(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

د تراب دمرګ

[25.Jul.2025 - 09:16]

د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ 

 د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه

 

 د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه

 د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه

 

 په قرار قرار می یوسه صوابی ته

 د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه

 

 جنازه مې ملکنډ په څوکو کیږده

 د مومندو باجوړو پوښتنه وکه

 

 په مزه مزه می کوز که اشنغر ته 

 په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه

 

 څه خلیل او داودزي په ما خبر که

 د ادم او د درخو پوښتنه وکه

 

 پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي

 د هنګو دواوو پوښتنه وکه

 

 خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه

 د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه

 

 چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي

 د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه

 

 چې د کوټې او چمن په لاره لاړ شې

 د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه

 

 بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته

 د هغې د سرو لاسو پوښتنه وکه

 

 هلته زما د ادبي سنګر یاران دي

 په سده کې د هغو پوښتنه وکه

 

 خه بنګشو علیشیرزیو یورو ګوزو ته

 د توتکې د چینارو پوښتنه وکه

 

 د پکتیا ټولو قامو ته لاس اوچت که

 د مننګو د خاخو پوښتنه وکه

 

 د تیرا په تورو غرونو به راواوړې

 د خیبر د افریدو پوښتنه وکه

 

 د خاطر د خاطرو به خاطر وکړې

 د همزه د تاترو پوښتنه وکه

 

 د شمشاد په جګو څوکو سلام وایه

 په شلمان کې د تاپو پوښتنه وکه

 

 هزار ناو او باسول نه چې ورتېر شي

 په ډاګو کې د خېمو پوښتنه وکه

 

 نارنج ګل مې د پټکي هر ول کې کېږده

 ننګرهار کې د باغو پوښتنه وکه

 

 د ملنګ یو څو اشعار به چاته یاد وي 

 اخوا دیخوا د باندډو پوښتنه وکه

 

 د کنړ په سردرو جرګه جرګه شه

 د ببهسودو دورنټو پوښتنه وکه

 

 په لغمان کې مهترلام بابا زیارت دې

 مازدیګر د تیرګاړو پوښتنه وکه

 

 سیرشاهي پاچیراګام درنه هېر نه شي

 چپرهار کې د ډاګو پوښتنه وکه

 

 د کفن پټکی می کوږ په سر راکيږده

 بیا ورځه د خوګیاڼو پوښتنه وکه

 

 د تور غر او د سور رود په لویه لاره

 د ناري ناري برجو پوښتنه وکه

 

 د سپین غر د جګ دالان لاندې مې کېږده

 د څڅوبي د اوبو پوښتنه وکه

 

 وطنۍ شنه لوپټه په ما خوره که

 د سرګړي د وښو پوښتنه وکه

 

 تر هغې مې خړو خاورو کې پټ نه کړې

 د پرېوتو دېوالو پوښتنه وکه

 

 تواقف می جنازې لپاره واخله

 دواړې غاړې د مورچو پوښتنه وکه

 

 په ما خاورې کړه انبار چی درز وانه ورم

 په مزار مې د ډېوو پوښتنه وکه.


مطیع الله تراب 

بېرته شاته