توری زور لري، لکه :
په چای، ځای، خدای او پای کې مخکې توری الیپ دی،
په خوی، بوی، زوی، لوی کې مخکې توری واو دی،
او سړی، منګی، لرګی ، لوښی، کالی چې ( یوګړی) وي مخکې توری زور لري.
که پورته بېلګې په لاتین ابېڅې ولیکو لاندې بڼه به ولري aay, oy, ay ) ) . په نوموړو وییونو کې م ( a ) د زور ( o ) د اوږد واو او ( aa ) د الېپ لپاره کارولی دی.
ب ــ زورکيواله ( ۍ ،əy : )چې مخکې توری يي زورکی لري لکه :
ډوډۍ، کړکۍ، ابۍ او نور( نومونه
راځۍ، خورۍ، جوړوۍ او نور( فعلونه
یادوونه:
ــ که یا د وییونو په پيل کې راشي یوازې یوه بڼه لري، لکه : یو ، یوازې ، یون ، یوویشت ، یرغل او نور.
ــ که یا د یو ویي په منځ کې راشي موږ ورته یوازې دوه بڼې لرو:
الېپ : اوږده ( ې ) لکه : تېر، ډېر، هېر، تېل، بېل، شېدې، کېدل او نور
ب : لنډه ( ي ) لکه : څلویښت، ویر، ځير، لیکل او نور
همدارنګه که زورکيواله (ۍ) او یا نرمه (ی) د یو ویي په منځ کې راشي موږ یوازې لنډه ( ي) لیکلی شو لکه : نړیوال، سیال، ویل، ځایونه، خویونه او نور
پورته ستونزه په عربي ابېڅې کې نه شو حل کولی او په لاتین ابېڅې کې يي حل اسان دی.
وړاندیز:
کومه(یا)چې په شړۍ(شال)او هغه چې بیا په شړۍ ( لکه مچان شړۍ ، امر کړ)کې کاریږی، د ویینګ له مخي یوه او زورکيواله ( ۍ ، əy )ده. نو پکار ده چې په یوه بڼه ولیکل شي
که دا هڅه د(کړ ) او ( نوم) د بېلوالي لپاره وي نو بیا اړ یو چې ادې ( نوم) او راځې ) کړ)، تر منځ هم د بېلتون لپاره باید د ( یا) بڼوته بدلون ورکړو چې په ځای کار نه دی.
یا په کالي، سړي، دوبي، موچي، غوړي ( چې نومونه دي ) او په ځي ، راځي، خوري، اغوندي اونورو کې ( چې فعلونه دي ) یوازې لنډه(ي) کاریږي ، دلته هم موږ نه شو کولای د نوم لپاره جلا او د ( کړ ) لپاره هم جلا ( یا ) ولیکو.
نو وړاندیز دادی چې په داسې حال کې د دواړو(نومونو او فعلونو ) لپاره باید د ( یا) یوه بڼه وکاروو او هغه زورکيواله ( ۍ) ده چې مخکی توری يي زورکی لري . یانې داسې ولیکو:
شړۍ ، کړکۍ ، ډوډۍ، غالۍ ، ابۍ ، څوکۍ ، ګلالۍ ( چې ټول نومونه دي)
خورۍ ، راوړۍ ، وشړۍ، ځۍ ، کوۍ ، راځۍ ( چې ټول کړونه یا فعلونه دي )
او له دغه ( ئ ) سره چې اضافي ده ، مخه ښه وکړو.
په ټوله کې د بېواکو ( Consonant ) اوخپلواکو ( Vowel ) او په دې ډله کې د ( یاګانو ) په ګډون د تورو لیکبڼه (Graphem ) باید پر غږیز ( phonetic ( بنسټ وشي ، نه په نورو تاویلی ماویلی بنسټونو .
په دې توګه لکۍ داره (یا) ، فعلي ( یا ) ، اسمي ( یا ) ، څرګنده (یا ) ، مجهوله ( یا ) او د ( یا ) په اړه داسې نورې نومونې باید رخصت کړو.
دالیپ او مد ستونزه:
مد او ( آ) که په عربي ژبه کې لیکل کیږي د هغې ژبې په غږیز جوړښت کې شتون لري، عربي پوه شه او چار يي . خو په پښتو وییونو لکه ( اس ، ار یا نورو کې که ( مد ) لیکو له پښتو ژبې څخه په زوره عربي جوړو چې له ثوابه ګنا ډېره لري . پښتو کې ځیني داسې ستونزې نورې هم شته . د پښتو ځینې نومونه په لویلاس عربي شوي لکه څاپی چې د پښتنو د يوه ستر ټبر نوم دي په صافي ليکل شوی يا اپريدی چې د پښتنو د يوه بل ټبر نوم دی په افريدي لیکل شوی . دا ډول تېروتنې او ښويدنې ډېر وخت د ملايانو لخوا شوي دي ، البته دلته په دې خبرو نه غږیږو.
د الېپ په اړه به د اوږدمهاله وړاندیزونو په برخه کې یو څه په تفصیل خبرې وشي .
د ځ او ز ستونزه:
زیات لیکونکي او لیکوالان هغه وییونه چې د یځ په روستاړي جوړیږي، څو بڼې ( یز ، ایز ، ز ، یځ ، ځ )کاروي چې زه خپله هم دا کار له ناچارې ورځې همدغه شان کوم . د بېلګې پتوګه:
ختیځ ، لوېدیځ ، دریځ او نور په ( ځ ) لیکو خو وړاندیز ، بنسټيز ، بندیز او داسې نور بیا په ( ز)لیکو، داچې ولې داسې لیکو ایا داسې رنګارنګ لیکبڼې ته موږ کوم دلیل او څرګندونه لرو، څوک پرې خبر نه دي !
لاندې يي یو څو بېلګې نورې هم رااخلم :
لومړۍ بېلګه : چې د تړښتې وییوکي(ترکیبي کلمه) مختړګه له کړنومیو(مصدرونو)څخه وي ، لکه :
له ختل څخه ختیځ له لوېدل څخه لوېدیځ
له درېدل څخه دریځ له بندول څخه بندیځ او نور
دوهمه بېلګه : چې د تړښتې وییوکې مختړګه له نوم څخه وي لکه :
له غر څخه غریځ له سر څخه سریځ
له کار څخه کاریځ له خنډ څخه خنډيځ او نور
دریمه بېلګه : چې د تړښتې وییوکې مختړګه له ستاینوم ( صفت ) څخه وي لکه :
له ځنډ څخه ځنډيځ له لنډ څخه لنډيځ
له خوندي څخه خوندیځ ( ارشیف) له دروند څخه درنیځ او نور
څلورمه بېلګه : چې د تړښتې وییوکې مختړګه کړول( قید )وي لکه :
له څنګ څخه څنګیځ له اړخ څخه اړخیځ
له وړاندې څخه وړاندیځ له پرون څخه پرونیځ او نور
او ډېرې داسې نورې بېلګې لکه : ډاګیځ ، پیلیځ ، څلوریزه ( رباعي ) ، خوښیزه، دودیزه ، ستونځ، شنیځ ( شننه) ، ښادیزه ، غمیزه ، کلیز ، کلیزه (، لنډيځ ، لیدیځ ( نظر) ، ودیزه ، ویاړیزه، اړخیز، اړیز، بندیز، بېلیز، پرګنیز، پیلیز، تړیځ ، ځنډیځ ، خنډی ، څنډيز، څنګیز، درنیځ ، دریځ ، ریښه یز ، ښوونیز ، کریز ، ګڼيځ ، لمریځ ، لمنيځ ، مونډیز، وړاندیز، ولسیز، یرغلیز، پاکیزه ، ټولیزه ، درنیزه ، رښیزه ، سریزه ، غریزه ، لنډیزه ، واریزه ، وښیزه ، ولسیزه، یادیزه او نور
د داسې بېلګو له یادونې څخه موخه دا ده چې دې ټولو ته باید یوه لیکبڼه وکاروو .کله چې د لیکبڼې دا ډول ګڼه ګوڼه ، نوي لیکونکي او یا بهرنیان ګوري ، تبه يي نیسي او اریان پاتیږي چې دا ستونزه به څنګه حل شي.
دلته هم زما وړاندیز دا دی چې دې ټولو ته د(ځ ، یځ ، ځه ، یځه ) بڼه وکاروو او په همدې خبره يي لنډه او راغوڅه کړو.
البته دا لړۍ خورا اوږده ده، دلته مې یوازې څو بېلګې د یادونې لپاره راواخیستې .
د ( ځ ) په اړه لیکونکي نورې ستونزې هم لري چې دلته له دې برخې هم دوه ـ درې بېلګې رااخلم :
هغه کړنومي( مصدرونه ) چې په (وتل ) بشپړیږي لکه ( ننوتل ، پرېوتل ، کېوتل ، لاندې وتل ، جاروتل ، وتل ، الوتل ، پورېوتل ، هېروتل ، تېروتل ، ختاوتل ، راوتل ، ښکېلوتل ، وروتل او نور)
له دې کړنومونو څخه د وسمهال کړ ، امرکړ او د وسترمهال کړ په جوړښت کې لږ بدلون پېښيږي او ( ت ) توری يي په ( ځ ) اوړي لکه
هلک پورېوځي( اوسمهالکړ)
همداسې د نورو کړنومونو اوړون هم درواخله. په داسې حالاتو کې(ځ ) لیکل پکار دي.
د تلل او راتلل کړنوم هم تر دې قاعدې لاندې راځي .
البته ختل او کتل ، کړنومونه له دې قاعدې څخه بېل دي
همدارنګه د ( ځ ) توري د لیکلو لپاره ځيني نور ځایونه هم شته چې هلته باید یوازې (ځ ) توری وکارول شي ، د بېلګې پتوګه :
ځان، ځنګل، ځناور ، ځمکه چیري چې پاړسووالا يی په (جان، جنګل ، جناور، جار، زمین ) لیکي په ( ځ ) لیکل پکار دي . که ځما او ځموږ هم پرې ولیکل شي بده خبره به نه وي او داسې نور.
بلخوا د پښتو ژبې نویو زده کوونکو او بهرنیانو ته ګرانه ده ، پوه شي چې کومو وییونو کې ( س ) ولیکي او کومو نورو کې بیا( څ) ولیکي . دلته هم که کوم عمومي اصول روښانه شي ګټوره به وي. د وړاندیز پتوګه، هغه وییونه چې د پښتو خپل دي په ( څ ) ولیکل شي او هغه وییونه چې شریک دي په ( س) ولیکل شي د حل یوه لار ګڼل کېدای شي .
البته نورې ستونزې هم شته لکه د تړښتو وییونو ( ترکیبي لغتونو ) د ترکیب لیکبڼه ، د بېلګې پتوګه :
کابلښار ولیکو،
که کابل ښار
د حل لار ولیکو،
که حللار
دلته موخه دا ده چې تړښتې وییونه، چیرته جلا ولیکو او په کومو حالتونو کې يي ګډ ولیکو. په دې اړه باید څو عمومي ارونه او قواعد روښانه شي او د ټولو د خبرتیا لپاره د دوی په واک کې ورکړل شي . نورې بېلګې هم شته چې مخکې ورته اشاره وشوه. نظر دا دی چې دا ستونزې باید راټولې شي او د پښتو سمون د واکمنې ټولنې لخوا (پښتو په یوه لیکبڼه ) په موخه ورته حللار پیداشي.
د پښتو ابېڅې په اړه اوږدمهاله وړاندیزونه:
دلته غواړم د تېر پشان د پښتو ژبې څو نورې مهمې ستونزې رایادې کړم چې هغه په عربي ابېڅې نه حل کیږي خو که موږ لاتین ابېڅې وکاروو دا ستونزې په اسانه حل کېدلی شي او په پایله کې د پښتو ژبې په غوړیدا تمامیږي .
۱ ــ د الېپ ( aa ) ستونزه :
الېپ لپاره په لاتین ابېڅې کې موږ ( aa ) کارولی شو. ځينې قاموسونو او یا نورو پښتو کتابونو کې په لاتین ابېڅې د الېپ د ښودلو لپاره ( ā ) کارول شوی، خو ښه به دا وي چې ( aa ) ولیکو. د دې وړاندیز ښېګڼه دا ده چې ( aa ) د لاتین ابېڅې پر لیک دړه تیار موجود دی او د هغه د لیک په مهال ډېر لټون ته اړتیا نه پېښيږي.
موږ په پښتو ژبه کې الېپ، چې د عربي ابېڅې په لیکبڼه یانې ( ا ) سره يي لیکو د ( ۷ ) بېلا بېلو تورو په ځای يي کاروو. په یوه بڼه د ( ا ) لپاره ( ۷ ) دندې ترسره کول ستونزمن دي او دا ستونزه پښتو ژبې د عربي ابېڅې په رااخیستنه پر ځان بار کړېده. یانې موږ د الېپ دا یوه بڼه (ا) هم د الېپ، زور، اوږدې ( یا، ې)، لنډې ( یا،ي ) لنډ ( واوا) او اوږد واو او زورکي لپاره یوشان لیکو خو که دا په لاتین ابېڅې ولیکو، بیا موږ الېپ ته ( aa )، زور لپاره ( a ) ،( اوږدې،ې) لپاره (e )،( لنډې، ي) لپاره (i ) ،لنډ واو لپاره ( u ) ، اوږد واو لپاره ( o ) او زورکي لپاره (ə ) کارولی شو. همدارنګه کله کله د زېر لپارهم الېپ کاروو. اته واړه بېلګې به لاندې راواخلو:
لومړۍ بېلګه : د ( a ) لپاره چې زور دی هم الېپ ( ا ) لیکو، لکه لاندې :
ــ ای ( ay )، لکه ای هلکه !
ــ ادې ( ade )
ــ انګور ( angur ) او نور
دوهمه بېلګه : د ( aa ) لپاره چې الېپ دی هم الېپ ( ا)لیکو، لکه په لاندې بېلګو کې :
ــ تاند ( Taand )
ــ ډار ( ḍaar )
ــ کار ( kaar )
ــ وار ( waar )
دریمه بېلګه : د اوږدې ( ې، e ) لپاره هم چې کله د وییونو په سر کې راځي الېپ لیکو، لکه :
ــ اېلول ( əl elaw )
ــ اېښودل (əl eṣ̌od )
ــ اجړا( ṛa eg )
څلورمه بېلګه : د لنډې ( ي، i ) لپاره چې کله د وییونو په سرکې راځي الېپ لیکو، لکه :
ــ ایره ( ira )
ــ انځر (ər ǰ in )
پنځمه بېلګه : د اوږد واو ( o ) لپاره هم الېپ لیکو ، لکه :
ــ اوبلن ( oblan )
ــ اوښکه ( ṣ̌ka o )
ــ اوچولی ( očulay ) یا تندی
شپږمه بېلګه : د لنډ واو ( u ) لپاره هم الېپ لیکو ، لکه :
ــ اوم ( um ) یا خام
ــ اوږه ( uẓ̌a ) یا سیر
اوومه بېلګه : د زورکي (ə ) لپاره هم الېپ لیکو، لکه :
ــ ابته (əbta ) هډر، بې مانا، عبث
ــ انکو (ənko ) نیا ، د مور مور
ــ اڼول ( əṇawəl ) ، ټولول لکه انځران یا باټينګر
اتمه بېلګه : د زیر لپاره هم الېپ لیکو، لکه :
ــ انځر (r ə in ǰ )
ــ اجړا (a ṛ ej )
البته هیڅ ګرامرپوه یا لیکوال دا ستونزه په پورته څرنګوالي تر اوسه نه ده څېړلې او دا یوه غټه ستونزه ګڼلی شو چې له نورو زیاته يي د پښتو لیکبڼې څخه انجړه مشوړه جوړه کړېده.
۲ ــ د زور ( a) او زورکي (ə ) ستونزه :
عربې ابېڅې کې د زور لپاره توری نه لرو خو په لاتین کې دا توری شته چې هغه ( a ) دی. همدارنګه د زورکي لپاره هم توری نه لرو، خو په لاتین ابېڅې کې دا توری (ə ) شتون لري .
اوس که موږ شل ( د فلج په مانا ) چې زور لري او شل ( ۲۰ ) چې شمېرنوم دی او زورکی لري په عربي ابېڅې لیکو، لیکبڼه يي یوه راځي او لوستونکی نه پوهیږي چې په لیک کې يي څنګه توپیر وکړي. خو که همدا په لاتین ابېڅې ولیکو، لکه ( šal ) شل د فلج په مانا او (š əl ) شل د ۲۰ په مانا، لوستونکی پوهیږي چې څه لولي.
همدارنګه د زړه (پخوانۍ ، پير ) او زړه ( قلب ) یا د ( منګل ( د پښتنو د یوه ټبر نوم دی ) او منګل ( د لاس موټی ، خپړه په لیکلو کې ستونزه په لاتین ابېڅې سره په اسانه لری کېدای شي او داسې تر اخره .
۳ ــ د لنډ واو ( u)،اوږد واو ( o ) او ( w ) ستونزه :
موږ د لنډ واو ( u ) ، اوږد واو ( o ) او په هغو وییونو کې چې که په لاتین ابېڅې يي ولیکو ( w ) وکاروو په عربې ابېڅې کې یوازې یوه بڼه لرو او هغه (و ) دی. ( و ) په دې یوه بڼه د پښتو ژبې ستونزه نه حل کیږي، لاندې به څو بېلګې راواخلو :
ــ لور ( Lur ) د دختر په مانا
ــ لور ( Lor ) هغه اله چې وګړي پرې واښه او نور شیان ریبی یا داس
ــ وردګ (wardag) د افغانستان د یوه ولایت نوم دی.
په پورته دریواړه بېلا بېلو وییونو کې په عربي ابېڅې یوازې یو توری ( و ) لرو چې په لیکنه کې ستونزه رامنځته کوي، په داسې حال کې چې په لاتین ابېڅې کې درې تورې لرو او نوموړې ستونزه حل کیږي .
۴ ــ د یا ګانو ( y ,e , i) ستونزه:
د ( یا ) ګانو په اړه هم چې مخکې پرې په لنډ مهاله وړاندیزونو کې په تفصیل خبرې شوې، عربي ابېڅې د پښتو ستونزه نه شي حل کولای. په لاتین ابېڅې کې د ( یا ) ګانو په تړاو موږ درې توري کاروو او د دې تورو په کارونه د ( یاګانو ) ستونزه ډېره په اسانه حل کېدای شي .
ــ ( i ) د لنډې یا ( ي ) لپاره کارولای شو لکه په موچي، دوبي، سړي، کالي، خوري، څښي، ځي او نورو کې.
ــ ( e ) د اوږدې یا(ې ) لپاره لکه په ادې، مستې، شېدې، خورې، ځې، کوې او نورو کې.
ــ ( y ) په نورو ټولو حالاتو کې چې هلته ( یا ) ته اړتیا وي کاریدای شي لکه :
الېپ ــ منګی، سړی، کالی، لوی، خوی، بوی، چای، ځای او نور
ب ــ ډوډۍ، کړکۍ، المارۍ، خورۍ، کوۍ، ځۍ او نور
ج ــ یرغل، یون، یو او نور
د ــ نړیوال، سیال، خویونه او نور
د پوهنیزو څانګو پراختیاوو او د اوسني تخنیک بېسارو پرمختیاوو، ټولنې او ولسونه د هراړخیز اوښتون او بدلون سره مخ کړي دي. په نویو حالاتو کې هغه ولسونه پاتېدلای او وړ ژوند کولای شي چې ځان له نویو حالاتو سره همغاړې کړي. همدارنګه هغه ژبې چې د وخت غوښتنې، خپلو لمنو کې ځایولای شي او د خپلو ویونګړو پراخېدونکي اړتیاوې پوره کولای شي د وخت له بهیر سره همغږې پاتېږي او ژر نه مري.
پښتو ژبې چې خپله غیږه کې يي د پوهنې او تخنیک د زاړه پير پانګه هم نه ده راټوله کړې او ډېرې پاتېګړې او نیمګړې لري ، نن مهال د پوهنې او تخنیک د اوسني پير د چټک بهیر له غوښتنو سره هم مخ ده.
بل پلو پښتو ژبه له لویديځ لوري فارسي او له ختیځ اړخه اردو ژبې له سترو ننګونو سره مخ کړېده. همدارنګه د عربې ژبې اوږد زیانمن اغیزهم باید له پامه ونه غورځول شي. پر سیمه او نړۍ د انګریزي ژبې جالګه هم که یوخوا سیمه یزو او محلي ژبو ته د ودې پوهنیزه تومنه برابروي، خو بلخوا که د سیمې دا ژبې ځان کې د بدلون وړتوب ونه ښۍ، له دې پوهنیزې تومنې ګټه پورته نکړي او د خپلو ویونکو د ټولنیزو او پوهنیزو غوښتنو د ځواب جوګه نشي، انګریزي ژبه د دوی د پراختیا او ودې کړۍ هم راتنګولای شي.
تر هر چا مخکې د روڼ اندو او پوهانو دنده ده چې خپل ولس په پوهې او تخنیک کې له نورو په تېره بیا ګاونډیو ولسونو سره په ګټوره سیالۍ کې په یوه لیکه ودروي. په پوهې او تخنیک کې داسې سیالي د افغان ولس د خپلې ملي ژبې پرته شونې نه ده. ولس باید له نویو حالاتو څخه پخپله ژبه خبر او حالات ورته پخپله ژبه وژباړل شي.
نن سبا اړ یوو چې خپله ملي ژبه پښتو کې په سل ګونو زره نوي وییونه ( لغتونه ) پیداکړو چې په ساینس، تخنیک، فرهنګ، فلسفه، مذهب، طب، ټولنیزو چارو او نورو برخو کې رامنځته شوې پرمختیاوې پرې په پښتو ونوموو او پښتانه پرې پخپله مورنۍ ژبه خبر کړو.
د پښتو په موجوده ابېڅې کې چې له عربې ژبې راپورشوې، پښتو ژبه نه ځایېږي او یادې شوې اړتیاوې نه شي پوره کېدای. دا ابېڅې لکه زولنې له پښتو څخه راچاپېراو د هغې د پراختیا او غوړېدا مخه يي ډب کړېده. له هغه ځایه چې پښتو د هندو اروپايي ژبو په کورنۍ پورې تړلې او غږیز جوړښت يي له سامي ژبو څخه بېل او جلا دی چې په یاد شویو جدولونو کې ورته اشاره شوې، پښتانه دې ته رابولي چې د خپلې ژبې د پرمختګ او غوړیدا له مخې دغه ستر خنډ چې هغه ناوړه او نامناسبه ابېڅې ده، ایسته کړي.
د خپل غږیز جوړښت پر بنست داسې ستونزې د سیمې نورې هندو اروپايي ژبې هم لري، خو پښتو چې نن سبا د ۶۰ میلیونو وګړو ژبه ده د خپل چټک پرمختګ او په ستونزو د برې لپاره د نورو لارو په څنګ کې لاتیني یا فونیمیک ابېڅې ته سخته اړتیا لري. که پښتو سیمه کې له نورو سیالو ژبو مخکې په دې ګاڼه سمباله شي دا به سیمه کې د علامه اقبال په وینا چې افغانان د اسیا د لويي وچې تپنده زړه جوړوي د افغانانو ژبه به هم په نوې ابېڅې سره د سیمې د نورو ژبو د ویښتون او ریسانس لپاره د جټکې او محرکې قوې پتوګه تمامه شي. د ژبو رسانس او نویتوب به د ولسونو د لاپوهاوی، نږدې اړیکو او ویښتوب پیلامه شي.
البته، دلته زما موخه دا نه ده چې داسې کار دې همدا نن پيل شي ځکه د پيل لپاره يي ښایي خواخوږی پښتانه وروڼه ډېرې ستونزې مخې ته کیږدې خو په اوږدمهال کې پکار ده چې موږ په همدغه لار ولاړ شو.
هغه هیوادونو لکه ترکيه چې د خپل فقید مشر مصطفی کمال ( اتاتورک ) په لارښوونه يي د خپلې ژبې ابېڅې له عربې په لاتین واړوله ، ترکيي ژبه يي د وخت غوښتنو لپاره چمتو کړه . د نوې ترکيی په رامنځته کېدو کې د ابېڅې په بدلون سره د ترکيي ژبې بیا رغون له پامه نه شي غورځېدای .
البته دلته نه غواړم چې د ترکیي د فقید مشر لار، په پټو سترګو د افغاني ژبې پښتو لپاره رانقل شي بلکې د خپلو دلایلو او اړتیاوو پر بنسټ چې پورته ورته اشاره وشوه ، غواړم داسې وړاندیز ولرم.
ځیني کسان ښايي په ټوله کې، ژبه او په ځانګړې توګه د ژبې ابېڅې له دین او یا مذهب سره وتړي او یا سیاسي رنګ ورکړي. خو ژبه له ځانګړي دین او یا مذهب څخه مخکې شتون لري او مذهبونه وګړو ته د دوی په ژبو او یا ژباړې سره راغلي دي .عیسوي دین اروپایانو پخپلو ملي ژبو ژباړلی ، هره ژبه هلته د خپلې ژبې د غږیز جوړښت سره سم ابېڅې لري . پښتنو هم د اسلام د سپيڅلي دین کتابونه په پښتو ژباړلی او دا لړۍ به ادامه ولري.
که د پښتو ژبې ابېڅې عربي او یا لاتین وي دا د پښتنو په دیني کمزورۍ دلالت نه کوي، بلکې دا د ژبې د پرمختګ او غوړیدا لپاره کیږي. که ژبه پخپل غږیز بنسټ په سمو تورو ولیکل شي، په ژبه کې فصاحت رامنځته کیږي او په داسې څرګنده او روښانه ژبه زموږ ټولنه کې دیني او سیانسي پوهنې ښه وده کولای شي او بلخوا په ژباړه کې مرسته کوي. خو که ژبه د سیاسي او یا نورو ملحوظاتو پر بنسټ له خپل چورلیز څخه وښویږي، ژبه ګډه وډه او انجړیږي او ګډه وډه ژبه د یوې ټولنې د وګړو تر منځ د ورانپوهاوي او تاوتریخوالي لامل ګرځیدلای شي.
په پای کې ویلای شو د ابېڅې بدلون د څو ژبپوهانو او یا لیکوالو د تفنن، سلیقې او ځان ښودلو خبره نه ده ، بلکې د یاد شویو لاسوندونو پر بنسټ د پښتو ژبې د وضاحت، پرمختګ او غوړېدا په موخه د یوه عیني اړتیا پتوګه لیدل کیږي.
اخځونه:
( ۱ ) پښتو قاموس، د افغانستان علومو اکاډمي ــ لومړی ټوک ( ۶۵ مخ)
یوه یادوونه :
له ټولو دوستانو او خواخوږوڅخه چې په تېرو لیکنو او یا په دې لیکنه غواړي بحث وکړي د زړه له کومې مننه کوم.
څوک چې په دې بحثونو کې زما له نظر سره موافق او یا بل ډول نظر لری، دواړو ډلو ته کور ودانی وایم.
د لیکنې دریواړه برخې څنګه چې پيل کې ورته اشاره شوې، د پښتو د نړیوال کنفرانس لپاره د وړاندیز په موخه او د شخصي نظر په توګه لیکل شوي. البته دلته مې غوښتي چې خپل نظرونه او وړاندیزونه لومړی له دوستانو سره شریک کړم او بیا يي وروسته د کنفرانس په پته ولیږم .
د ګرامرپوه ادعا نه لرم یو عاجز، غریب او کډوال سړی یم خو سوسیال خور نه یم ( لکه چې یو دوست د پیغور په بڼه ماته لیکلي) ۶۰ فیصده کار کوم او همدومره فیصده معاش راکوي، ګوزاره مې کیږي .
پورته نظرونه او وړاندیزونه پریکړې نه دي. د هیڅ پریکړې صلاحیت نلرم، ما د پښتوژبې د یوه ویونکي او خواخوږي پتوګه لیکلي دي.
که د پښتو ژبې د سمون او پرمختیا لپاره، ته، زه او موږ نظر ورنکړو، ژبه نه سمیږي او نه پیاوړې کیږي. که ټوله ژبه درې ــ څلور ژبپوهانو ته پریږدو، هغوی په یوازې ځان د ۶۰ میلیونو وګړو د ژبې بار او په پښتو د نني پوهنیزو څانګو او تخنیک د ژباړې دروند پېټی نه شي اوچتولای. پښتانه په سلګونو زرو متخصیصانو ته اړتیا لري چې دې ډله کې د ژبې هغه هم باید له لس ګنو زرو څخه ډېر وي . د بېلګې په ډول که د طب ډاکټر پښتو ژبه په علمي توګه زده نه کړي، له نورو ژبو څخه په پښتو ژبه روغه ژباړه نه شي کولای. که هیواد کې پوهنغونډ ( Encyclopaedia ) لیکل کیږي، طبي برخه يي باید د طب داسې ډاکټر ولیکي چې په ژبه او د هغې په ګرامر واک ولري. په کرهڼه، تخنیک او نورو برخو کې يي هم داسې درواخله.
نو پښتو ژبې ته به ټول په ګډه سره کار کوو. په دې کار کې به سنتي، مذهبي او سیاسي تعصبونه یوې خوا ته پریږدو.
هیله ده چې څوک نه وي ځورېدلای!
د ۲۰۱۲ کال د جنوري ۲۶ مه
سرلوڅ مرادزی