بوټان
[21.Oct.2023 - 15:25]افسانه / بوټان
لیک: ماښام ختک
مسټر بین د هغه فیورټ مزاحیه اداکار وو – او چې کله هم ورته د ده تازه یا نوي سي – ډي- یا ډي – وي – ډي- تر لاسه شوي نو په اولني فرصت کښې به ې کتله- هسې خو ده د مسټر بین ټولې سي- ډي- یا ډي- وي- ډي- کتلي وې خو نن ې هسې د مسټر بین یوه زړه ډي- وي- ډي- چې دده ډېره خوښه وه د ساعت تېري د پاره اولګوه او په صفه کښې ورته څنګال شو-
اولنے منظر -
مسټر بین د خپل کور په کچن کښې د ځان د پاره د اخلي پخلي بندوبست کوي- د ګیس چوله ان کړي- دے د څه څیز پسې لږ بهر رااووځي او د ګیس د چولې نه یو شے د یو شي نه بل شے او د بل نه بل وور واخلي – چې دې کچن ته واپس راشي نو غلبله جوړه کړي کله به یو څیز لګېدلے وور مړ کوي کله په بل څیز – چې په دې کښې چار چاپېره هر څه وور وور شي اخر دده اغوستي جامې هم وور واخلي او چغې جوړې کړي – ورسره خوا کښې د فلیټ ګاونډي رامنډه کړي چې دے اوګوري په ده زرزر کمبله واچوي او وور ترې مړ کړي بیا د کچن چوله اف کړي او د کچن په څیزونو لګېدلے وور مړ کړي – دے ورته په یوه سترګه ګوري او چې څنګه دده هغه ګاونډي اول د ګیس چوله اف کړي نو دے روغوندې سر په زمکه اووهي او په خپله مخصوصه لهجه کښې اووائي او هوهوهو هو-
دویم منظر-
مسټر بین په خپل بات روم کښې د لامبلو د پاره په بات روم کښې خپلې جامې اوباسي او شاور خلاص کړي- په ځان د صابن مږلو په دوران کښې ې صابن سترګو ته لاړ شي او چغې جوړي کړي هیلپ هیلپ او د بات روم نه رااووځي – د شاور اوبه د بات روم نه کمرو او دده د فلیټ نه د ګاونډیانو په فلیټونو کښې خورې شي او دے په فلیټ کښې چغې وهي هیلپ هیلپ – بیا دده د فلیټ ګاونډي راشي دے چې اوویني نو دده د وجود نه تولیه تاو کړي- بات روم ته ې بوځي د څټ نه ې اونیسي او مخ ې شاور ته کړي- چې صابن ې د سترګو نه لاړشي نو ګاونډي ې شاور بند کړي – دے ورته په یوه سترګه ګوري – چې څنګه هغه شاور بند کړي دے خپل تندي ته ټس راخلاص کړي او په خپله مخصوصه لهجه کښې اووائي او هوهوهوهو –
دریم منظر-
مسټر بین خپل فلیت د جدیدې اسلحې او د هر قسم تماچونه ډک کړے وي او د ښار ورانکاري زلمي ورته راځي چاله ټوپک او چاله تماجه ورکوي او ورته وائي ځۍ ځان له ګټۍ- په ښار کښې د ټوپک مارو او د اسلحه بردارو راج شي- په ګلیو- چوکونو او لارو کښې خلق لوټل کیږي- د خلقو کورونه او فلیټونه هم غیر محفوظ شي – یوه ورځ دوه زلمي ټوپک او تماچه په لاس د مسټر بین فلیت ته راننوځي- دے وورته دواړه لاسونه اوچت کړي او ورته وائي زه خو تش لاس یم تاسو د پاره هېڅ ټوپک او تماچه نه لرم چې درې کړم- هغوئي ورته وائي مونږ ته د ټوپک او تماچې ضروروت نیشته مونږ ته نغدې پکاردي نغدې- بېروزګاري زیاته شوي ده- ستا جېبونه ډک دي او زمونږ خالي دي او دده د جیبونوه نه خپل خپل جېبونه ډک کړي او لاړ شي- د ټوپک مارو د وتلو نه پس دده ګاونډي ده ته په دروازه کښې سر راورېت کړي او خله ورته جوړه راجوړه کړي لکه چې ورته وائي اوس ئې خوند اوکړو – دے ورته په یوه سترګه ګوري او چې څنګه هغه دده د فلیټ دروازه په زوره بنده کړي نو دے د ځان سره په خپله مخصوصه لهجه کښې اووائي – او هوهوهوهو –
څلورم منظر-
مسټر بین د شیشی په فلیټ کښې ناست دے- چار چاپېره ټولې شیشې دي- بلکې دا به اووایو چې شیش محل دے-ولې لاس کښې ې بلوري راغستي او د ګاونډ د فلیټونو په روشندانونو ې د هغوئۍ کره وولي- شورو شورو کښې خو د ګاونډ خلقو د خپلو ماشومانو د لوبو سامان ګڼلو- خو چې دا خبره هر ورځ شوه بلکې هر ساعت شوه او د روشندانونو نه خبره د فلیټ تر دروازو او کهړکهیانو اورسېده نو ټول ورپسې رااووت او دده په شیش محلي فلیټ ې یرغل اوکړو- ټولې شیشې ې ورته چوري چوري کړې او دے ې سخت ټپي کړو عن تر دې چې دے د شیشو په مینځ کښې پښې ابلې پښې ولاړ وو او د راتلو لار ې نه موندله- دې دوران کښې هغه کس چې ده له ې په یو مخصوص ډریس کشې بلوري راوړي وو ده ته ې د فلیټ د ګیت نه لوئې لوئې بوټان وراوغورزول- مسټر بین دغه غټ غت بوټان په پښو کړل او په شیشو راتېر شو او خپلې کمرې ته ې چې د فلیټ د دروازې نه اوکتل نو د شیشو ډېران ورته ښکاره شو- بهر ې ګاونډیان ولاړ وو ده ورته په یوه سترګه او کتل او په منډه په سېړو کوز شو او د ځان سره ئې په مخصوصه لهجه کښې اووئې او هوهوهوهو -
21.10.2023