(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سیاسي اسلام ماته

[28.Dec.2023 - 16:26]

 

د سياسي اسلام ماته

لیک: عبدالرحمان همت

د اسلامي خلافت له ړنګېدو وروسته اسلامي نړۍ په بېلابېلو پاشلو څانګو ووېشل شوه، له هغه وروسته د دغه وېشنې د له منځه وړلو لپاره څو فکري او سياسي جريانونو د حالاتو نه په تاثير راوټوکېدل، د دوی ټولو هڅه داوه چې اسلامي نړۍ په يوه فکر او يوه واحده فکري نظريه راټول کړي او د دوی په اصطلاح پخوانی تللی برم بېرته راوګرځوي، خو دغه بهيرونو په خپله ډېرې ستونزې درلودې؛ دغه کتاب د نوموړو ستونزې د بيان په باب ليکل شوی دی.

د سياسي اسلام ماته کتاب موږ ته د اسلامي حرکتونه منتقدانه بيان کوي چې څنګه دوی ونشوی کولای ترڅو سياسي واک ترلاسه کړي او هم د شلمې پېړۍ له نيمايي څخه د را وروسته اسلامي حرکتونو پر څرنګوالي او فعاليتونو نقدي رڼا اچوي چې څنګه دغه جريانونو د ژوند د غوښتنو سره سم اسلامي نړۍ ته څه ورنه‌کړل

د نوموړي کتاب ژباړه روانه او ډېر ښه ترسره شوې خو يو نقد چې پرې کېدای شي هغه دادی چې دا کتاب دوه نيمې لسيزې وړاندې ليکل شوی او اوسني اسلامي حرکتونه يې ندي پکې ياد کړي. کتاب په ۱۲ برخو او ۲۸۶ پاڼو کې ترتيب شوی دی

غواړم د کتاب ځينې برخې چې ماته ډېرې جالبې وې له تاسې سره شریکې کړم

"اسلاميستان د فکري او نظري تګلارې له لارې غواړي چې د دولت پر مډرن سياسي اند دود فکر وکړي، هغه تحليل او وڅيړي او توجيه يې کړي، پوښتنو ته يې ځوابونه ووايي، خو څرنګه چې بالاخره بېرته د اسلام سياسي دوديز اند دود ته ورګرځي، هغه اند چې سياست مستقل نه ګڼي او په «تقوا» پورې يې تړلی بولي، له خپل هغه چلن سره چې په پيل کې يې غوره کړی په تضاد او ټکر کې لوېږي، او همدغه تضاد او ټکر زما په نظر د سياسي اسلام ماته ده."⁴⁹

" پر دې سربېره د اسلامي کولو بهير پايلې به د سياست د له منځه وړو سبب شي، ځکه چې کله ټول د اړينې تقوا درلودونکي شي، بيا نو دولت او ادارو ته څه اړتيا ده؟ له همدې لامله سياسي ادارې د اسلاميستانو له نظره د روزنيزو اړتياو زيږنده دي او بس. ځکه چې د هغوی دنده د ګناهونو مخه نیول دي او که څوک ګناه وکړي دوی هغو ته د سزا ورکولو مسووليت لري. ترڅو د ټولنې سپېڅلتيا او سمون خوندي شي، ځکه خو د يوې اسلامي ټولنې جوړېدل د دولت د کمزوري کېدو په معنا دي، په دې دليل چې حاکميت يوازې د خدای دی او ټولنيزې اړیکې به د تقوا په رڼا کې په ښه ډول ټينګې شي. نو حکومت موخه نه بلکې يوه وسيله دی او هدف له خدايه ويره او تقوا ده. ..."¹⁰⁹

د داسې تصوفي او معنوي تمايل پر ټولنپوهنه پوهېدل ډېر ګران دي، ځکه چې د دغسې غير عادي جذبې او اخلاص شيبې او دوران تېرېږي، هغوی چې پرون په افغانستان او ايران کې حاضر وو چې ځانونه د ج.ه.اد په لاره کې قربان کړي، نن په داسې جنګسالارانو بدل شوي دي چې له خلکو باج اخلي." ¹¹³

" په پېښور کې د اخوان‌ال.م.سلمين دفتر ف‌ل.سطيني نسبه اردني، عبدالله ع‌ز‌ام لخوا اداره کېده. نوموړی پر ۱۹۸۹ کال په يوه بريد کې ووژل شو. بايد ووايو چې عبدالله ع‌ز‌ا‌م د حامد ابونصر له پيروانو څخه ؤ، همدغه عبدالله ؤ چې د سعودي عربستان د مرستو زياته برخه يې مجاهدينو ته سپارله. په سعودي عربستان کې شهزاده ترکي الفيصل د‌دغه هېواد د استخباراتو رييس د افغانستان د جهاد په اړه بنسټيز رول درلود

بل لوری چې د افغانستان په جهاد کې يې ډېر مهم رول درلود د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره «آی‌اس‌آی» ؤ

اخوانيانو او سعوديانو په پيل کې ډېره هڅه وکړه چې افغان اسلامپالي د سياف پر شاوخوا راټول کړي، په دوهم ګام کې يې بيا حکمتيار غوره باله. م.ج‌اه.دينو د پوځي روزنې کمپونه درلودل چې په هغو کې کشميري مبارزين، د کشمير د ح‌زب اس‌ل.امي اړوند، د فليپين د مورو جبهې مبارزين، روزل کېدل، د ساري په توګه د ځاځيو نظامي غونډ چې په پکتيا کې دی. له دغه کمپونو څخه وو. ي‌اس.ر ع‌رف‌ات هم چې پخوا پخپله اخ‌وان.ی ؤ، څو ځلې يې هڅه وکړه چې په (۱۹۸۹-۱۹۹۰ کلونو کې) د بغداد په مرسته حکمتيار او ډاکټر نجیب سره نږدې کړي."¹⁷⁶

"د ټولنې او دولت ترمنځ اړيکه په افغاني ټولنه کې تل په ظلم او زور ولاړه وه، چې د هغو له مخې د تفاهم لپاره يو انډول رامنځته کېدو. البته ظلم زور د مقابل لوري د له منځه وړو لپاره نه کېدو بلکې دا وسيله وه چې هر لوري د خپل ځان شتون پرې تثبيتاوه. دغه د شتون اثبات کله کله په کومه بله لاره هم ترلاسه کېدو، لکه ودونه او خيښۍ کول."²¹⁷

"د افغانستان جګړې په ټولنه کې ژور بدلونونه راوستل، د ساري په توګه د پخوانيو نخبه‌ګانو، اشرافو او ارستوکراتانو اهميت راکم شو، د هغوی ځای داسې کسانو ونيو چې نوي دې مقامونو ته رسيدلي وو.

دغه ډله نوي اشرافیان او د امتياز خاوندان په هېواد کې زياتره ځوان اسلاميستان، م‌ل‌ايان او د جګړې قومندانان وو، له هېواده بهر، مثلاً په پاکستان کې نوي انتلکتویل‌يان، يعنې نوي بنسټپالي چې زياتره يې د پاکستان مهاجرين دي، په نويو اشرافيانو او د‌ امتياز خاوندانو بدل شول. دغه د امتياز خاوندان چې يو شمېر يې په هرڅه کې د جګړې مديون دي، د جګړې په رښتيانيو سوداګرو بدل شوي دي، په بله وينا جګړه يې د‌ عايداتو سرچينه ګرځولې ده او پر همدې يې د پخوانيو خانانو او ملکانو ځای نيولی دی."²³⁵

دا کتاب { دسیاسي اسلام ماته - لیکوال : اولیه روه - پښتو ژباړه: محمد زیبر شفیقي}

ډېرې نورې کيسې هم لري خو تر ټولو يې ماته وروستۍ برخه (د يوې ناډاډمنې راتلونکي په لور) ډېره جالبه او د نويو کيسو نه ډکه وه.

د‌کتابلهپاڼو۲۲

23.12.2023

عبدالرحمان همت

-
بېرته شاته