(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حسن ابدال څوک وو

[21.Dec.2024 - 13:33]

حسن ابدال څوک و او دحسن ابدال سېمه چېرته ده ؟

لیک: ډاکتر لطیف یاد

 

دحسن ابدال سېمه  داوسني پاکستان  دپنحاب  ایالت داټک په ولسوالۍ کې پرته ده .حسن ابدال  دپاکستان داسلام آباد په شمال ختېزه برخه کې د۴۰ کېلومټرو په واټن موقعیت لري   او د۵۰زره تنو په شاا و خوا کې وګړي پکې استوګنه لري.

.دحسن ابدال ذکر او یادونه دلومړي ځل لپاره په اوومې میلادي پیړۍ کې نامتو بودایی راهب او زایر هیون تسونګ  Xuanzang  پخپل یو نلیک  کې کړې ده. دحسن ابدال یادونه دهند دمغولود دورې  په مشهور کتاب آئین اکبري کې هم راغلې دی او پخپله دهند  مغو لي واکمن  جلال  الدین محمد اکبر دهند دمغولو دواکمنۍ دریم پاچا دهغه ځایه لېدنه کړې وه کله چې دی کله دکشمیر نه بېرته خپلې پلاز میینې ته  ستنېده او په حسن ابدال کې تم شو.دمغولو دکورنۍ د څلورم واکمن نورالدین محمد جهانګیرهم  پخپل مشهور کتاب توزک جهانګیري کې دحسن ابدال دسیمې او دبابا ولي حسن ابدال یادونه کړې ده.  

همداراز ویلیم فنچ William Finchچې دختیز هند په کمپنۍ کې انګریزي سوداګر و دهند دمغولو دکورنۍ  د څلورم واکمن نورالدین جهانګیر دواکمنۍ په وخت کې  د ۱۶۰۸  او د۱۶۱۱ زېږدېزو کلونو ترمنځ یې له حسن ابداله لېدنه کړې وه  او   لیکلي یې دي چې دلته دحسن ابدال  تر څنګ یو سیند بهیږي او ديرې چینې لري چې دچینو اوبه یې ډیرې رڼې دي.

 حسن ابدال د سیکانو  ددین پیروانو ته هم سپېڅلی  دی او هرکال داپریل یا بیساک په میاشت کې  په زرګونو سکهان دسیکانو دبیساکهي اختر دلمانځلو لپاره د حسن ابدال په ښار کې دپنجه صاحب  دګورو دوارې زیارت ته ورځي . ګورو نانک د ۱۵۲۱ زېږدیز کال په په اوړي کې حسن ابدال کې ايسار شوې و. هغه وخت د بابا ولي له مړينې هم لږ تر لږه ۵۰ کاله تېر شوي و چې په هند کې واک د لوديانو او په کابل کې بابر په لاس کې و

په حسن ابدال کې لاندیني ځایونه هم مشهوردي :دحکیم ابوالفتح مقبره،دلاله رخ مقبره چې ویل کیږي دجلا الدین محمد اکبر لوروه او مغول ګارډن او دبابا حسن ابدال حجره.

  دهند مغولي واکمن  جهانګيرچې په  ۱۰۱۵ هجري کابل ته دتګ په وخت کې  د محرم دمیاشتې  په ۱۲ نېټه په حسن ابدال کې  ايسار شو او پخپلو يادښتونو کې ليکي چېما د دې ځاې خلکو نه د بابا حسن ابدال په اړه معلومات وغوښتل خو هيچا راته سم ځواب رانکړ . حضرت خواجه خواجګان سيد شمس الدين محمد خان چې ډېره موده زما د پلار وزير پاتې شوې و، دلته په حسن ابدال کې  دالان او حوض جوړ کړي دي چې د دې  ځای اوبه باغونه او پټي خړوبوي. د دالان په څنډو يوه ګومبده ده چې حکيم ابو الفتح او د هغه ورور حکيم همام چې زما د پلار خاص ملګرې وو د ده  د امراو حکم  سره سم دلته ښخ شوي دي

حسن ابدال له آره همدا بابا ولي کندهاری دی چې دافغانستان دکندهارولایت  دارغنداب په ولسوالۍ  کې  ښخ دی او په اصل کې  پښتون تاړن قبیلې ته منسوب و  چې ددغې قبیلې خلک  داسلام دپیغمبر سره دمینې او محبت په وجه  ځانونه په سیدانو پورې تړي .بابا ولي دهرات دتیموریانو دواکمن شاهرخ میرزا دواکمنۍ په وخت کې په  ۱۴۲۶ زیږدیز کال په کندهار کې وفات شو او بیا هورې په ارغنداب کې ښخ شو.ویل کیږي چې دي دنقشبندیه عرفاني طریقې له پیروانو  واو شاهرخ میرزا یې هم په مریدانو کې و. دا معلومه نه ده چې دی کله دحسن ابداله کندهار ته لاړ. وايي چې دی  دتیموریۍ باچا  شاهرخ میرزا په سفر کې د باچا سره مل و. کله چې دوي له هنده هرات ته ستنيدل نو حسن ابدال د کندهار په لنګر نومې ځاې کې واړول. مريدانو ته يې وويل چېله دې ځايه د مينې بوی راځيبيا تر مرګه هلته اوسيد ه  اوکله چې وفات شونو دارغنداب په سیمه کې  پر يوې غوندۍ ښخ  شو چې اوس د بابا ولي زيارت دی او خلک  ددرناوي لپاره دده مزار ته ورځي.دبابا ولی په زیارت کې به پخوانیووختونو کې دنوروز   میلې هم کېدلې اوزماپه یاددی زه له خپل خدای بښلی پلار سره هلته په دغو میلو کې دګډون لپاره هم تللی وم .

دبابا ولي کندهاري دنسب په اړه راغلي دي چې حسن ابدال چې به بابا ولي سره مشهور و دسید محمود تارڼ زوی  دسیداسعدالدین لمسی،دسیدعلی کړوسی اوپه نهم پښت کې یې شجره او یا دنسب ونه دپښتنو  دتاړن دقبیلې نېکه سید علاءالدین ته  رسیږي جې په طاهرآب شناس یې شهرت درلود.او دتاړن د پښتنې قبیلې  ستر نیکه و

 دتاړن دقبیلې په اړه په مخزن افغاني کې داسې راغلي دي : چې تاړن په اصل کې دسید زوی و  ، خو کاکړ هغه په زویتوب ونېوه اوهغه یې وروزه او تاړن هم دکاکړو په قبېلې کې  دیوې نجلۍ  سره واده وکړ او اولاده یې  دکاکړو له اولادې سره مخلوطه شوه چې زیاتره تاړن دکندهار په ښار اوشاو خواسېمو کې مېشته دي او ستانه بلل کیږي او خلک ددرناوي په سترګه ورته ګوري . تاړن داوبو اوکاریزونو په کارکې ډېره پوهه درلودله نوځکه دسلطان محمود غزنوي دواکمنۍ په وخت کې ده ته د  آب شناس لقب ورکړل شو، خو کله چې موږ دتاړن دقبیلې دنسب شجره ګورو نوددغې قبیلې خلک دغرغښتو پښتنو په ټولنیز ګروب کې راخي . همداراز ددغې قبیلې ډیرشمېر خلک دجنوبي بښتونخوا په رود ملازي ، زیارت ، هرنایي او سنځاوي کې ژوند کوي

ویل کیږي کله چې  ابدالي احمد شاه بابا په ۱۷۵۷ زیږدیز کال پنجاب فتحه کړ اوډیر خوشاله شو او دخپل پوځ یوه جنرال حسن نورزي ته یې دحسن ابدال سېمه  وروبښله .

دلته چې په حسن ابدال کې دبابا ولي په نامه کوم زیارت دی داپه اصل کې د غره د پاسه د مراقبې يوه خونه ده  چې باور کېږي بابا ولي کندهاري به پکې مراقبه کوله. د دې غرد دوو غاړو نه کچه لارې ورغلي دي او خلک ورته په پښو ورخېژي.

--------------------------------

سرچینې او ماخذونه :

۱. د کندهار مشاهير. صوفيان، عارفان، مزارات. محمد ولي ځلمی،علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار- ۱۳۸۷ ش

۲-تاریخ حسن ابدال ، ضلع کمبلپور ، دمنظورالحق صدیقۍ تالیف ۱۹۷۰ زیږدیزکال په اردو ژبه .دادارۂ تحقیقات، لاہور چاپ 

۳- د آغلې صفیه حلیم سایټ    حسن ابدال او بابا ولي .

۴- ویکبيډیا په انګریزی ژبه https://en.wikipedia.org/wiki/Hasan_Abdal

۵- توزک جهانګیري ،- اردو ژباړه، مولوي احمد علي صاحب رامپوري،لاهور۲۰۰۴ م

۶-پښتنې قبیلې ، لطیف یاد ، دتاړن قبېله ،۷۴ مخ ،۲۰۰۷ زیږدیز کال پېښور

- ډاکتر یاد
بېرته شاته