(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لطیفو بابا

[23.Jan.2024 - 15:51]

 

د لطيفو بابا (خاکه)

ليک: ګل محمد بېتاب

 

د هغۀ د ليدلو نه وړاندې زۀ د هغۀ د نامې سره اشنا شوے وم او ډېرې ټوقې او شوخې خبرې ئې تر ما رارسيدلې وې، وجه ئې دا وه چې ما د پبو کالج کښې سبق وئيلو او د خواؤشا عامو خاصو، لويو او وړو ټولو خلقو نۀ صرف هغه پېژندلو بلکې د هغه ډيرې خبرې ورته يادې وې، داسې ورځ به نۀ وه چې په څۀ نه څۀ حواله به د هغه نامه ما نۀ اوريدله ولې چې د کالج د طالب علمانو نه علاوه بازار کښې دوکاندارانو چهولو خرڅو نکو او تردې چې سبزۍ والا هم پيژندلو او د دۀ خبرې به ئې کولې.

دغه وجه وه چې زۀ د هغۀ يو ناليدلے مينه وال وم او بيا مې غوښتل چې هغه خامخا اووينم چې دا څنګه سړے دے، په تپوسونو راته معلومه شوه چې د ډاګ بيسود کلي اوسيدونکے دے، د دغه کلي ځينې هلکان مونږ سره کالج کښې وو، اراده مې اوکړه چې دوي سره به يوه ورځ لاړ شم، او هغه به اووينم ولې په دې مينځ کښې راته چا ووې چې هغه خو د اسمان کټ دے، درنګ له نوښار کښې، نو درنګ له مردان، صوابۍ يا پېښور کښې وي، البته هر سحر بلاناغه د پبو بازار "غازي خان مارکيټ" کښې موجود وي، څو ورځې وختي لاړم خو مسئله دا وه چې که هغه ته کيناستم نو د کالج حاضري رانه پاتې کيدله، بهر حال ځاے ځائيګے خو ئې راته معلوم شو چې د غازي خان د کتابونو او اخبارونو دوکان کښې وي، او که چرته تګ راتګ نۀ وي نو هم دلته ورځ تيروي، يوه ورځ چې سحر دوه پيرډونه خالي وو نو د هغۀ د ليدلو په تکل ورغلم، اوس مسئله دا وه چې څنګه به ئې پيژنم خو خير چې د غازي خان دوکان ته اورسيدم نو هلته څوک نۀ وو البته نزدې هوټل کښې کټونه پراتۀ وو نو هلته کيناستم، دې کښې يوه شيبه پس ته دوه کسان راغلل او ماسره نزدې کټ کښې کيناستل، دواړو خبرې شروع کړې او لکه زما ئې چائے هم څښکلې.

ما به کله د دوي خبرو ته غوږ ايښے وو او کله په خپلو فکرونو کښې ډوب وم، دې کښې ناڅاپه دغه دوو تنو کښې يو سپين ږيرې دې ځوان سړي ته خبرې کولې خو هغه سمې نۀ اوريدلې نو بيا بيا به ئې ترې تپوس کولو چې څۀ دې ووې، سپين ږيرے چې تنګ شو نو په اوچت آواز ئې ووې، يو کوڼ سړے وو نو هغه يو چيلے د خدائے پۀ نامه منلے وو، هغه ئې د نورو چيلو سره څريدلو دې کښې يو بل تن په لاره روان وو، د جامو او رنګ نه غريب ښکاريدلو نو دې سړي زړۀ کښې ووې چې دا مې هسې هم د خدائے په نامه منلے دے دې غريب سړي له به ئې ورکړم، خو مسئله دا وه چې دغه چيلے په يوه پښه ګډ وو، او ورسره بله مسئله دا وه چې دغه غريب سړے هم کوڼ وو، نو د چيلي مالک هغه چيلے د څټ نه ونيولو او دغه غريب سړي ته ئې ووې دا چيلے ما د خدائے پۀ نامه منلے دے او تاله ئې درکوم، خو هغه غريب سړي بل ګمان اوکړو او قسمونه ئې ورته خوړل چې دا ما نۀ دے وهلے، خير دواړه نزدې جومات ته سره د چيلي لاړل، ملا صېب ته دې يو کوڼ خبره شروع کړۀ چې ملا صېب زۀ دا چيلے د خداے په نامه دۀ له ورکوم، زړۀ مې پرې اوسوزيدلو خو دے پکښې نخرې کوي، او نۀ ئې اخلي، هغه دويم ووئيل قسم په خدائے مولاناصېب که ما چيلے وهلے وي، خو دے راباندې غلطې دعٰوې کوي، دې اتفاق ته وګوره چې ملا صيب هم کوڼ وو هغه طنزيه غوندې مسکے شو وې ساده ګانو دا خو لا يو چيلے دے که لس راله راکړئ نو هم زۀ دا امامتي نۀ پريږدم، د دوي سره ما هم بې اختياره اوخاندل زړۀ کښې مې راغلل چې دا خو به هغه فريحان شيدا نۀ وي چې زۀ ئې د ليدلو په تکل کښې راغلے يم، ولې بيا مې ووئيل چې لطيفې خو هر څوک وئيلے شي او دا خو مشر سړے دے چې تکه سپينه ږيره، سور سپين مخ او د سپينې ټوپۍ د پاسه ئې ورکوټي غوندې رومال نه پټکے تړلے وو، البته غاښونه ئې مصنوعي وو ځکه يو ځل نيم ئې يوه ژامنه راووېسته، خير هوټل ته خلق وخت په وخت راتلل او دوي دواړه هم لکه زما ناست وو او دم په دم ئې چائے څښکلې، يوه شيبه پس ته ئې بله لطيفه ووې خو هغه د ليکلو نۀ ده، بيا مې زړۀ کښې ووې کيدے شي هم دا فريحان شيدا وي خو زر مې فکر اوکړو چې لږ صبر اوکړه ځکه ما اوريدلي وو چې هغه شاعر دے نو که څۀ د شعر و شاعرۍ خبرې ئې ورکړې او يا ئې څۀ غزل وغيره ووې نو خبره به يقيني شي، دې کښې ښۀ شيبه پس ئې د جيب نه يوه ډائري راوويسته او هغه ملګري له ئې ورکړه چې دې کښې راله څۀ وليکه، هغه ورته ځان برابر کړو وې وايه، دۀ ورته وې وليکه، "ډکره" هغه سړي په حيرانۍ ووې دا لا څۀ بلا وي "ډکره" دۀ ورته ووې زۀ قطعې ته ډکره وايم، هغه وليکل او قطعه ئې ورله وليکله، بيا ئې ورته ووې پۀ دې بله صفحه وليکه غزل او پوره غزل ئې ورته په يوه ساه ووې، او هغه وليکلو، اوس مې يقين اوشو چې دا فريحان شيدا دے، او دا پته راته اولګيدله چې دے خپله ليک نۀ شي کولے، خو لوست کولے شي او بله دا چې کله غزل پوره شي نو دے ئې بيا په چا ليکي ولې چې دغه غزل اووۀ اتۀ شعرونه وو، کله چې غزل وليکلے شو نو زۀ ورغلم او خپل تعارف مې ورسره اوکړو خو حيران په دې وم چې ما خو وې چې فريحان شيدا به يو مست ځوان وي، دا خو مشر سړے وو چې د يو خوږ دروند پښتون مشر مينه پرې ماتيدله، زما په فرمائش ئې راته دوه څلور "ډکرې" او غزلونه واؤرول، بيا ئې راته ووئيل چې تۀ هم څۀ اووايه خو ما ورته وې ماسره غزل نشته او يوه افسانه مې ذهن کښې ګرځي خو لا مې ليکلې نۀ ده.

دې پورې ئې يوه خبره وکړه چې يو سړے د شپې د چا کور ته د غلا په نيت واوړيدلو نو هغه ئې اونيولو او ورته ئې ووې ولې دې غلا کوله، هغه ووئيل غل نۀ يم خو لوږې راخستے يم، د کور مالک کلک اوتړلو او ورته ئې ووې چې تۀ به اوس زما افسانې اورې، هغه سړي ووئيل بله سزا راکړه خو دا سزا مۀ راکوه خو هغۀ هيڅ نۀ منل او هله ئې پرېښودو چې خپلې ټولې افسانې ئې ورته واؤرولې، سړے ئې پريښودو خو افسانه نګار هم د لاده باده پريوتلے وو، نو هغه سړي وتړلو او خپلې بستې ته ئې لاس کړو وې زۀ ناول نګار يم، دا څلور ناولونه دي اوس به دا اورې چې تاته هم پته اولګي.

دا زما د فريحان شيدا سره وړومبے ملاقات وو او پۀ وړومبي ملاقات کښې ترې متاثره شوم، چې يو ښکلے ښائسته سړے وو، مناسب وجود، ښکلې سپينه ږيره، سور سپين مخ، اوچته پوزه، سپينې جامې ، لاس کښې ورسره تسبې د نظر چشمې، سپينه ټوپۍ په سر چې ورکوټے رومال به ئې د پاسه د پټکي په توګه تړلے وو، هر سحر به بلا ناغه د کوره راوتلو او دغلته به ناست وو، بيا به کۀ چرته نوښار، مردان، صوابۍ پيښور يا بل چرته ادبي غونډه وه نو هلته به تلو، تر لرې لرې به ترې ادبي غونډي او مشاعرې نۀ قضا کيدلې، هره غونډه کښې به ترې د شعرونو اورولو نه وړاندې د لطيفو اورولو غوښتنه کيدله، شاعري ئې مزاحيه او سنجيده وه، که څۀ هم  خپله ئې ليک نشو کولے خو لوستل ئې کولے شول، دا به ئې وئيل هغه کتاب مې خوښ وي چې د واسکټ جېب کښې راځي، غټ او اوږدۀ کتابونه مې خوښ نۀ وي، هغه کتاب ښۀ وي چې بنده ئې په ملاسته په اسانۍ سره لاسونو کښې نيولے شي نو معلوميږې چې زياته مطالعه به ئې په ملاسته کوله، د فريحان شيدا يو کمال دا هم وو چې هرې غم ښادۍ ته به ئې نۀ صرف ځان رسولو بلکې ودونو ښادو له به ئې سهرې او په غم مرثيې هم ليکلې، د چايو ډير شوقين وو خو په وروستي عمر کښې د شوګر په وجه به ئې پيکه چاے څښکلې او يا به ئې پکښې هغه خاص ګولۍ اچولې خو د پرهيز به ئې داسې خاص خيال نۀ ساتلو.

د ځوانۍ په زمانه وړومبے کلينډر او بيا ډرائيور وو چې ډيره موده ئې صوابۍ او مردان ته بس چلولے وو، خاکسار منزل مردان کښې ئې مستقله دېره وه، دغلته ئې ډيره پيژندګلوي لرله، او د خپل روښانه طبيعت له وجې ډيرو خلقو پيژندلو ځکه نو اکثر به ئې تر آخره غم ښادو له تللو.

پبو کښې د وړاندې نه خوشحال ادبي جرګه موجوده وه، خو کله چې د پښتو نوموړے محقق او نقاد دوست محمد کامل صيب وفات شو نو د جرګې غړو فيصله اوکړه چې اوس به دا جرګه د لوئے ليکوال او خوشحال شناس دوست محمد کامل په نامه وي، دغه کامل ادبي جرګه کښې ورسره زۀ هم تر ډيرو کلونو ممبر وم، خو د دې نه علاوه فريحان شيدا د نوښار مردان، صوابۍ او پيښور په ډيرو جرګو کښې ممبر، عهديدار، او مرستيال وو، او هسې مشاعرو له به تر لرې لرې تلو، هر ځاے ته چې به لاړو نو د خلقو په شونډو به ئې مسکا راوستله، د هغه مجلس غنيمت وو او هر څوک به ئې اوريدلو ته ليواله وو.

فريحان شيدا ته د خپل وخت ليکوالو د لطيفو د بابا خطاب ورکړے وو، ولې چې هغه ته ډيرې لطيفې يادې وې، د هغه د قول مطابق ځينې لطيفې د وړاندې نه موجودې وې چې ما اوريدلې او يادې کړې دي، خو ځينې داسې دي چې حقيقي واقعات وو خو ما پکښې لږه ډيره اضافه کړې ده، او ځينې مې خپله جوړې کړې دي.

د حقيقي واقعې نه د لطيقې يا ټوقې جوړولو يو مثال ئې دا دے چې خيبربازار پيښور کښې ئې چشمې جوړې کړې وې ځکه چې نظر ئې کمزورے وو هغه سړي ورله شيشې غلطې لګولې وې، چې ورغلو نو هغه ته ئې ووې دا دې راله څنګه چشمې جوړې کړې دي پرون مې پبو بازار کښې په سترګو کړې وې نو يو ريړۍ واله ته مې ووې چې څلور پوکڼۍ راکړه، ما وې نمسو له به ئې يوسم، هغه راته بد بد وکتل خو چې ما ورته بيا ووې نو هغه غصه کښې ووې دا پوکڼۍ نه انګور دي، لکه چې د دوربين شيشې دې راله لګولې دي.

د واقعې نه د لطيفو جوړولو يو  مثال ئې دا  هم دے چې يوه ورځ ئې وئيل چې زمونږ کلي نه يو سړے کراچۍ ته مزدورۍ له تلے وو نو خداے خبر چې هلته به ئې څۀ کول خو چې کلي ته راغلو نو هغه وې ما به هلته بس چلولو، په هغه زمانه ډرائيوري ډير لوئے هنر ګڼلے شو، خير څۀ موده پس زمونږ کلي کښې چا بس واخستو نو هغه سړي ته ئې ووې راشه تۀ دا بس وچلوه، دے ورغلو د ډرائيور په سيټ کيناستو او څۀ وخت ئې د ګاډي اندازه واخسته، خو چل نۀ ورتلو نو ما ترې دا لطيفه جوړه کړه چې  هغه وئيل ما  کوم بس چلولو نو د  هغه اسماني رنګ وو او دا سور دے.

پبو کښې د حضرت مياشهباز بابا مزار د دې دپاره مشهور دے چې د چا په پښو باد وي او دې له لاړ شي نو ښۀ کيږي، يوه ورځ يو شاعر راغلے وو هغه وئيل زۀ لږ زيارت له ورځم چې دا د پښو باد مې ښۀ شي، او په هغه منجورانو به هم ځان دم کړم، فريحان شيدا دې پورې يوه لطيفه ووې چې ډيره مثالي ده، وې څو کسان د زيارت يو مجنور ته ناست وو او هغه به پرې جارو راښکله، د دوي ټولو په پښو باد وو، دې کښې يو سړے چې د پښو په سر ناست وو باد ترې لاړل، کله چې بل تن وروړاندې شو نو ورته ئې ووې زما هم په پښو باد دي خو دننه دننه ئې راله ختم کړه، لکه د دغه بل سړي غوندې ئې رانه  بهر ته ښکاره  مۀ راوباسه.

کۀ څۀ هم هغه ته په سوونو  لطيفې يادې وې خو په عام مجلس کښې به ئې پوچې او د اخلاقو نه پريوتې لطيفې نۀ کولې، داسې لطيفې به ئې کولې چې د موقعې مناسبت سره به ئې سمے خوړلو، لکه يوه ورځ يوځاے ډير داسې شاعران راجمع شوي وو، چې اکثرو پکښې نسوار کول، کوم ځاے چې ناست وو هلته قالين غوړيدلے وو، او د نسوارو د توکلو څۀ انتظام نۀ وو نو شيبه پس به يو يو پاڅيدلو او نسوار به ئې لرې توکل، نو فريحان شيدا دې پورې يوه لطيفه ووې چې په يوه  لويه جلسه کښې يو نسواري د بل نسواري نه تپوس اوکړو چې يار دا نسوار چرته اوتوکم، ماته خو څۀ ځاے نۀ ښکاري هغه ورته ووې چې د چا د کوټ يا د واسکټ جيب کښې ئې واچوه، هغه ورته ووې نه، نه، که پوهه شي نو بيا، ملګري ورته ووې ولې تۀ پوهه شوې ې  څۀ؟

د فريحان شيدا وينا وه چې د هرې ټوقې دپاره يوه  موقعه او محل وي، او بغير د موقعې کۀ ډيره غوره طيفه هم ووئيلے شي نو بې اثره وي، داسې وخت کښې بنده له ښائي چې غلے کيني، دا مې ليدلي وو چې خپله به هم په يوه نيمه ټوقه خفه کيدلو، ما ورته ووې شيدا صيب ته خو خپله لطيفه ګو سړے ئې نو داولې؟ نو راته ئې په جواب کښې ووې تاته به معلومه نۀ وي خو دا تجربه ده چې ټوقمار سړے ګورې هغۀ پورې په ټوقه زر خفه کيږي.

د پښتو دا مشهوره لطيفه هم ما په وړومبي ځل د فريحان شيدا نه اوريدلې وه او د هغۀ د وينا مطابق دا يوه پخوانۍ ټوقه وه چې خلقو نه هيره شوې وه، يوازې ماته ياده وه او چې کله ما ځاے په ځاے اوکړۀ نو خلقو ته بيا ياده شوه هغه لطيفه دا ده.

وائي چې يو سړي خپل ګاونډ کښې چاته ور اوډبولو ورته ئې ووې مونږه کره ميلمانۀ راغلي دي يو کټ مې پکار دے، ګاونډي ورته ووې بالکل به مو درکړے وو خو مونږه  کره دوه کټونه دي يو کښې زۀ او زما پلار څملو او بل کښې مې مور او ښځه څملي، سړي ورته ووې خير دے ماله کټ مۀ راکوۍ خو لږ د څملاستو چل زده کړئ.

يوه ورځ ئې دا ښکلې لطيفه هم راته اورولې وه، چې وئيل ئې يو دفتر کښې يو تن د خپلو افسرانو د خوشامندو دپاره مشهور وو، چې هغه به د هر افسر ډيرې زياتې خوشامندې کولې، يوه ورځ خپل افسر ته لګيا شو چې صيب ستاسو غوندې قابل، ايماندار، خانداني او ښکلے سړے کله هم دې دفتر ته د افسر په توګه نۀ دے راغلے، ما په وړومبي ځل ستاسو په شکل کښې يو مکمل انسان وليدلو، افسر ورته ووې زما خوشامندې وکړه سړي ورته حيران حيران وکتل مطلب ئې دا وو چې ما خو هر څه ووې، افسر ووې دا تا چې څه ووې دا خو تا ريښتيا ووې ما خو اوريدلي وو چې تۀ  ډېر خوشامدګر ئې.

ما د هغه نه په سوونو لطيفې په مختلفو مجلسونو کښې اوريدلې دي، چې ډيرې راته يادې هم دي او چې ريښتيا خبره شي نو دې ليکنه کښې لطيفې لږې ډيرې هم شوې، خو څه وکړم دا راته ضروري هم ښکاري ولې چې د لطيفو د بابا ذکر کوو، نو لطيفې خو به خامخا ذکر کوو.

يوه لطيفه ئې بله هم ذکر کوم چې يوه ورځ ئې وئيل د يو سړي ښځه ډيره بدرنګه وه او دوي په دويم چهت اوسيدل، نو هغۀ ښځې خاوند ته ووې يوه کپړه راوړه چې دې کړکۍ ته ئې ځوړنده کړو، نو سړي ورته ووې دې ته حاجت نيشته ته دوه څلور ورځې دې کړکۍ کښې ودرېږه نو خلق به دې کړکۍ ته مخامخ کورونو کښې ځانونو ته پردې واچوي.

فريحان شيدا ته ډير اولسي نقلونه هم ياد وو چې دوه به ترې د نمونې په توګه وړاندې کړو. وړومبے دا چې وائي يو سړے سيند اخستے وو هغه چغې وهلې چې ما بچ کړئ په ځان مې څۀ کار نيشته خو راسره يو ډير قيمتي هنر دے يو سړي ورپسې ټوپ کړو او ډير په مشکله ئې بچ کړو، کور ته ئې بوتلو او د هنر تپوسونه ئې ترې شروع کړل د سړي او ښځې دا خيال وو چې ګنې دے به سرۀ زر جوړولے شي خو هغه سړي ووې زما هنر دا دے چې څوک کټ بوڼي نو زۀ ئې ورته پښه اوچتوم، سړي او ښځې ورته په قهر ووې ورک تۀ شې او ورک دې هنر شه.

دا يو نقل به يې هم په خوند خوند اورولو چې پخوا کله لا تهرېشر نۀ وو ايجاد شوے نو خلقو به درمندونو کښې ډيرې ورځې شپې اړولې په غنمو به څاروي ګرځولے شول چې غوبل به ورته وئيلے شو، واڼې به باديدلې او خلقو به درمندونو کښې غنمو ته څوکۍ کوله، نو په هاغه علاقه کښې يو غل وو چې عجب نوم ئې وو، يوه ورځ يو ځوان کور ته ماسخوتن د درمند نه واپس راغلو نو پلار ورته ووې هلکه د درمند څوکۍ دې چاته حواله کړه، هغه ووې عجب ته، نو پلار ئې ووې کمبخته مونږ خو ساتلو د عجب نه،  په غلاګرو څوک څوکۍ نه کوي ۔

د خپل وخت د مشهورو ټوقمارانو خصوصاً د غوئي ملا او بهادري نقلي ډيرې ټوقې ورته يادې وې، هغه ته ګڼو کسانو د لطيفو د بابا خطاب ورکړے وو خو افسوس چې نۀ خو هغه دا لطيفې ليکلې وې او نۀ بل چا محفوظ کړې، البته اوس هم داسې ډير کسان ژوندي دي چې د هغه ګڼې لطيفې ورته يادې دي، کۀ دا اوليکلے شي نو روغ غټ کتاب به ترې جوړ شي، فريحان شيدا د مانځۀ اوداسۀ ډير سخت پابند وو، د شوګر په وجه به ئې هر مانځۀ ته بيا بيا اودس کولو، خصوصاً په ژمي کښې به ورته په يخو اوبو د اودس کولو تکليف وو خو بيا هم مونځ به ئې باقاعده کولو.

زۀ ځان خوش قسمته ګڼم چې فريحان شيدا سره مې ډير ملاقاتونه شوي وو او د هغه نه مې د هغه د ژوند باره کښې ډير تپوسونه کړي وو، چې راته ئې تفصيلي جوابونه راکړي وو، د هغۀ د قول مطابق په کال ۱۹۱۲ کښې پيدا شوے وو د پلار نيکه کسب ئې لوهاري او ترکاڼي وه، شاعري ئې په ۱۹۳۰ کښې شروع کړې وه، ديرش ۔ څلويښت  کاله ئې ډرائيوري کړې وه، او آخري شل ديرش کلونه ئې بس صرف د پښتو ادب خدمت کړے وو، د هغه وينا وه چې صرف يو کتاب "د غنچې ګلونه" ئې چاپ شوے دے خو دويم کتاب ئې هم "د شيدا ګلونه" په نامه چاپ وو، چې زياتره پکښې اولسي شاعري وه خو دا دواړه کتابونه مونږ د نامې تر حده پيژنو ليدلي مو نه دي بلکې ده سره هم نه وو ۔ 

د دريو څلورو کتابونو شاعري ورسره موجوده وه خو هغه ئې هم په ژوند چاپ نۀ شوه، دغه ډائرۍ ئې کور کښې پرتې دي چې د چاپ په ارمان دي.

دا ئې هم راته وئيلي وو چې ما د خپله ځانه څلويښت پنځوس لطيفې جوړې کړې وې او نورې چې مې د يوبل نه څۀ خبرې يا لطيفې اوريدلې او سرڅڼه مې ورله کړې ده نو هغه دريو سوو پورې دي، په دې حساب ماته درې څلور سوه خپلې پردۍ لطيفې يادې دي.

هغه وئيل يو وخت کښې ما د څلويښتو نه د اوياؤ پورې د خپلو لطيفو کتابت هم کړے وو، چې دا به چاپ کوم چې سيف الاسلام سيف  د هغې کاتب وو، خو هغه مسوده رانه چرته بې درکه شوه، خو زۀ هر محفل کښې لطيفې وايم نو چې اوس د لطيفو کوم کتابونه په پښتو کښې چاپ شوي دي نو هغه زما لطيفې يو بل په خپله نامه چاپ کړي دي.

فريحان شيدا که څۀ هم د خويه قلار سړے وو خو کله کله به ورله غصه هم ورتله، او اکثر به چې چرته کوم ځاے ته مشاعرې له تلے وو، او خوند به ئې ورنکړو نو دا به ئې وئيل چې بيا به زۀ دلته چرته هم رانشم، خو چې بيا به هلته کومه مشاعره وه نو دے به رسيدلے وو، ما ورته يو ځل ووې نو په خندا کښې ئې ووې زما مثال د جوارګرو دے، چې دوي سره چې کله پيسې نۀ وي نو بيا هم ځان رسوي او د جوارګرو شاته کيني او هسې اوازونه کوي، دا دانه اوله او دا راواخله، يو به  په هغه ورځ بې سره وو چې چرته مشاعره يا ادبي غونډه به مردان، صوابۍ، نوښار، چارسده او پيښور کښې نۀ وه او يو په هغه ورځ چې په يوه ورځ به دوه غونډې وې نو فکر به ئې کولو چې اوس کومې غونډې له لاړ شم، خو يوې له به ضرور تلو.

په وروستي عمر کښې د شوګر په وجه شېرپاؤ هسپتال کښې داخل وو او يوه پښه ئې ترې غوڅه کړې وه، د اپرېشن نه دوه څلور ورځې پس تپوس له ورغلم نو په خندا کښې ووې په دوه پښو راغلے وم او واپسۍ کښې به په درېو پښو ځم، ځکه چې يوه راسره همسا هم شوه، ټول عمر مې خلق خندولي وو لکه چې اوس زۀ د خندا شوم.

دغه ملاقات کښې ئې راته دا هم وئيلي وو چې لږې ورځې وړاندې کلي کښې د شپې وخت وو زۀ راپاڅېدم اودس چاراندام مې وکړو نو يو غيبي غوندې اواز مې تر غوږو شو چې بس کړه نورې دا لطيفې مۀ وايه، ډېره موده دې خلق وخاندول اوس د اخرت غم کوه نو حېران په دې يم چې که پس له دې مشاعرو له لاړ شم نو د خلقو نه به ځان څنګه خلاصوم، بيا يې ووې شايد چې زما اخري وخت دے ولې چې غريب سړے يم خپل ګاډے نۀ لرم او د سورلو ګاډو کښې خو به راته تګ راتګ ګران شي، بل زۀ ډېر ګرځنده بنده يم نو چې کور کښې پرېوځم نو يقين نۀ دے که ډېر پاتې شم او د شوګر بنده له خو ګرځېدل هم ډېر ضروري وي، واقعي خبره وه چې هغه کله د هسپتال نه لاړو نو لږې ورځې پس ئې په ٢٤ مارچ ١٩٩٢ بل جهان ته کډه يوړه، زۀ خپل ځاني اکثر د مړي مخ نۀ ګورم خو خداے خبر ولې دۀ ته ورښکاره شوم او چې ومې ليدلو نو په دې حېران شوم چې په مړينه د ژوند نه زيات ښکلے ښکارېدلو.

پيښور 

19 . 10 2023 

-
بېرته شاته