ډوکتور حبیبي
[21.Oct.2023 - 15:28]د استاد حبیبی د کورني بوستان ښکلی ګل ورژید
زلمی هېوادمل
په ډیرې خواشینۍ د محترمې ناجیه نجات له فیسبوک پاڼې، د استاد حبیبی د کورني بوستان د یو ښکلي ګل او د استاد د مشر زوی دوکتور حبیب الله حبیبی له غمجنې مړینې خبر شوم.
ددې بوږنوونکی او ویرجن خبر په لوستو هغه ټول خاطرات په ذهن کې را تاند شول چې له ده سره د پیژندګلی له ورځی له هیواده د هغه د وتلو تر ورځی زما د خاطراتو په دفتر کې ثبت وو.
شاوخوا پنځوس کاله دمخه چې زه لا د کابل پوهنتون محصل وم، کله به زه یوازې د پوهنتون له لیلیی جمال مینې ته د استاد حبیبی کور ته تللم او کله هم له استاد رفیع سره هفته کې یو ځل.
په هر ځل چې به د استاد کور ته لاړم، نو دوکتور حبیب الله حبیبی -چې هغه وخت ځوان او لایق طبیب و - ضرور به مې د استاد پوهاند حبیبی په کور کې لیده، تر هغی چې دی له هیواده وووت، غالباً شپږ کاله مو له ده سره مسلسل لیده کاته کیدل. ډیر لږ به داسې پیښ شوي وی چې زه دې د استاد کورته تللی وم او دوکتور حبیبی دی نه وي.
ده عادت درلود چې دی به پر کور ؤ، د استاد میلمنو ته به یې چای راووړ او له میلمنو سره به یې ډیره عالی وضع کوله او له ټولو سره یې د شناخت او آشنایی د جوړولو عالی استعداد درلود.
دوکتور حبیب الله حبیبی، په کور کې پلار یې استاد حبیبی او مور یې (ببو)، (حبو) باله او دا لنډ د مینې نوم، په نولسمه پیړۍ کې د افغانستان د لوی عالم مولوی حبیب الله محقق قندهاری مشهور په حبو آخوندزاده کاکړ له نامه سره په ارتباط کې پوهاند حبیبی، دوکتور حبیب الله حبیبی ته د کورنې نامه په توګه غوره کړی و.
د ۱۳۵۱ هـ ش کال په حوت کې زموږ نومیالی فرهنګی او سیاسی شخصیت اجمل خټک، کابل ته راغی او کلونه دلې میشت شو.
دوکتور حبیب الله حبیبی له خټک صاحب سره د زړه مینه درلوده، په هفته کې دوه درې ځله به دده لیدو ته په کابل هوتل او بیا جمال مینه کې دده کور ته ورته.
استاد حبیبی به موږ ته ویل: " حبو، له اجمل خټک او هم د پښتونخوا له نورو مشرانو سره ډیره علاقه لري"
یوه ورځ موږ له استاد حبیبی سره د دوی په کتابخانه کې ناست وو چې د کورني تلفون د زنګ آواز وچت شو. استاد بلی خونی ته ورغی چې زنګ ته جواب ووایی، له هغی بلی خوا چې استاد ته هر څه ویل شوي وي، استاد ږغ کړ: "حبو: ستا تلفون" استاد بیرته راغی له موږ سره پر مجلس اخته شو.
کابو لس دقیقی وروسته حبو د داکترۍ له بکس سره پر کتابخانه را ننووت او استاد ته یې وویل: بابا! اجمل خټک صاحب لږ ناروغ دی، کور ته یې ورځم چې معاینه یې کړم او دوا ورکړم.
استاد حبیبی او موږ سره یی خدای پامانی وکړه او د خټک صاحب کور ته ولاړ.
د ډاکتر حبیب الله حبیبی تر وتلو وروسته استاد موږ ته وویل: "حبو، د کوټې او پیښور د هغو مشرانو - چې دلې په کابل کې اوسی - کورنی ډاکتر دی. شپه، ورځ، سهار، ماښام چې یې ضرورت پیښ سی، حبو ورته ځان حاضر وي".
دوکتور حبیبی سره له دې چې له پیشې طبیب ؤ، مګر له فرهنګ سره یې مینه درلود او فرهنګیان پر ګران وو او فرهنګیان یې پالل. د استاد بینوا او اجمل خټک شعرونه یې ډیر خوښ وو. دوکتور حبیب الله حبیبی له خپلی مورنۍ او دری – پارسي ژبو سربیره په انګریزی ژبه د لیک لوست کافی استعداد درلود او د استاد حبیبی د آثارو په انګریزی ترجمه او هم د استاد حبیبی خپلو لیکلیو انګریزی مطالبو په ایډیت کې یې له خپل پلار سره ډیره مرسته کوله. استاد حبیبی د سیمې د یو لوی عالم په توګه همیشه د بیلابیلو هیوادونو د اکادمیکو نشریو او انسایکلوپیدیاوو له خوا د مقالو او ارتیکلونو د لیکلو او په علمی غونډو کې د ګډون بلنه تر لاسه کوله په دغسې مواردو کې به یې پر انګریزی ژبه نوشتی تهیه کولې.
په پنځوسمو کلونو کې یو مازیګر رفیع صاحب او زه د استاد لیدو ته ورغلو. استاد په کتابخانه کې د خپل میز مخی ته پر کرسۍ ناست ؤ او د (هنر عهد تیموریان) کتاب مخې ته ورته پروت ؤ او تر لاس لاندې یې یو انګریزی نوشته وه چې ده خپله لیکله. رفیع صاحب ترې پوښتنه وکړه: استاد: دا نوشته تاسې خپله لیکئ؟
استاد ځواب ورکړ: ما غوښتل چې پر پښتو او یا دري یې ولیکم، دری یا پښتو متن به یې دلې په مجلو کې چاپ سی او بیا به یې داکتر حبو ته ور کړم چې یې ترجمه کړی او انګریزی ترجمه به یې زه وګورم.
حبو راته وویل: بابا! ته یې راساً په انګریزی ولیکه بیا به یې زه ایډیت کړم په دې توګه به مو کار آسانه سي.
د هماغو تیرو پنځو سمو هجری شمسی کلونو په جریان کې دوکتور حبیب الله حبیبی ته په خارج کې غالباً د امریکا متحده ایالتو کې رسمی کار پیدا شو او په هماغه وخت کې دی له خپلی میرمنی او بچو سره خارج ته ولاړ او د استاد تر مرګه ( ۱۳۶۳ هـ ش ثور) پورې به مې یې له استاده پوښتنه کوله او حال مې پر درلود.
دوکتور حبیب الله حبیبی چې په خارج کې هم ؤ د خپلو مسلکی کارونو تر څنګ یې فرهنګی مطالعات هم کول. یوه ورځ د استاد حبیبی کور ته تللی وم. اوله خبره یې دا راته وکړه: ته مې په کار وې غوښتل مې د پښتو ټولنی د تلفون له لارې دې پیدا کړم، ښه سو چې ته خپله راغلی.
داکتر حبو (د افغانستان د ځینو ژبو او لهجو قاموس) د شاه عبدالله بدخشی تالیف غوښتی دی، ما په خپله کتابخانه کې دیر ولټاوه نه مې کئ پیدا. دا قاموس پیدا کولای سې؟ که یې سی نو یې را پیدا کړه او ما ته یې را ورسوه چې د پُست له لارې یې ډاکتر حبو ته واستوم.
ما دغسی وکړل او کتاب مې استاد حبیبی ته ورساوه، هغه دوکتور حبیب الله حبیبی ته واستاوه، دا یادونه مې ځکه وکړه چې دوکتور حبیب الله حبیبی د افغانستان د ژبو او فرهنګ له مطالعی سره خپله مینه په خارج کې هم پالـله.
دوکتور حبیب الله حبیبی یو با احساسه او وطندوست افغان ؤ، خدای دې وبخښي او پاته کورنۍ ته دې یې خدای جمیل صبر په نصیب کړي.
Prof. Zalmay Hewadmal
21.10.2023