(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیر روښان د

[10.Nov.2023 - 10:43]

 

پير روښان د خوشال په نظر کښې:

څېړنه: ډاکټر درمان علی خېل

د تورې او قلم خاوند د پښتو ادب لوے ليکوال بايزيد پير روښان که يو خوا په پښتو ادب کښې د يو ځانله مکتب خاوند ګڼلے شي نو بل خوا ئې د فکر و نظر سره د مخالفت په سنګر د نامې جامې ليکوال هسکه غړۍ ستائيلې هم شي ـ 

د پښتو ادب په اسمان د دغه ځلنده ستوري د افکارو او نظرياتو سره د ابتدا نه تر دې دمه د مخالفت آوازونه اورېدې شي ـ  په دغه مخالفت کښې اخون دروېزه ته د سر مقام حاصل دے ـ  خو په باقاعده ډول د دغې مخالفت اغاز د هغه د ځائي کلي کاني ګرم نه شوے وۀ ـ (۱) البته اخون دروېزه د پير روښان سره په دغه مخالفت کښې تر انتها رسېدلے ښکاري ـ

د اخون دروېزه او پير روښان د مخالفت وجوهات څۀ وو؟ دا يو ځانله بحث دے چې يو شمېر څېړنکارو پرې څېړنې کړې دي ـ 

د دغه اختلافاتو وجوهات په خپل ځاے خو د دې خبرې نه انکار نۀ شي کېدے چې روښاني تحريک ته لوے نقصان د اخون دروېزه د مخالفت له وجې رسېدلے وۀ ـ  د دغې اختلافاتو اثرات تر څه حده اوس هم ليدې شي ـ  

"شايد دوست محمد خان کامل مرحوم وړومبے محقق وۀ چا چې د روښاني مکتب فکر مطالعه يې په غېر جانبدارۍ او بې تعصبه اوکړه ـ  د دې مکتب فکر باني بايزيد انصاري لا تر ننه متنازعه شخصيت دے ـ  ولې هر کله چې د يو فېلسوف په حېث د هغه د فلسفې تشريح د هغه مريدانو خلفاؤ اوکړه ـ  او دغي تشريح يو نوے ادبي تحريک جوړ کړو نو د روښان د اصلي مقام نخښې هم تر ډېره حده رڼا ته راووتې"(۲)

اخون دروېزه چې د پير روښان په مخالفت کښې کوم اثرات په پښتنو کښې پرېښي وو د هغې اندازه د عبدالکبر خان اکبر د دې بيان نه په اسانه لږېدے شي ـ 

 

"ما په ورکوټوالي په يو مکتب کښې سبق لوستۀ ـ  ناسته پاسته مې د ملايانو شېخانو سره وه ـ  وړو ته خو هر مشر بيا د استاذ خبره د آيتونو نه زياته وي ـ  زمونږ سره د دغې کندي مالت يو ورکوټي سبق لوستۀ  ـ  زمونږ د جمات يو شېخ کاکا ماته اوئيل چې دې هلک سره نزدې مۀ کښېنه ـ  ما وې ولې؟ دۀ اووې د استاذ نه دې تپوس اوکړه ـ  د دوي کورنۍ ته اخون درويزه صاحب خيرې کړې دي ـ  چې د دوي اتلس (۱۸) پُشته به په دوزخ کښې وي ـ  د دوي مشرانو تاريکيانو له پناه او امداد ورکړے وۀ ـ  د دوي نه هندوان، فرنګيان، ډېر ښه دي ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  په حجره جماعت کښې به د کافر په ځاے تاريکے او وهابي استعمالېدۀ ـ  ـ ـ  ـ  ـ  ما ته چې استاذ د مانځه نه پس دعا ښودله نو دا ئې راته ياده کړې وه، چې خدايه! د وهابيانو نه مې ساتې، د تاريکيانو د سوري نه مې په امان کړې ـ  ـ  ـ  ـ  د عمرزو په مقبره کښې يو څو قبرونه وو چې مشرانو او شېخانو به وئيل، چې دوي ته دعا مۀ کوئ دوي ازاريان دي، او تارکيان مړۀ دي"(۳)

 

پير روښان ته د پير تاريک لقب اخون دروېزه د خپل استاذ ملا محمد زنګي په وېنا ورکړے وۀ او ورسره ئې د لعنتي اضافه هم کړې وه ـ  (۴) او دا احکامات ئې هم جاري کړي وو چې د بايزيد ټول کتابونه اوسېزئ (۵) ـ  په دې وجه د پير روښان کتابونه د پښتنو د سيمې نه ورک شوي وو  ـ  خصوصاً خېرالبيان چې اخون دروېزه ورته شر البيان (۶) وئيلے وۀ ـ  بيخي له مينځه ورک شوے وۀ ـ  خو ولې د مولانا عبدالقادر مرحوم په کوششونو د خېرالبيان يوه قلمي نسخه په کال ۱۹۵۹ء کښې د مغربي جرمني په ټيوبنګن يونيورسټۍ کښې دريافت شوه ـ  (۷) او د پښتو اکېډمۍ په اهتمام منظر عام ته په کتابي شکل کښې وړاندې شوه نو د پير روښان په افکارو او خيالاتو په باقاعده ډول څېړنې شروع شوې ـ  د دغې څېړنو په نتيجه کښي پير تاريک په خپل اصل نوم پير روښان وپېژندلے شو ـ 

ډاکټر يار محمد مغموم د بايزيد پير روښان شهرت د اخون دروېزه د مخالفت سره نتي کوي ـ  موصوف ليکي!

"اخون دروېزه د بايزيد انصاري معاصر او د هغه شديد مخالف وۀ ـ  که څۀ هم بايزيد (پير روښان) د خپلې غېر معمولي صوفيانه عقيدې په وجه د مخکښې نه نوم خور کړے وۀ خو د اخون دروېزه د مخالفت په وجه د هغه په ادبي، مذهبي او سياسي شهرت کښې نوره هم اضافه وشوه"(۸)

دا د ډاکټر صېب ذاتي خيال کېدے شي خو ولې زۀ چې فکر کوم نو پير روښان ته نۀ بلکې اخون دروېزه ته د پير روښان سره د مخالفت په وجه شهرت حاصل شوے دے

  کله چې د اخون دروېزه او پير روښان ترمينځ د اختلافاتو ابتداء کېده نو پير روښان د پير کامل دعوه کړې وه  او د خپلو خلفاؤ په لاس ئې مختلف ملکونو او علاقو ته دعوت نامې لېږلې وې ـ  د دغې ورپسې ئې سيد علي ترميزي (پيربابا) ته په خپله حلقه مريدۍ کښې د شاملېدو دعوت ورکړے وۀ ـ(۹) د دغې نه وروسته د اختلافاتو او مناظرو اغاز شوے وۀ البته د دغې اختلافاتو په وجه پښتو ادب ته ډېره فائده رسېدلې ده ـ  د پښتو نثر په باره کښې چې کومې څېړنې شوې دي د هغې تر مخه د پير روښان ليکلے کتاب خېرالبيان د پښتو د نثر وړومبے په لاس راغلے مستند کتاب دے ـ  (۱۰) دغه رنګ د اخون دروېزه ليکلے کتاب مخزن هم د پښتو نثر د ابتدائي نمونې په ډول پېش کولې شي ـ  د دې دواړو کتابونو د اهميت اندازه د دې نه هم لږي چې خوشحال خان خټک ئې په خپلو اشعارو کښې تذکره کړې ده ـ  د دې سره سره ئې د دغه دواړو شخصياتو په حقله هم خپل خيالات څرګند کړي دي ـ 

د خوشحال په کلام کښې د اخون دروېزه په حقله د خوشحال خيالات واضحه او په ښه پوره مقدار کښې موجود دي ـ  خو ولې د پير روښان په حقله د خوشحال خيالات د شمار په څو اشعارو کښې راغلي دي او هغه هم د خوشحال د کلام په مختلفو نسخو کښې د يو بل سره توپير لري ـ  په دې سلسله  کښې د پير روښان په حقله د خوشحال خيالات د ابهام ښکار شوي دي ـ  

د پير روښان په حقله  د خوشحال د خيالاتو نه د پير روښان د افکارو او نظرياتو وضاحت په ښکاره ډول نۀ څرګندېږي ـ  د دې وجه دا کېدے شي چې د خوشحال په کلام کښې لاس وهنې شوې وې ـ  حبيب الله رفيع صاحب د خوشحال په کلام کښې دغې لاس وهنو ته داسې اشاره کړې ده ـ 

 

"د بابا ديوان په ټولو قلمي نسخو کښې کاتبانو ناروا لاس وهنې کړې چې بيا دا لاس وهنې د دۀ د ديوان په چاپي نسخو کښې هم راغبرګې شوې  او حتٰی د دۀ د ديوان چاپونکو هم لاس وهنې پکښې کړې دي"(۱۱)

 

د پير روښان په حقله چې د خوشحال کوم اشعار موجود دي په هغې کښې پوره رد وبدل او لاس وهنې  په نظر راځي ـ تر دې چې روغې مصرعې پکښې بدلې شوې دي

  د دغې رد و بدل او لاسوهنو په وجه د خوشحال خيالات د پير روښان په حقله واضحه نۀ دي ـ 

ارواښاد عبدالحۍ حبيبي صاحب چې د خوشحال کومه "سوات نامه" مرتب کړې ده په هغې کښې چې د روښانيانو په حقله کوم اشعار درج دي په هغې کښې يو شعر داسې نقل شوے دے ـ 

 

د روښان مريد به وران شو په يقين کښې

سل فتنې به ئې پېدا کړلې په دين کښې (۱۲)

 

دا شعر د "تاريخ مرصع" په سوات نامه کښې داسې درج دے

درويشان مريد به وران شو په يقين کښې

سل فتنې به ئې  پېدا کړلې په دين کښې(۱۳)

 

د دې شعر په حقله حبيبي صاحب د خپلې مرتب کړې سوات نامې په  حاشيه کښي ليکي!

 

"ار: (ارمغان خوشحال) درويشان مريد به وران شۀ په تعين کښې؟ مر: (تاريخ مرصع) درويشان مريد به وران شۀ په يقين کښې؟ په دواړو ډولو دلته درويشان د درويش جمع سمه معنا نۀ لري ـ  ځکه چې د دروېزه او روښان او نورو پيرانو بيان دے ـ  زۀ درويشان (دروښان) ګڼم او سمونه ئې کوم"(۱۴)

 

د حبيبي صاحب د بيان تر مخه په ارمغان خوشحال کښې هم  درويشان لفظ راغلے او د دغه شعر، د اولنۍ مصرې قافيه د "يقين" په ځاے "تعين" درج ده  ـ  خو دغه شعر د همېش خليل صاحب په مرتب کړې "سوات نامه" کښې داسې راغلے دے ـ 

 

د روښان مريد محکمه وۀ په دين کښې

دروېزه رخنه اغازه کړه په دين کښې(۱۵)

همېش صاحب د خپلې مرتب کړې "سوات نامې" په حقله ليکي 

"د سوات نامې دا قلمي نسخه د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ ملکيت دے ـ  چې د قلمي نسخو په قطار کښې په ق ـ ن ـ  ۵۷۹ نمبر پرته ده" ـ(۱۶)

د پښتو اکېډمۍ د مذکوره نسخې نه علاوه موصوف د يوې بلې نسخې ذکر هم کوي ۔

"بله (نسخه) راقم الحروف هم لري او د دغه دواړو خطي نسخو د تقابلي نتيجې په لړ کښې چې راقم الحروف دا کومه نسخه مرتب کړېده هغه په څلورو سؤ يو کم اتيا(۴۷۹) شعرونو مشتمله ده"(۱۷)

 

د همېش صاحب دغه مرتب کړې "سوات نامه" د تاريخ مرصع، ارمغان خوشحال او د  کابل په چاپ نسخه کښې د راغلې "سوات نامو" نه اتۀ اتيا (۸۸) شعرونه زيات لري ـ  ممکنه ده چې د همېش صاحب دغه نسخه د مذکوره نسخو نه معتبره وي خو ولې په دې نسخه کښې مذکوره شعر د خوشحال د شعري معيار او هنر نه پرېوتے ښکاري ـ  د دغه شعر په دواړه مصرو کښې لفظ "دين" په حېثيت د قافيې تکرار شوے دے ـ  په مجموعي سوات نامه کښې دا يو شعر داسې دے چې په دواړه مصرو کښې د قافيې تکرار لري ـ  بلکې که زۀ تېروتے نۀ يم نو د خوشحال په کلهم شعري آثارو کښې داسې د قافيې د تکرار مثال نۀ مېلاوېږي ـ 

خوشحال چونکې د شعر په هنر کښې د کمال مهارت لرو نو ځکه ترې د داسې مهمې تېروتنې توقع نۀ شي کېدے ـ 

ډاکټر زبېر حسرت صاحب په خپله مقاله "روښانيان او خوشحال يوه تحقيقي مقاله" کښې د همېش صاحب د مرتب کړې سوات نامې د دغۀ شعر نه د پير روښان په طرفدارۍ کښې استدلال اخستې دے (۱۸) ـ  خو د دغې شعر تکنيکي خامۍ ته ئې پام لرنه نۀ ده کړې ـ 

دغه رنګ ډاکټر يار محمد مغموم صېب

د کامل صېب د يو اقتباس سره د اختلاف رائے په دليل کښې دغه شعر پېش کړے دے ـ  مغموم صاحب د دغه شعر سره په بريکټ کښې ليکلي دي ـ

 

"د "مريد" په ځاے که "ډله" او "د محکمه وو" په ځاے  "محکمه وه" وليکلے شي نو شعر به صحيح شي" ـ (۱۹)

 

مغموم صاحب د دغه شعر يوه خامي خو په ګوته کړې خو ولې د بنيادي خامۍ نه ئې ګام پورته کړے دے ـ  باوجود د دې چې د غه شعر خامي لري خو بيا هم مغموم صاحب د خپل مؤقف د سوي دپاسه کولو په غرض  دغه شعر د دليل په طور پېش کړے دے ـ 

دغه شعر کوم چې د همېش صاحب په مرتب کړې سوات نامه کښې درج دے ـ  د خپل سياق و سباق نه جدا ښکاري ـ  البته په تاريخ مرصع، ارمغان خوشحال او د حبيبي صاحب په مرتب کرې سوات نامه کښې راغلے دغه شعر د خپل context   له مخې سم معلمېږي ـ 

زۀ ځاني طور دغه ډوليز شعر نۀ خو د پير روښان سره د خوشحال په مخالفت کښې او نۀ ئې په حمايت کښې پېش کولې شم ځکه چې د دغه شعر صحت مشکوک دے ـ 

خوشحال خان خټک په يو بل شعر کښې وائي ـ 

 

هغه وخت چې پير روښان فساد بنياد کړ

پښتنو ورسره ټينګ کار د فساد کړ(۲۰)

 

دا شعر د حبيبي صېب په مرتب کړې سوات نامه کښې داسې درج دے خو د همېش صېب په مرتب کړې سوات نامه کښې د دې شعر په دويمه مصره کښې د قافيه "فساد" په ځاے "ارشاد" راغلے دے ـ 

 

هغه وخت چې پير روښان فساد بنياد کړ

پښتنو ورسره ډک کار د ارشاد کړ (۲۱)

 

ډاکټر زبېر حسر صاحب د همېش صېب د مرتب کړې سوات نامې  د دغې شعر قافيه "ارشاد" معنوي لحاظ سره سمه نۀ ګڼي او په خپله مقاله کښې ئې هغه شعر پېش کړے دے د کوم شعر په دويمه مصره کښې چې "فساد" لفظ استعمال شوے دے ـ (۲۲)

 

د مذکوره شعر په حقله قلندر صاحب ليکي

"دا (شعر) چې د پيرروښان اقدامات د خوشحال په نظر کښي د "فساد" د تعريف لاندې راتلۀ ـ  خو دا به يوې نتيجې ته "ژر ټوپ وهنه" وي  ـ  ځکه چې خوشحال بابا د خپل "باچا" ايمل خان د قومي تحريک په باره کښې وائي ـ 

د اېمل فتور اغاز شۀ

د مومندو هم عنان شوم

 

نوکه  د ايمل خان تحريک د خوشحال بابا په نظر کښې "فتور" وي نو د پير روښان تحريک ته که "فساد" ووائي نو زما په خيال له دې نه دا نتيجه اخذ کول صحيح نۀ دي چې خوشحال خان د بايزيد انصاري دښمن وۀ ـ  ځکه چې په "فتور" او "فساد" کښې معنوي اشتراک شته او که يو د مدح په مقام استعمال شوے وي نو بل خامخا د ذم مقام ته منسوب کول صحيح کار نۀ دے" ـ (۲۳)

 

په دې سلسه کښې پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم صاحب د قلند صېب هم خيال دے ـ  او د قلندر صېب دغه راے ئې بغېر د څه حوالې نه د لږ بدلون او اضافې سره په خپل تهيسز کښې داسې بيان کړے دے ـ 

 

"خوشحال بابا د "فساد او فتور (د دواړو لفظونو تقريباً  يوه معنٰی ده) الفاظ د پښتنو د قومي پاڅون په معنو کښې استعمال کړي دي ـ هغه وائي ـ 

 

د اېمل فتور اغاز شۀ

د مومندو هم عنان شوم

 

پنځه شپږ کلونه تېر د دې فتور دي

پښتانۀ په زړۀ خوشحال  مغل رنځور دي

 

ناګهانه په دا ملک فساد بنياد ش

زما هم د تلافۍ کار په ياد شۀ

 

دا فساد که يو بڅرے وۀ ما اور کۀ

اور مې پورې د اکبر بادشاه په کور کۀ

 

د دې شعرونو د سياق و سباق نه معلومېږي چې خوشحال بابا د "فساد" ټکے د پښتنو د قومي پاڅون دپاره استعمال کړے دے ـ  په دغه لړ کښې د خوشحال بابا دا شعر وځيرئ ـ 

 

هغه وخت چې پير روښان فساد بنياد کړ

پښتنو ورسره ډک کار د فساد کړ "(۲۴)

 

اول دا چې ددې حوالې په څلورم نمبر شعر کښې د ’’اورنګ بادشاه‘‘په ځاے ’’اکبر بادشاه‘‘ راوړلے شوے دے ـ بله دا چې ددې نه وړاندې قلندرصېب په خپل بيان کښې په محتاط ډول خبره کړې ده خو ولې مغموم صاحب په مطمئين انداز دا خبره حتمي او قوي ګڼي چې خوشحال  "فساد" ټکے د قومي پاڅون په معنٰی کښي استعمال کړے دے ـ  د مغموم صاحب د مذکوره جواز سره اختلاف کېدے شي خو که مونږ دا خبره تسلم هم کړو نو بيا هم د دې خبرې نه انکار نۀ شي کېدے چې خوشحال دغه "فساد" او "فتور" الفاظ هر ځاے "د ملي پاڅون" دپاره نۀ دي استعمال کړي ـ

  د مثال په ډول ـ 

خټک واړه بوبکري پير منصوري وو

له بدعته له فساده په بري وو(۲۵)

که حيات په دا دنيا يم بخت مدد کا

يوسفزيه د فساد خويونه رد کا (۲۶)

 

په درست کال په مخ ناولې  ـ  ـ  ـ  ته پروت وم

په حېرت شم چې به ياد هغه فساد کړم (۲۷)

 

که ئې زړۀ نۀ دے په خپله رسوايۍ

راضي مند دې په فساد نۀ شي سړے(۲۸

 

که ملحد سړے مالدار شي

مال به خرڅ کا په فساد(۲۹)

 

دغه رنګ "فتور" لفظ هم په هر ځاے کښې خوشحال په دغه معنو کښې نۀ دے استعمال کړے کومې معنې چې ترې قلندر صاحب او مغموم صاحب څرګندوي ـ 

د مثال په ډول خوشحال په يو نعت رسول مقبولﷺ کښې دغه لفظ "فتور" په خپل لغوي معنٰی کښې  داسې استعمال کړے دے ـ 

 

تاﷺ چې وتړله توره

جهان خلاص شۀ له فتوره (۳۰)

 

بهر کېف خوشحال که دغه لفظونه د خپل لغوي معنو نه علاوه په اصطلاحي معنٰی کښې استعمال کړې هم وي نو د هغې اندازه به د سياق و سباق نه اخذ کولې شي کومې ته چې يار محمد مغموم صاحب اشاره  کړې ده خو ولې په خپله ئې دغه تکليف نۀ دے کړے ـ 

د دغې فصل شعرونه چې د دغې شعر د سياق  وسباق په حواله اوکتې شي نو خبره بلکل صفا کېږي او پته لږي چې خوشحال په دغه شعر کښې د فساد نه څۀ معنٰی اخلي ـ 

هغه وخت چې پير روښان فساد بنياد کړ

پښتنو ورسره ټينګ کار د فساد کړ

پښتانۀ په هغه دور پير پرست وو

څوک مريد د شاه عيسٰی څوک د سرمست وو

د روښان بخره ورکزيه افريدي شول

هغه خوښه په رهزنۍ په عنيدي شول

د قاسم په بخره واړه غوريه خېل وو

دنګر پير ورته د بنو شيتک اېل وو

خټک واړه بوبکري پير منصوري وو

له بدعته له فساده په دوري وو

په مذهب کښې درست خټک سُني مذهب دے

اما پير ورته له جهله لکه رب دے

که په دا سبب کافر وي ګوندې وينه

ګڼه واړه په مذهب کښې سُني دينه

يوسفزيه همه واړه عيسائي وو

ملکانو سره ګډ په رسوايي وو

قاسمي، شاه عيسايي سره په جنګ وو

روښاني پير منصوري سره دا رنګ وو

دروېزه له يوه لوريه راپېدا شۀ

په لږ علم په دا ملک کښې لوے ملا شۀ

چې ئې حال د دې علم مشاهده کړ

خپل کتاب ئې په کاغذ مسوده کړ

د روښان خېرالبيان ئې وۀ ليدلے

هغه هم مجهول بيان وۀ  نا پسندلے

دۀ چې خوشے مېدان بيا موند سخن ګوئېشۀ

په وئيل کښې چې ئې زړۀ وۀ هسې توئې شۀ

هغه وخت په پښتنو کښې علم نۀ وۀ 

دروېزه تر مجتهد ورته لا ښۀ وۀ (۳۱)

 

د دې فصل نه وړاندې، په تاريخ مرصع کښې چې  کوم فصل موجود دے په هغې کښې خوشحال د اخون دروېزه په کتاب مخزن مختلفې نيوکې کړې دي ـ 

 

يو کتاب دے دروېزه سره جوړ کړے

د سوات خلق ئې له کل علمه موړ کړے

نامعقول مجهول بيان پکښې بې ځايه

پکښې بد د سيد وايه يزيد ستايه(۳۲)

 

دا او دغه شان د نورو نيوکو په ترڅ کښې بقول خوشحال

سرې لمبې د ميا نور په کور شوې بلې

نۀ وۀ څوک چې ئې اوبۀ کړې باندې تلې (۳۳)

 

د دې غضب او غصې په وجه ميا نور په خوشحال پسې د مناظرې په غرض د خپلو مريدانو، ملايانو او شېخانو په بدرګه کښې له دمغاره تر پيوله پورې راځي ـ 

 

القصه چې له دمغاره راروان شول

تر پيوله پورې راغل يک زبان شول (۳۴)

د سوات نامې د بيان تر مخه ميا نور په دغه مناظره کښې پړ شو ـ  خپله خطا ئي تسليم کړه ـ  توبه ګار شو او د خوشحال سره ئې روغه جوړه وشوه ـ 

 

دې ما روغه په رښتيا د دۀ ده دروغه

د ميا نور سره مې وشوه هسې روغه (۳۵)

 

خو ولې ميا نور چې کله تر کوره ورسېد نو په خپله خبره پښېمان شو ـ 

شېخ ميا نور چې خجل ورغے تر کوره

په دا خپل وئيل پشيمان شۀ، راشه ګوره (۳۶)

 

د وړاندې ذکر شوي فصل (د کوم په ابتدائي شعر کښې چې د پير روښان مطابق د فساد ذکر شوے دے) او د دې فصل (په کوم کښې چې د اخون دروېزه په کتاب نيوکې شوې دي) تر مينځ د همېش صېب په مرتب کړې سوات نامه کښې يو بل فصل هم موجود دے ـ  دغه فصل په تاريخ مرصع او د حبيبي صېب په مرتب کړې سوات نامه کښې نشته ـ 

په دغه فصل (کوم چې د همېش صاحب په مرتب کړې سوات نامه کښې وجود لري) کښې خوشحال د ميا نور په مکر و فرېب، دروغ ګويۍ، د مخزن په صفت کښې د ميانور په بيان، د مغلو سره په رابطه او د ميانور په مرستيالو ملکانو سخت ټکونه کړي دي ـ 

پس له دغې خوشحال ښه په تحمل سره د اخون دروېزه د مقام او رتبې د ترلاسه کولو وجوهات ښائي ـ  دغه وجوهات د خوشحال په نظر کښې څۀ دي؟ موصوف وائي ـ  پښتانۀ په هغه دور پير پرست وو او پيران په خپلو کښې وران او په جګړه وو ـ  موصوف نور وضاحت داسې کوي چې خټکو د جهالت له وجې خپل پيران د رب ج مقام ته رسولي وو او يوسفزي چې د شاه عيسٰی مريدان وو سره د خپلو ملکانو په رسوايۍ کښې اخته وو ـ  دا هغه دور وۀ چې کله پير روښان فساد ګډ کړے وۀ او پښتانۀ ورسره په دغه فساد کښې ملګري وو خاص کر ورکزو او افريدو سرکشي، شرپسندي او لوټماري شروع کړې وه ـ  هر طرف ته اړے ګړے وۀ ـ  اخون دروېزه چې مېدان خالي وليد نو په خپل لږ علم په دې ملک کښې لوے ملا شۀ، چونکې په پښتنو کښې علم نۀ وۀ نو اخون دروېزه ورته د مجتهد نه هم اوچت ښکارېدۀ ـ  د دغې نه پس خوشحال په اخون دروېزه ښه پوره سخت ټکونه کړي دي ـ  

د خوشحال د بيان نه دا خبره څرګندېږي چې په هغه وخت کښې د نامې جامې څوک نۀ وو نو اخون دروېزه چې دغه خالي مېدان وليد نو سخن ګوئے شۀ او په لږ علم په ټول ملک کښې لوئے ملا شۀ ـ 

د پير روښان په موجودګۍ کښې د خوشحال د دې بيان نه داسې ښکاري چې د پير روښان شخصيت د خوشحال په نظر کښې څه خاص نۀ وۀ ـ 

زۀ چې فکر کوم نو د دغۀ شعر نه په يو صورت هم دا نۀ څرګندېږي چې ګنې خوشحال په دغه شعر کښې د "فساد" نه  د "ملي پاڅون" مطلب اخستے وي ـ 

 

بل يو شعر کښې خوشحال د خېرالبيان په حقله وائي ـ 

د روښان خيرالبيان ئې وۀ ليدلے

هغه هم مجهول بيان وۀ ناپسندلے (۳۷)

دا شعر په تاريخ مرصع، ارمغان خوشحال او د حبيبي صېب په مرتب کړې سوات نامه کښې په مذکوره ډول راغلے دے ـ  ولې د همېش صېب په مرتب کړې سوات نامه کښې داسې درج دے ـ 

د روښان خېرالبيان ئې وۀ ليدلے

د هغه په مضمون نۀ وۀ پوهېدلے (۳۸)

په دې شعر کښې هم ښه پوره لاس وهنه ښکاري ـ  البته وړومبے درج شعر کوم چې په تاريخ مرصع او ارمغان خوشحال کښې راغلے دے ـ  د خوشحال د اسطلاحاتو او ډيکشن سره سمون خوري ولې چې دغه "ناپسندلے" لفظ خوشحال په نور ځايونو کښې هم استعمال کړے دے ـ 

 

که شعر ته نظر کړې په خپل اصل کښې بد نۀ دے

بد دا چې څوک په شعر کښې وئيل کا ناپسندلي(۳۹)

بل ځاے کښې دغه لفظ داسې راوړي ـ 

ګوره کوم ديني بادشاه وۀ

چې پسندلے داله وۀ (۴۰)

بله دا چې په دغه دوه (۲) ډوليز شعرونو کښې د اولني شعر کوم چې په تاريخ مرصع او ارمغان خوشحال کښې درج دے، نه په يو صورت هم دا نۀ څرګندېږي چې مونږ ترې د پير روښان په حقله د خوشحال د فکر و نظر جائزه واخلو ـ  ولې چې د دغه شعر په اولنۍ مصره کښې لفظ "ئې" د اخون دروېزه دپاره د اشارې په طور استعمال شوے دے ـ  مطلب دا چې اخون دروېزه  د "پير روښان" خېرالبيان ليدلے وۀ ـ  او هغۀ دغه

کتاب مجهول بيان ګڼلے او ناپسندلے دے ـ 

البته د همېش صاحب په مرتب  کړې سوات نامه کښې چې  دغه شعر په کوم دويم ډول درج دے ـ  په دغې حقله ډاکټر زبېر حسرت صاحب ليکي ـ 

"د دغه بېت يو قرات مونږ د همېش خليل صاحب په ترتيب کړې، "سوات نامه" کښې داسې لوستے دے او وړاندې مو هم درج کړے دے  چې ـ 

د روښان خېرالبيان ئې وۀ ليدلے

د هغه په مضمون نۀ وۀ پوهېدلے 

او د دغه بېت موجودګۍ کښې دا خبره يقني شي چې د اخون دروېزه په مقابل کښې خوشحال بابا د خېرالبيان په مضمون (مندرجاتو) پوهه شوے وۀ او د هغۀ د تحريک سره سره ئې د هغه د عقائدو سره هم اتفاق وۀ ګنې  خوشحال بابا د سوات نامې په دغه فصل کښې دا بيت څنګه وئيلو چې ـ 

د روښان مريد محکمه وو په دين کښې

دروېزه رخنه اغازه کړه په دين کښې (۴۱)

محترم ډاکټر زبېر حسرت صاحب يو ډېر پوهه  زيرک محقق دے خو ولې دلته ئې د تصوير په يو اړخ اکتفا کړې ده ـ  موصوف دغه اشعار کوم چې په تاريخ مرصع او ارمغان خوشحال يا د حبيبي صاحب په مرتب کړې "سوات نامه" کښې راغلي بيخي نظر انداز کړي دي  ـ   

دغه شعر!

د روښان خېرالبيان ئې وۀ ليدلے

د هغه په مضمون نۀ وۀ پوهېدلے(۴۲)

په خپل ځاے ، خو ولې دا شعر چې په ارمغان خوشحال او تاريخ مرصع کښې په کوم ډول درج دے هغه بيخي نظر انداز کول ـ  د تحقيق له مخه مناسب نۀ ښکاري ـ   بله دا چې دغه شعر د خوشحال د ډکشن سره مناسب ښکاري چې ما ورته وړاندې اشاره کړې ده ـ  د دې نه سربېره د موصوف حسرت صېب د خپل دليل او موقف د نور مضبوطولو دپاره د خوشحال دغه کوم بل شعر چې درج کړے دے د هغې تيکنيکي خامۍ ئې هم بېخي نظر انداز کړې ده ـ  چې ما ورته په وړاندې صفحاتو کښې هم اشاره کړې ده ـ 

غراض دا چې مونږ د مزکوره اشعارو په رڼا کښې په يو صورت هم دا خبره نۀ شو حتمي کولے چې ګنې خوشحال د پير روښان د فکر و نظر سره اتفاق لرو او نۀ دا خبره د مذکوره اشعارو  په دليل ثابتېږي چې ګنې خوشحال د پير روښان مخالفت کړے دے ـ 

د خوشحال خان خټک د کلياتو د "نون" په پټۍ کښې د يو غزل په شعر کښې داسې وائي ـ 

 

زۀ  د دروېزه غوندې ايمان ښيم و دۀ ته

دے د پير روښان غوندې د کفر که تلقين (۴۳)

 

خوشحال په دغه غزل کښې د خپل نفس تشبيهـ د افريدو سره ورکړې ده او په ورپسې شعر کښې وائي چې خپل نفس ته د دروېزه غوندې ايمان ښايم خو ولې  

نفس مې راته لکه د پير روښان د کفر تلقين کوي ـ  

 

نفس مې افريدے دے څه غم نۀ لري د دين

ښه فکر ئې لږ دے ډېر دے بدو وته شين

زۀ د دروېزه غوندې ايمان ښيم و دۀ ته

دے د پير روښان غوندې د کفر که تلقين (۴۴)

په دې حواله قلندر مومند صېب ليکي ـ 

"دلته يوه خبره د هېرولو نۀ ده ـ  ښاغلي اسلانوف په خپله مقاله "د روښانيانو ملي نهضت" کښې د خوشحال خان د ديون د پېښور چاپ په حواله د هغه دا دوه شعرونه راوړي دي ـ

نس مې افريدے دے څه غم نۀ لري د دين

ښه فکر ئې لږ دے ډېر دے بدو وته شين

زۀ د دروېزه غوندې ايمان ښيم و دۀ ته

دے د پير روښان غوندې د کفر که تلقين

او بيا ئي وئيلي دي "مګر د خوشحال خان په هم دغه شعر کښې چې د راورټي په مجموعه کښې چاپ شوے دے د پېغمبر د لفظ په ځاے دروېزه راغلے د او شېطان د لفظ په ځاے روښان ليکلے شوے دے"(۴۵)

 

د خوشحال د مذکوره شعر په حقله هم شکوک و شبهات څرګند دي ـ  په دې وجه په يو صورت دا خبره د مذکوره شعر يا د نورو شعرونو په شهادت نۀ څرګندېږي چې خوشحال د پير روښان د تحريک په مرسته يا مخالفت کښې څۀ وئيلي وي ـ 

البته دا خبره قوي ده چې خوشحال کۀ د پير روښان يا د پير روښان د تحريک يا د هغه د مذهبي افکارو  مخالف وې نو بيا به ئې ارو مرو په خپلو اشعارو کښې د پير روښان په ځاے پير تاريک نوم راوړې وۀ خو چونکې خوشحال چې د پير روښان په حقله کو اشعار وئيلي دي نو په هغې کښې ئې د موصوف نوم "پير روښان" مذکور کرے دے ـ  نو د دې يوې خبرې په دليل دا خبره څرګندېږي چې نوموړي خوشحال د روښان سره يا د هغه د مذهبي عقائدو سره مخالفت کم از کم نۀ لرو ـ  خو ولې دا خبره د ټوس شهادت محتاجه ده چې خوشحال د پير روښان د تحريک او يا مذهبي عقائدو ملګرے او مرستيال وۀ ـ 

 

ډاکټر درمان علی خېل

-
بېرته شاته