Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[14.Jun.2025 - 14:53]دا چې هر نظر مې حېران پاتې دی
لا پکښې تصویر د جانان پاتې دی
ولې مې سلګو ته وار خطا شولې؟
لا خو مې د اوښکو باران پاتې دی
تا ته چې د ځان په نظر ګورمه
ما نه دې په سترګو کښې ځان پاتې دی
تا چې غرېو نیولې راکتلې دي
زړۀ کښې مې ګمان وۀ ، ګمان پاتې دی
هاغه د ټول عمر لېونی ارمان
ستا د یو ارمان په ارمان پاتې دی
نوره هره ګرانه مې اسانه کړه
ګران چې وۀ لايقه! لا ګران پاتې دی
لايق زاده لايق