(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فیروز اپرېدي

[10.Nov.2023 - 10:33]

فېروز افريدی د ښايست او رنګونو شاعر

ليک: امان الله نصرت

 

د تيراه اوبه دې وڅکې خوی دې نور شو

آفــريدو غــوندې خبــرې په ولجــو کــړې

خوشحـــال بابا

 

شعر او ادب د يوې ژبې  د ښکلا او پرمختيا او د يوه ولس د تاريخ  او فرهنګي هويت د ساتنې او ژغورنې غوره وسيله او ذريعه ده چې سترګې ترې نه شي پټېدای۰

ولسونه او ټولنې د فرهنګې او تاريخې ارزښتونو له خوندي او ژوندی ساتلو  پرته نه شي کولای چې د يوه ويښ او متمدن قوم په توګه د نړۍ په ولسونو کې وځلېږي او په نړيواله کچه خپلې کلتوري او ملي  ځانګړنې او وياړنې په خلکو وپېژني۰

شاعران او اديبان د يوه ملت هغه ارزښتناکه او بې سارې شتمني او هستي ده چې د خپلې ټولنې د ترجمان او سفير دنده په غاړه لري او لکه د جرس د خپل کاروان د ويښولو او هڅولو دروند بار او مسوليت پر مخ وړي۰

شاعر د خپل اولس او ټولنې د ژوند د بېلابېلو اړخونو او حالاتو عکاسي او انځورګري کوي او د هغو رښتيني او باوري تصويرونه د خلکو مخې ته ږدي۰

د پښتو ژبې په اوسنيو شاعرانو کې يو هم ښاغلی فيروز افريدی دی چې د څو لسيزو راهيسې ورسره د شعر ښاپېرۍ ملګرې شوې او نوموړی لګيا دی د نظم او نثر له لارې د خپل قام او ټاټوبي د ژوند حالاتو او پېښو ته د شعر ژبه ورکوي او د هغو انځورونه او تصويرونه کاږي۰

فيروز خان د لعل خان ځوی او د ضابطه خان لمسی دی  په خټه سيپائی افريدی  دی او  په      ۱۰/۴/۱۹۶۰ نېټه د خيبر ايجنسۍ د باړې د سپين قبر په کلي کې زېږېدلی دی۰

ښاغلی اپريدي لومړنۍ زده کړۍ په باړه او لنډيکوتل کي کړي او بيا ېې په ۱۹۸۳ کال د پېښور له پوهنتون څخه په ارټس کې د بي ای  سند تر لاسه کړي دی ۰ فيروز خان افريدی  په ۱۹۸۴ کال د قطر هيواد ته تللی او تر اوسه په نوموړي هيواد کې ژوند کوي او د حلالې روزۍ د ګټلو لپاره په کار او زيار بوخت دی۰

  د ښاغلي اپريدي په هلو ځلو  په كال ۱۹۸۴ کې  په قطر کې د د پاک پښتو ادبي ټولنه جوړه شوې او ددوی له مشرۍ او لارښښونو  لاندې ېې  په لسگونو ادبې او علمي  كتابونه چاپ كړيدى او د شعر او ادب مينه والو ته ډالۍ کړي دي۰

فيروز خان افريدي لکه د تير په څير له هېواد څخه بهر هم خپل ادبي فعاليتونه  جاري او ګړندي ساتلي او تر څنګ ېې د پښتونخوا نه خپريدونکو پښتو مجلو سره هم وخت په وخت مالي  او معنوي مرستې او کومکونه کړي او په دې برخه کې ېې د پام وړ ونډه او برخه اخيستې ده۰

. ښاغلی افريدی  د اباسين ارټس کونسل غړي هم دی او تل ېې هڅه کړې چې خپلو خلکو او پښتنې خاورې ته د تلپاتې خدمتونو مصدر شي او په دې لاره کې نه ستړي کېدونکي کارونه او خدمتونه وکړي۰

ښاغلی فېروز افريدی يو له هغو شاعرانو او ويناوالو څخه دی چې د شعر تومنه ېې د خپل قام او خاورې له مينې جوړه شوې او په هره وينا کې ېې پښتانه او ملي رنګونه روښانه او جوت دي۰

ښاغلي افريدي د خپل شعر سکروټې د چا له نغري په سوال نه دي راوړي او نه ورته شاعري له چانه په ميراث رسېدلې ده بلکه دا هر څه ورته د الهام په ډول په برخه شوي او د ستر رب له لوري پرې دا پېرزوينه او لورينه شوې ده۰ 

افريدی له خپل وطن او قام سره بې کچه او بې ساري مينه لري او همدا مينه او تړون نوموړی دې ته مجبوروي چې په هر دويم او درېيم شعر کې د خپلې خاورې او اولس دردونو او حالاتو ته ځای ورکړي او خپلو خلکو ته ملي نغمې وغږوي  او قومي ترانې او حماسې ورته وليکي۰

 فيروز افريدی دم ګړۍ له هېواده بهر ژوند کوي او جسما په پردي ملک کې د مسافرۍ او پردېسي شپې ورځې سبا کوي خو نوموړی روحا او فکرا له خپلو خلکو سره دي او پښتون زړه ېې له خپل 

پښتون پتمن او غيرتمن قام سره يو ځای درزيږي۰

د ښاغلي افريدي د شعر او نظم يو څو بيلګې هيله ده خوښې مو شي:

الله اکبر

تیارہ زړہ مې ستا په ذکر منور کړو۔

بیا آباد مې ستا په یاد د زړه کنډر کړو

د اسلام خرقه زرینه مې په تن کړه

ورته جوړ مې د ایمان لاندې استر کړو

ښکلې نوم مې وظیفه کړو د ټول عمر

ځان له خوښ مې عبودیت شام و سحر کړو

یو کتاب مې په سینه پورې نیولې

یو کتاب راته آسان د ژوند سفر کړو

کند کچکول په غاړه لاړم درویزه شوم

ځان د ذات د داٸرې نه مې بهر کړو

په توکل مې د ژوندون لاره اختیار کړه

د الله په حکم ما الله اکبر کړو

 

حضرت امام حسين رض

څوک چې  الله مني نو خامخا نظام به منــي

د خدائي نظام چې مني خامخا اسلام به مني

چــې دپن مني د محمد د خلې کلام به مني

چــې محمد مني حسین علیه سلام به منې

____________________

حســين هـغـوئی منلـې مـا منلـې تـا منلــې

حسين نه څوک کوي انکار حسين هر چا منلې

 

حسـين د ټـولـو ډلـو خلقـو په رشتـیا منلې

حسـين مظـلوم وو ځکه بـې شکه دنیا منلې

___________________

حسين دے چې لمانځلې شي دنيــا په عالمـونو

حسين دے چې يادېږی په نوحــو او سلامـونو

حسين دے چې ستايلی شي په ساندو او نظمونو

حسين دے چې فيوض ئې دي په زمکه اسمـانونو

 

خاموش یم هم ګويا یم لکه خط چې د کتاب

هم ناست يم هم په تلو يم لکه خس په سر د آب

هم وصل يم له ياره هم له وصله ېې محروم يم

تشنه يم هم غرقاب يم لکه کاڼی د درياب

 

غزل

د ګلونو په ښکلا باندې شیدا شوم

د خوشبو سره ملګرې شوم هوا شوم

لا مې دوه قدمه نه وو پورته کړي

څو قدمه په ستنه لاړم په شا شوم

چې د کورتقسیم د وروڼو منځ کښې وشو

مور ٸې غلي غوندې اوويل  زه د چا شوم*

ھر ژوندي ته عبارت له مړي دا وي

چې له خاورې وم پيدا د خاورې بیا شوم

توان مې نه شي نه رسيږمه هدف ته

په زړه پاتې شوم بې ځايه تمنا شوم

د قدرت په دې راز پوه نه شوم فیروزه

چې په یو جهت ښکارہ په بل فنا شوم

 

د عربو مزدور

ځنې ملګري رانه سم خفه دي

ځنې خپلوانو خو بېخي پرېښودم

وائي چې تا ځان له مزې وکړلې

مونږ ته د تللو  هډو ست نه کوی

په مونږ دې نه لورېږي سيل سپاټې

يو ځل به غوښتي وې تا دې وطن ته

مونږ به ھم ستا په څير مزې کولې

ريال درھمې به مو ھم ګټلې

يا به مو ښکلې کاروبار ساز کړې

دوئي څه خبر چې په مونږ څه تېرېږي

دوئي د مزدور د حاله څه خبر دي

سحرد بانګ وﺉیلو ھم ډېر مخکښې

دوﺉي پاسېدلي مزدورۍ ته روان

تر مازيګره په دې سرہ غرمه کښې

په ګرمو شګو کښې خولې بهوي

کله سړہ ډوډۍ او ګرمې اوبه

د شنو خولو سرہ تر حلق تېرہ کړي

بیا په ماښام پسې جامو ته کښني

په جک خولو ځان ته جامې وينځي

سحر په دې جاموکښې کار ته درومي

په يوہ کوټه کښې پورہ لس کسان وي

په خپل نمبر ورته ډوډۍ پخوي

په دوہ چتیزکټ کښې ئې شپې تیریږی

کال و سر دغه شان ئې ژوند روان وي

په داسې حال کښې پرې کلونه تېر شي

ډېر په مشکل سرہ قرضې لنډې کړي

چی قرض ېې لنډ شی بيا وطن ته درومی۔

يوه جوړه سپينې جامې جوړې کړي

په ځان ازان غوندې پرفيوم پورې کړي

خپلو وړو له څو شيان راواخلي

خلق ېې پر سپينو جامو تير اواهي

خلق ترېنه ډډه وهي قهر ورځي

چې پرون خوار وو نن ﺉې شان ته ګوره

د ده له کسته خپل خپلوان عزیزان

د ده بچو باندې څوک پام نه کوي

بچی ئی ھم هسې خود سره لوئي شی

سکول ترې شي پاتې لوفران ترې جوڑ شي

دلته په سخت کار کښې مزدور رنځور شي

د سلو شلو بیماریو ښکار شي

کور ئې هم جوړ نه وي چی پوخ راستون شي

بيا د نېستۍ ډېرۍ ته غلې کښېني

بچی ئې وتي وي د خپلې ولقې

په خپل سر هر رقم ناشونې کوي

د پلار نيکه مشرانو پاتې عزت

په دې ناشونو ئې په سیند لاھو کړي

پلار ورته ګوري غږ کولې نه شي

زړه ﺉې له دې سوبه ټک وچوي

د تورو خاورو لاندې زر اوده شي

دا د  بهر ملک د مزدور قصه دہ

کاش چې په دې خبرو خلق پوهېدې

چې د مزو د ژوندون دا تصوير دی۔

 

د ښاغلي افريدي چاپ شوي اثار:

د وطن په ګلدرو کښې ۔۔۔نثري بېلګه ۲۰۰۹

د ستړي ژوند ساندې او سندرې شعري بېلګه  ۲۰۱۶

زرچاڼ۔۔۔نثری بېلګه ٢٠١۸

بګړا۔۔۔اردو ناول۔۔چاپخانه درېم   ۲۰۱۹

مجلې

دستار ٢٠٠٤۔۔۔٢٠٠٩

ښکلی پېښور ٢٠٠٩۔۔٢٠١٤

-
بېرته شاته