(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قامونو پېژند

[23.Sep.2023 - 14:32]

 

لیک: مولانا خانزېب , باجوړ - پښتونخوا

قرآن پخپله دې وېنا،  وَجَعَلْنَٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْ ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَاكُمْ ، کښې د قامونو د جلا جلا شناخت او تشخص ته اشاره کوي ، قرآن دلته د چا انفرادي تعارف نه ېادوي چې د چا ځوئي او د کم کلي ؟  بلکې اجتماعي تعارف ېادوي اجتماعي تعارف د ېو قام د ټولنې د خپلو هغه ځانګړي مشخصاتو سره تړلې ډېره ژوره اړيکه ده چې د بده مرغه د قرآن پدې لوړه لطيفه اشاره ډېر خلک ځان نه پوهه کوي.

 که انسانان جلا جلا قامونه اونه منل شي ېا د قاميت د قراني حقيقت انکار اوشي نو د قرآن ، تعارف شناخت ، مصداق به څنګه موجود پاتي شي ؟   ځکه هم د قرآن ددې اېت نه د قاميت سیاسي ضرورت جوت ثابت دې چې د ېو قام پخپله خاوره د خپل اختيار پرته چرته هم نه دې ممکن . دغه شناخت دې پرته د کم نسلي کرکې او ځانګړتيا د تصور موجود وي ،دغه وجود د رسول الله صلی الله عليه وسلم پدی وېنا کښې هم وو چې.

انا النبي لا کذب

اناابن عبد المطلب.

ېا دا خبره چې زه عربي ېم.

انسان پخپل ژوند کښی د انفرادي شتون نه واخله تر اجتماعي او سياسي وجود بلها د شناخت اړخونه لري دغه شناخت ټول په ټوله نړول هيڅ اسلامي امر نه دې لکه مولانا آزاد وائي د انسانيت اسلاميت نه تر هنديت پورې ټول زمونږ د زرګونو کلونو لاس ته راوړنې دي دا ولې زه د لاسه ورکم چې د چا نه دهغه عربيت نه اخلم نو زما نه دی زما هندوستانيت هم نه اخلي..

اوس به راشو دېته چې شناخت څه وي ، شناخت هغه چارې او امتيازات چې د بل نه پرې جلا تشخص راشي هم دغه قامي شناخت علت غائي دې ،اوس دغه شناخت په څه راځي ؟  دغه شناخت د ېو قام پخپله ځانګړې جغرافيه ، د خپلې خاورې په ملکيت په کلتوري امتیازاتو او پخپلو وسائلو په اختيار راځي ، کچرته د کم قام نه د خپلې خاورې واک اوتروړل شي نو دا په حقيقت کښې د اسلام منل شوې شناخت د قام ختمول دي ځکه بې واکه قام ته څوک شناخت هم نه ورکوي او امتيازات ئې هم بادار نه مني. د شناخت دا خبره قرآن ډېره ژوره کړې خو زمونږ رواېتي مذهبيت شناخت فقط د پلار نيکه نوم سطحي درجې ته راکوز کړې.

اسلام هره فطري جذبه او ځانګړتيا مني خو هغې ته د ېو ځانګړي ډول آزادي ورکوي چې هغې ته اعتدال وائلې شي.

انفراديت ېا خپل ځانګړی شناخت د  هر چا فطري حق دی دغه فطري حقيقت په رياست کښې په اجتماعي وجود بدل شي ،  اسلام د قامونو اجتماعي رواېات ،امتيازات ،او ، مشخصات چرې هم نه تحليل کوي بلکې د شريک هدف لاندې په اجتماعي يون دپرمختګ لار ئې ګنړي.

اسلام کله هم داسې قانون نه وړاندې کوي چې هغه دې د انساني جبلت په ضد وي ځکه چې بېا اسلام وده نشی کولې. هر قام له خدائې پاک پخپله جغرافيه او هوا کښې څه ځانګړي مشخصات ورکړي وي دا د کمې عقيدې په ضد نه وي بلکې دغه تنوع ددغه چاپېريال دننه فطري جوړښتونه لري.

هم پدغه فطري جذبو کښې ېوه د قاميت جذبه ده هر بشر د خپل جبلت په اساس د خپل قام وطن سره مينه لري دغه مینه رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې سره هم لرله د نړۍ ېو دين او زور دا مينه د انسان د فطرت نشي ويستې ، په جديد نېشنلزم کښی دغه فکر په شریکه ژبه جغرافيه او تهذيبي وجود کښې رانغښتل شوې ، هره ژبه په قرآن کښې خدائې خپل اېت مني جغرافيه خدائې خپل ميراث بلي او کلتوري تنوع ددې حديث په رڼا کښی چې ، انتم اعلم بامور دنياکم ، سره بيخي د دنيا او آخرت تړون مني ، اسلام وائي چې ترک دی ترک وي هندي دی هندي وي پښتون دی پښتون وي او دا ټول دی بېا د اسلام په رنګ او رورولې کښې د ېو بل سره پرته د کمې نسلي کرکې په لوېه رورولې کښې روان وي . دغه انساني تنوع د ژوند ښکلا او د تمدني ارتقاء سوب ګرځي ، هم دغه لامل دې چې اسلام د حجاز نه تر افريقا امريکا او هند بخارا رسېدلې نو د هيچا قاميت او د کلتور شناخت ئې تحليل کړې نه دې  که کمه جګړه راغلې نو هغه هله راغلې چې د اسلام په نامه د عربيت کلتور تپل شوې نو مزاحمت د اسلام په ضد نه بلکې ددغه کلتور په ضد په تاريخي توګه شوې ځکه چې دغه ېو ځانګړې کلتور تپل په حقيقت کښې د اسلام د ،لتعارفوا ،په ضد عمل وو.

شاه ولي الله دهلوي په حجة الله البالغه کښې وائي چې د قرآن اعجاز په عربيت کښې راغونډول هم سم نه دي ځکه دغه اعجاز به بېا فقط د عربو لپاره شي نه د بلې ژبې والا لپاره د قرآن اصل اعجاز د انسان د نظم اجتماعي لپاره لارښودنه ده.

اسد شهاب د اسلاميت او عربيت په توپير غوره خبره کړې وائي

ځينې دوستان د اسلاميت او عربيت ترمنځ په تفکيک ځکه سم نه پوهېږي چې د قامونو د کردار او تشکيلاتو ترمنځ توپير نه شي کولی، دوی د نبي عليه السلام د شخصيت هغو صفتونو ته چې قامي رنګ يې درلود هم د اسلام او شريعت رنګ ورکوي. حال دا چې د رسول الله عليه السلام په شمول د الله تعالی د هيڅ پيغمبر دنده دا نه وه چې د يو قام عُرف او عادات دې د نړۍ په ټولو قامونو مسلط کړي. بالفرض که نبي عليه السلام د عربيت عُرف او عادات او د هغوی خوراک، لباس او مزاج په نورو قومونو مسلط کولی يا يې د يو قام محض قامي مشخصات په نورو غوره کولی، نو بېا نبي عليه السلام ته د (وما أرسلناک الا رحمة للعلمين) الهي خطاب تطبيقي رنګ نه درلود، دا خبره بيا د قومونو او قبائلو ترمنځ د غوراوي الهي معيار (انا خلقناکم من ذکر وأنثی وجعلناکم شعوباً وقبائل لتعارفوا، ان أکرمکم عند الله أتقاکم) سره تطابق نه کولو!

همدا رنګه که د رسول الله عليه السلام د رسالت پېغام يواځې عربي عُرف او عاداتو ته د فوقيت ورکول وی، لکه ځينې چې په لاشعوري بڼه دې فوقيت ته لار برابروي، نو بېا به په قرآن کريم کې د ذکر شويو لسګونو مخکينيو ولسونو چې اکثره يې عربي نه دي، هيڅ پيغام نه درلود، حال دا چې په قرآن کريم کې ذکر شوي د هر قام قضيه او مثالونه تر قيامته د دې نړۍ هر قام او د قام هر فرد ته د عبرت او نصيحت پيغامونه لري.

تر دې چې په قرآن کښې د ېاد شوو پېغمبرانو کښې صرف څلور عرب دي نور ټول عجم دي .

که مونږ عربيت او د اسلاميت تر منځ په تفکيک پوه نه شو، نو د رسول اکرم عليه السلام لسګونه ويناوې چې په رواياتو کې ذکر شوې دي، له ټولو سره به په تطبيقي اړخ کې له ستونزو سره مخ کېږو.

فلهذا د اسلامي شريعت اصول د عربيت له خاطره په قاميت، ژبو، رنګونو او جغرافيايي حدودو کې بندول؛ خپله د دې شريعت د تطبيق پر وړاندې د خنډ جوړولو ېوه بڼه ده.

ځکه مونږ ګنړو چې د ېو قام نه د قاميت سیاسي جذبه ویستل بيخي د هغه  قام د سياسي واک نه تروړل او د هغه قام د وسائلو د چور تالان لپاره ېوه سياسي پلمه ده چې هيڅ اسلامي عمل نه بلکې اسلام هم دلته مظلوم پاتي شي چې د عربيت کلتور نه اسلام ته خطره نشته نو د پښتون کلتور نه ولې ډار وي ، ځکه چې مسله اسلامي نه د سیاسي واک ده او د واک شخړه ډېره بې رحمه او ظالمه په تاريخ کښی پاتي شوې. د عربيت په کلتور کښې عربان نن هم سمسېرې او خادمې لکه د چرګ خوري خو پښتانه په خوب کښې په ليدو هم ددغه څيزونو ډار کوي تر دې چې پښتانه عموما د لوئي اختر په قربانی کښی اوښان هم نه حلالوي اوس دغه دوه متضاد کلتورونه څنګه په ېو چا ورتپل شي داسې په زرګونو مثالونه شته چې اسلام ورسره هيڅ علاقه نه لري بلکې د عربو د خپل چاپېريال دننه وجود لري . پوښتنه دا ده.چې د عربيت د شناخت مقدمه بيخي د خپلې خاورې په واک او پرمختګ ولاړه ده هيڅ غېر اسلامي نه ده عرب د نړۍ ېو مسلمان ته شهريت نه ورکوي د حج مقدس مقامات د ټولو مسلمانانو شريکه شتمني ده خو څوک خو دې د عربو د ويزې پرته لاړ شي بايد چې زمونږ قامي  مقدمه او قامي شناخت هم پخپل واک اودرول ولې غېر اسلامي ګنړل شي ؟ 

مولانا خانزېب...

-
بېرته شاته