افغان - افغانستان
[10.Nov.2023 - 10:48]«افغان او افغانستان»
لیکوال: پوهاند عبدالحی حبیبي
له پارسي ژباړونکی: استاد حبیب الله رفیع
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسیا په زړه کې یې تر ټولو تاریخي، اقتصادي او اجتماعي شرایطو لاندې یو نه بیلېدونکی واحد جوړ کړی – داسې نوم دی چې لږ تر لږه یو زر اووه سوه (۱۷۰۰) کلن تاریخي لرغونتوب او ملي اصالت لري.
په افغانستان کې دننه او دباندې ځینې کسان فکر کوي چې دا نومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بیا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامینځ ته شوي او زموږ هغه هېوادوال چې له تاریخي پېښو نه خبر نه دي، تل له ما نه پوښتي چې ایا دا نومونه لرغونی تاریخ لري کنه؟ نو ځکه لیکنه کې په ډېر لنډیز سره د خپل ملي تاریخ دا موضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.
د افغان نوم تر کومه ځایه چې ماته څرگند دی په تاریخ کې اوږدې ریښې لري او په همدې سیمه کې د هلمند او سند د دوو لویو سیندونو ترمینځ په همدې نامه یوې ډلې وگړو ژوند کاوه چې تفصیل یې دا دی:
شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله – مترجم) د ایران د شېراز په «نقش رستم» کې د شیکاگو د ختیځې موسسې د لرغونپوهانو یوې ډلې د هغه ځای په ډبر لیکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او یوناني ژبو یو ډبرلیک وموند چې هغه د ساساني کورنۍ دوهم بادشاه لومړني شاه پور تر ۲۶۰ م کال او د اودیسي په جگړه کې د روم د امپراتور «والیرین» تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د دیوال په ډبرو لیکلي دي.
څرنگه چې لومړی شاپور په ۲۷۳م کال مړ شوی نو د دې ډبرلیک د لیکلو نېټه د ۲۶۰ تر ۲۷۳ع کال پورې د دیارلسو کلونو ترمنیځ ټاکلی شو(د دې ډبرلیک نیمگړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ۴ ټوک په ۱۸۱ مخ کې چې په ۱۹۵۹ع کال په شېراز (ایران) کې خپور شوی، وکتل شي). د دې ډبرلیک په دوهم بند کې د «پشکابور» د ښار نوم «کوشان – خساتر» یعنې د کوشاني هېواد د وروستنۍ ختیځ سرحد په توگه یاد شوی دی چې هغه یې د یوناني له «کسپاپوروس» د چیني هیون تسنگ له پو-لو-شا-پو-لو او د اسلامي دورې د مورخینو له پرشاپور او پرشاور (پېښور) سره یو بللی دی. د همدې ډبرلیک په شپږمه برخه کې د شاپور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د «وینده فرو ابگان رزمه ود» (۱) نوم یاد شوی دی چې د «سپرنگ لونگ» په نامه یوه محقق لومړی ځل دا ډبرلیک ولوست او د امریکې په سامي مجله کې یې په ۱۹۴۰م کال یوه مقاله ولیکله او دوهمه کلمه «ابگان» یې په قاطع ډول د افغان له اوسني پاچا دریم شاه پور له نامه سره چې له ۳۰۹ تر ۳۷۹ع کال پورې یې اویا کاله پاچاهي کړې د «اپکان» په بڼه یو صفت او لقب یاد شوی دی چې دا کلمه هم کولای شو د «ابگان» د یادې شوې کلمې غوندې وگڼو چې د زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او یا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځینې مورخین لکه سراولف کېرو یې د ساساني دربار په مشرانو کې د درانیو او یوسفزیو د شته والي په فکر کړی دی (وگورئ پټانان – انگلیسي متن ۸۰ مخ). او موږ نوموړی نوم «وینده فرن افغان رزم بد» یعنې «د افغان د جگړې سالار وینده فرن» ویلای شو چې ښايي یو افغاني سلار وي. د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د «آوگان» نوم راغلی دی چې د فریدون د وخت له سپه سالارانو څخه ؤ:
سپهدار چون قارن کاوگان
سپه کش چو شیروي و چون آوگان
(شاهنامه، د مسکو چاپ، لومړی ټوک، ۱۱۰ مخ)
همداسې د فریدون په داستان کې یو بل ځل وایي:
همه گرد ایوان، دورویه سپاه
بزرین عمود و بزرین کلاه
سپهدار چون قارن کاوگان
به پیش سپاه اندرون آوگان
(لومړی ټوک، ۱۱۶ مخ)
که څه هم چې د شاهنامې داستانونه تاریخي سندونه نه دي، خو زیات پخواني حقیقتونه پکښې نغښتي دي. د نمونې په توگه په همدې بیتونو کې قارن یاد شوی چې د قارن کورنۍ د اشکانیانو د دورې یوه اشرافي کورنۍ وه او په ۵۰ ع کال کې د بین النهرین اشکاني واکمن «کارنس» نومېده (وگورئ: د مینارسکي د ویس و رامین مقاله، ۴۳۱مخ، د تهران چاپ، ۱۹۵۸ع کال).
دا «اوگان» هم هماغه د ساساني عهد «ابگان» ته ورته دی خو په زړو روایتونو کې د فریدون سپه سالار ؤ چې هغه یې سمکنان د زوی آوه نومي پهلوان سره منسوباوه او الماني بوستي په خپل کتاب «ایراني نومونه» کې وايي چې: «د اوه اصل اوستايي دی د مهربان او لاس نیونکي په نامه» (د شاهنامې فرهنگ، ۱۲ مخ، د تهران چاپ، ۱۹۴۱ع)، خوپه شاهنامه کې په خپله دا دوه کسان د کیخسرو د وخت اتلان (پهلوانان) دي چې له افراسیاب سره د ده په لویه جگړه کې داسې یاد شوي دي:
چو کیخسرو ان رزن ترکان بدید
که خورشید گشت از جهان ناپدید
سوی اوه و سمکنان کرد روی
که بودند شیران پرخاشجوی
(شاهنامه ۲۸۱مخ، ۵ ټوک)
په هر حال له دې یادونې څخه داسې څرگندیږي چې اوه-اوگان په لرغونو اریايي روایاتو او شاهنامو کې دود و او که د بوستي د وینا له مخې یې اصل اوستايي بولو نو معنی به یې مهربان او لاس نیوونکی وي چې داسې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بیا وروسته د یوه قوم او یا ټولنې په معنی اوښتي وي، لرې نه ده.
که د ابگان، په اگان او اوگان کلمو ته په زړو روایاتو او د ساساني دورې په پاتې شونو کې د باور وړ اهمیت ورکړل شي لکه چې سپرنگ لنگ او اولف کېرو همدا نظر لري نو دعوه کولای شو چې د افغان نوم یا صفت د ابگان او اپه گان په بڼه له دریمې عیسوي پېړۍ (صدۍ) څخه اخیستل کېده او بادشاهانو، اداره چیانو او واکمنانو پېژانده او دا سند تراوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د یادولو وړ زوړ سند دی چې د زړو روایتونو «اوگان» ته هم ورته دی.
دوهم زوړ سند چې د دې نامه په باب یې لرو د هند له ترلاسه شویو او پاتې شویو آثارو سره اړه لري چې دا نوم د «اوه گان» په بڼه چې د ساساني دورې د ابگان او اپه گان له بڼو سره ورته دی، په هندي آثارو کې په لاندې تفصیل مومو:
«ورها میهیرا» هندي شاعر او نجومي دی چې د پنځمې عیسوي پېړۍ په پای کې د هند په راجین کې وزیږید او د ۵۰۵ع شاوخوا یې ښه شهرت وموند، د ده مهم کتاب «پنجه سید هانتیکا» نومېده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډیز ؤ او دی د نجوم په باب یو منظوم کتاب هم لري چې پکې یې د ښکلو ډبرو، د هند د جغرافیې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړي او نوم یې پرې «بهریته سنهیته» اېښی دی چې په ۶۱-۱۱ او ۳۱-۱۶ بیتونو کې یې د افغان نوم د اوگانه په بڼه یاد شوی دی. لکه څرنگه چې فرانسوي عالم موسیو فوشه په خپل «تکسیلا ته د هند او باختر زړه لار» نومي کتاب په (۱۹۴۷ کال، د پاریس چاپ، ۲۵۲-۲۳۵ مخونه، ۱۷ نوت) کې شرح کړی دی، دا د شپږمې پېړۍ په مینځ - مینځ کې د افغان ډیر زوړ یاد دی، ځکه هندي منجم «ورها میهیرا» په ۵۸۷ع کال مړ شوی او وايي چې د ده نجومي معلومات یوناني سرچینه درلوده او د ځمکې په کرویتوب (گردوالي) قائل و، د ده دوه کتابونه ابو ریحان بیرونی په عربي ژباړلي نو له همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والی تل د باور وړ و.
د همدې تاریخي سند له مخې د «افغان» کلمه په هنديانو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي لیکوالو یاده کړې ده.
تر اسلام وړاندې پېـړو کې مو د افغان نوم په دوو پخوانیو سندونو لویدیځ ته په پاریس او ختیځ ته په هند کې دروښود او موږ پوهېـږو چې همدا وخت بودایي دین د افغانستان په ختیځ او شمال کې دود ؤ او لوی بودايي بودتونونه (معابد) د افغاني هېواد په بېلابېلو ښارونو لکه بلخ، کندز، کاپیسا، هډې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنگه چې د چین خلک هم د دین له مخې بودایان وو نو ځکه به د چین بودايي زیارت کونکي تل د زیارت او تبرک له پاره دې هېواد ته تلل راتلل. له دې زیارت کونکو څخه یو هم «هیون تسنگ» دی چې د اوومې پېـړۍ په لومړۍ نیمايي کې د اسلام له ظهور سره سم، خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دې هېواد ته راغلی دی، دی د ۶۲۹ع کال د اگست په لومړۍ نېټه له «لیانگ چو» نه راروان شو او د ۶۳۰ع د مارچ په ۵ «سمرقند» او په ۲۰ نېټه د افغانستان «خلم» ته راورسېد، دی د اپریل په ۲۰ بلخ او د اپریل په ۳۰ په بامیانو کې ؤ او د هندوکش په له واورو ډک غره د می په لسمه نېټه کاپیسا ته راورسید، د اوړي تر پایه پورې د کابل شاهانو په دې پایتخت کې پاتې شو او بیا یې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ:
د اگست په ۱۵ لغمان ته راغی او درې ورځې یې هلته تېرې کړې، د اگست په ۲۰ ننگرهار ته راغی، دوې میاشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نیټې نه د گندهارا په نورو برخو او د دسمبر له لومړۍ نېټې نه د پېښور په سیموکې ؤ، د ۶۳۱ع د جنوري په لومړۍ نیټه د سند د سیند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپریل په ۱۰ نېټه تکسیلا ته ورسېد، دی ۱۲ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنیدو کې د ۶۴۳ع کال د دسمبر په ۱۵ نېټه بېرته تکسیلا ته راغی او بیا یې د افغانستان لاندني ښارونه ولیدل:
د دسمبر په ۲۵ نېټه د فیل په سورلۍ له اباسین نه – راواوښت، د ۶۴۴ع کال د مارچ په ۱۵ نېټه لغمان ته راورسېد او د هغه ځای له پاچا سره یوه میاشت پاتې شو، د جون په ۱۵ «فه-له-نه» یعنې «بنو» ته ورسېد، د جون په ۲۰ «او-پو-کین» او د جون په ۲۵ «تساو-کیو-تو» (غزني) ته ولاړ، د جولای په لومړۍ نېټه «اورتسپانه» (کابل)، د جولای په ۵ کاپیسا، د جولای په ۲۰ اندراب، د اگست په لومړۍ نېټه «توخار» (تخار)، د سپتمبر په ۸ بدخشان او د دسمبر په ۱۲ پامیر ته ورسېد چې بیا له هغه ځایه یارکند او خُتن ته تېر شو.
د هیون تسنگ سفرنامه د «سي-یو-کي» یعنې د لویدیځو هیوادو خاطرې نومېـږي او له چیني ژبې نه په انگلیسي ژباړل شوې او په وارو - وارو خپره شوې ده چې د دې ارزښتناک کتاب یوه برخه د هغه وخت د افغانستان د خاورې او خلکو د جغرافیايي، دیني، سیاسي او اجتماعي اوضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دی له هند نه په راگرځېدو کښې «فه-له-نه» یعنې د «بنو» ولایت ته رسېـږي، د «سي-یو-کي» د لومړي ټوک په ۲۶۵ مخ کې (انگلیسي ژباړه) د «او-پو-کین» په نامه یوه سیمه د بنون او غزني ترمینځ د بنو شمال لویدیځ او د غزني جنوب ختیځ ته یادوي، چې تر ده وړاندې یوه بل چیني زایر «فاهیان» هغه د «لو-یې» یعنې «روه» په نامه یاده کړې وه (۲)، څېـړونکو خصوصاً جنرال کننگهم د هند د لرغوني جغرافیې لیکوال دا «او-پو-کین» د «اوه گان» (افغان) له کلمې سره تطبیق کوي او وايي چې هیون تسنگ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو د ده په وینا یې د هند له ژبو سره لږ ورته والی درلود، نو له دې نه به مطلب پښتو وي او څرنگه چې چیني «او-پو-کین» همغه د لرغوني «ا-وه-گان» هجاوې (څپې) لري نو بویه په باور ووایو چې مراد همدا افغان دی چې اوس هم د سند او غزني ترمینځ د پکتیا – پکتیکا او غزني ولایتونه د افغاني اصیلو او لرغونو قبیلو استوگنځي دي، دی حتماً د همدې کورمې او گوملې په غرونو چې د «او-پو-کین» یعنې «افغان» استوگنځی و او په همدې نامه یادېده، د پکتیا ولایت ته وراوښتی دی.
تر اسلام وړاندې د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي او چیني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کې د دې نامه یاد په دري او عربي کتابونو کې په مکرر ډول راځي چې ډیر زوړ یاد یې په «حدود العالم» کې دی چې په ۳۷۲ هجري – (۹۸۲ع) کال د جوزجان د ال فریغون له کورنۍ او یا مربوطینو څخه گڼي، لیکلي دي. په دې کتاب کې د عبدالجبار عتبي په «تاریخ یمیني» کې «افغان» د سبکتگین او د ده د کورنۍ په عصر کې په وارو – وارو یاد کړی ان چې ابن اثیر په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املا هم لیکي، ترې راوروسته مورخانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب و الشجاعه، قاضي منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمدالله مستوفي په تاریخ گزیده او محمد قاسم فرشته او نورو هم «افغان» او «اوغاني» قبایل په وارو – وارو یاد کړي دي.
همدا راز د افغانستان د کلمې په باب هم ویلای شو چې دا داسې نوی نوم نه دی چې د احمدشاه ابدالي په وخت کې دې جوړ شوی وي، بلکه تر ده په پېـړیو وړاندې یعنې ۷۰۰ کاله مخکې هم موجود او د استعمال وړ و او موږ د سیفي هروي په تاریخ هرات کې چې د ۷۲۱ هجري – (۱۳۲۱ع) کال شاوخوا تالیف شوي وینو چې همدا د افغانستان ختیځې سیمې یې د سند تر څنډو پورې د «افغانستان» په نامه بللې او له دې نه څرگندیـږي کله چې هرات د «ال کرت» پایتخت و او هېواد د غزنویانو او غوریانو د سیاسي وحدت له دورو نه د چنگیزیانو د تېریو له امله د تجزیې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم موجود و، خو دومره پراختیا یې نه درلوده لکه د احمدشاه بابا په وخت کې یې چې تر لاسه کړه.
د هرات د تیموریانو په وخت کې مولانا کمال الدین عبدالرزاق سمرقندي هروي چې په ۸۱۶ هجري – (۱۴۱۳ع) کال په هرات کې زېـږیدلی او د هرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سیاست له کسانو څخه و، خپل د «مطلع سعدین او مجمع بحرین» تاریخ په ۸۷۵ هجري – (۱۴۷۰ع) کال ولیکه، دی هم په خپل کتاب کې افغانستان په همغه جغرافیايي وسعت چې سیفي پېژانده په وارو – وارو یادوي چې د هرات د تیموریانو د لوی هېواد خراسان یوه برخه وه او معین الدین اسفزاري هم په روضات الجنات کې افغانستان په وارو – وارو یاد کړی دی.
کله چې بابر په ۹۳۲ هجري – (۱۵۲۶ع) کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډیلي کې یې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه، نو د ال بابر په اکثرو تاریخونو کې وینو چې همدا د افغانستان نوم په همغه واړه جغرافیايي مفهموم موجود او مستعمل دی او د دې سیمې خلک تل د هند د تیموریانو او د ایران د صفویانو د یرغلگرو امپراتوریو په مقابل کې د خپل ژوند او ازادۍ د ساتلو په جگړه بوخت دي – څو چې په همدې افغانستان کې د دوو پېړیو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتیجه کې د میرویس او احمدشاه د مېړنیو قیامونو په وسیله یو ځل بیا د دې خاورې په سیاسي وحدت، بیا احیاء او د لوی افغانستان په جوړولو بریالي شول او دا دی موږ اوس د افغان یو زر اووه سوه کلن او د افغانستان اووه سوه کلن ویاړمن نومونه د خپل ملي وحدت او تاریخي سوابقو د ویاړ وړ پېل او مبداء په توگه پېژنو(۳).
پای
پایلیکونه:
(۱) سراولف کېرو (پټانان) د ډبرلیک دا درې کلمې د یوناني متن له مخې د پروفیسسر سپرنگ لنگ په حواله (د امریکا سامي مجله ۱۹۴۰) داسې لیکلي دي:
«گوندیفر-ابغان-رسمود»، خو فارسي ترجمه یې چې سپرنگ لنگ له انگلیسي متن څخه شوې (د لرغون پېژندنې رپوټونه، ۴ ټوک، د شېراز چاپ) دا درې کلمې «وینده فرن-ابه گان-رزمي ید» دي. په لومړۍ کلمه کې چې د جنگ د دې سردار نوم دی «وینده فرن» پهلوي او «گوندیفر» یوناني دی. په دوهمه کلمه کې ابه گان د یوناني د «ابگان» په مقابل کې راځي خو دریمه کلمه په غالب گمان «رزمه + پت مساوی رزمه ود مساوي رزم پت» وه چې پت مساوي بد مساوي بذ مساوي د مساوي بیذ د یوې کلمې اصل بېلابېلې املاگانې دي او د ویدي، سنسکریت اوستا زاړه «پتي» ته (چې د خاوند او بادار معنی دی) رسیـږي.
د «رزمي ید» املا د یوناني د «رزم + ود» په مقابل کې هم نمونې لري، لکه طبري (۱ ټوک/۶۸۳ مخ) کې لیکي: د کیاني یشتاسپ په وخت کې اووه لوی سرداران وو چې یو له هغو نه «مهکابیذ» د گرگان په کلیو کې و، څرنگه چې د رزمه کلمه په زړه پارسي کې (رزما) او په اوستا کې (رسما) د جنگ د صف په معنی وه او رجه د سنسکریت له (رجي) سره سم (رده – صف) تر اوسه هم په پښتو کې له همدې ریښې نه ژوندۍ کلمه ده. نو رسمه + ود، یا رزمی + ید، یا رزمه پت مساوي رزم بد، د جنگ سالار او سردار ته وایه شي او د رزمي ید املا به هم د طبري پر مهکابیذ باندې د قیاس له مخې سمه وي.
(۲) د ظهیرالدین بابر د کورنۍ د واکمنۍ په دوره کې تر ۹۰۰ هجري – (۱۴۹۴ع) کال وروسته اکثرو تاریخ لیکونکو د افغانستان همدا ختیځه برخه تر حسن ابدال پورې «روه» بللې ده چې محمد قاسم فرشته یې اوږده له هراته تر حسن ابدال پورې بولي او په پښتو ادبیاتو کې هم دا نوم ډېر راغلی دی.
په حقیقت کې دا نوم له ډېرې زړې زمانې څخه دود دی او په هندوستان کې یې افغانانو ته روهیله او د دوي استوگنځي ته روهیلکند وایه چې لا تراوسه هم په هند کې مستعمل دی. د ملتان د جنوبي سیمې په پنجابي او ډېرو په بلوڅي لهجو کې روه د غره (کوه) په معنی د سلیمان د غرونو له سلسلو څخه عبارت دی (پټانان د سراولف کېروتالیف د لندن چاپ، ۴۳۹ مخ).
(۳) دا کلونه ما د اوسنیو ترلاسه شویو اسنادو له مخې لیکلي چې حتماً د افغان نوم تر دې هم زوړ دی