(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا سیاسي

[28.Dec.2023 - 15:51]

دسویلي  پښتونخوا د پښتنو سیاسی مقدمه

لیک: میر حسن اتل/ Mir Hassan Athal 

 

په دې خبره کې شک هم نشته چي پښتانه له تېرو څو پېړيو په خصوص د نولسمې او شلمې مېلادي پېړيو په اوږدو کې په مسلسل توګه له سياسي بايلو او قامي غميزو سره لاس او ګرېوان او بدترينو سياسي حالاتو سره مخامخ پاته دي... څله مخامخ پاته دي...؟ دا خبره دلته نه بحث کوو۔۔۔! په دې لنډه ليکنه کې فقط د يوې داسې تاريخي او لرغونې سیمې چې اوس مهال ئې موږ د «سوهېلي پښتونخوا» په نوم يادو د سياسي مقدمې په اړه لنډې خبرې کوو...!

(۱). تاريخي پس منظر

سوهېلي پښتونخوا د تاريخي افغانستان په سوهېل ختیځه برخه کې پرته او تاريخي شواهدو له رویه دغه تاریخی او لرغونې سیمه له زرګونو کلونو څخه د افغانانو مسكن او تهذيبي ځانګو پاته شوې ده، نامتو مورخ او د نړۍ لومړی انتھروپولوجست «ابو ریحان البېروني» په خپل شاهکار تالیف (کتاب الهند) کې چي کابو زر کاله وړاندې ئې لیکلی دی د دې سیمې د اوسېدونکو د اصل او نسل یادونه داسې کړې

ده:

"ہندوستان کے مغربی سرحدی پہاڑوں مختلف افغان قبیلے آباد ہیں، ان کا سلسلہ سندھ کے نواح تک پھیلا ہوا ہے، ہندوستان کے جنوبی

سرحد پر سمندر ہے، اسکا ساحل مکران کے قصبے تیز سے شروع ہوتا ہے، اور مغرب مشرق مین دیبل کی طرف ۴۰ فرسخ تک چلا گیا ہے" (مخ ۱۲۲).

نه يوازي د دې تاريخي او لرغوني تهذبي ځانګو (سوهېلي پښتونخوا) اوسېدونکي له نسبي او نسلي پلوه ټول افغان النسل او پښتانه دي بلکې دغه خاوره له سياسي او انتظامي پلوه هم تل د خپل اصل وجود

( تاريخي افغانستان ) برخه پاته شوې ده، د مغل دورې نامتو مورخ او ریکارد کیپر «علامه ابوالفضل» د خپل کتاب «ائین اکبری» پر مخ (۱۱۰۳) ليکلي دي چې د کندهار له شرقي ولايته (شال) څخه د کال (۱۰۰۰ تومن ) ماليه ترلاسه کېږي.

(۲). څلور خواوی (حدود اربعه)

د پښتنو د دغې تاریخي او لرغونې مېنی (سوهېلي پښتونخوا) په ختيځ کې د مريانو او بګټيانو سيمه، وروسته د کوه سلېمان د غرنو لړۍ او بيا د دېره اسماعیل خان د درازیندی تحصیل موقعيت لري، په شمال او شمال لوېديځ کی ئی وزیرستان او وروسته د افغانستان د دريو ولایتونو پکتیکا، زابل او کندهار يو شمېر سيمې پرتي دي، په سوهېل او سوهېل لوېديځ کې ئې د بولان غرونه او سوهېل ختیځ کې ئې د بلوڅانو او جټکيانو د نصیرآباد هوارې موقعيت لري، په لوېديځ کې ئې د ښورا رود او وروسته د رېګ سیمه غزېدلې ده

(۳). معاصر تاریخ

د سوهېلي پښتونخوا معاصر تاريخ ابتداء د #ګنډمک د معاهدې له لاس ليکولو وروسته راپيلېږي، (*) ځکه چې کله دغه معاهده لاس لیک

شوه نو دغه تاريخي سيمه (سوهېلي پښتونخوا) د لومړي وار لپاره له خپل اصل وجود څخه بېله او په بدتریجي توګه د برطانوي هند په عملدارۍ کې شامله کړل شوه، پښين، دکۍ، ښاهرګه او ښورا رود هغه سيمې او ښارګوټي دي چې نېغ په نېغه په دغه معاهده کې د برطانوي هند واکدارانو ته حواله کړل شو. کوټه، نوشکي او بلوڅانو نصیرآباد هغه سيمې او ښارګوټي وو چې په دوهمه مرحله کې د يو شمېر نورو ذيلي معاهدو په واسطه د تاج برطانيه په قبضه کې ورکول شو، په دغو قبضه شوو سيمو کې لومړۍ سيمه د #افغانستان او نورې دوې د #ریاست قلات هغه هم په لوی سر کې د #افغان_امپراتورۍ چې تر سياسي واک و اختيار لاندې ؤ ملکیت وې، دغه دره سره سيمې (کوټه، نوشکي او نصیرآباد) له خپلو اصل مالکانو څخه د کال په اجاره واخستل شوي، چې د معاهدو د تاريخونو او کلنۍ اجاری لنډېز ئې په دې ډول دی

(۱). کوټه (افغانستان): ( کال ۱۸۸۳م)، کلنی اجاره (۲۵۰۰۰ زره روپۍ

(۲). نوشکي (ریاست کلات): ( کال ۱۸۹۹)، کلنی اجاره (۹۰۰۰۰ زره روپۍ)

(۳). صیرآباد(ریاست کلات): ( کال ۱۹۰۳م)، کلنی اجاره (۱۲۵۰۰۰ زره روپۍ)....! (۱)

(۴). ږوب (نیم خودمختار ریاست)، لورالائي او کوهلو (افغانستان): 

دغه ټولې سيمې د يو شمېر نورو ذيلي معاهدو په واسطه له افغانستان او مریانو او بګټيانو سيمې د کلات له رياست څخه واخستل شوې. دلته باید یادونه وکړو چی دغه ټولی معاهدي د کال ۱۸۸۴م او کال ۱۸۹۰م د منځ په کلونو کې لاس ليک شوې دي.

(۵) د چیف کمشنر صوبې قیام (۱ نومبر ۱۸۸۷ م) د دې لپاره چې د دې ټولو نیول شوو سيمو سياسي او انتظامي امور مخ ته يوړل شي، فرنګيانو لومړۍ د کال ۱۸۸۷م د اکتوبر د مياشتې پر لومړۍ نېټه د چیف کمشنر صوبې په نوم د یوه نوی انتظامي يونټ د جوړولو کړ، او یوه میاشت وروسته يعني پر د کال ۱۸۸۷م د د نومبر د مياشتې پر لومړۍ نېټه ئې د دغه نوی انتظامي يونټ (چیف کمشنر صوبه) نوتیفکشن دستخط کړ. (نور بیا) (*). دغه معاهده د کال ۱۸۸۹م د مۍ د مياشتې په ٢٦مه نېټه لاس ليک شوه

(۱). (ترین، شوکت، جنوبي پښتونخوا)

(۶). غیر فطري او ناروا نوم د تاريخ په اوږدو کې

دغه تاريخي ساحه (سوهېلي پښتونخوا) په مجموعي توګه په بېلابېلو نومونه لکه: اراکوزیا، لوی کندهار، سوهېل ختیځ افغانستان، سوهېلي پپښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، د کسې لمنه او نورو ياده شوې ده. خو کله چي له دوهم افغان اېنګلو جګړې (له کال ۱۸۷۸م څخه تر کال ۱۸۸۱) وروسته دغه تاريخي ساحه د برټش هند تر واک لاندې راغله، نو هغو د يو شمېر نامعلومو وجوهاتو پر بنیاد دغه سيمه د «#برټش_افغانستان» پر ځای د «#برټش_بلوچستان» په غېر فطرتي او ناروا نوم ونوموله، حالانکې دا ټولې هغه سیمې او ښارګوټي وو(*) چې له زرګونو زرګونو کلونو څخه د تاريخي افغانستان برخه او په يادو سيمو کې يوازي پښتانه اولسونه لکه: کاکړ، ترین، کاسي، اڅکزي، پني افغانان: (باروزي، خوږک (خجک)، ابسوت، مرغزانی، زمري، نودهاڼي، لووڼ، داپال، موسی خېل)، مندوخېل، زرکون، تارن، غرشين، سيدان، شېراني قبائیل (مراني، بابر، هریپال، بختيار، مياني)، او نور پښتانه ټبرونه آباد وو، نامتو مورخ #حیات_خان د خپل کتاب (حیات افغاني) پر مخ ۲۰م د تاريخي افغانستان د سوهېلي پولو تعین داسې کړی دی: "په اوسني وخت کې هغه ټول ملک افغانستان بلل کېږي، چې د بلوچستان، هندوستان او ایران ترمنځ له دېرشو (۳۰) درجو څخه تر شپږ دېرشو (۳۶) درجو قطبي شمالي عرض البلد پورې، او له شپېتو درجو څخه تر ۶۸ درجو د ختيځ طول البد ترمنځ پورت دے، شمال برخه کې ئې هندوکش او د ترکستان ملک، لوېديځ ته ئې فارس يعني ايران، سهېل ته ئې بلوچستان او د هند بحر (سمندر)، او ختيځ ته ئې سندهـ . چې دغه ځاے ختيځ ته په هندوستان پورې مربوط پنجاب موقعيت لري

(۷). له پاکستان سره الحاق

د کال ۱۹۴۷م په اوږدو کښې د هند د نيمې وچې (برصغیر) د تقسیم او د «هند» او «پاکستان» په نوم د دوو نوو هېوادونو د جوړولو اعلان وشو، نو د چیف کمشنر صوبې د هغه وخت د سياسي مشرتابه لخوا دوه ډوله غوښتې مخته راغلې، لومړۍ ډلې چې مشرۍ ئی خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي او هغه ملګرو کوله غوښتنه وکړه چې چون د دې صوبې ټول اوسېدونکي نسلأ پښتانه دي، موږ غواړو چې دغه صوبه دي له اين ډبليو اېف پي (اوسنۍ خېبر پښتونخوا) سره يو ځای کړل شي، خو د مسلم ليګ ډلې چې مشري ئې قاضي عيسى او نواب محمدخان جوګیزي کوله مطالبه وکړه چې زموږ د صوبې (چیف کمشنر صوبه) هغه پخوانی حیثیت دي بحال پاته شي، کله چې ځکه د وخت حکمرانانو د مسلم ليګيانو غوښتنه ومنله ، او د کال ۱۹۴۷م د اگست د مياشتې پر پنځلسمه نېټه ئې د دغې صوبې پخوانۍ حیثیت بحال او دا ډول ئې له پاکستان سره الحاق وشو.

(*). پرته د نوشکي، بګټي او مري له يو شمېر سيمو 

(۸). د ون يونټ مهال 

کله چې د کال ۱۹۵۵م د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د سياسي برابرۍ په نوم د بنګالیانو د ګونډه کولو په پار ټول مغربي پاکستان فقط په يوه انتظامي يونټ (ون یونټ) بدل کړل شو، نو د يو شمېر نورو انتظامي واحدونو (Administrative Units) په څېر دغه صوبه (چیف کمشنر) هم د (ون یونټ) برخه او بېل انتظامي حيثيت ئي ختم کړل شو، دوې ورځې وروسته یعني د (کال ۱۹۵۵م د اکتوبر په ۱۶مه نېټه) دغه انتظامی واحد (سهېلي پښتونخوا) ته ډویژن حیثیت ورکول شو او نوی نوم یې «کوټه ډویژن» کښېښول شو، په څنګ کې ئې د مغربي پاکستان په پارلیمان کې شپږ چوکي هم ورته ځانګړې کړې. (یاده دي وي چي د مغربی پاکستان لومړی وزیر اعلی ارواښاد ډاکتر خان صاحب (اصل نوم عبدالجبار خان) ؤ. (۹). له ون يونټ وروسته (۱۹۷۰م) د نېشنل عوامی پارتۍ (نېپ پاکستان) چي د پاکستان تول جمهوري قوتونه پکې راټول شوي وو د پرله پسې او کلکو سياسي مبارزو په نتيجه کې د پاکستان فوځي حکمران جنرل یحی خان دې مجبور شو چي ون يونټ مات او د ياد ګوند (نېپ پاکستان) د منشور مطابق پر نسلي او لساني بنيادونو د نوو انتظامي يونټونو (صوبو) د جوړولو، او په ملک د عامو ټاکنو (جنرل الیکشن) د کولو اعلان وکړي. نوموړی جنرل دغه بل د نېپ په مرسته د کال ۱۹۷۰م د جون پر ۳۰مه نېټه د ( 1970 ,Legal Framework Order ) په نوم لاس لیک او دغه کار ئې علمي کړ، د نېشنل عوامي پارټۍ د منشور بنيادي نقاط په دې ډول وو:

"An independent foreign policy, abrogation of military pacts, regional autonomy, dissolution of One Unit in West Pakistan, "reorganisation of the West Wing into a number of provinces on a linguistic, cultural and geographical basis" and the abolition of the Zamindari system in West Pakistan" (۱)

ژباړه: يوه آزاده او خپلواکه خارجه پالیسي، د فوځي معاهدو ختمول، سیمه ایزه خپلواکي تقويه کول، د مغربی پاکستان د ون يونټ حېثیت ختمول، " له نوې سره پر لساني (نسلي)، ثقافتي او جغرافيائي بنیادونو د صوبو تشکېلول یا جوړول (تنظیمول)، په مغربی پاکستان کی د زمینداری نظام ختمول.

نیشنل عوامي پارټي د منشور مطابق 

Ablution of One Unit and Reorganization of Provinces on a Linguistic, cultural and geographical Basis)چي جنرل یحی خان ورسره ومنلی ؤ،

پخوانۍ چیف کمشنر صوبه (سوهېلي پښتونخوا) به د هغه وخت د شمالي مغربي سرحدي صوبې (خېبر پښتونخوا) برخه جوړېده، ځکه چي د دغه انتظامي يونټ اوسېدونکي د نسل، لسان، ثقافت او تاریخی جغرافيې له رويه ټول پښتانه وو. او که د مقتدره قوتونو او پنجابي استعمار لپاره داسې کول د خطرې سبب جوړېدای شو نو هم پکار وو چي د دغه انتظامي يونټ پخوانی سل کلن حېثیت بحال شوی وای، خو له بده مرغه په دغو دوو خبرو کې يوه هم نه وشوه، بلکې دغه سل کلن بېل انتظامي يونټ له بلوچستان سټېټ يونين سره يو ځای او د «بلوچستان» په نوم يوه نوې صوبه منځ ته راوړل شوه. او تر ټولو عجیبه او د درد خبره دا ده چي دغه کار په وچ کلک زور او د سيمې د اوسېدونکو او د هغه وخت د سياسي مشرتابه د خواهش او منشاء خلاف وشو، چونكې دغه عمل د نېپ د منشور خلاف ؤ ځکه د نېپ ټول مشرتابه په خصوص پښتنو مشرانو ته پکار وو چي د خپل ګوند د منشور د پاسدارۍ لپاره ئې سخت احتجاج کړی وای، خو داسې نه وشو. وروسته د بلوڅو يو شمېر مشرانو دا ادعا هم کړې ده چي دغه کار په اصل کې په سلا مشوره شوي دي، البته په دې خبره کې نورو پلټنو ته اړتیا ده. هم دا وجه وه چي خان شهید عبدالصمد خان او د هغه نورو ملګرو پر دې پرېکړه نه يوازي سخت احتجاج وکړ بلکې له نېپ څخه ئې خپله سياسي لار هم بېله کړه...! وروسته یې د کوټې د هنه اوړک په ناوه کې له خپل يو شمېر نورو ملګرو سره د پښتونخوا نېپ په نوم د يوه نوي ګوند بيناد کښېښود، چي په نتيجه کې پاکستان مېشت پښتانه له سياسي پلوه د تل لپاره داسی تقسیم شو چي بيا ئې تر ننه روغه ورځ نه ده ليدلې او ماته داسې ښکاري په نزدې مستقبل کې به هم........! په بله معنا هغه د انګرېزانو د تقسیم عمل ته تر هغو هم ښه دوام ورکول شو...

1). National Awami Party of Pakistan: Leftist Politics in Crisis, Author(s): M. Rashid-Uzzaman, Reviewed work (s):Source: Pacific Affairs, Vol. 43, No. 3 (Autumn, 1970), pp. 394-409Published by: Pacific Affairs, University of British Columbia.

(۱۰). له کال ۱۹۷۰م (بلوچستان) وروسته 

د بلوچستان اوسنی صوبه له تاريخي، جغرافيائي او نسلي پلوه د دريو لويو نسلي ګروپونو (پښتون، براهوي، بلوڅ) له مشترکو وطنونو څخه

جوړه او درې سره نسلي او لساني ګړوپونه له پېړيو پېړيو څخه پر خپلو تاريخي ورشوګانو او وطنونو ژوند کوي، (پرته د مريو او بګټيو له پرمختګ څخه چي د زرکون پښتانه ئې له خپل پلارنى ټاټوبي څخه

شړلي دي، وروسته به ئې لنډيز راشي) خو په وروستيو پېړيو کې اوستريو د دوو نسلي ناغونو (براهوي او بلوڅ) د خاورې د اشتراک او يو شمېر نورو سياسي او معاشي وجوهاتو پر بنياد د براهوي او بلوڅ نسلي توپېرونه له منځه وړي او اوس د يوه متحد قام «بلوڅ» په نوم ځانونه يو خلګ ګڼي، چې په نتيجه کې ئې د سوهېلي پښتونخوا پښتانه د دې باوجود ګڼه ابادي او پراخ وطن لري، په يو اقليتي نسلي گروپ بدل شو. چي نتيچه کی یې لاندې سیاسي اوښتونونه منځ ته راغلل:

(۱). له قامي شناخت (تشخص) څخه محرومیت

تر دې لمخه چي د سوهېلي پښتونخوا د پښتنو له قامي شناخت يا تشخص څخه د محرومیت په اړه لنډ بحث وکړو، لومړی به د قامي شناخت يا قامي تشخص يو داسې لنډ تعريف رانقل کړو چي د انګليسي ژبې نامتو لغت (اکسفورد) را اخستی:

It is the sense of "a nation as a cohesive whole, as represented by distinctive traditions, culture, and language" (1)

ژباړه: دا د د یوه قام یا ملت د مجموعي پيوستون د هغه احساس نوم دی چي د هغه قام يا ملت د ځانګړو دودونو، کلتور او ژبې نمائندګي کوي.

د یوه قام يا ملت د قامي شناخت يا قامي هوئيت (National Identity) په اړه که لږ نور وضاحت کول غواړو نو ويلای شو چي دا د انسان هغه فطرتي احساس دی چي دی ئې د خپل قام او خپلې خاورې له مجموعي رغښت، سماجي دودونو، کلتور او خپلې ژبې له ګېډې او بطن څخه په شعوري او غېر شعوري توګه ترلاسه کوي، هم دا وجه ده چي دغه احساس د یو باشعوره انسان لپاره د هغه باور معنا لري چې په شتون کې ئې هغه کولی شي چي ځان سيال يا په بله معنا انسان وبولي، هم دا وجه ده چي د نړي هرې نسلي ډلې یا جغرافيائي واحد دا کوشش کړی چي په کوم قيمت هم ممکن وي بايد خپل قامي شناخت ترلاسه او نړۍ ئې په خپل نوم وپېژني، په خصوص دغه احساس په نړۍ کې هغه وخت نور په شدت او بېل رنګ رابرسېره شو چي سويټ يونين مات او ځاى ئې نېشن سټېټونو ونیولی. او يو بل ښه مثال ئې د پښتنو خپله هغه سياسي مبارزه ده چي په پاکستان کې د خپل تشخص د ګټلو لپاره څو لسيزې مسلسل وکړه .....! هم دا هغه لوازمات دي چي د نړۍ هر قانون او هرې ادارې بشمول «يونائيډ نېشن چارتر» انسان ته دا حق ورکړی دی چي هغه د خپل قامي شناخت او ملي هوئيت تر چتر لاندې ژوند وکړي، خو له بده مرغه د سوهېلي

پښتونخوا پښتانه په مسلسل توګه له خپل دغه انساني او قطرتي حق «قامي شناخت» څخه محروم او ټوله نړۍ ئې د بلوڅ وغېره په نومونو پېژني. زما خيال دی چي د قامي شناخت یا تشخص په نه شتون کې چي انسان کوم اضطرابي او تکليفجن حالت ته مخامخ هغه وي، ډېر ناوړه او ځورونکی وي... او دغه احساس اندازه فقط هغو خلګو يا قامونو ته کېږي چي خپل دغه انساني، طبعي او سياسي حق ئې له لاسه ورکړی وي.

Oxford Dictionaries. Archived from the original on 17 November 2015. Retrieved 14 November 2019

(۲). سياسي محرومیت

د نړۍ هر هغه قام يا ملت چي د سياسي واک و اختیار یا حاکمیت له حق څخه محروم او د سياسي محروميت په منګولو کې راګير هغه نه شي کولی چي د خپل نن يا خپل سبا لپاره داسې سیاسي پرېکړې او فيصله سازي وکړي چي د دوی په اند د وخت ضرورت او پایلي ئې ګټورې وي.

Sovereignty: in political theory, the ultimate overseer, or authority, in the decision-making process of the state and in the maintenance of order.(Britannica)

ژباړه: د سياسي نظرياتو له رويه د یوه ریاست د پریکړې کولو (فيصله سازۍ) په عمل کی او نظم و ضبط (قانون) د پلي کولو وروستی واک او څارنه (نګراني) ته ټولواکي يا سياسي حاكميت وائي. هم دا وجه ده چي د نړۍ يو قام یا ملت په یوه صورت هم دې ته نه تيارېږي، چي خپل سياسي واک و اختيار له لاسه ورکړي او د پرديو خلګو يا قامونو تر سياسي واک و اختيار لاندې ژوند تېر کړي، د واک و اختیار اصل تصور او قسمونه که څه هم د خپل نوعیت سياسي

له پلوه عموماً بېل كفيت او حالت لري، خو تر کومه بريده چي په پاکستان کې د سياسي واک او اختیار خبره ده، نو دلته دغه طاقت تل د پنجاب او د هغه د ځينو ادارو په استعماري لاسونو کې یرغمال پاته شوی دی، نور قامونه لکه پښتون، بلوڅ، سرائیکی، حتی سندهیان هم، له دغه حق څخه په وچ کلک زور او سمه دمه بدمعاشي ليرې ساتل شوي دي.

اوس دلته پوښتنه دا پيدا کېږي چي يوه لور ته پرته له پنجابيانو د پاکستان نور تول قامونه (پښتون، بلوڅ سرائیکی، سندھی وغېره) پښتنو له سياسي واک و اختيار څخه محروم پاته دي، نو بل لور ته بيا د سوهېلي پښتونخوا پښتانه څنګه کولی شي چي له بلوڅانو څخه دا ګیله وکړي چي د دوی ئې له هر سياسي عمل څخه ليرې ساتلي دي، دا خبر سل په سله پر ځای او سمه ده چي د پاکستان د نورو قامونو په څېر بلوڅان هم یو مخ له سياسي واک و اختيار څخه محروم او نه شي کولی چي دغه حق ترلاسه کړي، خو د سوهېلي پښتونخوا د فقط دومره ګيله ده چي کوم ماټ ګوډ شی پر میدان موجود دی په هغه کې موږ ته هغه برخه راکړه چي زموږ حق جوړېږي، مثلاً د دې باوجود چي د سوهېلي پښتونخوا پښتانه د دې صوبې د نظام او دولت برخه دي خو بیا هم نه شي کولی چي د دغې صوبې د چيف اېګزيکټيو (وزیراعلی) جوړ شي، څله......؟ حالانکې د پاکستان په آئين کې خو داسې شق نه دی موجود چی کوم پښتون به د دغې صوبې چيف ايګزيکټيو نه جوړېږي. دلته خو د پښتنو مثال بلکل د پښتو د هغې مقولې مطابق دی چي وائي: "خواره شه هغه مینځه چي د بلې مينځې کالي وينځي"

د صوبه بلوچستان د چيف اېګزيکټيوز نوم لاړ "سردار عطاء الله مينګل، جام غلام قادر، نواب محمد خان باروزی (نګران)، جام غلام قادر، میر ظفر الله جمالي، خدابخش مري، نواب اکبر خان بګټي، همايون مري، ذوالفقار مګسي، محمد نصير مينګل، ذوالفقار مګسي، مير ظفر الله جمالي، مير جان محمد جمالي، جام محمد یوسف، نواب محمد اسلم خان رئيساني، نواب غوث بخش باروزی (نګران)، ډاکټر عبدالمالک بلوچ، نواب ثناء الله زهري، مير عبدالقدوس بزنجو، علاوالدين مري، جام کمال خان، میر عبدالقدوس بزنجو (اوس)" (1)

(1). http://www.testpreparation.com. 

(۳). د سيوۍ (سبي) د ملکيت دعوه....!

د سيوۍ (سبي) تاريخي سيمه چې له بلوڅو سره د پښتنو اوسترۍ پوله تشکیلولي، د سوهېلي پښتونخوا (چیف کمشنر انتظامي يونټ) په سوهېلي څنډو کې موقعيت لري، د تاريخ په اوږدو کې دغه سيمه زیاتره وخت د (#سيوستان) په نوم يادوه شوې او دغه نوم لومړی وار هغه مخ ته راغلی دی چې کله لوی سکندر (Alexander The Great) د اریانا، هند او سيند پر هېوادونو باالترتيب بريدونه وکړل، د شته تاريخونو له رويه دغه زرخېز ميدانونه له تېرو اوو اتو پېړيو څخه د پني افغانانو (باروزي، داپال، خوږک، اېسوټ، لوون، مرغزاني، موسى خېل، لوڼي، نودهاڼي)،کاکړو، ترینانو، او نورو پښتنو قبائیلو مسکن وو:

In 1576 an expedition was sent against Sibi under Saiad Abu! Fazal, the son of the governor, who captured the fort in spite of a valiant resistance by the Panris. Shortly afterwards the Mughal contingent was withdrawn and the Panris again took possession of the country.(۱)

ژباړه: د کال ۱۵۷۶م په اوږدو کې د والي د زوی ابوفضل په مشرۍ کې پر سیوۍ برید وشو، د پڼیو د زړور مقاومت باوجود هغه قلعه ونيوله،

خو لږ وخت وروسته مغل پر شا شول او پنيو بېرته د خپل هیواد (سیوۍ) واک په خپلو لاسونو کښي واخست.

د درانيانو په دوره کې د سیوستان (سیوۍ) واک و اختیار باروزي خانانو ته سپارل شوی ؤ. خو کله چي د کنډمک د معاهده لاس ليک شوه نو دغه سيمه (سیوۍ) له خپل اصل وجود بېله او برټش هند ته

حواله کړل شوه

(۱). څلور خواوي (حدودو اربعه)

د سیوۍ په ختیځ کې د مريو سيمه، په شمال کې د پښين او لورالائي ناوې، په لوېديځ کې ئې د بلوڅانو او براهويانو د مچه او لهړي سيمې او په سوهېل کې هم د ریاست کلات د نصیرآباد سیمه پرته ده. (البته

دا تقسیم اوس بدل شوی دی).

(۲). کرهڼه، اوبه خور او موسم

سیوۍ یوه زرخېزه او فصلېزه سيمه ده، فصلونه ئې د ناړي ګاج (نري) او د هغه نورو مرستیالانو سیندونو په واسطه چي د پښين، زورستان،

بوري او تل چوټيالۍ له غريزو سيمو څخه رابهېږي خړوبېږي، موسم ئی سخت تود او اورښت کچه ئې ټیټه ده.

(۳). لوي کلي او ښارګوټي

دغه تاريخي سيمه د سیوۍ له ښار پرت خوږک (خجک)، لوڼي، کړک، سانګان، سپین تنګی، هرنائي، ښاهرګه، خوست، کڅ، کواسته، غوڅکۍ

او نور.

(۴). د پښتنو اکثریت ته تاوان رسول

په دې پار چي د پښتنو په سیوۍ کې د پښتو د اکثريت مخه ونيسي د شمال سيمي (سپين تنګي، هرنائي، ښاهرګې، خوست، کڅ، کواسته، غوڅکی، چوتېر او نورې) چې له پېړيو پېړيو راهسي د دغه ښارګوټي

برخه وې په بدریجي توګه بېلې او پر ځای ئې د سوهېل سيمې لکه لهړي وغېره چي اوسېدونکي ئې ټول بلوڅان، براهويان يا جټان دي او کله هم د سیوۍ برخه نه دي پاته شوې، د دغه ښارګوټي (سيوۍ) په انتظامي حدودو کې شاملې کړل شوې، چي نتيجه کې ئې پښتانه لږ او نور خلګ ډېر کړل شو، حالانکې د سیوۍ او نورو په پښتنو په وار وار سخت احتجاجونه کړي دي خو خدای یو او مالګې تروی.....! وورسته د صوبائې او قامي اسمبليو د حلقو تعین هم پر داسې بنیادونو ډیزائن کړ چي اوس په يوه صورت هم پښتانه دغه سيټونه نه شي ګټلي

(۴). د شمالي پښتنو د ژمي مېنه او تجارتي منډۍ

د شمال د غريزو سيمو پښتانه به هر کال د ژمي په موسم کې د سیوۍ میدانونه ته کډه کېدل او په دوبي (اوړي) به بېرته خپلو يخو سيمو ته راتلل، او دا لړۍ تر اوستريو لسيزو پورې دوام لرلی، دغه ښارګوټۍ د هغو تجارتي منډۍ هم وو...! خو وروسته په دې خاطر چي د شمال او سهېل د پښتنو ترمنځ ترمنځ د تګ راتګ وسیلې محدوده پاته شي، هغه تاريخي لار چي له پېړيو پېړو راهسې دغه سيمو د وصل ذريعه وه او فرنګیانو دلته باقاعده د اورګاډي پټلۍ خوره کړه، سوکه سوکه وتړل شوه. چي اوس د دغه سیمو خلګ نه شی کولی چي په تیکه زړه سیوۍ ته تګ او تګ وکړي.

هم دا هغه ګيله ده چي پښتانه ئې تل له بلوڅانو کوي، او دوی دغه عمل ته استعماري سوچ غمازي وائي

(۱). اتل، میرحسن خان، لرغونې سیوۍ، پښتو اکېډمۍ کوټه، چاپ

کال، مخ ۴۴م. (۲). هم دغه

 

#SouthrenPashtunkhwa, #Quetta,#PkMAP

#Afghanistan, #Pashtunistan, #جنوبي_پښتونخوا

#سوهېلي_پښتونخوا ،#پښتونخوا، #پښتونستان، #افغانستان

28.12.2023

-
بېرته شاته