Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لږ چپ شئ
[25.Jul.2025 - 09:19]تاسو لږ چپ شئ! زه د خپل قاتل نــامه اخلمه
او بــيا په خپلو اوږو خــپله جنازه اخلمه
زه به تر څو خــــپل قدم ستا په اجـازه اخلمه
عــــجيبه نه ده چې خپل کـور په کرايه اخلمه
د لمر بازار دی،خالي جــيبه ،حق حيران ولاړ يم
سـايبان نه اخلم، د خپل وجود سايه اخلمه
بيا د مـاښام آذان نه څاڅکی ،څاڅکی درد راڅاڅي
بيا مې زړه تنګ دی، بيا به څنګه په سر شپه اخلمه
ممتازه ! څه نا څه بنديز خو په ځان زه هم منم
ځه! بې ديــواله کور ته دنګه دروازه اخــلمه
ممتاز اورکزى
25.07.2025