زنداني خاطرې
[23.Jan.2024 - 15:58]زنداني خاطرې او دافغان روښانفكرانو تريخ برخليك
لیک: اکبر کرګر
كلونه وړاندى چې لندن ته راغلم يو سيمينار جوړ شو ، دا سيمينار نه پوهيږم چې دخداى بخښلي مشهور تاريخ پوه ميرغلام محمد غبار په باب وو او كه دباميانو د بوتانو دناورين په مناسبت جوړ شوې وو، سيمينار د استاد پاهاند جاويد له خوا تنظيم شوي و ، هغه يو مهربانه مشر او دذهن او تفكر له مخې ازاد خياله پوهاند و ، چې زما ور سره ان دكاري ورځو په لړ كې ښه مناسبات درلودل دهغه كور د كورنيو چارو وزارت ته مخامخ دكوڅي په پاى كې وو ، چې مخې ته يې يو كور د دولت له خوا نيول شوي اودچاپ اوخپرونو د دولتي كميټي رياست هم و ، نو كله ناكله به مو ليدل او مشورې به مې ترې اخيستې . په هر صورت كيسه په لندن كې دسواس په پوهنتون كې دسيمينار په باب وه چې نوموړي سيمينار ته ډير كسان له المان څخه هم راغلي وو ، لكه ارواښاد رهنورد زرياب له فرانس او استاد ناظمي له المان او همدارنگه محترم رسول رحيم صيب هم چې هماغه شپه ورسره په يو كور كي اشنا شوم . تر اوسه يې درناوي زما په زړه كې دى .
استاد رسول رحيم ديوه كتاب يادونه وكړه اوهغه دزنداني خاطرو كتاب و ، چې دكونړ ديو ستر مخور شخصيت محمد هاشم زماني له خوا كښل شوي و ، دا كتاب مي وروسته پيدا كړ . ومې لوست . كتاب اوس هم هر ځاي ډير دى فكر كوم دوه وارې چاپ شوى دى .
هاشم زماني صيب مې دځواني اوښوونځي په كلونو كې چې له زندانه را خلاص شوي و دكونړ په لاره څو وارې په موټر كي دسفر په حالت كې ليدلي و ، معزز ،دروند او با وقاره شخصيت و . يونيم شعر مي هم ورته په شعله جاويد جريده كې لوستي و، دا ځكه چى هغه دزندان په كلونو كي د داكتر محمودي مرحوم اونورو روښانفكرانو سره ډېر نږدې پاتي شوې وو.
بيا هم خبره په زنداني خاطرو ده . دزنداني خاطرو اثر د سردار هاشم خان دوخت د ”اسيايي استبداد“ ډير انځورونه لري اوهغه كسان چې په دې اثر كې يي يادونه شوې ده ، ډير ولاړ، با استقامته ،دعزم او ارادې خااوندان يادشوي دي . اودا سمه خبره هم ده .
له دې كسانو يو هم بابا عبدالعزيز دى . چې كيسه يې دكونړ خان هاشم زماني صيب مرحوم په ډير ښه انداز كښلي ده.
مرحوم زماني ليكي : بابا عبدالعزيز الكوزي كندهاري ډير لوي ملي شخصيت و دا دبابا دخولي خپله خبره ده كله چې نادرخان دملي شورا دلومړي دورې وكيلان شورا ته را وغوښتل ،دكندهار دخلكو له خوا زه عبدلعزيز كندهاري وټاكل شوم . د دغه لومړي دورې وكيلان دوه نوي تنه وو اود دغه شورا ريس عبدالاحد و ، نادر د شورا ريس ته هدايات وركړې و چې دشورا په وكيلانو دانگليس له دولت سره دوسلو داخيستلو تړون لاسليك كړي .
كله چې دشورا دوكيلانو دغونډې په منځ كې دا خبرې را ولويدې نو بابا عبدالعزيز د دې خبرې سخت مخالفت وكړ او وكيلانو ته يې وويل د افغانستان خلك اوملت هيڅكله دا نه غواړي چې دبرتانيي له دولت سره دې د دوستي يا دوسلي اخيستلو قرارداد وكړي ،دافغانستان ټول خلك له انگريز انو څخه ډېرې زياتې بدې خاطرې لري اوهغوى خپل دوښمنان گڼي. اوس دافغانانو وطن افغانستان يو ازاد اوپه خپل واك وطن دى چې دهيڅ بل اجنبي وطن د تاثير لاندي نه شي راتلاى ،په خپل واك اوخپله اراده ازاد مستقل دولت دى . له انگريزانو سره زموږ دوطن دوسلي قرارداد امضا كول داسې معنى لري چى مونږ دانگريزانو دسياست نه په غير بل څه نه شو كولاى. مونږ دانگريزانو مرستې اوكومك ته هيڅ محتاج نه يو موږ دلته په دغه غونډه كې دافغانستان دملت دملي شورا دوه نوي تنه وكيلان يو موږ هر يو وكيل د وطنپرستې اودافغانستان دخپلواكۍ له لحاظه وظيفه لرو چې هر يو دوه دوه لكه روپۍ دخپلو موكلينو نه واخلو چې افغانستان ته د دوستي په سترگه گوري .د بابا عبدالعزيز دې خبر و دشورا په تالار كې دوكيلانو په مينځ كې دوطن جذبي را وپارولي ټولو په يوه اواز د بابا خبره تاييد كړه اوچك چك يې وكړ دشورا ريس عبدالاحد چې دوكيلانو داهم اهنگۍ وليده هيڅ نور ونه ويل دمجلس دخورولو اعلان يې وكړ .
د هغي ورځي په سبا بابا عبدالعزيز دخپلو سوداگرو موكلينو نه چې په سراې زرداد او سراي عبدالحمان كې يې تجارت خاني درلودي دوه دوه لكه روپۍ دملي جذبي دوطن پالني د دوستۍ په تقويي دوطن دساتلو دوسلو اخيستلو له پاره واخيستلي اوپه دوه سوه كوچنيو خلطو كې يې ملې شورا ته په يوه بگۍ كي را وړي . څه وخت چې دشور اريس عبدالاحد دغه روپۍ وليدلي دا ورته ښه ثابته شوه چې دبابا نظر اوعمل يو دى . د بابا دغه عمل دشورا په وكيلانو كې دوطن پرستې احساسات داسې را وپارول چې ټولو بابا ته په يوه خوله وويل : ته به موږ ته هدايت كوي موږ به هماغه كوو دا ځكه چې ته په موږ كې ټولو كې دشورا په كارونو ښه پوهيږي حتى چې دشورا وكيلانو بابا ته دشورا دريس ووايه او عبدالاحد خان نادرخان دشورا ريس ټاكلي وو .
دبابا دغه دوطنپالني نظر سر ته ونه رسيد ،حكومت د بابا په شان ملي شخصيت چې دښه علم اومعرفت خاوند وو په ملي شورا كې پريښودلي نه شو نو دشورا له وكالت نه يې وويست .دنادرشاهي اوظاهر شاهي دشهر ناپرسان بيروكراتيكو رژيمونو په باب زياتي تنگي سختي تېرې كړې اوتكليفونه اوعذابونه يې وگالل ، دارگ په بنديخانه كې دسراى موتي په بنديخانه كې اود دهمزنگ په قلعه جديد كې سياسې مخصوص كې دبابا عبدالعزيز پنځلس كاله سياسي بند دومره زياتې شكنجې او عذابونه هغه ته ور كړيدي چې دلته دهغوې دټولو يادول ځاى نشته چي ېادونه يې وشي دا پوره ډير وخت غواړي چې د دغه ملي قهرمان دژوند ټوله كيسه را ټوله اويو كتاب ترې جوړ شي .
زماني مرحوم په يوه بله برخه كې ليكي : چې يو مهال په كوټه كي ناست وم كتاب لولم چې ناڅاپه بابا عبدالعزيز كوټي ته را ننووت وې وېل : بچې زموږ دكوريدور ټول زاړه سياسي بنديان چې هر يو پنځلس اوشپاړلس كاله با مشقته سياسي بند تېر كړ ى دى ، خلاص شوي دي . زه هم دخپلو ملگرو په ډله كې د دهمزنگ دجيل نه وځم ، نو ځكه دلته را غلم چې تا ووېنم اوخپلې وروستۍ خبرې درته وكړم . په هماغه مهال بابا ډيرې خبري اونصيحتونه وكړل .
په پاى كې يې وويل : وطن مور ده بچيه ! په لمنه به يې تور داغ نه پريږدي ،ولس پلار دى دازادۍ ،غيرت اوملي افتخار جگه شمله به يې نه ټيټوي . بابا خپلې خبرې كولې چې دجيل سر دار باشي هغه ته وويل : ستا ټول ملگري تاته په دروازه كې انتظار باسي . بابا پاڅيد او وې وېل : زما ټولې خبرې به دزړه په كتابچه كي ليكي اوعمل به پرې كوي اوزما امانتونه به خپلو خلكو ته رسوي . ماتاته دنهه اويا كالو دخپل ژوند دتجربې خبرې وكړې !
اکبر کرګر