(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاته شاته ژوند

[08.Nov.2023 - 08:42]

شاته شاته ژوند

لیک: اعجاز خان هوتي ایډوکیټ

د پیښور کارخانو مارکیټ کښې هر وخت دومره ګڼه ګوڼه وي چې د خپې لګیدو ځایې پکښې نه وي ـ خو د اتوار په ورځ بیا لا ډیر وي ـ ولې نن صبا خو هره ورځ اتوار اتوار دې ـ بلکه د هغې نه هم زیاته ګڼه وي ـ او د دوکاندارې وختونه هم سیوا شوي ـ خلق په سامانونو داسې رامات دي ـ لکه زړو فلمونو کښې چې به د عربو منډهو کښې د ښځو لیلامې له به غټ خیټي او غټ سټي شیخان راتلل ـ
افغانان چې د اسلام او جهاد په نوم کډوال شو ـ او د خپل فطرت مطابق یې دلته کاروبارونه شروع کړل ـ  نو هر چرته چې وو او هر څنګه کاروبار چې یې وو ـ د کامیابیو او نوم بام ته یې اورسول ـ او دې سره سره یې په مقامي او ملکي کچ هم په کاروبار ټولنه او اقتصاد مثبت اثرات اوغورزول ـ
د پیښور د هغه وخت د خیبر ایجنسې باړه بازار یو نوم یو حیثیت او یو مقام لرلو ـ د دې افغانانو راتګ سره کمه موده کښې د دغې بازار ځائې کارخانو مارکیټ او نیولو او دومره ترقي یې اوکړه چې بین الاقوامي حیثیت یې اونیو ـ د ټول ملک نه د خریدارانو دومره زور شو چې د پیښور د حاجی کیمپ د بسونو د لوې اډې نه تر کارخانو پورې باقاعده د ټرانسپورټ ګاډي شروع شول ـ چې دې کښې هم د افغانانو ګاډي "بینز" ډیر زیات وو ـ د دې نه علاوه ذاتې ګاډې ، رکشې او ټیکسیان خو لا پریږده ـ  او اوس خو د ډیر غټ اولسي ضرورت له وجهې حکومت ورته بي آر ټي هم ور رسولې ده ـ دا د شمار د دکانونو بازار اوس دومره لوې شوې او اوګد شوې چې ده سورلې نه بغیر پکې ګرځیدل هم ممکن نه دي ـ
نن صبا هم دې کارخانو مارکیټ کښې د خلقو رش او د کاروبار تیزي ده ـ خو ولې داسې لګي لکه لاټین کښې چې تیل خلاص شی او بړق بړق کوي ـ
دا دومره کاروباری ـ تعمیراتی ترقی او هر رقم او پریمانه سامانونه د دغه افغانانو  کډوالو د برکته وو ـ
د دوي د کډواله کیدو سامراجی منصوبه او د نړې د قطبینو جنګ له د جهاد مقدس نوم او حیثیت ورکول ـ  او بیا دا  سپین نیته او د سپبن زړي د الله ـ رسول او اسلام په نامه استعمالول چې هر چا هر قوم او هر ملک بیا د ګوړې د دغو چاټو نه خپله خپله برخه اخستې او اخلې ـ دا حقیقت نن لکه د نمر ښکاره شو ـ او چې ضرورت یې پاتې نه شو نو لکه د اودس ماتي د لوټې او کاغذ یې ګذار کړه ـ او د جهانی او ملکی قانون خلاف یې داسې چوکه کړل  او د شړل یې شروع کړل چې دوی  خپل د کاروبار سامانونه خو څه د کورنو لوخي لرګي هم په وړیا بیعه خرڅولو مجبور شو ـ
وخت او حالات په بنده او هر څیز مثبت او منفي اثر اچوي ـ دا ما په خپلو سترګو اولیدل او محسوس کړل ـ د کارخانو ټول مارکیټونه چې به پکښې د خوشحالې ـ جوش او نا معلومه اطمینان او روحانې اسودګي وه ـ اوس ټول ماحول داسې سپیره سپیره لګي بلکل لکه د ماربلو رنګونو او رڼا ګانو لویه مقبره چې وي ـ لوې واړه ـ ماشومان بوډګان داسې لګیدل لکه بې کوره مرغې چې اوترې اوترې په نا اشنا بلیو د ژالو فکر کښې سرګردانه ناستې وي ـ
دکاندارونو هم نه هغه شان نوې ـ فیشنداره جامې اچولې وې ـ نه یې د تر ډیروخته او لرې لرې خوریدونکې سپرې ګانې په ځانونو کړې وې ـ نه یې د سر ویخته ـ ګیرې بریتان تازه تازه شیمپو کړې او غوړ کړې وو ـ نه یې تازه تازه حجامتونه کړې وو ـ  او نه یې په مخونو کریمان او لوشنې لګولې وې ـ نه یې د سامانونو او دکانونو سجاوټ کړې وو ـ بس ډهیري یې لګولې وو ـ نه یې په خبرو کې هعه خواږه وو او نه لکه د طوطېانو چغیدل ـ نه یې کاروباري داو پیچ وو او نه د احترام تخاطب ـ بس هغوي وو او سامانونه وو ـ او دوی ورته لکه د روبوټونو ولاړ خوځیدل او ګړیدل ـ بس خو چې څوک په کوم نرخ تیاریدل سودا یې پرې خرڅوله او کالدارې یې نغدولې ـ چې افغانستان کښې به کالدارې لا نورې کم قیمته وي ـ
خو سودا ډیره خرسیدله ـ خلق په سامانونو داسې را غوټه شوې وو لکه ټپسان چې په مردارو غوټه شوې وي ـ
ما چې چار چاپیر خلقو ته اوکتل ټول زما پشان وو ـ مسلمانان وو ـ اکثریت پښتانه افغانان وو ـ ما ته هم ځان د دوې پشان موقع پرست ځناور ښکاره شو ـ او چې د یو کمبل د اغستو اراده مې اوکړه ـ نو دا افغانان راته د خپل نیکانه ټاټوبي وطندار ښکاره شو ـ د احمد شاه بابا د پښتنې افغانې وینې بوي راته لکه د خپلې وینې اولګیدو ـ د لوې خدائې د وحدانیت او د نبي پاک د ختم الرسالت عقیده  او عشق او جذبه مو هم یو وه ـ اوس راته ځان د دغو افغانانو پشان ښکاره شو ـ او خپل پښتني افغانیت او مسلمانې دې ته پرې نه ښودم چې دې سخت وخت کښې د دوې د مجبورو نه ګټه واخلم ـ د ژوبل زړه ـ نوکارو نوکارو احساس سره په درنو خپو راواپس شوم ـ ګاډي کښې په نوجنو سترګو مې دې ټپې ته خیال لاړو ـ لکه چې دا د دې افغانانو او زما د پاره چا وئیلې وه
ژوند ته په شاته شاته ګورم
لکه بائیللې جوارګر چې کور ته ځینه

Adov.Ejaz Khan Hoti

08.11.2023

-
بېرته شاته